اسلامي حکومت وي لکه داسې۔۔۔!!
کله چي حضرت عمر رضی الله تعالی عنه خليفه شو بيت المال ته لاړه او له خلکو يي پوښتنه وکړه: حضرت ابوبکر رضي الله تعالی عنه به څه کول؟
ورته وويل شول: هغه به هره ورځ چې کله لمونځ څخه فارغ شو يو څه خوراک به يي واخيسته او يو لوري ته به لاړه!
حضرت عمر رضی الله تعالی عنه پوښتنه وکړه چرته به لاړه؟
خلکو وويل: معلومات نشته خو دغه لوري ته به لاړ!
حضرت عمر رضی الله تعالی عنه يو څه خوراک واخيست او هغه لوري ته روان شو او له خلکو به يي پوښتنه کوله چې حضرت ابوبکر رضي الله تعالی عنه به کوم ځای ته تله؟
په پوښتنه پوښتنه خلکو ورته يو چوپړ آدرس ورکړ چې کله هلته ورسيد يو ناست بوډا چې په دواړو سترګو ړوند وموند د بوډا مخ په خاور لړل شوي وو .
بوډا چې د قدمونو آواز واوريد په غصه يي وويل چې له دري ورځو راهیسی چرته وي ؟
حضرت عمر رضی الله تعالی خاموش شو او خوراک ورکونه يي ورته پيل کړه بوډا يو ځل بيا په غصه وويل: څه خبره ده يو خو نه وي او بل دي د خوراک طريقه د هم هيره کړي!
حضرت عمر رضی الله تعالی په ژړا شو او ورته وويل: زه عمر يم او هغه تا له يي چې خوراک درکاوه د مسلمانانو خليفه ابوبکر وو او هغه وفات شو..
کله چي بوډا دغه خبره واوريده بي اختياره يي آواز له خولي ووت او په خپل ځاې ودريد او په ژړا يي وويل: ما ته ستاسو کلمه ووياست زه غوارم مسلمان شم!
هغه دوه کاله هره ورځ ما ته خواړه راکول مګر يو ورځ يي هم راته ونه ويل چې زه ابوبکر يم..
هغه هره ورځ خوراک په خپل لاسونو نرم او ما ته به يي راکړ
حواله :
(کنزالعمال، کتاب الفضائل، الرقم: 35602)
