مهم ترين های امروز يکشنبه:
✒️: د بلخ ولایت د وزلوبې د ټورنمنټ دویم پېر سبا (دوشنبې) په مزارشریف ښار کې پېلېږي.
د وزلوبې فډراسیون چارواکي وايي چې په دغې ټورنمنټ کې د هېواد له ۱۱ ولایتونو ۱۲ لوبډلو ګډون کړی او دغه سیالۍ به ۱۰ ورځې دوام وکړي.
✒️: په کابل کې د اذربایجان سفیر الهام محمدوف د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره لیدلي دي. د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغې لیدنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، کلتوري او د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې اترې شوې دي.
✒️: سترې محکمې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې نن (یکشنبې، د کب په ۶مه) په بلخ ولایت کې پر دوو تنو تعزیري سزا اجرا شوې ده.
د دغې محکمې د خبرپاڼې پر بنسټ دغو کسانو ته د «نامشروع اړیکو، له کوره د تېښتې او اجنبي خلوت» له امله په عام محضر کې سزا ورکړل شوه.
✒️: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان له سفیر تاکایوشي کورومایا سره په لیدنه کې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستو ټينګار کړی دی.
✒️: د اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په اېکس ټولنیزه رسنۍ کې دوی ته منسوبې ځینې پاڼې د یاد ریاست اړوند نه دي او له خپرېدونکو منځپانګو سره یې همغږي نه لري.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې پر اېکس ټولنیزه رسنۍ یوازې د دغه ریاست په نوم او د ریاست د ویاند په نوم فعالې پاڼې د دوی اړوند دي. په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې «جعلي» پاڼې په کومو نومونو دي او څه ډول منځپانګه ترې خپریږي.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر اېکس ټولنیزه رسنۍ لیکلي، چې سرپرست وزیر امیرخان متقي د یو پلاوي په مشرۍ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ.
ضیا احمد تکل لیکلي چې ټاکل شوې دواړه خواووې پر ګڼو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې وکړي.
د ښاغلي تکل په خبره، په دغه پلاوي کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر او د وسپنې پټلۍ ملي ادارې او برښنا شرکت مسوولین هم شامل دي.
✒️: وزارت زراعت آبیاری و مالداری در ایکس از تصویب ۲.۲ میلیارد افغانی برای ارایه خدمات مالی اسلامی برای کشاورزان، تجارتپیشهها و دامداران در سال آینده خبر داده است.
✒️: قرار است فردا (دوشنبه، ۷ حوت) کمپاين تطبیق واکسن پولیو یا فلج کودکان در ۲۱ ولایت کشور آغاز شود.
افغانستان عاری از پولیو نوشته که کودکان زیر پنج سال در ولایتهای تخار، کندز، بغلان، نورستان، کنر، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، ننگرهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، غزنی، زابل، ارزگان، قندهار، هلمند، نیمروز و فراه واکسن دریافت خواهند کرد. مشخص نیست که این کمپاين تا چی مدتی ادامه خواهد داشت.
✒️: د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس لیکلي، تازه ۲۸ کورنۍ چې ۱۳۲ تنه کیږي، په زوره له پاکستانه د تورخم لارې بېرته هېواد ته راستنې شوې دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې یادې کورنۍ د مرستو تر لاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان د فترونو ته ورپېژندل شوې دي.
✒️: د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي له یو شمېر ایراني او افغان پانګوالو سره کتلي دي.
د یاد وزارت پر اېکس پاڼه کاږل شوي چې دغه کتنه کې راغلو پانګوالو د موټرو روغنیاتو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د همکارۍ غوښتنه یې کړې ده.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې ځوانان باید خپله مطالعه زیاته کړي. نوموړي چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د ۱۴۰۲ کال چاپ شویو کتابونو مخکتنه کې خبرې کولې ویلي دي چې د ټولنې پرمختګ ځوانانو پورې اړه لري.
✒️: له متحده عربي اماراتو څخه بلخ ولایت ته سوداګریزې الوتنې پيل شوې.
د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت پر اېکس پاڼه راغلي چې د مولانا جلال الدین محمد بلخي نړیوال هوايي ډګر او متحده عربي اماراتو ترمنځ دوه اړخیزه سوداګریزې الوتنې پیل شوې دي.
✒️: ترامپ: اگر در راس قدرت بودم هیچ حملهای به اسرائیل یا جنگی در اوکراین رخ نمیداد.
دونالد ترامپ، رئیس جمهور سابق آمریکا در کنفرانس کنش سیاسی محافظهکاران (CPAC 2024) در مریلند اظهار داشت: اگر من در راس قدرت بودم، نه حمله به اسرائیل و نه جنگی در اوکراین رخ می داد.
✒️: شمار قربانیان حملات 142 روزه اسرائیل به غزه به 29 هزار و 692 نفر رسید.
وزارت بهداشت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد که در حملات اسرائیل که به اتهام نسلکشی در حال محاکمه است به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 86 فلسطینی کشته و 131 تن دیگر نیز زخمی شدهاند.
✒️: شرط حوثیها برای خروج کشتی غرق شده انگلیسی از خلیج عدن.
محمد علی الحوثی، عضو شورای عالی سیاسی حوثیها با انتشار پیامی در شبکه اجتماعی ایکس اعلام کرد که کشتی غرق شده انگلیسی در ازای صدور مجوز ورود تریلیهای حامل کمکهای بشردوستانه به غزه میتواند خارج شود.
✒️: د اروپايي ټولنې بهرني سیاست مشر جوزېپ بورېل وايي چې دغه ټولنه پر اوکراین د روسیې بریدونو دوام له کبله پر مسکو نور بندیزونه لګوي.
د اروپايي ټولنې خبرپاڼه کې راغلي چې تازه بندیزونه د روسیې ۱۰۶ کسانو او ۸۸ بنسټونو شتمني کنګل کوي او پر سفرونو یې بندیز لګېږي.
✒️: ملګري ملتونه وايي چې غزه کې نږدې ۹۰ سلنه وګړي خوړو، درملو او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
یاد سازمان زیاته کړې، هغه مرستې چې د اسراییلي ځواکونو له لوري غزې ته پرېښودل کېږي د څو ورځو وړاندې په پرتله ۶۰ سلنه کمښت پکې راغلی دی.
✒️: د راپورونو له مخې؛ د امریکا مخکېنی ولسشمر ډونالډ ټرمپ سویلي کارولینا کې خپلې سیالې نیکي هیلي ته له ماتې وروسته د ګوند په استازیتوب مخکښ شو.
راپورونه زیاتوي، د ټرمپ لپاره ګوندي ټاکنو کې چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره ترسره کېږي، وروستی سرخوږی نیکي وه چې ماته يې ورکړه.
✒️: «ساوت چاینا مارنینگ پوست» په یوه مطلب کې ویلي چې اسلامي افراطیت په افغانستان کې مخ په زیاتیدو دی او د ملگرو ملتونو امنیت شورا وروستي راپور ته یې په اشارې سره زیاته کړې چې د طالبانو تر واک لاندې د القاعدې او نورې ډلې د ودې په حال کې دي.
دې ورځپاڼې ویلي چې طالبانو د دوحې په غونډې کې نه گډون سره وښودل چې د ترهگرو ډلو سره د اړیکو په گډون د یو شمیر مسائلو په اړه خپل دریځ کې تغییر نه راولي او زیاته کړې یې ده که دوی رسمیت غواړي له تروریزم سره دې خپله رابطه قطع کړي.
✒️: ایالات متحده امریکا و بریتانیا بار دیگر از انجام حملههای هوایی مشترک بر هژده هدف حوثیها در هشت منطقه یمن خبر دادهاند.
✒️: ایران حملات آمریکا و انگلیس به یمن را محکوم کرد.
ناصر کنعانی، سخنگوی وزارت امور خارجه ایران حملات شب گذشته آمریکا و انگلیس به یمن را شدیدا محکوم کرده و گفت: این گونه حملات خودسرانه و ماجراجویانه، خارج از قواعد و اصول شناخته بینالمللی و نقض حاکمیت و تمامیت ارضی یمن است.
✒️: د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا (دوشنبه، کب ۷مه) د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.
د مالوماتو له مخې، په دغه غونډه کې د امنیت شورا د غړو سربېره د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش هم ګډون کوي او په پام کې ده چې د افغانستان لپاره د نوي ځانګړي استازي ټاکلو په اړه پکې خبرې وشي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ټاکلو په اړه د دوحې په دویمې غونډې کې پرېکړه ونشوه.
✒️: په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي ویلي چې څه باندې ۶ مېلیونه افغان کډوال په ایران کې ژوند کوي.
هغه له یوې ایراني رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړې «د افغانانو کډوالي د هغو کړکېچونو له امله ده چې امریکایانو په هېواد کې رامنځته کړي دي.»
✒️: معاون نخست وزیر اوکراین: حدود ۱۶۰ تن غلات اوکراین در ایستگاه راهآهن لهستان نابود شد.
✒️: د فرانسې پلازمېنه پاریس کې ایفل_ټاور له شپږو ورځو بندیدو وروسته نن سيلانيانو ته پرانیستل شو.
دغه برج د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه وروسته وتړل شو، چې ځینو کارکوونکو یې د کمزوري مالي مدیریت په اړه د ناراضۍ له امله اعتصاب وکړ.
