د شعبان د (۱۵) شپې د خاص عبادت اړوند لنډ وضاحت
ممکن څوک په دغی شپه کی د عبادت په فضیلت د سورت دخان پدی آیت استدلال وکړی چه د ( فیها یفرق کل امر حکیم) څخه مراد همدغه شپه ده ، خو د تفسیری او حدیثی اړخه دغه قول مرجوح دی، بلکه راجح قول دا دی چه د هغی نه مراد لیلة القدر دی چه د رمضان میاشت کی وی.
ممکن څوک په هغه مرفوع حدیث چه د منلو وړ دی، استدالال وکړي چه پکی راځی: ( يطلع الله تبارك وتعالى إلى خلقه ليلة النصف من شعبان، فيغفر لجميع خلقه إلا لمشرك أو مشاحن ).
او څوک چه یی بدعت ګڼی هغوی وایی چه پدی اړوند احادیث ټول ضعیف دی.
او وایی چه : اصولی فقهی قاعده د ده چه کله یو کار د بدعت او سنت تر منځ وی نو ډډه به تری کیږی) او یا ممکن په هغی بلی قاعدی استدلال وکړي چه وایی ( کله چه حرام او حلال یو ځای شی نو حرام به غالب ګڼل کیږی.
خو:
فکر کووم چه د اختلاف اصلی موضوع دا نه ده چه آیا د سورة الدخان د آيت څخه مراد کومه شپه ده ، حتی که هغه مرجوح قول اومنو چه هغه همدغه د شعبان ۱۵ شپه ده ، نو آیا هغه پدی دلالت کوی چه پدی شپه کی دی کوم خاص عبادت وشی؟ ابدا، نه.
او که دا اومنو چه پورتنی حدیث هم صحیح دی چه ( يطلع الله تبارك وتعالى إلى خلقه ليلة النصف من شعبان، فيغفر لجميع خلقه
إلا لمشرك أو مشاحن ) لكه شيخ ألباني چه وایی: ( حديث صحيح، روي عن جماعة من الصحابة من طرق مختلفة يشد بعضها بعضا وهم معاذ
ابن جبل وأبو ثعلبة الخشني وعبد الله بن عمرو وأبي موسى الأشعري وأبي هريرة
وأبي بكر الصديق وعوف ابن مالك وعائشة.) السلسلسله الصحيحة برقم(1144)
نو آيا ددی حدیث صحت هم ددی دلیل کیدلای شی چه په دغه شپه کی دی د نورو ښپو په پرتله عبادت ډیر ثواب لری؟
بیا هم : ابدا، نه .
او ددواړو ( ابدا، نه ) دلیل دا دی چه عبادات توقیفی دی، او په کوم عبادت چه امر نه وی شوی د هغی کول بدعت دی، همدا راز د فضايلو تعیین د شارع کار دی، نه اجتهادی.
او پدی دواړو قاعددو چه : کله یو کار د سنت او بدعت ترمنځ وی نو ډډه به تری کیژی. او که چه یو شی د حرام اوحرام تر منځ وی، یعنی له یو اړخه حلال، اوله بل اړخه حرام وی( او دواړه سره برابر وی) نو حرام به پری غالب ګڼل کیږی ، او دده به تری کیږی) په دی هم استدلال دلته دقیق نه دی، ځکه چه مخالف نه منی چه دا کار د بدعت او سنت ترمنځ دی، بلکه وایی چه دا قطعا سنت او مستحب دی. ددی نه آخوا دلته حرام او حلال یوځای شوی نه دی او نه دغه کار دوه اړخونه لری تر څو حرام په حلالو غالب وګڼل شی.
نو بنا پر دې:
ما ته ددغی نزاع څخه د وتلو یوازینئ لار دا ښکاری - والله تعالی اعلم- د هغو احادیثو څیړل دی چه پدغی شپه د عبادت په اړه راغلی دی.
شک نشته چه دغه احادیث ټول ضعیف دی، خو دلته باید دی ته وکتل شی چه :
آیا دغه احادیث د ضعف په کومه کچه کی دی؟
ځکه چه د ځینی احادیثو ضعف قابل د جبران نه وی، لکه په سند کی ددرواغجن راوی شتون، چه دغه حدیث نه بل ته ګټه رسولای شی، یا د محدثینو په اصطلاح ( لا یصلح للاعتبار والمتابعة) او یا نور ده ته ګټه رسولای شی ( ضعفه لا ینجبر)
او د ځینی احادیثو ضعف بیا قابل د جبران وی، لکه په سند کی د ضعیف راوی شتون ، او یا په سند کی انقطاع.
نو پدی صورت کی بیا که د یوحدیث نور شواهد موجود وی، او له څو دا راز ضعیفو لارو روایت شوی وی، بیا تقویه کیږی او د عمل کولو وړ ګرځی.
ددی نه آخوا ، ډیر علماء دا هم وایی چه په ضعیف حدیث باندی په فضائل آعمال کی عمل کول جائز دی.
نو اوس که څوک خپله کولای شی چه ددغی شپی اړوند متعدد روایات راټول او بیا وڅیړل شی،او د پورتنی وضاحت په رڼا کی حکم پری وشی. او که خپله نشی کولای د محققینو علماوو تحقیق اوګوری چه پدی احادیثو کی یی څه ویلی دی؟
ما خپله یو کار هم نه دی کړی، نو ځکه څه پکی نشم ویلای.
خو همدا اوس می د ابن تیمیه رحمة الله علیه د اخبره ولیدله چه ددغي شپی عبادت ته یی پکی میلان ښوولی دی، او وایی :
" ومن هذا الباب: ليلة النصف من شعبان، فقد روى في فضلها من الأحاديث المرفوعة والآثار ما يقتضي أنها ليلة مفضلة وأن من السلف من كان يخصها بالصلاة فيها، وصوم شهر شعبان قد جاءت فيه أحاديث صحيحة. ومن العلماء: من السلف (1) من أهل المدينة، وغيرهم من الخلف، من أنكر فضلها، وطعن في الأحاديث الواردة فيها،... وقال: لا فرق بينها وبين غيرها.
لكن الذي عليه كثير من أهل العلم، أو أكثرهم، من أصحابنا وغيرهم -على تفضيلها، وعليه يدلنص أحمد، لتعدد الأحاديث الواردة فيها، وما يصدق ذلك من الآثار السلفية، وقد روي بعض فضائلها في المسانيد والسنن . وإن كان قد وضع فيها أشياء أخر)
او په بل کتاب کی وایی: ( وأما ليلة النصف من شعبان ففيها فضل، وكان في السلف من يصلي فيها، لكن الاجتماع فيها لإحيائها في المساجد بدعة)
والله تعالی اعلم بالصواب.
