مهم ترين های امروز يکشنبه
✒️: اسلامي امارت د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي هغه څرګندونې ردوي چې ګواکې د پاکستاني طالبانو تحریک غړي په افغانستان کې شتون لري.
✒️: په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ د اسلامي امارت د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره لیدلي دي.
ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغې کتنه کې، د چین سفیر د افغانستان او چین د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، هېواد یې د افغانستان د سیاسي او اقتصادي پراختیا ملاتړ کوي.
خبرپاڼه کې همدرانګه د ژاو شینګ له قوله ویل شوي چین غواړي افغان ځوانانو ته د روغتیا په ګډون ګڼو برخو کې تحصیلي بورسونه برابر کړي.
✒️: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نجونو پر مخ د زدهکړو د دروازو د تړلو له امله د خواشینۍ له څرګندولو سره یوځل بیا له اسلامي امارته غوښتي چې د بهرنیو له احتیاجونو د خلاصون په پار د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې دې د نجونو پر مخ پرانیزي.
ښاغلي کرزي همدارنګه د هېواد د نجونو لپاره د غوره ښوونیزې زمینې د برابرېدو غوښتنه کړې ده.
✒️: د اسلامي امارت ویاند، ذبیحالله مجاهد د هرات - کندهار پر لویه لار د نن سهار پېښې له امله چې شاوخوا ۲۱ تنه پهکې مړه او ۳۸ تنه نور ژوبل شوي، خواشینې څرګنده کړې او له موټر چلوونکو یې غوښتي چې د موټر چلولو پر مهال له احتیاطه کار واخلي او ټرافیکي قوانین مراعت کړي.
دغه پېښه نن (یکشنبه) سهار د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو مسافر وړونکی بس له یو موټرسایکل سره تر ټکر وروسته د تېلو له ټانکر سره ټکر کړی او دواړو اور اخیستی دی.
✒️: فرزاد منصوری تکواندوکار کشور مقیم بریتانیا مدال نقره رقابتهای بینالمللی بلجیم "اوپن" را به سودش رقم زد.
آقای منصوری میگوید که او با شکست حریفان خود از کشورهای ایریلند، فرانسه، کلمبیا و اسپانیا در کنار کسب مدال نقره نایب قهرمان این رقابتها نیز شده است. رقابتهای بینالمللی بلجیم "اوپن" در سال روان میلادی برگزار شده است.
✒️: ابراهیم دانش ملی پوش پاراتکواندوی افغانستان از مسابقات کسب سهمیه به بازیهای پارالمپیک ۲٠۲۴ پاریس فرانسه مدال برنز کسب کرد.
مسوولان کمیته پارالمپیک میگویند که در این مسابقات دو نماینده از کشور ابراهیم دانش و شفاجان حقبین، شرکت داشتند که تنها آقای دانش مدال برنز مسابقات را به دست آورد؛ اما سهمیه حضور در پارالمپیک پاریس فرانسه را به دست نیاورد و هر دو ملی پوش از ادامه رقابتها حذف شدند.
✒️: د کابل امنیې قومندانۍ ویاند وایي، د نهمې حوزې اړوند د پکتیاکوټ په ساحه کې یو کورلا ډوله موټر اور اخیستی.
د وياند په خبره، سیمې ته پر وخت د اوروژنې ټیم رسېدلی او اور یې مهار کړی دی، په دغه
پېښه کې چاته ځاني تلفات نه دي اوښتي.
✒️: شمار قربانیان حملات 163 روزه اسرائیل به غزه به 31 هزار و 645 نفر رسید.
وزارت بهداشت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 92 فلسطینی کشته و 130 تن دیگر نیز زخمی شدهاند.
✒️: یک خانواده آواره غزهای در حمام بیمارستان غذا میپزند.
خانواده القندور در نوار غزه بهدلیل حملات اسرائیل در بیمارستان «الیمن السعید» واقع در اردوگاه جبالیا پناه گرفته و 2 ماه است در یکی از اتاقهای بیمارستان زندگی میکنند. از آنجایی که فضای خالی وجود ندارد، این خانواده غذای خود را در حمام که یک محیط غیربهداشتی است، درست میکنند.
✒️: روسیه: کنترل منطقه میرنویه در زاپوریژیا را به دست گرفتیم.
وزارت دفاع روسیه طی اطلاعیهای اعلام کرد که ارتش این کشور کنترل شهرک میرنویه در منطقه زاپوریژیا اوکراین را به دست گرفته است.
✒️: د راپورونو له مخې؛ د سوریې په شمالي دښته کې ماین چاودنې ۱۶ تنه وژلي او څو نور ټپیان دي.
راپورونه کاږي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دغه کسان د یو ډول طبي بوټي راټولولو پسې وتلي وو او موټر یې پر لاره د ماین ښکار شو.
✒️: ویکتور اوربان وايي، چې په امریکا او اروپا کې به ښي اړخي ګوندونه راپورته کیږي.
د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان خپلو پلویانو ته په خبرو کې ویلي، چې د ده د حکومت متلپاله او محافظه کاره تګلارې به سږ کال په اروپا او له اروپا بهر ګټونکي وي.
نوموړي زیاته کړې، چې ډونالډ ټرمپ به په نومبر کې د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې ګټي او په اروپا کې ښي اړخي ګوندونه به په جون میاشت کې د اروپا پارلمان ټاکنو کې ګټونکي اعلانیږي.
✒️: «فارن افیرز» له طالبانو سره د سیمې د هیوادونو اړیکو ته په اشارې سره ویلي چې امریکا نور نشي کولی طالبان منزوي کړي او زیاته کړې یې ده چې د طالبانو په پالیسیو کې تغییر راوستلو لپاره د واشنگټن د رسمیت نه پیژندنې د زور وسیلې نور خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی. دې مجلې په یوه مطلب کې ویلي چې دا مهال د سیمې ټولو هیوادونو له طالبانو سره اړیکې نورمالې کړي دي. مجلې زیاته کړې چې که څه هم امریکا نور افغانستان د جیوپولیتیک رقابت مرکز نه پیژني خو چین، روسیه او ایران په افغانستان کې د امریکا استخباراتو د فعالیت په اړه اندیښمن دي.
✒️: د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پخواني ویاند «احسان الله احسان» په یوې لیکنې کې ویلي چې د پاکستان او تاجکستان استخباراتي ادارو په افغانستان کې د خپلو نیابتي ډلو یعنې داعش خراسان او د مقاومت جبهې ترمنځ د همکاریو رامنځته کولو او له دې ډلو څخه د ملاتړ زیاتولو لپاره تړون لاسلیک کړی دی.
احسان په «ده سندې گاردین» چاپي خپرونې کې زیاته کړې په وروستیو کې د داعش خراسان او جبههٔ مقاومت ترمنځ د همغږۍ لپاره په پاکستان او تاجکستان کې ملاقاتونه هم شوي او په پای کې د پاکستان او تاجکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ په افغانستان کې د بې ثباتۍ زیاتولو لپاره تړون لاسلیک شوی دی.
✒️: اسکندر مومنی سرمنشی ستاد مبارزه با موادمخدر ایران ادعا کرده که در ۱۵ روز پسین در ۲ عملیات ۴۸۰۰ کیلو گرام موادمخدر که از افغانستان به مقصد اروپا در حرکت بوده، کشف شده است.
به گزارش رسانههای ایرانی، او که در شصتوهفتمین نشست کمیسیون مواد مخدر سازمان ملل سخن میگفت افزوده که نیروهای این کشور در پنج سال پسین چهار هزار و ۴۵۰ تُن مواد مخدر با منشاء افغانستان را کشف و ضبط کردهاند.
اسکندر مومنی بیان کرده که ایران در سال جاری شاهد افزایش ورود متامفتامین بهگونهی میانگین ٢٠ درصدی است.
✒️: افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني ادعا کړې چې په افغانستان کې د پاکستان د طالبانو تحریک (ټيټيپي) له پنځو تر شپږ زرو غړي مېشت دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، ښاغلي دراني چې د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټېټیوټ په «افغان سوله او پخلاینه، د پاکستان ګټې او تګلارو غوراوي» په نوم غونډه کې خبرې کولې، پر هند تور پورې کړی چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي.
✒️: هندي رسنیو راپور ورکړی چې ناپېژانده کسانو د دغه هېواد د ګجرات پوهنتون پر زدهکړیالانو د تراویح لمانځه پر مهال برید کړی دی.
په راپور کې راغلي چې په دغه برید کې د دغه نړۍوال پوهنتون د یوه افغان په ګډون درې زدهکړیالان ټپیان شوي دي.
دغه پېښه د شنبې پر شپه د دغو زدهکړیالانو په شپهغالي کې رامنځته شوې ده.
✒️: له نشهيي توکو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو سازمان د مبارزې دفتر په غونډه کې، د ایران او تاجیکستان له نشهيي توکو سره د مبارزې ادارې مسوولان، پر هغه څه چې په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت او قاچاق بولي، اندېښنه څرګنده کړې ده.
