No-IMG

مهم ترين های امروز سه شنبه

: د ح‌اا د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانګه: سه‌شنبه د کب مياشتې لومړۍ نېټه، ۱۴۰۲: د ح‌اا عاليقدر أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د څو بېلابېلو ملاقاتونو په ترڅ کې د فراه ولايت له فعال او مُتعهد ځوان ښاغلي ډاکټر اميد محمدي، د موسیٰ وردګ روغتون د اورتوپيدي برخې له مُتخصص ښاغلي ډاکټر صاحب حامد، د ياد روغتون د جراحۍ برخې له مُتخصصې او کارکوونکې آغلې ډاکټرې رڼا او همداراز د بغلان ولايت له پخواني جهادي قومندان او قومي مشر ښاغلي غلام سرور حباب سره وکتل.

په دغو کتنو پر يو لړ مهمو مسائلو او موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.

: ‏د بریښنا شرکت وایي چې په ازبکستان کې د تخنیکي ستونزې له کبله د دلوې له ۳۰مې‌ نیټې څخه وارداتي بریښنا ۵۰ سلنه کمه شوې.

‏د بریښنا شرکت زیاتوي چې د وارداتي بریښنا د کمیدو له امله په کابل، سمنگان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، ننگرهار، لغمان، غزني، ميدان وردگ، لوگر، پکتیا او خوست ولایتونو کې د برق پرچاوي ډیرې شوي دي.

: ‏د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې په یوې خبرپاڼه کې د ازبیکستان او متحده عربي اماراتو د وسپنې پټلۍ د ادارو له چارواکو سره د افغان- ټرانس د وسپنې پټلۍ د مسلکي-اقتصادي مطالعاتو د پېل په موخه د هوکړه‌لیک له لاسلیک کېدو خبر ورکړی دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې ټاکل شوې سبا (چهارشنبې، د کب په دویمه) د افغانستان، ازبیکستان او متحده عربي اماراتو پلاوي په تاشکند ښار کې په یوې انلاین غونډه کې د قطر او پاکستان له چارواکو سره خبرې وکړي.

: ‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې له ۲۲ موسسو سره یې د ۳.۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوکړه لیکونه په ۱۴ ولایتونو کې د کوچنیو او متوسطو سوداګریو د پراختیا په موخه لاسلیک شوي دي.

: ‏قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې د ملګرو ملتونو لخوا د یو بل استازي ټاکل ورته د منلو وړ نه دي. ښاغلي شاهین ویلي چې بل ځانګړي استازي ته په افغانستان کې اړتیا نشته او وېره موجوده ده چې ښایي نوی استازی پر اسلامي امارت ځینې پرېکړې تحمیل کړي. د راپور له مخې، ښاغلي شاهین غوښتنه کړې چې پر اسلامي امارت لګیدلي بندیزونه لرې شي او حکومت یې په رسمیت و پېژندل شي.

: ‏آفریقای جنوبی در جلسه محکمه بين المللی به اصطلاح عدالت: در چهار ماه اخیر 30 هزار فلسطینی کشته شدند. این افراد تنها عبارت از آمار نیستند بلکه فلسطینی‌هایی هستند که خونشان ریخته شده است.

: ‏د رویټرز اژانس راپور له مخې؛ واشنګټن د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د غزې اوربند طرحه وړاندې کړې ده.

راپور زیاتوي، تر اوسه په ډاګه نه ده چې دغه طرحه به امنیت شورا کې رایې اخیستنې ته وړاندې شي او که نه؟

: ‏د چین هېواد چارواکي وايي چې سینکیانګ ایالت کې ځینې سیمې شدید توپان ځپلې دي.

چارواکو ویلي، هغو سیمو کې چې توپان زورور دی، د خلکو خوندیتوب لپاره یې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

راپورونه کاږي چې د دغه توپان له کبله یو شمېر موټر زیانمن شوي دي.

: ‏د فلسطین روغتیا وزارت وايي چې پر غزې د اسراییلي پوځیانو بریدونو له پیل راهیسې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۹ زره او ۹۲ کسانو ته ورسېد چې څه دپاسه ۶۹ زره نور ټپيان دي.

اخوا؛ ملګرو ملتونو بیا ویلي چې غزه کې د بریدونو له کبله ډېری ماشومان وژل شوي دي.

: ‏د اروپايي ټولنې استازو ویلي، پر روسیې به اوکراین کې د جګړې له کبله د نورو بندیزونو لګول زیات کړي.

جرمني، لیتوانیا او سویډن د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو په غونډه کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سرسخت سیال ناوالنۍ د مړینې په دلیل پر روسیې د نویو بندیزونو د لګېدو غوښتنه کړې.

: ‏حماس نن سې شنبه خبر ورکړی، چې د دې ډلې مشر اسماعیل هنیه له مصري چارواکو سره د خبرو لپاره قاهرې ته تللی.

حماس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اسماعیل هنیه به له مصري چارواکو سره په سیمه کې د روان سیاسي وضعیت، د تیري د مخنیوي، خلکو ته د مرستو رسولو او د فلسطیني ولس د اهدافو د تر لاسه کولو په تړاو به خبرې وکړي.

: د افغانستان په تړاو د دوحې له دوه ورځنۍ غونډې وروسته، په ملګروملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نبنزیا په یوې خبري غونډه کې له اسلامي امارت سره د هېوادونو پر تعامل ټينګار کړی دی.

د نوموړي په اند، روسیه هم د نورو هېوادونو په څېر، په داسې حال کې چې طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو له هغوی سره تعامل لري.

واسیلي نبنزیا وايي:«موږ د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه‌پېژنو؛ خو د نورو هېوادونو په څېر له هغوی سره تعامل کوو. موږ باید له هغو کسانو سره تعامل ولرو چې اوس پر افغانستان حکومت کوي

: ‏ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازې، عالیه بنت احمد بن سیف ال‌ثاني د افغانستان په اړه دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب ناسته ګټوره بللې او په خبره یې یاده ناسته افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په موخه د نړۍوالو هڅو لپاره یوه ښه فرصت و. عالیه بنت احمد بن سیف ال‌ثاني اېکس کې پر خپله پاڼه لیکلي چې قطر به د افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.

: ‏د ملګرو ملتونو سرمنشي، انټونیو ګوټرش اېکس کې پر خپله پاڼه لیکلي چې افغانستان د امنیت، فساد او د نشه یي توکو کښت د مخنیوي په برخه کې پر مختګ کړی او په خبره یې دغه هېواد لا ډېر کار ته اړتیا لري.

انټونیو ګوټرش دغه راز ویلي چې نړۍواله ټولنه باید خپلو هڅو ته دوام ورکړي څو ډاډ ترلاسه کړي چې د ټولو افغانانو حقونه د دغه هېواد د اوسنیو چارواکو په لومړیتوبونو کې دي.

: ‏راپورونه وایي چې پاکستاني پوځیانو چمن کې پر پرلت کوونکو برید کړی او درې کسان یې ټپیان کړي دي. د راپورونو پر بنسټ، پاکستاني پوځیانو پر پرلت کوونکو اوښکې بهوونکی ګاز هم شیندلی دی.

چمن کې د سپین بولدک پر دوازه د تګ راتګ په موخه د پاسپورټ او یزې د جبري کېدو په غبرګون کې د تېرو څلورو میاشتو راهیسې پرلت روان دی.

: ‏د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په افغانستان کې سفیر حسن کاظمي قمي ویلي چې د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي انټونیو ګوټرش سره یې په لیدنه کې د افغانستان د مسایلو د حل په تړاو له سیمه‌ییزې کړنلارې سره د نظر یووالی لرلی دی.

هغه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغې لیدنه کې د افغانستان پر سیاسي، امنیتي، ټولنیزو مسایلو او په ایران کې د افغان کډوالو د اړوندو مسایلو په هکله بحث او خبرې شوې دي.

: ‏د برازیل ولسمشر «لویز اناسیو لولا» په غزه کې د اسرائیلو جنایات د هتلر د «هولوکاست» سره مقایسه کړي او له اسرائیلو یې خپل سفیر بیرته غوښتی دی.

لویز اناسیو لولا» ویلي چې په غزه کې جنگ د سرتیرو جگړه د نورو سرتیرو سره نه بلکې د اسرائیلو د پوځ او د غزې د ښځو او ماشومانو ترمنځ ده. ‏بلخوا بیا «بنیامین نتانیاهو» د برازیل ولسمشر دا څرگندونې شرموونکې بللې او ویلي یې دي چې «لویز اناسیو لولا» نشي کولای اسرائیلو ته سفر وکړي.

: ‏د افغانستان په اړه د دوحې تر غونډې وروسته د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) ویلي چې په افغانستان کې وضعیت به په «گامبیا» کې د دې سازمان د سرمشریزې او «کامیرون» کې د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د غونډې د اجنډاوو له لومړیتوبونو څخه وي.

: ‏د یمن حوثیانو ویلي چې په ۲۴ ساعتونو کې یې پر دوو امریکایي کښتیو، یوې بې پیلوټه الوتکې او یوې بریتانیوی کښتۍ باندې بریدونه کړي.

حوثیانو زیاته کړې چې پدې بریدونو کې یې امریکایي کښتیو ته زیان اړولی او بریتانیوي کښتۍ یې په مکمله توگه له منځه وړې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک