مهم ترين های امروز دوشنبه:
✒️: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د فلسطین پر رفح ښار د اسراییلو برید غندلی او د دغه برید د سمدستي درولو غوښتنه یې کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، په رفح ښار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر فسلطینیانو پناه اخیستې او په دغه ښار برید به روان ناورین لا پسې ژور کړي.
په خبرپاڼه کې اسلامي امارت پر ټولو نړۍوالو او سیمه ییزو اغېزمنو دولتونو غږ کړی څو په غزه کې روانې "ټولوژنې" ته د پای ټکی کېږدي او د دغه ناورین د حل لپاره لاره هواره کړي.
✒️: د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د روسيې ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر له ځانګړي استازي، روسلان ادلګریف سره په لیدنه کې د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، په افغانستان کې د روسي سوداګرو پر پانګونې، د اقلیمي بدلونونو په برخه کې پر ګډو همکاریو او د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو پر پراختیا خبرې کړي دي.
✒️: اسلامي امارت د ایران او افغانستان ترمنځ د پولې د تړلو په تړاو د ایران د پوځ د ځمکنیو ځواکونو د قومندان د څرګندونو په غبرګون کې وایي چې دا کار باید د دواړو هېوادونو د هوکړې پر بنسټ ترسره شي.
د اسلامي امارت ویاند دغه راز زیاتوي چې اوس افغانستان امن دی او دا ډول اقداماتو ته اړتیا نه لیدل کیږي. د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: «په ټوله کې پوله ییز اقدامات د هر هېواد له لوري ترسره کېږي، باید هوکړې هم واوسي او دویم دا چې هېڅ هېواد باید له افغانستانه ګواښ ونه لري د ایران د اسلامي جمهوري په ګډون او باید ډاډه اوسي چې له افغانستانه دوی ته زیان نه رسېږي، افغانستان د امنیت او ثبات دی. او هغه وخت چې امنیت نه وه، جګړه وه او ښکیلاک وه که دغسې کار ترسره کېده نو یو اړخ به یې لرلو خو اوس دغه ډول اقدام نه لیدل کیږي.»
✒️: د افغانستان لپاره د بریتانیا شارژدافیر «رابرت دیکسن» په قطر کې د افغانستان شارژدافیر نعیم وردک سره د دوحې د غونډې په اړه خبرې کړي دي.
«رابرت دیکسن» ویلي پدې لیدنې کې یې له نعیم وردک سره د نجونو د زده کړو پر اهمیت هم خبرې کړي دي.
✒️: د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې په تورخم عمري کمپ کې له پاکستانه د بېرته راستنو شویو کورنیو څخه لیدنه کړې.
د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر پر اېکس لیکلي، مولوي عبدالکبیر راستنو شویو کورنیو ته ډاډ ورکړی، چې ا.ا په یې ستونزو ته پر وخت رسېدنه کوي او دوی ته به اړینې اسانتیاوې برابر کړي.
✒️: مالیې وزارت پر اېکس لیکلي، چې د افغانستان او ترکمنستان د مالیاتي چارو مسوولینو تر منځ په کابل کې د مالیاتي او سوداګریزو مسایلو خبرې وشوې.
یاد وزارت زیاتوي، چې د مذاکراتو بل پړاو به په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو مالیاتي مسوولینو تر منځ ترسره شي.
✒️: د ملګرو ملتونو خوړو نړیوال پروګرام وايي چې ۱۵.۸ میلیونه افغانان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.
یاد پروګرام ویلي چې اوسمهال له هرو درېیو افغانانو یو یې په دې نه پوهېږي چې خپل د بل وخت خواړه څنګه ترلاسه کړي.
✒️: د راپورونو له مخې؛ امریکا له اسراییلو، تایوان او اوکراین سره د ۹۵.۳۴ میلیارده ډالره مرستې تصویب ته نږدې شوې ده. راپورونه زیاتوي، د امریکا ولسمشر جوبایډن دغه مرستې د راتلونکو څو میاشتو لپاره مهمې بللې او له مشرانو جرګې یې غوښتي چې په دې برخه کې مخالفت ونه کړي.
✒️: د جرمني بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د یاد هېواد له وګړو غوښتي، چې د امنیتي ګواښوونو له امله له افغانستانه ووځي او د ځانونو لپاره دې امنیتي تدابیر ونیسي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په کابل کې د دغه هېواد سفارت او په مزارشریف کې یې د استازولۍ دفتر هم د یادو ګواښونو څخه تړل شوي دي.
دغه وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې ا.ا باربار د ګاونډیو په ګډون ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به هیچاته خطر نه جوړیږي او نه به په دغه هېواد کې کومې ترهګرې ډلې ته د فعالیت اجازه ورکوي.
✒️: د پنټاګون ویاند پټ رایډر ویلي، چې د دې هېواد د دفاع وزیر په سرطان د اخته کېدو وروسته واشنګټن ته څېرمه د والټر ریډ په پوځي روغتون کې بستر شوی او دنده یې خپلې مرستیالې ته سپارلې ده.
پټ رایډر زیاته کړې، چې په دې اړه سپینې ماڼۍ او کانګریس ته هم خبر ورکړل شوی دی.
✒️: اسرائیلو د غزې په جنوب کې پر «رفح» ښار باندې بمبارۍ کړي دي. د راپورونو له مخې پدې بمباریو کې د ماشومانو او ښځو په گډون ۵۰ تنه شهيدان شوي دي.
پر «رفح» د اسرائیلو بمبارۍ پداسې وخت کې کیږي چې دا مهال پدې ښار کې شاوخوا دوه میلیونه خلک راټول شوي دي.
✒️: قطر د هند د سمندري ځواک هغه اته افسران چې په قطر کې اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور نیول شوي وو خوشې کړي دي.
تر دې مخکې دې افسرانو لپاره د مرگ سزا منظوره شوې وه خو اوس له دې اتو افسرانو څخه اووه یې بیرته هند ته لیږدول شوي دي. دې سره هممهاله هندي رسنیو راپور ورکړی چې د هند صدراعظم نریندرا مودي به د فبروري په څوارلسمې نیټې قطر ته سفر وکړي.
✒️: دیدبان حقوق بشر در گزارشی گفته که کاهش بیشاز اندازهی کمکهای خارجی به شدت به سیستم مراقبتهای صحی افغانستان آسیب رسانده.
این نهاد در گزارش خود گفته که کاهش این کمکها سلامت میلیونها تن را به خطر انداخته و سبب تشدید بیماریهای گوناگون از جمله سوءتغذیه در این کشور شده است.
✒️: اداره هماهنگی کمکهای بشردوستانه سازمان ملل متحد (اوچا) در روز جهانی "زنان در ساینس" به دسترسی کامل و برابر زنان و دختران در ساینس، فناوری و نوآوری تاکید کرده است.
اوچا در ایکس گفته که «دسترسی کامل و برابر زنان و دختران در ساینس، فناوری و نوآوری نهتنها در توسعه اقتصادی یک کشور؛ بل در پیشرفت تمام جنبههای جامعه نقش مهمی دارد.»
✒️: رزا اوتنبایوا رییس هیات معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما) در روز جهانی "زنان در ساینس" توانمندسازی زنان و دختران در عرصهی ساینس، برای مقابله با چالشهایی مانند تغییرات اقلیمی را مهم دانسته است.
رزا اوتنبایوا افزوده که «توانمندسازی زنان و دختران در عرصهی ساینس در افغانستان زمینهی فعالیت نیمی از پیکر جامعه را در امر مبارزه با چالشهای مانند مقاومت در برابر تغییرات اقلیمی و توسعه پایدار فراهم میکند.»
او تصریح کرده که «ما باید امروز و هر روز برای این توانمندسازی تلاش کنیم.»
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا سفارت "ساینس په برخه کې د ښځو او نجونو د نړۍوالې ورځې" په مناسبت ویلي چې د زده کړو په برخه کې د ښځو او نجونو پیاوړتیا د افغانستان د روښانه راتلونکي سبب کیږي.
یاد سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې « باید په دې پوه شو که چېرته افغان ښځو او نجونو ته فرصت ورکړل شي، دوی په ساینس کې د هر چا په څېر وړتیا لري.»
✒️: د ملګرو ملتونو بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اېکس کې په خپله پاڼه لیکلي چې پرتګال له افغانستان سره ۲۰۰ زره یورو چې ۲۱۵ زره او ۷۵۰ امریکایي ډالر کیږي، مرسته کړې ده. اوچا دغه راز ویلي چې یادې پیسې د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د پرتګال لومړۍ مرسته ده.
✒️: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پاکستان د خلکو ګوند او د نواز شریف په مشرۍ د مسلم لیګ-نواز ګوند ترمنځ د ګډ حکومت پر جوړولو خبرې روانې دي. په راپور کې د سرچینو له خولې لیکل شوي چې مسلم لیګ-نواز ګوند غواړي څو د لومړي وزیر څوکۍ ترلاسه کړي او د پاکستان خلکو ګوند ته هم د ولسمشرۍ، د ملي اسمبلۍ او سنا جرګې د ریاست څوکۍ وړاندیز شوي دي.
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون هم اعلان کړی چې راتلونکی حکومت به هغه ګوند جوړ کړای شي چې د یو داسې ایتلاف په سر کې اوسي چې د پارلمان ۱۶۹ رایې ترلاسه کړي.
