له معتبرو مراجعو يا پوهانو د جنسي مسايلو پوهه ترلاسه کول د مشترک ژوند او د ننني عصر د هر انسان مهمه اړتيا ده
له ټوکو ورهاخوا خبره ده. که د هلمند د چړې موضوع دقيقه وارزول شي، حتماً به داسې لاملونه لري چې بايد بحث شي. نامي عرب ارواپوه طارق الحبيب وايي، په سعودي عرب کې د طلاق د زياتېدونکو پېښو %80 عوامل جنسي مسايل دي. يعنې هلته د ښځې و خاوند ترمنځ د جنسي مسايلو پر سر خپګانونه او ګيلې مانې د دې سبب شوي چې سړي خپلو ښځو ته طلاق ورکړي يا ښځې له سړيو د طلاق غوښتنه وکړي.
طارق الحبيب زياتوي، له معتبرو مراجعو يا پوهانو د جنسي مسايلو پوهه ترلاسه کول د مشترک ژوند او د ننني عصر د هر انسان مهمه اړتيا ده. هغه زياتوي، همغسې چې دين له علماوو زده کوو، د مشترک ژوند مسايل بايد د همدې برخې له پوهانو زده شي او مشترک ژوند پرې له تباهۍ وژغورل شي.
عرض دا دی چې نن سبا په نړۍ کې علم الجنسيات يا Sexology يو مطرح علم دی او سيکسالوژيستان د خپلو کلينکونو، کتابونو او ويډيوګانو له لارې ميليونونو انسانانو ته د مشترک ژوند د پُرسکونه تېرولو لارې چارې ورښيي خو د نوادرو په وطن کې دا ډول بحثونه او پوښتنې اوس هم شرم ګڼل کيږي.
تر دې هم لوی مشکل دا دی چې موږ د دې برخې ډېر کم متخصصين لرو او هغوی هم په مختلفو دلايلو ډېر کم مراجعين لري. هغوی چې د مشترک ژوند د مسايلو په برخه کې ستونزې او پوښتنې لري او د شرم له امله يې چا ته مخامخ نشي ويلی، په يوټيوب کې يې د همدې برخې د پوهانو په ويډيوګانو کې ځوابونه موندلی شي.
