مهم ترين های امروز پنجشنبه
✒️: نن د سلواغې شپږویشتمه، له افغانستانه د پخواني شوروي سرو لښکرو د وتلو له پنځهدېرشمې کلیزې سره برابره ده. د ۱۳۶۷م لمریز کال د سلواغې په شپږویشتمه د دغو سرو لښکرو وروستي پوځونه د «مجاهدینو» د سرښندنې او مبارزې په پایله کې له افغانستانه ووتل او دلته یې خپل لس کلن حضور پای ته ورساوه.
د کمونيزم او روسي ښکيلاک پر وړاندې د مسلحانه مبارزې بنسټ د حزب اسلامي افغانستان امير ښاغلي انجينير حکمتيار په ګډون د اسلامي نهضت د دولس کسيزې کمېټې له لوري کېښودل شو او د همدوی په هڅو او د دوی له لوري پيل شو؛ د اشغال له پراخېدو سره هممهاله د هېواد له ټولو ولايتونو خلک راپورته شول او د مجاهدينو صف ورځ تر بلې د قوي کېدو خوا ته روان وو؛ چې په پايله کې روسي ښکيلاګر فوځونه ناکام٬ ذليله او سر ټيټي تېښتې ته مجبوره شول او افغان مجاهدين پخپل جهاد کې سرلوړي او بريالي شول.
د يادولو وړ ده؛ لکه څنګه چې حزب اسلامي د روس پر وړاندې د جهاد او مبارزې بنسټګر وو همدا شان د امريکائي اشغال پر وړاندې يې هم تر بل هر لوري وړاندې د جهاد او مبارزې اعلان او پيل وکړ او تر هغو يې خپل سنګرونه ګرم ساتلي وو چي امريکايانو رسماً د وتلو اعلان وکړ او ۹۰% يې خپل نظامي فوځيان له ولاياتو راټول کړي او خپل حضور يې يوازي په نظامي هډو پورې محدود کړی وو.
په همدې اساس حزب اسلامي افغانستان له افغان دولت سره د سولې لار غوره کړه او د دښمن پر وړاندې يې د مسلحانه مبارزې په دوام سياسي مبارزه پيل کړه.
✒️: فصل سوم لیگ برتر والیبال افغانستان بهگونهی رسمی امروز (پنجشنبه) در کابل آغاز شد.
بر بنیاد معلوماتی که مسوولان در فدراسیون والیبال ارایه کردند، هشت تیم در فصل سوم لیگ برتر والیبال شرکت دارند و در گروههای چهار تیمی برای کسب جام رقابت میکنند.
✒️: د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر، خلیلالرحمن حقاني له افغانستانه د پخواني شوروي ځواکونو د وتلو ۳۵مې کلیزې په مناسبت غونډه کې ویلي، هغه هېوادونه «نه بښي» چې د اسلامي امارت مخالفینو کوربتوب یا ملاتړ کوي.
✒️: عبدالسلام حنفی معاون اداری ریاستالوزرا در مراسم بزرگداشت از خروج ارتش سرخ اتحاد جماهیر شوروی پیشین از افغانستان، گفته که «هیچ فرد افغان در لیست سیاه» امارت اسلامی قرار ندارد.
آقای حنفی از افغانهای که در بیرون از افغانستان بهسر میبرند خواسته است که به کشور برگردند.
✒️: د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د برښنایي سکنرونو طرحه منظور کړه.
د یادې مرستیالۍ د مالوماتو له مخې، د دغو ۲۴ سکنرونو لګولو پروژې ټولییز لګښت شاوخوا ۸ میلیارده افغانۍ دی چې د حکومت او خصوصي سکټور لخوا به په ګډه په دوو کلونو کې پلې کیږي.
✒️: بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کابل کې د اذربایجان سفیر، سرپرست وزیر امیرخان متقي ته د دغه هېواد د سفارت د پرانېستلو رسمي لیک سپارلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې اذربایجان په لومړي ځل په افغانستان کې سفارت پرانیزي او د سفیر په کچه ډیپلوماټ رالیږي. د امیرخان متقي او الهام محمدوف ترمنځ په دغه لیدنه کې ښاغلي متقي ویلي کابل کې د اذربایجان له سفارت سره اړینه مرسته کوي او په خبره یې چې په باکو کې د افغانستان سفارت ډیپلوماټیک حضور کچه لوړوي.
✒️:امیرخان متقی سرپرست وزارت خارجه در دیدار با سفیر روسیه در کابل گفته است که امارت اسلامی شرایط اشتراک در نشست دوحه را با نهادهای مرتبط به سازمان ملل متحد شریک ساخته است.
معاون سخنگوی وزارت خارجه به نقل از آقای متقی در ایکس نوشته است که اگر زمینه گفتوگوهای معنادار در سطح بلند در این نشست فراهم شود، این نشست فرصت خوبی خواهد بود.
✒️: د افغانستان تر لسو ډیرو سیاسي ډلو د دوحې راتلونکې غونډې په هکله یوه گډه اعلامیه خپره کړې. دوي پدې گډې اعلامیې کې ویلي چې د افغانستان په هکله د دوحې د جوړیدونکې غونډې بریالیتوب د ټولو موثرو سیاسي جریانونو او نورو ښکېلو لوريو په همکارۍ پورې تړلی دی.
په اکس خپره شوې اعلامیه د افغانستان آزادي جبهې د افغانستان د ښځو اعتراضي جریانونو د افغانستان اسلامی وحدت ګوند او د افغانستان ملي مقاومت شورا په گډون ۱۶ ډلو لخوا نشر شوې او پکې ټینگار شوی چې د افغان ولس په غیاب کې باید له طالبانو سره دهر ډول سیاسي او ډیپلوماتیک تعامل څخه ډډه وشي.
✒️: د امریکا د متحده ایالتونو د استازو جرگې د بهرنیو اړیکو کمیټې اعلان کړی چې نن د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد ورغواړي او د بایډن ادارې لخوا د دوحې تړون د ناکامیدو د څرنگوالي په اړه غونډه کوي.
✒️: د گډ امنیتي تړون سازمان (CSTO) ویلي چې په افغانستان کې د تاجکستان جنوبي سرحد ته نږدې د داعش خراسان ډلې او پاکستاني طالبانو د جنگیالیو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.
د (CSTO) د ځواکونو مشر «اندرې سردیوکوف» ویلي مرکزي آسیا ته تر ټولو ستر گواښ لا هم د نړیوالو تروریستي او افراطي ډلو لخوا متوجه دی او په وینا یې د بهرنیو جنګیالیو اصلي ډله د افغانستان په شمالي ولایتونو کې متمرکزه ده.
✒️: امام علی رحمان رییسجمهور تاجکستان با چارلز میشل رییس شورای اروپا در مورد افغانستان گفتگو کرده است. دفتر رییس جمهور تاجکستان با نشر خبرنامهی گفته است که در این دیدار وضعیت افغانستان، تقویت امنیت سرحد مشترک دو کشور و برخی موضوعات مرتبط مورد بحث قرار گرفته است.
✒️: د راپورونو له مخې؛ د امریکا میسوري ایالت په کنساس ښار کې ډزو یو تن وژلی او ۲۱ نور یې ټپیان کړي دي.
راپورونه زیاتوي، پېښه د سوپر بال سیالۍ مراسمو کې ترسره شوې او په تړاو یې درې تنه نیول شوي دي.
✒️: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکلاسن وايي چې د ا.ا له حاکمېدو راهیسې مو افغانستان سره څه دپاسه ۱.۲ میلیارده یورو بشري مرسته کړې ده. نېکلاسن په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د دې سربېره افغانان لا هم بېړنیو بشرپاله مرستو ته اړ دي.
✒️: د راپورونو له مخې؛ نیپال کې د ترافیکي پېښې له کبله لس ۱۰ تنه مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي. راپورونه زیاتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې یو مسافر وړونکی بس اوبو ته ولوېده.
✒️: د راپورونو له مخې؛ روسي ځواکونو د اوکراین په سیلیدوف ښار بریدونه کړي چې له کبله یې درې تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.
ځایي چارواکو ویلي چې برید کې د استوګنې لږ تر لږه نهه بلاکونه او یو روغتون زیانمن شوي دي.
✒️: د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، جرمني له جاپان وړاندې شوی او په اقتصاد کې یې د نړۍ دریم مقام ګټلی.
په راپورونو کې راغلي، چې اوس مهال جاپان د نړۍ څلورم اقتصادي هېواد شوی دی.
له جاپان څخه د جرمني وړاندې تللو لامل د جاپاني اسعارو د ارزښت لوېدل په ګوته شوي دي.
✒️: انتونیو گوترش دبیرکل سازمان ملل متحد میگوید که نگران بدتر شدن وضعیت امنیتی در نوار غزه است.
آقای گوترش افزوده است که محدودیتهای وضع شده از سوی اسراییل، مانع ارسال و توزیع کمکهای بشردوستانه به باشندههای غزه شده است.
✒️: تاجېکستان وایي افغانستان ته د برښنا صادرات ۱۷ سلنه زیاتوي.
«یوراشیانېټ» خپلواکې رسنۍ د تاجېکستان د برښنا مسوولانو په حواله لیکلي، که څه هم دغه هېواد په کور د ننه د برښنا له کمښت سره مخ دی خو بیا هم افغانستان ته په ۲۰۲۴ کال کې د برښنا صادرات ډېروي.
څه موده وړاندې د برښنا شرکت و ویل چې د برښنا صادراتو له درکه یې د تاجېکستان ټول پورونه پرې کړي او د راتلونکي کال لپاره یې مخکې اداینه هم کړې ده.
✒️: د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند دغه هېواد کې د پارلماني ټاکنو پایلې رد کړې.
مولانا فضل الرحمن یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې ګوند یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو رغولو او د اسراییلو پر وړاندې د فلسطین خلکو او حماس ملاتړ له امله په ټاکنو کې ناکام شوی دی.
هغه ویلي چې د پاکستان ټاکنو کمیسیون له نوماندانو بډې اخیستي او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان پارلمان خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی.
✒️: د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن یوې خبري ناستې ته ویلي چې په پېښور کې یو افغان وګړی هم د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې بریالی شوی دی.
✒️: د ټولییز امنیت تړون سازمان لوی درستیز د تاجېکستان پولو ته نږدې د ترهګرو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې منځنۍ اسیا ته ډېر ګواښ د القاعده او داعش په څېر نړۍوالو ترهګرو ډلو له لخوا پېښیږي. ټاس خبري اژانس د انډري سېردیوکوف له خولې لیکلي، چې د تاجېکستان سویلي پولو ته څېرمه د پاکستاني طالبانو تحریک او داعش خراسان-خاښ فعالیتونه لیدل شوي دي.
سېردیوکوف ادعا کړې چې نړۍوال وسلهوال تر ډېره د افغانستان پر شمالي ولایتونو متمرکز دي.
✒️: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان تحریک انصاف ګوند د لومړي وزیر څوکۍ ته د دغه ګوند عمومي سکرټر، عمر ایوب نوماند کړ.
د تحریک انصاف ګوند خپلواکو نوماندانو د پاکستان په سراسري ټاکنو کې ۹۲ څوکۍ ګټلي خو دا چې دوی له کوم ګوند پرته په خپلواکه توګه نوماندان وو نو نشي کولای نوی حکومت جوړ کړي.
