No-IMG

مهم ترين های امروز جمعه:

: ‏د افغانستان کرېکټ بورډ له ایرلنډ ملي لوبډلې سره د هېواد ملي لوبډلې د درې-ګونو فارمټونو د لوبو نېټې په ډاګه کړې. د کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخې، د دواړو لوبډلو ترمنځ یوازینۍ ټېسټ لوبه د فېبرورۍ میاشتې په ۲۸مه، د ۳ یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ د مارچ میاشتې په اوومه او د ۳ شل اوریزو لوبو لوبلړۍ د همدې میاشتې په ۱۵مه نېټه پیلیږي. دا لوبې د افغانستان په کوربتوب ترسره کیږي.

: ‏عبدالصبور عمری لقب بهترین داور را از رقابت‌های آزاد تکواندو به دست آورد.

مسوولان در فدراسیون تکواندو می‌گویند که آقای عمری داور بین‌المللی این رشته از افغانستان، در ۳۳دور مسابقات آزاد تکواندو زیرنام "دهه فجر" به‌حیث بهترین داور گزینش شده است.

: ‏بازیکنان والبیال "ام‌البلاد" با شکست "بست" قهرمان سومین فصل لیگ برتر والیبال افغانستان شناخته شدند.

ستاره‌های والیبال ام‌البلاد با عمل‌کرد قاطع در دیدار نهایی این رشته مسابقات امروز (جمعه) با نتیجه سه بر صفر، حریف شان "بست" را شکست دادند و جام قهرمانی را بالای سر بردند. سومین فصل لیگ برتر والیبال افغانستان در میان هشت تیم در قالب بیش از ۲۰ بازی به مدت بیش از ده روز به گونه رفت و برگشت به میزبانی کابل برگزار شده بود.

: ‏قهرمان شاهین، ملی پوش پیشین فدراسیون آشی هاراکاراته افغانستان، در مسابقات "موی تای" حریف تایلندی خود را شکست داد.

آقای شاهین شب گذشته (پنج‌شنبه،۳ حوت) در وزن ۶۳ کیلوگرام مقابل حریف تایلندی خود در شهر"پوکت" این کشور رو‌به‌رو شد و سرانجام او را در روند سوم ضربه فنی کرد و پیروز رقابت شد. این ورزش‌کار کشور برای به دست‌آوردن کمربند "بی‌اف‌سی" مقابل حریف تایلندی خود به رینگ رقابت رفته بود.

: ‏د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر په دوحې ناسته کې د اسلامي امارت ګډون په اړه د ملګرو ملتونو وروستۍ پرېکړه غیر عادلانه بللې ده.

مولوي عبدالکبیر د سراج الاسلام دارالعلوم په فراغت‌غونډه کې ویلي چې که ملګري ملتونه په راتلونکو ناستو کې د اسلامي امارت غوښتنې ومني نو اسلامي امارت به ګډون وکړي.

ښاغلي کبیر دغه راز ویلي چې له افغانستانه به هېڅ هېواد ته ګواښ پېښ نه شي.

: ‏د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي که چیرې حکومت د چمن د پرلت کوونکو غوښتنې ونه مني نو د سیمې د خلکو له لښکر سره به د ډیورند په کرښې باندې اغزن تار له منځه یوسي.

‏دا پداسې حال کې ده چې د تیر کال له اکتوبر میاشتې راهیسې زرگونو کسانو په چمن کې د پاکستان هغې پریکړې په غبرگون کې پرلت کړی چې په ډیورند فرضي کړښې تگ را تگ لپاره پاسپورت او ویزه لازمي کوي.

: ‏جاپان د ملگرو ملتونو له لارې په کابل او کندهار کې ۸ روغتونونو ته ۱۳ امبولانسونه ورکړي دي. په کابل کې د جاپان سفیر «تاکایوشي کرومیا» هیله څرگنده کړې چې له دې امبولانسونو څخه به د ډیرو خلکو د ژغورلو لپاره گټه واخیستل شي.

: ‏د امریکا د ځمکې پېژندنې اداره وايي، چې د ریښتر په کچه د ۴.۶ درجې زلزلې، کندز ولایت ولړزاوه. تر دې دمه د دغې زلزلې له امله د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

: په تېرو دوه نیمو کلونو کې نږدې ۵۰۰ کسانو باندې د قصاص حکمونه عملي شوي.

د سترې محکمې اداري مرستیال يوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، د قصاص او حدودو عملي کولو برخه کې هیڅ ډول فشار ته نه تسلیمېږي.

: جان کربی، مشاور امنیت ملی کاخ سفید در نشست خبری روزانه خود درباره ادعای خبرگزاری رویترز مبنی بر اینکه ایران موشک‌های بالستیک به روسیه می‌‌دهد، گفت: واکنش جامعه جهانی به ارسال احتمالی موشک‌های بالستیک ایران به روسیه سریع و شدید خواهد بود. کربی مدعی شد که «تعمیق همکاری نظامی ایران با روسیه» نه تنها به اوکراین بلکه به همسایگان ایران در منطقه و جامعه بین‌المللی نیز آسیب می‌رساند.

: ‏د امریکا متحده ایالاتو په بهرنیو چارو وزارت کې د افغان ښځو پورې اړونده مسایلو په تړاو غونډه جوړیږي.

د امریکا باسټن پوهنتون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه غونډه د فبروري میاشتې پر ۲۷مه جوړېږي، چې د یاد هېواد بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به ورته وینا وکړي.

په خبرپاڼه کې همداراز  راغلي، چې په دې غونډه کې به  په افغانستان کې د حیاتي پانګونې پر پروګرامونو، د اقتصادي ودې پر موضوع، د ښځو او نجونو لپاره د کارموندنې تمرکز وشي.

: ‏اسراییلو ویلي، چې د مصر، قطر او امریکا له استازو سره په غزه کې د احتمالي اوربند په اړه د خبرو لپاره پاریس ته یو پلاوی استوي.

د راپورونو له مخې، امریکا په دې هڅه کې ده، څو له روژې وړاندې په غزه کې پر یوه اوربند هوکړه وشي.

: ‏د راپورونو له مخې، د هسپانیې په والنسیا ښار کې د استوګنې په یوه ودانۍ کې د اور لګېدنې له امله لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او د اور وژنې د ۶ کارکوونکو او یو تن ماشوم په ګډون ۱۴ تنه ټپیان نور شوي دي.

: ‏د روسیې بې پیلوټه الوتکو پر اوکراین تازه حملې کړې.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې ٣تنه وژل شوي او ٨ نور ټپیان دي.

 بل لورته اوکرایني چارواکو ویلي، چې د دې هېواد هوایي مدافع پر اودیسه، میکولایف، پولتاوا، دنیپروپیټروفسک او خارکیف سیمو د ٣١ ویشتل شویو الوتکو له ډلې یې ٢٣ نسکورې کړې دي.

: ‏ځینې بهرنیو رسنیو راپور ورکړی، چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د افغان ټرانس پروژې په اړه خبرې کړې. په راپورونو کې راغلي، چې یادو ولسمشرانو تېره ورځ دروسیې د کازان غونډې په څنډه کې پر دغه موضوع بحث او خبرې کړې.

: ‏د امریکا سپینې ماڼۍ ویاند جان کربي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په منځني ختیځ کې د اوربند د ټينګښت لپاره هڅې مثبت لور ته روانې دي.

کربي په خبره، د منځني ختیځ لپاره د امریکا استازي برېټ مکګورک پرون له اسراییلي چارواکو او د بندیانو له کورنیو سره په دې اړه خبرې هم کړې دي. بل لورته حماس یوه جګپوړي چارواکي موسی ابو مرزوق، له یوې عربي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، راتلونکې ورځې به په مذاکرو کې پرمختګونه وشي.

: ‏صندوق جهانی برای ارایه خدمات اضطراری (گلوبال فند) ۴.۷ میلیون دالر را به هدف ارایه خدمات درمانی برای بازگشت‌کننده‌های افغان دچار به بیماری‌های ایدز، سل و مالاریا تصویب کرده است.

این نهاد در خبرنامه‌ای گفته که این مقدار پول ۱.۳ میلیون بازگشت‌کننده افغان را که قرار است در جریان سال جاری به کشور برگردند، زیر پوشش قرار می‌دهد و از سوی برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP) اجرا می‌شود.

: ‏د ژغورنې نړۍوالې کمېټې د نړۍوال بانک د هغه وروستي اقدام هرکلی کړی چې له مخې یې د یاد بانک د نړۍوالې پرمختیا ټولنې لخوا افغانستان لپاره شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کیږي. دغې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا پیسې به افغانانو ته د خدمتونو په رسولو او هغو افغانانو ته د کاري زمینې په برابرولو کې مرسته وکړي چې د لسیزو جګړو، وچکالیو او اقتصادي ستونزو له امله روان ناورین زغمي.

: ‏د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي، یو شیاویونګ عشق اباد ته په سفر کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال، احمد ګوربانوف سره لیدلي دي.

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي اېکس کې پر خپله پاڼه لیکلي چې ترکمنستان او چین د افغانستان بیارغونې په برخه کې خپلې ګډې مرستې پیاوړې کوي.

یو شیاویونګ دغه راز ویلي چې چین له ترکمنستانه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې د کوربتوب په برخه کې ملاتړ کوي.

: توماس ويست نماينده خاص امريکا برای افغانستان: در مورد منافع مشترک در افغانستان هنوز اجماع قوی وجود دارد. هیچ کشوری نمی خواهد شاهد ظهور تهدید تروریزم از افغانستان باشد. همه خواهان بازگشت زنان و دختران به مکاتب ثانوی، پوهنتونها، کار و زندگی عادی اند.

از ملاقات با شرکت کنندگان جامعه مدنی افغانستان از داخل و خارج از کشور  قدردانی می کنم- در مورد نیازمندیهای اقتصادی و بنیادی، اهمیت احترام به حقوق بشر، و ضرورت ادامه تعامل با افغان ها، بشمول طالبان، صحبت کردیم.

در مورد گام های بعدی، ایالات متحده از ادامه این فارمت استقبال می‌کند و همچنان خواستار روندی به رهبری ملل متحد برای ارایهٔ نقشه راه به منظور ادغام کامل افغانستان در سیستم بین المللی است. رفاه مردم افغانستان و منافع مشترک جامعه بین المللی باید راهنمای این کار باشد.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک