No-IMG

د ملي مصالحې شورا به له سره جوړيږي

حزب اسلامي، جمعيت اسلامي او پخواني ولسمشر د عدم شموليت اعلان او د رحمت الله نبيل په شمول د کنړ، ميدان وردگ ولايتونو خلکو او پشه ئې قوم اعتراض او د اعلان وروسته عدم پذيرائى، د ملي مصالحې شورا ريس هم زړور کړ چي د شورا په تشکيل خپله نارضايت ښکاره کړي.په همدې اساس ارگ هم د بدلونونو خبره وکړه او انعطاف ئې ښکاره کړ. نو د دې ټولو خبرو مطلب دا شوه چي د ملي مصالحې شورا به له سره جوړيږي، څه کسان به وراضافه کيږي او څه به ترې کميږي.

زما په شخصي نظر که د مهمو او موثرو افرادو تر څنگ لومړي دري معترضينو ته د دري نفرو سهميه ورکړي، او شرط دې پرې دا کيږدي چي پدې دريو تنو کي به يو ځوان او يوه ښځينه وي او د دوه يا دريو مليتونو  څخه به وي، ياني ټول به د يو ولايت يا يو قوم نه وي ، داسي به د ښځو او ځوانانو نمايندگۍ خبره هم حل شي او شورا به ملي هم شي، بيا حکومت کولې شي چي هغه ښځې چي اوس دوى پکي شاملې کړي، له ليسته وباسي.

حکومت دې څلور تنه د خپل ادرس څخه معرفي کړي لکه د مثال په توگه (محب، اتمر، رحيمي او ستانکزى) او د ولسمشر مرستيالانو نومونه دې ترې بېرته واخلي ځکه دا د هغوى خپل پروتوکول سره په ټکر کي ده، همدا راز چي د استاد عطا زوى په هئيت کي شته، دې شورا کي څه کوي؟ چي اسماعيل خان او عطا الرحمن سليم شته، حکومت په يونس قانوني څه کوي؟ همداسي څو دې ترې نور لري او پر ځاي نور مخور او موثر افراد پکي ځاي په ځاي کړي...

په هر حال چي حکومت او د شورا ريس ورته هرڅنگه فارموله جوړوي؛ ښه خبره دا ده چي په مشوره او د نظام د نورو سهمدارانو سره په هم اهنگي جوړه شي. ځکه چي د دې شورا جوړيدل ډير مهم دي او دې شورا ته د يوې ډيري مهمې ملي مسلې کار ورپه غاړه دى. ځنډ ئې هيڅ په خير نه دى.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک