مهم ترين های امروز جمعه
✒️: تیم ملی فوتسال افغانستان در بازی دوستانه تایلند را شکست داد. مسوولان فدراسیون فوتبال میگویند که ملی پوشان فوتسال در یک بازی تدارکاتی پیش از چاشت امروز (جمعه، ۱۷ حمل) مقابل تایلند قرار گرفته و در نهایت حریف شان را با نتیجه ۵ بر ۳ شکست دادند.
در این بازی اکبر کاظمی، میثم فیضی، حسین محمدی و مهران غلامی، گولزنی کردند.
✒️: منابع محلی میگویند که شب گذشته (پنجشنبه، ۱۶ حمل) در پی تیراندازی افراد ناشناس به نمازگزاران در حین ادای نماز تراویح در فراه ۳ نمازگزار جان باخته است.
به گفتهی آنان، این رویداد در روستای توکالی ولسوالی پشت کوه فراه رخ داده است.
عبدالظاهر خادم قوماندان امنیه فراه نیز این رویداد را به رسانههای محلی این ولایت تأیید کرده و گفته که بررسیها در این زمینه جریان دارد.
✒️: وزارت مهاجران و عودتکنندهها گفته که از آغاز روند اخراج اجباری مهاجران از پاکستان تاکنون بیش از ۹۲ هزار خانواده مهاجر افغان به کشور بازگشتهاند. به گفتهی این وزارت، ۷۰ درصد از مهاجران برگشت کننده در ولایت ننگرهار ساکن شدهاند.
این وزارت از نهادهای مددرسان بینالمللی خواسته که در زمینه انتقال مهاجران افغان به مکانهای اصلی شان با وزارت مهاجران و عودتکنندهها همکاری کنند.
✒️: ارزګان ولایت د چهارچینو ولسوالۍ په یوه دولتي روغتون کې د ډاکټرانو ګومارنې پر سر د عامو خلکو په شخړه کې درې تنه وژل شوي او یو تن ټپي دی.
د چهارچینو ولسوال، محمد رفیق هنر رسنیو ته ویلي، د روغتون ساتونکو وروسته تر هغې پر خلکو ډزې کړي چې ځینو خلکو د شته ډاکټرانو د قراداد د تمدید غوښتنه کوله او ځینو نورو بیا ویل، نوي ډاکټران دې و ګومارل شي.
د محمد رفیق هنر په خبره، مجرم امنیتي ځواکونو نیولی او روغتون هم تړل شوی دی.
✒️: زابل کې د ترافیکې پېښې له امله ( ۶ )تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. زابل امنیه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د کابل کندهار پر لویه لاره د زابل ولایت اړوند شاجوی ولسوالۍ او مرکز قلات تر منځ د تازې رباط کمپنۍ سیمه کې د دوو موټرو تر منځ ترافیکې پېښه کې ٢تنه وژل شوي او ٤ تنه نور ژوبل شوي دي.
✒️: حسن نصرالله: سلاحهایی در اختیار داریم که تاکنون علیه اسرائیل استفاده نکردهایم.
سې منشی حزب الله:
مقاومت در لبنان از جنگ نمی هراسد و برای هر جنگی کاملا آماده است، و سلاحهایی در اختیار دارد که هنوز علیه اسرائیل استفاده نکرده ایم
اگر صهیونیستها به دنبال جنگ هستند، ما هم آماده ایم.
✒️: روسیې په دغه هېواد کې د وروستي برید په تړاو د مرکزي اسیا درې اصلي اوسېدونکي نیولي دي.
د روسیې د امنیت فدرالي اداره یا ایف ایس بي ویلي، چې دغه کسان یې په مسکو، یکاترینبورک او اومسک ښارونو کې نیولې دي.
✒️: د امریکا په لاس اینجلس ایالت کې غلو د نغدو پیسو له یوې زېرمې شاوخوا ٣٠ میلیونه ډالر غلا کړي دي.
د راپورونو له مخې، چارواکو ویلي، هیڅوک په دې نه دي خبر شوي، چې غل دې ځای ته کله ننوتلي او نه د خطر زنګ وهل شوی دی.
په راپورونو کې راغلي، چې دا د دې ایالت په تاریخ کې د نغدو پیسو تر ټولو لویه غلا ده.
په همدې حال کې د امریکا پلټنو ادارې ویلي، چې د لاس اینجلس پولیسو سره په ګډه د دې پیښې څیړنه کوي.
✒️: د راپورونو له مخې، روسي ځواکونه د اوکراین د چاسیف یار سیمې څنډو ته دننه شوي.
په راپورونو کې راغلي، چې نن سهار اوکرایني پوځیانو هم د روسیې په لوېدیځ او ځینو نورو برخو کې یو شمېر ځایونه په نښه کړي دي. خو د اوکراین پوځ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د ختیځې سیمې دونیڅک د چاسیف یار څنډو ته د روسي پوځیانو د داخلېدل رد کړي دي.
✒️: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي اسلام آباد له ټولو افغاني اړخونو منجمله اشرف غني سره په تماس کې دی.
د یاد وزارت ویاندې د خبري کنفرانس پرمهال د جیونیوز د هغې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان د اشرف غني د حکومت پرمهال له طالبانو سره رابطه لرله آیا اوس له اشرف غني او ملگرو سره یې اړیکې لري؟ ویلي پاکستان د افغاني ټولنې ټولو خواوو سره اړیکې لري.
✒️: آیتالله علی خامنهای رهبر مذهبی ایران گفته است که اسراییل بهای حمله بر ساختمان قونسلگری تهران در سوریه را پرداخت خواهد کرد.
✒️: اتحادیه جهانی علمای مسلمان در خبرنامهای از "امت اسلامی" خواسته که در برابر "ظلم، جنایت و نسل کشی" اسراییل در غزه مبارزه کنند.
این اتحادیه گفته که "جنایتهای" اسراییل در غزه به منزله نسلکشی، نقض جدی همه ارزشهای انسانی و برگرفته از "ذهنها و قلبهای آلوده به نفرت و تعصب" است.
✒️: عفوبینالملل باردیگر خواهان بازگشایی درهای آموزش به روی دختران در افغانستان شده است.
بخش آسیایی این سازمان نوشته که «در حالیکه مکتبها باز شدهاند، اما دختران در افغانستان در خانههایشان قفل هستند». عفو بینالملل از امارت اسلامی همچنان خواسته که به حقوقبشر در افغانستان احترام بگذارد. امارت اسلامی تاکنون به این خواست عفو بینالملل واکنش نشان نداده، اما پیش از این گفته بود که حقوق زنان و دختران در افغانستان در چارچوب قوانین اسلامی تامین است.
✒️: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ممتاز زهرا بلوچ ویلي، د افغانانو په ګډون پاکستان کې ټول ناقانونه کډوال باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي. ممتاز زهرا بلوچ کابل ته د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال، محمد خرم اغا سفر په اړه پوښتنې په ځواب کې ویلي، په دغه سفر کې دواړو خواوو د "یو سند رژیم" د پلي کولو په اړه خبرې کړي دي. نوموړې په دغه خبري ناسته کې ادعا کړې چې پاکستان کې ګڼ شمېر امنیتي پېښې، افغانستان کې د میشتو ډلو سره تړاو لري، او په خبره یې په دې برخه له افغان چارواکو د جدي اقداماتو تمه لري.
✒️: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، د امریکا ولسمشر، جوبایډن د اسرییلو لومړی وزیر، بنیامین نتنیاهو ګواښلی او ویلي یې دي، که چېرې په غزه کې د ملکي وګړو او مرستندویه کارکوونکو ژوند ته پام ونشي، امریکا به له حماس سره په جګړه کې د اسراییلو د ملاتړ تګلاره بدله کړي.
تر دې وړاندې غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې د ګڼ شمېر ملکي وګړو په ګډون د نړۍوال مرکزي پخلنځي اووه تنه مرستندویه کارکوونکي وژل شوې وه.
✒️: جورج ډبلیو بوش موسسې په یوه راپور کې ویلي، د ایران، چین او روسیې په څېر هېوادونه او بهرني شرکتونه د اسلامي امارت له لوري د افغانستان د کانونو له را ایستلو ګټه اخلي.
په دغه راپور کې ادعا شوې چې ګواکی د اسلامي امارت لوړپوړي غړي له دوو هغو چینایي شرکتونو سره چې د تېلو را ایستلو تړونونه یې ترلاسه کړي، نږدې اړیکې لري.
د راپور له مخې، افغانستان د یوه تر ۳ ټریلیونه ډالرو په ارزښت کانونه لري او دمګړۍ د اسلامي امارت له لوري مدیریت کېږي. خو د کانونو او پټرولیم وزارت د جورج ډبلیو بوش موسسې له لوري دغه راپور ردوي او وايي، د کانونو قراردادونه ملي ګټو ته په کتو او په رڼه توګه ورکول کېږي.
د دغه وزارت ویاند، همایون افغان وویل:« موږ راپور ردوو او دا په بشپړه توګه بې بنسټه بولو، د افغانستان کانونه د ملي ګټو پر بنسټ د ازادو داوطلبیو له لارې کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکول کیږي او بیا د قرارداد د اصولو له مخې په جدي توګه څارل کیږي.»
✒️: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنري (یو اېن ایچ سي آر) وايي، له افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۶۲۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.
د کډوالۍ عالي کمیشنري په یوه راپور کې وايي، دغه پیسې به د خپلو همکارو بنسټونو سره په ګډه ۴ اعشاریه ۸ میلیون افغان کډوالو او د هغوی له کوربه هېوادونو له ټولنو سره د مرستې په موخه ولګوي.
