اردوغان یونان او فرانسې ته په ښکاره توگه وايو چې دا گز او دا ميدان
د ترکيې تلويزيون د راپور له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ، دښمنانو ته وایو چې دا ګز دا میدان وایو، د ترکیې رجب طیب اردوغان دا څرګندونې د حربي پوهنتون د فراغت په مراسمو کې وکړې. اردوغان په مدیترانه کې یونان سره روان کړکیچ ته په اشارې سره وویل چې « دښمنانو ته په ښکاره توګه وایو چې دا ګز او دا میدان. مونږ هر ډول بدل پرې کولو ته تیار یو. زه پوښتنه کوم چې ایا د یونان او فرانسې خلک پدې پوهیږي چې د خپلو دې بې کفایته مشرانو له لاسه پر دوی څه راځي؟، اردوغان وویل چې د الله په مرسته او زمونږ د ملت په ملاتړ کومې سویې ته چې رارسیدلي یو ، د یو ډاډمند راتلوونکي لپاره يي مونږ لا زیات امیدواره کړي یو. نن ورځ د پرون په پرتله لا په غور غږ ، لا د قوي عقیدې او لا په په ځان د پوره باور او ډاډ سره خپلو دښمنانو ته میدان ډبو او ورته وایو چې دا ګز او دا میدان، ولسمشر اردوغان د حربي پوهنتون فارغینو ته د مبارکۍ په ویلو سره وویل چې د سږني فارغینو ۵۴۸ تنه يي د ترکیې او ۹۳ تنه نور يي د ۱۴ ورورنو هیوادونو نه راغلي زمونږ میلمانه زده کوونکي دي، اردوغان وویل چې د ۲۰۱۶ کال د جولای د ۱۵ مې د کودتا د تشبث نه وروسته د هیواد د حربي پوهنتون په سیستم کې د اصلاحاتو د راوستو نه وروسته د فارغینو شمیره ۱۹۶۰۰ تنو ته ورسیده، د ترکیې د ملي دفاع د حربي پوهنتونونو بریالۍ چارې د نږدې نه تعقیبوم. د حربي پوهنتون رئیسانو، استادانو او زده کوونکو د روزنې سره مرسته کوونکو ټولو افسرانو نه د زړه له کومې مننه کوم.
