No-IMG

مهم ترين های امروز دوشنبه:

: ‏د افغانستان کرېکټ بورډ د ایرلنډ پر وړاندې د راتلونکې یوازینۍ ټسټ لوبې لپاره د ۱۶ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

کرېکټ بورډ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه لوبډله کې د حشمت الله شهیدي په کپټانۍ رحمان الله ګربز (وېکټ ساتونکی)، اکرام علي خېل (وېکټ ساتونکی)، ابراهیم ځدراڼ، نورعلي ځدراڼ، رحمت شاه، عبدالمالک، ناصر جمال، بهیرشاه محبوب، کریم جنت، ظاهر خان، ضیا اکبر، خلیل ګربز، نوید ځدراڼ، نجات مسعود او ابراهیم عبدالرحیمزی غوره شوي دي. ټاکل شوې د افغانستان او ایرلنډ تر منځ دغه ټسټ لوبه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (د فبرورۍ، په ۲۸مه) د متحده عربي اماراتو په ابوظبي ښار کې پېل شي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او مله پلاوي یې د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال رشید مرادوف سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو، په عشق اباد کې د افغانستان د ډیپلوماټیک حضور د کچې پر لوړولو، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پېل، هرات ولایت ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا زیاتوالي، لاجوردو لارې پر رغونې، د افغانستان د رېل پټلۍ پر پراختیا او د ترکمنستان د پانګونې په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

: ‏د افغانستان د خبریالانو د عدالت غوښتنې خوځښت (حرکت دادخواهی خبرنگاران) په یوې اعلامیه کې «د افغانستان د غوره رسنیزې جایزې فېسټیوال» «ننداریز او د نه‌منلو» بللی دی.

په دغې اعلامیه کې راغلي چې دا ډول ننداریز پروګرامونه او خوځښتونه، نه یوازې دا چې د افغان خبریالانو ستونزې نه‌شي حل کولای؛ بلکې د هغو خبریالانو په حق کې خیانت دی چې بې‌‌کاره دي. د افغانستان د خبریالانو د عدالت غوښتنې خوځښت له ټولو بهرنیو او کورنیو رسنیو او خبریالانو غوښتي چې په دا ډول پروګرامونو کې له ګډونه ډډه وکړي.

: ‏سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په جوزجان ولایت کې پر یوه کس چې د وژنې په جرم محکوم و، د قصاص حکم پلی شوی.

تر دې وړاندې د سترې محکمې د رسنیو او بهرنیو اړیکو رییس عبدالرحیم راشد رسنيو ته ویلي و چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې په هېواد کې پر څلورو تنو د قصاص حکم پلی شوی دی.

: ‏د سالنګ لویه لار د واورې اورښت او توپان له امله د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.

د ټولګټو چارو وزارت ویاند، رسنيو ته وایي چې دغه لار د تېرې شپې راهیسې تړل شوې او په خبره یې، په ځينو ځایونو کې د واورې اورښت تر یو متر زیات شوی دی.

: ‏هلمند ولایت کې تېره شپه یو خاوند او مېرمن د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال وحدت هلمندي رسنیو ته ویلي وژل شوي کسان خاوند او مېرمن دي چې تېره شپه د لښکرګاه ښار د دویمې ناحیې کارت لګن سیمه کې په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له لوري په چړو وهل شوي او وژل شوي دي. وحدت هلمندی وایي د یادي پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي او عدلیي او قضایي ادارو ته سپارل شوي دي.

: ‏حجت‌الله مجددی رییس اتحادیه خبرنگاران آزاد افغانستان گفته که از سوی نظام‌ها همیشه یک نگاه منتقدانه به رسانه‌ها وجود دارد، اما رسانه‌ها در افغانستان به سوی مسلکی شدن در حرکت اند.

او که در جشنواره جایزه برتر رسانه‌های افغانستان در سال۱۴۰۲ سخن می‌گفت افزوده که جوایز به رسانه‌ها بر اساس معیارهای مسلکی خبرنگاری در نظر گرفته شده‌اند.

: ‏په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي سره لیدلي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر اېکس لیکلي، چې دواړو لورو د سوداګریزې راکړې ورکړې پر زیاتوالي ټینګار کړی.

یاد وزارت زیاته کړې، چې نورالدین عزیزي محمدوف څخه غوښتنه کړې، چې د اذربایجان خصوصي سکتور کولای شي، کابل کې په جوړېدونکو ملي او سیمه ییزو نندارتونونو کې ګډون وکړي.

‏د مېرمن نېکبختې جنازه خاورو ته وسپارل شوه.

دا هغه مېرمن ده، چې د خپلو وروڼو له لوري ۲۵ کاله د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند د یوه کور په یوه تیاره کوټه کې زنداني شوې وه او وروسته د امنیتي کسانو له لوري ازاده شوه.

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند پر اېکس لیکلي، چې یاده مېرمن، نن سهار شاوخوا ۶ بجې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوې، چې نن مازدیګر یې جنازه د کابل ښار وزیر محمد اکبرخان غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شوه.

: ‏❞ ای مردم دنیا ما انسانیم فقط خبر نیستیم توقع دارید تاریخ بنویسد که مردم غزه از گرسنگی مردند امروز به ما کمک نمی کنید پس کی به ما کمک می کنید؟

رفح المقید دختر 11 ساله فلسطینی از زیر آوار خانه‌اش که توسط نیروهای اشغالگر اسرائیلی ویران شد جهانیان را مورد خطاب قرار داد.

: ‏ارتش سهيونيست اسرائیل "طرح رفح" را به کابینه جنگ ارائه کرد.

نهاد مطبوعاتی دفتر نخست وزیری اسرائیل اعلام کرد که شب گذشته ارتش این کشور طرح حمله و تخلیه ساکنان رفح که آوارگان فلسطینی به آنجا پناه برده‌اند را به کابینه جنگ ارائه کرده است.

: ‏تظاهرات صدها هزار نفر در اسپانیا برای توقف تجارت تسلیحاتی با اسرائیل.

صدها هزار نفر در سراسر اسپانیا به دعوت سازمان‌های مردم‌نهاد چپگرا و برخی احزاب سیاسی تظاهرات کرده و خواستار توقف تجارت تسلیحاتی با اسرائیل شدند.

: محمد اشتیه، نخست‌وزیر فلسطین در نشست خبری هفتگی دولت در رام‌الله اعلام کرد که از سمت خود کناره‌گیری کرده است.

اشتیه در این نشست خبری گفت که استعفای خود را روز سه‌شنبه 20 فبروری به‌طور لفظی به محمود عباس، رئیس دولت فلسطین ابلاغ کرده است.

: ‏انتونی گوترش: حملات اسرائیل به رفح آخرین میخ را بر تابوت برنامه‌های بشردوستانه ما خواهد کوبید.

آنتونیو گوترش، دبیرکل سازمان ملل متحد طی سخنانی در افتتاحیه پنجاه و پنجمین نشست شورای حقوق بشر این سازمان در ژنو اعلام کرد: حملات اسرائیل به رفح نه تنها برای مردم فلسطین وحشتناک خواهد بود، بلکه آخرین میخ را بر تابوت برنامه‌های بشردوستانه ما خواهد کوبید.

: ‏د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پر اوکراین د روسیې برید د دویمې کلیزې په مناسبت په یوه خبري ناسته کې وویل، چې روسیې سره جګړه کې یې ۳۱ زره سرتېري وژل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې تېرو دوو کلونو کې زیلینسکي له روسیې سره جګړه کې د خپلو وژل شویو سرتېرو شمېر رسنیز کړ.

: ‏د سوریې سانا دولتي آژانس ویلي، په دښته کې د یوه ماین چاودنې له امله ۱۴ کسان مړه  او ۸ نور ژوبل شوي.

د یاد آژانس په خبره، پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې د ښځو په ګډون یو شمېر کسانو دښته کې یو ډول طبي بوټي راټولول.

: ‏د بشري حقونو څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیدربار د ملګرو ملتونو امنیت شورا له خوا د تړلو دروازو تر شا د ناستو پر جوړولو نیوکه کړې.

بار پرخپله اېکس پاڼه له امنیت شورا غوښتي چې د تړلو دروازو تر شا ناستې جوړول بند کړي.

هغې زیاته کړې" افغانان او  په ځانګړي ډول ښځې او نجونې د طالبانو تر ګواښونو لاندې دي، دا حق لري چې په دې پوه شي چې د څه په اړه خبرې او پریکړې کیږي." بار دا خبرې داسې مهال کې کوي چې نن د امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شا ناسته کوي.

: ‏سومین مسجد بزرگ جهان در الجزایر افتتاح شد.

بر اساس گزارش ها، منار این مسجد ۲۶۵ متر ارتفاع دارد که بلندترین منار جهان است.

مقامات الجزایر گفته اند که برای بازسازی این مسجد ۸۹۸ میلیون دالر هزینه شده است.

بر اساس معلومات، این مسجد همزمان گنجایش ۱۲۰ هزار نمازگزار را دارد.

: ‏‏یک سرباز آمریکایی مقابل سفارت اسرائیل در واشنگتن در اعتراض به حملات این کشور به غزه خودسوزی کرد.

نیروی هوایی ارتش آمریکا تایید کرد که آیرون بوشنل 25 ساله در حال انجام وظیفه بوده است

بوشنل قبل از خودسوزی گفت: دیگر در نسل‌کشی شرکت نخواهم کرد.

: ‏افغانستان کې متوسطه طبقه د منځه تلو په حال کې ده.

 «دیپلومات» مجله وایي چې د طالبانو تر واکمنیدو وروسته په افغانستان کې متوسطه طبقه د افراطي تغییراتو او اقتصادي ټکانونو له کبله د منځه تلو په حال کې ده چې ورسره دا هیواد هم د لسیزو شاتگ له گواښ سره مخ دی. ‏دا مجله وایي چې د افغانستان متوسطه طبقه د طالبانو تر واک لاندې د اقتصادي ناورین، د خپلو اساسي آزادیو سلب کیدو او د نجونو پر تعلیم د بندیزونو له کبله له منځه ځي. مجله زیاتوي چې افغانستان له سخت «دیفلاسیون» سره مخ دی. ‏او د افغانۍ ارزښت یوازې د ۴۰ میلیونه ډالرو اونیزې مرستې په زور ثابت ساتل شوی، د کار په گډون د خلکو اساسي آزادۍ ترې اخیستل شوي او دوی سره د ماتې خوړلیو په څیر رفتار کیږي او په تعلیم باندې بندیزیونو سره جامعه له تعلیم یافته ځواکه بې برخې شوی چې د متوسطې طبقې اقتصاد پرې ولاړ دی.

: ‏د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف لور «مریم نواز شریف» د پنجاب د اعلی وزیرې په توگه وټاکل شوه.

مریم نواز په پنجاب کې له ۳۷۱ څخه د ۲۲۱ رایو په ترلاسه کولو سره لومړنۍ میرمن شوه چې د پنجاب اعلی وزارت څوکۍ ترلاسه کوي.

: ‏ساخت یک برج ۲۵ طبقه با هزینه‌ی ۳۵ میلیون دالر امریکایی از سوی سرمایه‌گذاران افغان در چابهار، آغاز شده است.

به گزارش رسانه‌های ایرانی، عبدالحکیم آصفی معاون عمران و زیربنایی منطقه آزاد چابهار ایران از این پروژه به‌عنوان "پروژه فاخر"‌ نام برده و گفته که سرمایه‌گذاری روی این پروژه از سوی "گروه سرمایه‌گذاری ستارگان خراسان مهاجر از کشور افغانستان" انجام شده است.

: ‏ټاکل شوې نن (دوشنبه د کب ۷مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه د تړلو دروازو تر شاه ناسته ترسره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق تر دې وړاندې ویلي و چې په دغه ناسته کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوټرش د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه لیک له مخې د افغانستان د وضعیت او د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه راپور ورکړي. ویل کیږي چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه به د دغې ناستې مهمه موضوع وي.

: ‏د خوړو نړۍوال پروګرام وایي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د خپلو فعالیتونو لپاره ۷۶۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

اېکس کې د خوړو نړۍوال پروګرام پر پاڼه راغلي چې دا مهال په افغانستان کې ۱۶ میلیونه کسان د خپلو خوړو برابرولو لپاره اندېښمن دي او ۴ میلیونه ماشومان او مېندې هم له خوارځواکۍ سره مخ دي.

: ‏افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي، توماس نیکلاسن د یوه اتریشي وګړي د خوشې کولو په برخه کې د منځګړیتوب او د افغانستان په اړه د دوحې ناستې کوربتوب له امله د قطر د بهرنیو چارو وزارت له هڅو مننه کړې او ویلي یې دي چې قطر د اروپایي ټولنې ارزښتناک همکار پاتې شوی دی.

تر دې وړاندې د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد د منځګړیتوب په هڅو سره یوه اتریشي وګړی له افغانستانه خوشې شوی او دوحې ته لېږدول شوی دی.

: ‏د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې یې د افغاني سرې میاشتې له لارې څه باندې ۱ عشاریه دوه میلیونه ناروغانو ته لومړنۍ مرستې رسولي دي.

د سره صلیب په راپور کې راغلي چې په دغه موده کې یې په هېواد کې د ۳۳ روغتیایي مرکزونو څه د پاسه ۱۰ زره کارکوونکو میاشتنی معاش او نور اړوند لګښتونه ورکړي دي چې شاوخوا ۲۶ میلیونه کسانو ته روغتیایي خدمتونه رسوي.

 په راپور کې دغه راز راغلي چې دغې کمېټې د هېواد په ۱۱ بندخونو کې شاوخوا ۱۲ زره بندیانو ته هم خواړه رسولي دي.

: ‏د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ ویلي چې د «افغانستان د بشري حقونو د وضعیت» په تړاو  راپور به د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ خپور کړي.

ښاغلي بنټ پر اېکس پاڼه لیکلي چې هغه به دغه راپور د فبرورۍ پر ۲۹مه د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو د پنځه پنځوسمې شورا غونډه ته وړاندې کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک