No-IMG

حیدري وجودي

غالباً ۲۰۰۸ کال و. حیدري وجودي مولانا جلال الدین بلخي د تلین په مناسبت د مولانا شناسۍ یو کنفرانس ته  ترکیې ته رابلل شوی و.

د مولانا او مثنوي په اړه دده د لیدلورې زاویه  دومره متفاوته وه چې هلته ناست پروفیسوران ورته هک حیران شول. ځکه هغوی د مدرن ټولنیز ساینس له زاویې د نورو ریفرینسونو سره خبرې کولې  او ده مخامخ مثنوي ته مراجعه کوله. دده منطق کلاسیک صوفیانه و او د یو باسواده صوفي په توګه د مولانا سره د خپل ځان او افغانستان رابطه ترسیم کړه. دا شیان د مولانا په اړه کتابونو کې نه وو. حتا د ترکیې د فرهنګ او توریزم وزارت لخوا ورته وړاندیز وشو چې دا ډول لکچرونه ترې ثبت کړي او د مولانا شناسۍ د علمي څېړنو آرشیف ته یې وسپاري. نه پوهېږم چې بیا دا کار بیا څنګه شو.

اصلي مسئله دا ده چې مولانا جلال الدین محمد چې باید په نړۍ کې د اوسني افغانستان د فرهنګي هویت نامداره استازی وای؛ اوس ترکیې د خپل فرهنګي هویت یوه برخه ګرځولې. ایرانیان یې د ژبې او شمس تبریز له اړخه دعوا لري. هلته د افغانستان نوم څوک په خوله هم نه اخلي. ممکن ووایئ چې دا څه اهمیت لري؟

ترکیه په فرهنګي او سیاسي حوزه کې په نړۍ کې د مونالا له نومه کرېډېټ اخلي او د اقتصادي پلوه یې عایدات ترلاسه کوي. یواځې په ۲۰۱۹ کې ۳،۷ میلیونو سیلانیانو د مولانا زیارت کړی چې اوسط عاید یې شاوخوا ۲،۶ میلیارده ډالر کېږي. د ترکیې په سطحه تر آیاسوفیا وروسته دویم موزیم دی چې تر ټولو ډېر سیلانیان یې جذب کړي.

حیدري وجودي د افغانستان د فرهنګي هویت حافظه وه. تر څو میاشتو مخکې پورې یې په اونۍ کې ۱ - ۲ ځله به یې د ملي کتابخانې په یو زوړ او بوین دفتر کې د درس حلقې جوړولې. آرمان دا دی چې دده د وجود سره هغه زېرمه هم خاورې شوه.

 اوس به د فرهنګ وزارت او ارګ اعلامیې خپرې کړي. کیسه به خلاصه شي. څه موده وړاندې د افغانستان د سینما او تیاتر د بنسټ ایښودونکې کورنۍ بل ستوری قادر فرخ هم وفات شو او نن هېر شو.

د ولسمشر یو درجن فرهنګي سلاکاران دې نه پوهېږم چې څه ډول خپل معاشونه حلالوي. زه د طالب په راتګ سره د نظام ړنګېدلو ته چورت نه یم وړی. اصلي غم دا دی چې د هېواد فرهنګي هویت مسخه کېږي او د چا ورته پام نه دی.

فرهنګ د هویت سره مستقیمه رابطه لري او فرهنګي میراثونه د هویت برخه ده. که چېرې د هېوادونو فرهنګي سیاستونه ددې رابطې په ژوندي ساتلو او پروموشن کې بې غوري وکړي؛ هویت له لاسه ورکوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک