No-IMG

مهم ترين های امروز پنج شنبه

: ‏محترم انجينير حکمتيار أمير عاليقدر ح.ا.ا: انفجارات وحشيانه كرمان را به شدت محكوم مى كنم؛ بدون شك كه بار اين جنايت نيز بر دوش عاملين جنگ هاى خونين اين قرن؛ و آخرينش جنگ غزه است؛ آنان كه دست هاى شان به خون صد ها هزار مسلمان؛ از افغانستان تا فلسطين سرخ است و در ترور شخصيت هاى مهم دست داشتند: استعمار و مولود خبيثش صهيونيزم.

: بخش مطبوعاتی دفتر امیر ح ا ا: پنجشنبه ۱۴ جدی ۱۴۰۲

امیر معزز ح اا در چندین ملاقات جداگانه با جمعی از بزرگان، مجاهدین و جوانان ولایتهای کنر، بغلان، کندهار و ننگرهار  دیدار و گفتگو نمودند.

در این دیدارها در مورد اوضاع جاری کشور بحث و تبادل نظر صورت گرفت.

: ‏د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د سویلي افریقا پخوانی توپ وهونکی، انډریو پټېک د ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی او دغه راز جیمز پارسنز د نولس کلنو لوبډلې د سلاکار په توګه ټاکل شوی دی.

د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي چې انډریو پټېک یواځې یوه نړۍواله لوبه کړې خو په کورني کرېکټ کې د پراخه تجربې له امله غوره شوی دی.

انډریو پټېک تر دې وړاندې د پاکستان د ملي لوبډلې د توپ وهنې روزونکی وه.

: ‏د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران په کرمان ښار کې چاودنې غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي پر اېکس ټولنیزې رسنۍ لیکلي: « د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ايران د اسلامي جمهوریت په کرمان ښار کې دوه چاودنې چې په پایله کې یې د دغه هېواد یو شمېر اوسېدونکي مړه او ټپیان شوه، په کلکو ټکو غندي

: ‏اقلیمي بدلون د میلیونونو افغانانو ژوند او معشیت له ګواښ سره مخ کړی.

یوناما وايي، چې اقلیمي بدلونونو د هغو میلیونونو افغانانو ژوند او معشیت له ګواښ سره مخ کړی، چې د اقلیمي ناورینونو پر وړاندې تر ټولو زیات زیانمنونکي دي.

: ‏په هېواد کې ۷۳ چکډمونو د جوړېدو تړونونه لاسلیک شوي دي. د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ۱۴۰ چکډمونو پروژو له ډلې یې ۷۳ چکډمونو د جوړېدو تړونونه لاسلیک شوي دي.

دې وزارت پر اېکس لیکلي، چې دغه چکډمونه د اوبو د بحران د مدیریت، موسمي سیلابونو د مدیریت او کنټرول، د اوبو سرچینو د پیاوړتیا، د سیلابونو او وچکالیو د زیانونو د مخنیوي لپاره جوړیږي.

: د کندهار ولایت سرپرست اسلام اباد ته د سفر پرمهال د پاکستان د لنډ مهالي حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تعامل په اړه خبرې کړي دي.

د پاکستان لنډمهالي بهرنیو چارو وزیر، جلیل عباس جیلاني په دغه کتنه له اسلامي امارت سره د ګټور دوه اړخیز تعامل پر دوام ټینګار کړی دی.

هغه ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره د اسانتیاو د برابرولو په موخه د ټولو ظرفیتونو د کارولو هڅې روانې دي.

د پاکستان ازاد خبریال طاهر خان يوې خصوصي رسنۍ ته و ویل: «د دواړو هېوادونو اندېښنې شته دي، پاکستان د اسلامي امارت ادعا نه مني او اسلامي امارت بیا د پاکستان خبره نه مني. د دریځونو یو ټکر شته خو بیا هم چې کله لیدنې کیږي پر مسایلو به خبرې کیږي او حل لارې یې هم ورته پیدا کیږي

: ‏مالیزیا د جنوبي افریقا لخوا د عدالت په نړیوالې محکمې (ICJ) کې د فلسطنیانو د قتل عام لپاره د اسرائیلو پر خلاف د قضیې له ثبتولو څخه هرکلی کړی دی.

‏که څه هم اسرائیلو په (ICJ) کې د فلسطینیانو د قتل عام د تور پر وړاندې خپله دفاع پیل کړې خو د راپورونو پر اساس اسرائیلي چارواکي اندیښنه لري چې یاده محکمه به په غزې کې د دوی کړنې قتل عام وبولي او د دوی محاکمه به پیل کړي.

: ‏د یمن حوثیانو په سور سمندر کې پر یوې بلې هغې کښتۍ باندې چې د اسرائیلو پر لور روانه وه برید کړی دی.

‏بلخو بیا امریکا، استرالیا، بحرین، بلجیم، کاناډا، ډنمارک، جرمني، ایټالیا، جاپان، هالنډ، نیوزیلنډ، او بریتانیا خبرداری ورکړی چې که په سور سمندر کې پر کښتیو باندې بریدونه دوام وکړي نو د پایلو مسوولیت به یې د حوثیانو په غاړه وي.

: ‏نن د متحده ایالتونو یوې محکمې د ماشومو نجونو او هلکانو قاچاقبر «جیفري ایپستین» د شریکانو او مشتریانو په اړه اسناد خپاره کړل.

پدې اسنادو کې د امریکا پخواني ولسمشر «بِل کلینتن» نوم لسگونه وارې ذکر شوی او د شاهدانو په وینا د «بِل کلینټن» له ماشومو نجونو سره جنسي اړیکې خوښیدلې.

‏پدې اسنادو کې همداراز د امریکایي سندرغاړي «مایکل جکسن» د بریتانیا شهزاده «اندرو»، ساینس پوه «ستیفن هاکینگ»، د کاتولیکانو پاپ، د اسرائیلو پخوانی صدراعظم او گڼ شمیر امریکایي میلیونرانو، میلیاردرانو او سیاسیونو نومونه ذکر شوي دي.

‏د سرچینو په وینا جیفري ایپستین د خپلې همکارې «گیسلین مکسویل» سره په گډه امریکایي چارواکو، تاجرانو او سیاسیونو ته د ماشومانو سره د جنسي اړیکو لپاره زمینه برابروله او بیا د دوی د ویډیوگانو او عکسونو په اخیستو سره یې دوی «بلک میل» کول او د اسرائیلو د گټو لپاره کار کولو ته یې مجبورل.

: ‏چین، روسیې، قطر، ترکیې او سعودي عربستان د ایران په کرمان کې پرونی برید غندلی دی.

بلخوا بیا امریکا ویلي چې پدې برید کې لاس نلري او باور لري چې دا د اسرائیلو کار هم ندی.

دې سره هممهاله بیا ځینو امریکایي سرچینو رسنیو ته ویلي چې ښایي دا د داعش کار وي.

: ‏د سره صلیب نړیوالې کمېټې افغانستان څانګې د افغانانو پر بشري وضعیت اندېښنه څرګنده کړې.

د یادې کمېټې پر اېکس پاڼه راغلي چې دوی به له خپلو شریکانو سره یو ځای د زیانګالو کسانو لاسنیوي ته دوام ورکړي.

: امریکا کې یوه تورن د محکمې حکم صادرولو پر وخت پر ښځینه قاضۍ برید کړی.

د دغې محکمې خپره شوې ویډیو ښيي چې تورن کس د وهلو ډبولو په جرم د محکومېدو پرمهال له خپل ځایه د محکمې پر قاضۍ ور دانګي او تر فزیکي برید لاندې یې راولي.

دغه پېښه د نوادا ایالت لاس وېګاس ښار محکمه کې شوې ده.

: ‏د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن نن منځني ختیځ ته سفر کړی دی.

راپورونه کاږي، دا سفر داسې مهال ترسره کېږي چې غزه کې د اسراییلي پوځیانو جګړې وېره سیمه کې زیاته شوې ده.

: ‏یونېسف وايي، په نړۍ کې میلیونه ماشومان له سختې لوږې سره مخ دي، چې له ډلې یې یوازې په افغانستان کې ۲.۳ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته شوي دي.

: ‏امریکا د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پریکړه لیک ملاتړ وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو میلر په یوه خبري ناسته کې ویلي چې، واشنګټن د ملګرو ملتونو د هغه پرېکړه لیک ملاتړ کوي چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کوي.

ښاغلي میلر دغه راز ویلي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پریکړه لیک ښیي چې دغه سازمان د یوه داسې بهیره ملاتړ کوي چې په هغې کې افغانستان د خپلو نړۍوالو ژمنو په عملی کولو سره له نړۍوالې ټولنې سره مدغم کیږي.

: ‏د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه میاشتني راپور کې ویلي چې د تېر زېږدیز کال د اکټوبر میاشتې راهیسې له پاکستانه د ایستل شویو افغان کډوالو په شمېر کې د پام وړ زیاتولی راغلی دی.

د اوچا په راپور کې راغلي چې په روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې به ۷ سوه او شل زره بې اسناده او ۵۰ زره اسناد لرونکي کډوال بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا په دغه راپور کې له پاکستانه غوښتي څو د هغو کډوالو لپاره د پېژندنې میکانیزم جوړ کړي چې، د خوندیتوب په لټه کې دي او د اسنادو په پام کې نیولو پرته پناه ورکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک