No-IMG

مهم ترين های امروز يکشنبه

: ‏ایراني پوله‌ساتو ځواکونو د نیمروز ولایت د کنګ ولسوالۍ یو اوسېدونکی وژلی دی.

په نیمروز ولایت کې سرچینې يوې خصوصي رسنۍ ته وايي چې ایراني پوله‌ساتو ځواکونو دغه کس، د دغه ولایت د کنګ ولسوالۍ په میر احمد کلي کې له نظامي برجک څخه په نښه‌ کړی دی.

د نیمروز کنګ ولسوالۍ ایران ته یوه تر ټولو نږدې ولسوالۍ ده.

: ‏د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي چې په افغانستان کې پر جوماتونو او د ولسي وگړو په اجتماعاتو باندې بریدونو کې په لومړۍ درجې کې د تاجکستان او په دویمې درجې د پاکستان له اتباعو څخه کار اخیستل شوی دی.

‏محمد یعقوب مجاهد چې د امنیتي وضعیت په اړه یوه خبرې کنفرانس ته وینا کوله ویلي تر دې دمه د ا.ا ځواکونو لسگونه تاجکستاني وگړي وژلي او لسگونه نور یې نیولي دي. ده همداراز زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو تر اوسه تر شلو ډیر پاکستاني وگړي وژلي او سلگونه نور یې ژوندي نیولي دي.

‏مجاهد د افغانستان له هغو گاونډیو هیوادونو چې په وینا یې ترې شریرې کړۍ افغانستان ته ننوځي غوښتي څو خپل ځمکني او هوایي سرحدونه کنټرول کړي او اجازه ورنکړي چې شریر عناصر د دوی له لارې افغانستان ته داخل شي.

: ‏د مقاومت په نوم جبهې د افغانستان په اړه د ملگرو ملتونو امنیت شورا پریکړه لیک تصویب په هکله محتاطانه عکس العمل ښودلی او د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو خاص استازي ټاکلو د غوښتنې څخه یې هرکلی کړی دی.

‏د مقاومت په نوم جبهې په خپلې اعلامیې کې همداراز د افغانستان په اړه د خپلواکې ارزونې (د سینیرلي اوغلو راپور) او د هغو د وړاندیزونو په اړه د لا نور بحث او د طالبانو د مخالفینو د لیدلورو په نظر کې نیولو باندې ټینگار کړی دی.

: ‏نماینده‌های ایران و امارت اسلامی در مرز دوغارون ایران یک نشست اقتصادی برگزار کرده‌اند.

به گزارش رسانه‌های ایرانی، بررسی مشکلات، موانع و چالش‌های موجود در مسیر توسعه روابط تجارتی میان  کابل و تهران، مشکلات راننده‌های دو کشور و مشکلات گمرکی از  موضوعات مورد بحث در این نشست بوده است.

محمد ابراهیم حکمت، مشاور اقتصادی معاونت اقتصادی ریاست‌الوزرا در این نشست حضور داشته‌ است.

: ‏قرار است ملا شیرین والی ولایت قندهار، در اوایل ماه آینده به هدف حل بن بست میان کابل و اسلام‌آباد بر سر موضوع تحریک طالبان پاکستان، به اسلام‌آباد سفر کند.

به گزارش رسانه‌های پاکستانی، در این سفر ملا شیرین با مقام‌های استخبارات و مقام‌های وزارت خارجه پاکستان دیدار خواهد کرد.

: ‏وزارت صحت فلسطین در غزه: شمار قربانیان حملات اسرائیل با جان باختن ۱۵۰ تن دیگر طی ۲۴ ساعت گذشته به ۲۱ هزار و ۸۲۲ نفر و شمار مجروحان نیز به ۵۶ هزار و ۴۵۱ نفر رسید.

: رجب طیب اردوغان، رئیس‌جمهور ترکیه در پیامی تصویری به مناسبت فرا رسیدن سال ۲۰۲۴ گفت: اهداف سال ۲۰۲۳ نقطه آغازین بود، درخشش اصلی خود را با قرن ترکیه در سال ۲۰۲۴ آغاز می‌کنیم.

اردوغان ادامه داد: در دوره‌ای که بحران‌های جهانی ادامه دارد تفاوت‌مان (با دیگران) را بار دیگر نشان داده و ستاره رشد، اشتغال‌زایی و تولید را بالاتر خواهیم برد.

رئیس‌جمهور ترکیه همچنین اظهار داشت: ریشه مشکلاتی که ما در بسیاری از زمینه‌ها تجربه می‌کنیم، از مبارزه با تروریسم گرفته تا تله‌های اقتصادی، هدف اصلی جلوگیری از ساختن ترکیه بزرگ و قدرتمند است.

: ‏سوېلي افریقا کې سېلابونو  ۲۱ کسان مړه کړي.

  چارواکي وايي، د کوازولو ناتال ولایت په لادي­سمیت ښارګوټي کې د سختو سېلابونو راوتلو له امله ۲۱ کسان مړه شوي.

دوی زیاتوي، په دغو سېلابونو کې شاوخوا ۱۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي او یو  شمېر کسان لاهم  تري تم دي.

: ملګرو ملتونو راتلونکي کال کې له نيمايي زياتو افغانانو د احتمالي ناوړه بشري او اقتصادي وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې.

یاد سازمان په يوه  راپور کې ويلي، په افغانستان کې اقتصادي بې ثباتي، کډوالي او لوږه هغه ننګونې دي، چې راتلونکي کال يې د زياتېدو اټکل شوی او ملګري ملتونه به يې پر وړاندې مبارزه وکړي.

: ‏د سره صلیب نړیوالې کمېټې یوه خبرپاڼه کې ویلي، اقتصادي رکود، د کاري فرصتونو کموالي او روان ژمي افغانستان کې میلیونونه کسان اغېزمن کړي. خبرپاڼه زیاتوي، د جګړې له کمېدو سره سره افغانستان د تېرو څو لسیزو شخړو له امله له لویو بشري بحرانونو سره مخامخ دی.

دغه راز خبرپاڼه کې ویل شوي، افغانستان د ملیونونو کسانو کړاو کمېدو لپاره اوږدمهاله حل لارې ته اړتیا لري.

: ‏د بیلاروس او پولنډ پر پوله پنځه تنه افغان ګډوال مړه شوي.

بېلاروس کې د افغان کډوالو شورا غړو ويلي، د بیلاروس او پولنډ ترمنځ پر پوله د پنځو افغان کډوالو جسدونه موندل شوي.

دوی زیاتوي چې د یادو افغان کډوالو جسدونه اوسهمال د دغه هېواد يوه روغتون ته لېږدول شوي. د دغو افغان کډوالو د مړينې لامل تراوسه څرګند نه دی.

: ‏د فلسطینیانو د ازادۍ جبهه وايي، چې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې یو بندي اسراییلي عسکر وژل شوی او ځیني نور اسراییلي بندیان ټپیان شوي دي.

د فلسطیني جبهې ویاند له یوې ټلویزوني رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې دغه هوايي بریدونه هغه مهال وشول، کله چې اسراییلو کومانډو ځواکونه د خپلو اسراییلي بندیانو په خوشي کېدو کې پاتې راغلل.

: ‏پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د دغه هېواد د دیني عالمانو پلاوی ټاکل شوې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ کابل ته راشي.

د دغو راپورونو له مخې، د پاکستان کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو کابل کې د یاد پلاوي د لیدنو لپاره چمتووالي نېولي دي.

اسلامي امارت تر دې دمه د دغه سفر د کره نېټې په اړه څه نه دي ویلي.

: ‏امریکا کې د هغو درېو افغان پېلوټانو د مړینې علت په ډاګه شو چې دوه اونۍ وړاندې د الوتکې د لوېدو په پېښه کې مړه شوي وو.

امریکایي رسنیو د دغه هېواد د ټرانسپورټي خوندیتوب ملي ادارې په حواله لیکلي، چې افغان پېلوټ د خپل لارښوود هغو لارښوونو باندې عمل نه و کړی چې ورته ویل شوي و، د خرابې هوا له امله الوتکې ته په یو کوچني هوایي ډګر کې ناسته ورکړي. دغو درېو افغان پېلوټانو چې امریکا کې د سوداګریزو الوتکو الوځولو د لایسنس اخېستو په موخه ازموینه ورکوله د روانې ډیسمبر میاشتې په ۱۶مه یې دا پېښه کړې وه.

: ‏د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاندې زهرا بلوچ له یوې پاکستانۍ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، اسلام اباد هیله لري چې په راتلونکي ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان حکومت د دوی اندېښنې ځواب کړي او د «ترهګرو» ډلو پر وړاندې اقدام وکړي. آغلې بلوچ ویلي، چې هېواد یې تل له افغانستان سره ښې اړیکې غوښتي او غواړي چې دوه اړخیزې اړیکې په سوداګرۍ برخه کې لا پراخې شي.

د افغانستان خاورې په اړه د پاکستان دا اندېښنې داسې مهال څرګندیږي چې د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت سرپرست تازه ویلي چې د پاکستان او تاجېکستان وګړي په افغانستان کې په ګڼو ترهګریزو بریدونو کې ښکېل دي.

: ‏د پاکستان په عمومي ټاکنو کې د عمران خان د نوماندۍ غوښتنلیک رد شو.

پاکستاني رسنیو د عمران خان په مشرۍ د پي ټي آی ګوند غړو له خولې ویلي چې د هغه ترڅنګ د یاد ګوند مخکښ غړي او د پاکستان پخواني بهرنیو چارو وزیر، محمود قریشي نوماندۍ غوښتنه هم نه ده منل شوې.

ټاکل شوې د پاکستان عمومي ټاکنې د راتلونکي کال د فېبرورۍ په اتمه نېټه وشي.

: ‏سفارت ترکیه در کابل در خبرنامه‌ای از تصویب قطع‌نامه شورای امنیت سازمان ملل متحد درباره افغانستان استقبال کرده است.

این سفارت نوشته که تطبیق توصیه‌های ارایه شده در ارزیابی مستقل هماهنگ کننده ویژه سازمان ملل متحد برای افغانستان، به این کشور کمک مثبت خواهد کرد.

بربنیاد خبرنامه، ترکیه به پشتیبانی از افغان‌ها در روند اجرای این توصیه‌ها ادامه خواهد داد.

: ‏یوکراین د بي پیلوټو الوتکو په کارولو سره د روسیې پر «بلگرود» ښار باندې برید کړی.

د راپورونو له مخې پدې برید کې ۱۸ تنه وژل شوي او لسگونه نور ټپیان شوي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک