No-IMG

د تعلیم نه یی منع کوئ مه، بلکه دغسې یی وروزئ

وړمه ورځ په غ - زه کې د سړک یوې خوا په یوې خونه کې زخمې پروت وو، او بلې خوا یی یو څه کسانو حالات څارل، په څارونکو کې یوه ډاکټره هم وه، فورا یی خپله چاپن وایستله، او ځان یی د سړک بلې خوا ته د زخمې د رغولو په پاره منډې ته تیار کړ، او په داسي حال کې چه د ډزو غږونو غوږونه کڼول او د مرمیو باران وو، ډاکټرې د ( زمرئ) په شان د سړک هغی بلی غاړې ته ځان په منډه ورساوه ، بیا ورپسې درې نورو ځوانانو هم ورمنډې کړې، او څلور واړو په ګډه هغه زخمې د سړک بلې خوندې غاړې ته را ووړ. نو د ځان سره مې وویل چه دا د سالمې روزنې دپایلې او ثمرې صرف یوه بیلګه ده، او ارمان می وکړ چه:

 کاش د نجونو د تعلیم کوم مخالف هم دغه صحنه راسره یو ځای لیدلې وای او ورته می ویلی وای چه :

د تعلیم نه یی منع کوئ مه، بلکه دغسې یی وروزئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک