No-IMG

مهم ترين های امروز چهارشنبه:

: ‏په کابل کې د روسیې سفیر ډیمیټري ژیرنوف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغې لیدنه کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو، د دوحې د راتلونکې غونډې او په دغې غونډه کې د افغان حکومت د ګډون په تړاو خبرې شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال همدارنګه لیکلي چې په دغې ناسته کې ښاغلي متقي ویلي چې د دوحې په غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي د احتمالي ګډون په تړاو یې خپل شرطونه له ملګرو ملتونو سازمان سره شریک کړي دي.

: ‏کورنیو چارو وزارت د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې په ځينو مهمو برخو کې د ۱۵ امنیتي کمرو له نصبېدو خبر ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په کابل ښار کې د امنیتي کمرو د لګولو بهیر دوام لري او ټاکل شوې چې د کابل ښار په ټولو څلور لارو او مهمو ځایونو کې به امنیتي کمرې ولګول شي.

: ‏د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې د تېرې ورځې (سې شنبه، سلواغې ۲۴مه) په غونډه کې د پانګونې پر هغو طرحو خبرې شوي چې د خصوصي سکټور لخوا وړاندې شوې وې.

د خبرپاڼې له مخې، «غونډه کې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید، په صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید، په یوشمېر ولایتونو کې د کرنیزو فارمونو جوړولو او د ډبرو سکرو د بارولو او خالي کولو لپاره د معیاري ترمینل جوړولو طرحو باندې بحث شوی دی

: ‏قلندر عباد سرپرست وزارت صحت عامه با پال کلومان بکن کاردار سفارت ناروی برای افغانستان دیدار کرد.

وزارت صحت عامه در ایکس نوشته که آن‌ها در این دیدار درباره همکاری‌های مشترک در بخش صحت، هماهنگی دوامدار و توسعه روابط در سطح بین‌المللی گفت‌وگو کردند.

: ‏د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپانه کې ویلي چې د اسلامي امارت او ایران پوله ساتو ځوکونو ترمنځ د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په غونډه کې پر دوه اړخیزو سرحدي همکاریو او په دې برخه کې د شته ستونزو پر حل خبرې وشوې.

: امارت اسلامی در واکنش به گزارش اخیر دیدبان حقوق بشر گفته است که در بیش از دو سال اخیر تلاش‌های جدی برای ارایه خدمات بهداشتی در سراسر کشور جریان داشته است.

: ‏د خوست ښاروال هغه خبرونه بې بنسټه بللي چې ګواکې ښاروالۍ کې دوه کسان وژل شوي.

د خوست ښاروال بسم‌الله بلال له شمشادنیوز سره خبرو کې ټولنیزو رسنیو کې هغه خپاره شوي خبرونه بې اساسه بللي چې ګنې دغه اداره کې دا ډول کومه پېښه شوې.

د یادونې وړ ده چې له تېرو دوو ورځو راهیسې خواله رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي چې وړمه شپه د خوست ښاروالۍ کې دوه تنه امنیتي منسوبین د نشه يي توکو استعمال له کبله وژل شوي دي.

: ‏د افغانستان کرېکټ ملي لوبغاړي محمد نبي عیسی‌خېل د کرېکټ نړیوالې شورا وروستۍ درجه بندۍ کې د سریلانکا پر وړاندې د ښې لوبې ترسراوي وروسته لومړی مقام خپل کړ.

تر دې وړاندې د بنګله دېش کرېکټ لوبغاړی شکېب الحسن په لومړي مقام کې و.

: ‏د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه د افغانستان لپاره د ناروې سفارت له شارژدافیر کلومان بکن سره کتلي دي.

د یاد وزارت پر اېکس پاڼه کاږل شوي چې دغه کتنه کې د نشه يي توکو پر وړاندې پر مبارزې، اداري فساد، مالي او بانکي سیستم، پرمختیايي پروژو او اړونده موضوعاتو خبرې شوې دي.

: ‏تعداد قربانیان حملات 131 روزه اسرائیل به غزه که به‌دلیل نسل‌کشی محاکمه می‌شود به 28 هزار و 576 نفر رسید.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه که در راس هیئتی عالی‌رتبه به منظور انجام دیدارهای رسمی به قاهره سفر کرده است با عبدالفتاح السیسی، رئیس‌جمهور مصر دیدار و گفت‌وگو کرد.

روسای جمهور ترکیه و مصر بیانیه مشترک تجدید ساختار جلسات شورای همکاری راهبردی سطح عالی را امضا کردند.

اردوغان و السیسی سپس کنفرانس مطبوعاتی مشترک برگزار کردند.

اردوغان در نشست مطبوعاتی مشترک با همتای مصری خود با تاکید بر لزوم برقراری آتش‌بس فوری در غزه ابراز داشت: برقراری آتش‌بس فوری و ارسال کمک‌های بشردوستانه بدون هیچ مانعی به غزه اولویت ما است.

وی تاکید کرد: تلاش برای تبعید مردم غزه از سرزمین‌شان بی‌اعتبار و باطل است؛ رفتارهای غیرانسانی در غزه کاملا غیرقابل قبول است.

: اونجو کچه‌لی، سخنگوی وزارت امور خارجه ترکیه امروز چهارشنبه طی نشست خبری با اشاره به ناراحتی ترکیه از حملات اسرائیل به شهر رفح غزه، اظهارداشت: حملات اسرائیل در غزه و رفح از نظر حقوق بین‌المللی و بشردوستانه جنایت است و باید هر چه سریعتر متوقف شود.

کچه‌لی ضمن ارزیابی آخرین حوادث در نوار غزه گفت: اولاً باید در اینجا آتش‌بس اعلام شود، ثانیاً کمک‌های بشردوستانه باید هر چه سریعتر به غزه ارسال شود، ثالثاً باید به سیاست‌های مربوط به آوارگی فلسطینیان پایان داده شود و چهارم می‌خواهیم از تبدیل این تنش به یک درگیری منطقه ای جلوگیری کنیم.

: ‏د راپورونو له مخې؛ اسراییلي پوځیانو پر غزې تازه بریدونه کړي چې له کبله یې له سلو زیات کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

راپورونه زیاتوي، اسراییلو دغه بریدنه د غزې پر رفح ښار، نصیر روغتون او سویلي برخو کړي دي.

: ‏د راپورونو له مخې؛ اوکرایني چارواکو ادعا کړې چې پوځیانو یې تور سمندر کې د روسیې یوه جنګي بېړۍ د بې پیلوټه الوتکو برید کې ویجاړه کړې ده.

راپورونه زیاتوي، کرملېن بیا د دې پېښې په تړاو نظر نه دی څرګند کړی.

: ‏د فلسطین ولسمشر محمود عباس نن چهارشنبه د حماس پر غورځنګ غږ کړی، چې د ناوړه پایلو د مخنیوي په اړه د غزې په تړاو یوې هوکړې ته ورسیږي.

د فلسطین رسمي خبري اژانس وفا د خبر له مخې، عباس له حماس غورځنګ څخه غوښتنه کړې، چې ژر تر ژره د بندیانو معامله بشپړه کړي، تر څو فلسطیني وګړي له یو بل ناورین څخه وژغورل شي.

: ‏په امریکا کې د طاعون ناروغۍ پېښه ثبت شوې.

د امریکا اوریګن ایالت په دېشویتس سیمه کې ډاکټرانو ویلي، چې په یوه ناروغ کې یې د طاعون ناروغي تشخیص کړې او ګمان دادی، چې له خپلې یوې پېشو ورته دا ناروغي ورغلې وي.

امریکايي رسنیو د یاد ایالت ډاکټرانو له قوله خبر ورکړی، چې له دې پېښې ثبتېدو وروسته خلکو ته د ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره درمل هم ورکړل شوي دي. دغې ساري ناروغۍ څو پېړۍ وړاندې د اروپا دریمه برخه نفوس وژلی وو، خو ډاکټران وايي، چې اوس یې درملنه ممکنه ده.

: ‏سید حسن نصرالله رهبر حزب‌الله لبنان هشدار داده است که تا زمان پایان نبردها در غزه، جنوب اسراییل را آماج حمله‌های شان قرار خواهند داد.

در حمله پسین حزب‌الله بر شمال اسراییل، دست‌کم دو اسراییلی زخمی شدند. در واکنش به این حمله، جنگنده‌های اسراییلی نیز اهداف مرتبط با حزب الله در جنوب لبنان را هدف قرار دادند.

: ‏انتخابات سراسری در اندونیزیا صبح امروز (چهارشنبه) راس ساعت هشت به وقت محلی آغاز شد.

در این انتخابات، نزدیک به ۲۵۹ هزار نامزد برای کسب ۲۰هزار و ۶۰۰ مقام در مجمع‌الجزایر متشکل از ۱۷هزار جزیره به رقابت پرداخته‌اند.

مقام‌های اندونیزیایی اعلام کرده‌اند که بیش از ۲۰۰ میلیون تن در ۱۷هزار جزیره اندونیزیا و در سه منطقه زمانی واجد شرایط رای‌دهی هستند.

آنان افزوده‌اند که بیش از ۲۰۰ میلیون تن از مجموع جمعیت ۲۷۰میلیون شهروند این کشور واجد شرایط رای دادن هستند.

در این انتخابات رای‌دهندگان رییس‌جمهور، معاون رییس‌جمهور و نمایندگان پارلمان را انتخاب می‌کنند.

: ‏بلاول بوتو زرداری رهبر حزب مردم پاکستان گفته است که از نامزد حزب مسلم لیگ - نواز به رهبری نواز شریف برای تشکیل حکومت جدید در پاکستان پشتیبانی می‌کند.

آقای زرداری افزوده است که خود را برای پُست نخست‌وزیری نامزد نمی‌کند و این تصمیم‌ را هم برای جلوگیری از رفتن انتخابات به دور دوم، گرفته است.

: ‏د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې افغانستان لپاره د دوی دواړه ځانګړي استازي د دوحې په راتلونکې غونډه کې ګډون کوي.

د یاد وزارت ویاند میتیو مېلر رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې کابل لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي توماس وېسټ او د افغانستان بشري حقونو او ښځو په برخه کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د دغه هېواد په اړه د ملګرو ملتونو تېرکال غونډه کې هم ګډون کړی و.

‏د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي له ټاکلو څخه ملاتړ کړی او د ملگرو ملتونو له عمومي منشي یې غوښتي څو ژر تر ژره دا استازی وټاکي.

: ‏کابل کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمی قمي اېکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، «که د سیمې د تماس ډله د نورو پام ځانته راواړوي او د تعامل لار خپله شي له یو باثباته افغانستان سره به مخ شو

د یادونې ده چې ښاغلي قمي د ایران لخوا د سیمې د تماس ډلې جوړېدلو موخه له اسلامي امارت سره همکاري ښودلې ده.

: ‏د افغانستان په تړاو د اروپايي ټولنې او د مرکزي اسیا د هېوادونو ناسته په بېشکک کې ترسره شوه. د مرکزي اسیا لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دغې غونډه کې د مرکزي اسیا د هېوادونو، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو سازمان استازو «په افغانستان کې له تلپاتې سولې او ټیکاو سره د مرستې د څرنګوالي» په تړاو خبرې اترې کړې دي.

: ‏د نواز شریف په مشرۍ مسلم لیګ- نون ګوند اعلان کړی چې شهباز شریف یې د پاکستان د راتلوونکي حکومت د لومړي وزیر په توګه غوره کړی دی.

د دغه ګوند ویاند ویلي چې د حکومت د جوړېدو لپاره یې له پنځو نورو ګوندونو سره ایتلاف کړی دی. هغه زیاته کړې چې د نواز شریف لور مریم نواز د پاکستان د پنجاب ایالت د وزیر اعلی پوست لپاره ټاکل شوې ده.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک