No-IMG

د زغم څښتن د ژوند مېړه دی!

سيد عبد الله نظامي

 

د یوه مقتدي په توګه د خپل کلي هغه امام ته چې په تنده ژبه او یا کبرجن انداز غږیږي، یا یې خپل چاپېرچل تر نورو کوږ وي د دین د وربللو او دعوت په اړه د قران کریم دا سپارښتنه واوروه چې زموږ لارښود صلی الله علیه وسلم ته د دعوت په اړه د خدای حکم دادی:

وَأَنذِرۡ عَشِيرَتَكَ ٱلۡأَقۡرَبِينَ-

وَٱخۡفِضۡ جَنَاحَكَ لِمَنِ ٱتَّبَعَكَ مِنَ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ- الایة

یا دا چې:

هُوَ الَّذي بَعَثَ فِي الأُمِّيّينَ رَسولًا مِنهُم يَتلو عَلَيهِم آياتِهِ وَيُزَكّيهِم وَيُعَلِّمُهُمُ الكِتابَ وَالحِكمَةَ وَإِن كانوا مِن قَبلُ لَفي ضَلالٍ مُبينٍ-الایة

سم له واره به ځواب واورې چې ته هم دومره شوې چې دین پسې خبرې کوې یا له بد نیتۍ دې دا خبره وکړه. معنا پر دین باید له ده پرته بل څوک ونه غږېږي.

که ډاکټر ته دې وویل چې بابا موږ خو هم واښه نه خورو دا درمل دې ډېر راته لیکلي یا دې ځینې شیان له اړتیا پرته راته لیکلي، نو به ځواب واورې چې ورځه په بل چا درملنه وکړه، بیا مې په مخه رانشې، کنول په لاس به دې له مخې په سپکاوي رخصت کړي.

که دې د پوهنتون استاد ته وویل چې دا چپټر دې زوړ دی نوې څېړنې دې برخه کې شوي کیدلی شي نوی او اپډېټ شي نو د استاد دوښمني دې واخسته ازموینه دې خدای لري ډز به وګورې که د نړۍ فلسفي هم وې د رحمان بابا د زیارت د ادرس ناسم لیکلو کې دې ناکاموي.

او که دې ما ته دا اوس ددې پوسټ لاندې ولیکل چې دومره اوږدې پړ پړې لیکې خوار شې خپله دې سل ځایه لیکل بې تړاوه دي نو زه هم د خپلې غوسې او کينې ضمانت نشم کولی.

خبره دا ده چې موږ انسانان هیڅکله ځان کم نه ګڼو او نه د چا نیوکه منلی شو ځکه خو انساني تاریخ تل خونړی دی، که د پوځونو جګړه نه وي د کلي پر پوله پټي خو بدي چا وړې نه ده او یا د عدم تشدد په جامه کې زهرجنې تربګنۍ خو شته.

د زغم څښتن د ژوند مېړه دی!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک