مهم ترين های امروز جمعه:
✒️: بخش مطبوعاتی دفتر امیر ح ا ا: پنجشنبه ۷ جدی ۱۴۰۲
امیر معزز و عاليقدر ح اا در چندین ملاقات جداگانه با جمعی از بزرگان، مجاهدین و جوانان ولایتهای کابل، بغلان، کندهار و سمنگان دیدار و گفتگو نمودند.
در این دیدارها در مورد اوضاع جاری کشور بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
✒️: د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درې شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه نن ( جمعه د مرغومې اتمه) د کابل پر وخت د ماښام شپږ نیمې بجې د دغه هېواد په شارجه لوبغالي کې ترسره کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ تېره شپه ناوخته د دغې لوبلړۍ لپاره اتلس کسیزه لوبډله اعلان کړه.
کرېکټ بورډ په یوه خبرپانه کې ویلي چې په دغه لوبډله کې د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ، رحمن الله ګربز(وېکټ ساتونکی)، محمد اسحاق (وېکټ ساتونکی)، حضرت الله ځاځی، صدیق اتل، رحمت شاه، دروېش رسولي، محمد نبي، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، شرف الدین اشرف، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق، محمد سلیم ساپی، نور احمد او قیس احمد غوره شوي دي.
د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې راشد خان، اکرام علي خېل، ګلبدین نایب، او اعجاز احمدزی احتیاطي لوبغاړي یاد شوي دي.
✒️: په افغانستان کې د قزاقستان سفیر، علیم خان یسین ګلدیف د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست، امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې، د قزاقستان سترې محکمې اسلامي امارت د هغو ډلو له نوملړه بهر کړ چې په دغه هېواد کې پرې د فعالیت بندیز لګیدلی دی. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیا احمد تکل پر اېکس ټولنیزې رسنۍ لیکلي چې امیرخان متقي په دغه لیدنه کې د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له ایرانه راغلو خبریالانو، لیکوالانو او د دغه هېواد د دولتي رسنیو له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي چې اسلامي امارت په بهرنۍ تګلاره کې یواځې دیني او ملي ګټې پالي او دغه تګلاره د هېڅ چا تر اغیزې لاندې نه ده.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې امیرخان متقي په دغه لیدنه کې د امنیت ټینګښت، د ملي یووالي پیاوړتیا، د نشه یي توکو د کښت او قاچاق مخنیوی او د تعصباتو له منځه وړل د اسلامي امارت لویې لاسته راوړنې بللې دي.
✒️: وزارت دفاع در ایکس گفته که منسوبین "قول اردوی ۲۱۵ عزم" اجزای پنج پهباد جاسوسی بدون سرنشین را کشف و ضبط کردهاند.
به گفتهی این وزارت، اجزای پهبادهای کشف شده به شکل پرزه همراه با ۹ فیر مرمی راکت، ۸ عدد ماین دستی از ولسوالی موسیقلعه ولایت هلمند بدست آمده است. وزارت دفاع افزوده که ۴ نفر را نیز در پیوند به این رویداد بازداشت کردهاست.
✒️: د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال، مولوي عبدالکبیر د وزارتونو او ځینو دولتي ادارو له ویاندویانو او رسنیزو مسوولینو سره په لیدنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي، له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره د اړیکو او د همغږۍ د پراختیا په اړه خبرې کړي دي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه لیدنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د اسلامي امارت نشراتي برخه مهمه وبلله او له ویاندویانو یې وغوښتل څو نشراتي برخه "برلاسې" وساتي.
✒️: د ښار له واټونو د سوالګرو ماشومانو له راټولولو وروسته اوس هم په ګڼو سیمو کې ماشومان په ګدايۍ او شاقه کارونو لیدل کیږي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولین وايي، ډېری دغه ماشومان په مسلکي ډول د ځینو ډلو او کسانو له لوري روزل شوي او ورته کارونو ته اړ کیږي.
خو دغه ماشومان بیا وايي، چې د کورنۍ د سرپرست نشتوالي او بې وزلۍ، د درنو کارونو ترسراوي ته مجبور کړي دي.
✒️: د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنیفي د جوزجان ولایت له یو شمېر مخورو سره په لېدنه کې ویلي، ا.ا د حکومت په توګه مسوولیت لري، څو په ټولو برخو په ځانګړې ډول امنیت، روغتیا، ښوونې او روزنې او مواصلاتي لارو ته د خلکو لاسرسي په برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ارګ پر اېکس پاڼه لیکلي، حنیفي ډاډ ورکړ، چې د ا.ا مسوولین په دې برخو کې د هر راز اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دي.
✒️: آمریکا یک درون و موشک بالستیک حوثیها را در دریای سرخ سرنگون کرد.
سنتکام از سرنگونی یک درون و موشک بالستیک متعلق به حوثیهای یمن توسط نیروهای آمریکایی در دریای سرخ خبر داد.
✒️: برگزاری تجمع حمایت از فلسطین در برلین.
مردم با تجمع در میدان ویتنبرگپلاتز برلین اعتراض خود نسبت به حملات اسرائیل به غزه را نشان دادند
✒️: د راپورونو له مخې، د اسراییلو پوځ لوی درستیز هرتسي هالوي ویلي، چې پوځ یې په لوړه کچه د جګړې لپاره تیاری نیولی.
نوموړي دا خبرې د لبنان په جنوبي برخه کې د حزب الله ډلې سره د اسراییلي پوځ د نښتو زیاتېدو ته په اشارې کړې.
هرتسي هالوي دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې په فلسطین کې د اسراییلو له لوري بریدونو په نړیواله کچه اندیښنې زیاتې کړې دي.
✒️: مصر وایي، په غزه کې یې د روانې وینې بهېدنې لپاره یو کاري چوکاټ وړاندیز کړی.
د راپورونو له مخې، د مصر د دې وړاندیز هدف د جګړې ښکېلو لورو د نظرونو تر منځ د درز ختمول، د فلسطینیانو د وینې تویېدنې مخنیوی او سیمې ته د ثبات راوستل ښودل شوي.
راپورونو زیاته کړې، چې په دغه وړاندیز کې د اسراییلو اوحماس له لوري د بندیانو خوشې کېدو سربېره په څو پړاوونو کې د اوربند عملي کول هم شامل دي.
✒️: ایران ۴ تنه اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور اعدام کړل.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کسان اسراییلو ته د جاسوسۍ په تور د ایران حکومت له لوري نن سهار د دغه هېواد په شمال لویدیځ ولایت اذربایجان کې اعدام کړل شول.
✒️: د راپورونو له مخې، اسراییلو نن په غزه کې د فلسطیني کډوالو لپاره د مرستو پر یو کاروان ډزې کړې.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې په دې ډزو کې چاته زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې د اسراییلي پوځ په بریدونو کې هره ورځ په لسګونه ملکي وفلسطیني ګړي وژل کیږي.
✒️: د کډوالۍ نړیوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په یوه ګډ راپور کې ویلي، په ٢٠٢٣ کال کې ٣٠ زره ٤٤٨ افغان کډوال نیول شوي دي.
دغو سازمانونو زیاته کړې، چې یاد شمېر افغان کډوالو له ډلې ډېری یې د سپټمبر له ۱۵مې او د ډسمبر د ۲۳مې تر منځ نيول شوي دي.
✒️: وزارت خارجه امریکا در خبرنامهای از بسته کمکهای نظامی به ارزش ۲۵۰ میلیون دالر به اوکرایین خبر داده است.
در خبرنامه آمده که این آخرین بستهی کمکی امریکا به اوکرایین، پیش از تصمیمگیری کنگره برای ادامه این کمکها است.
✒️: د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي چې د دغه هېواد د فبرورۍ د ۸ مې تر ټاکنو وړاندې به افغانستان ته سفر وکړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، هغه په یوه خبري ناسته کې له افغانستان سره پر دوستانه او با ثباته اړیکو ټینګار کړی دی.
✒️: په پاکستان کې د سویس سفارت پر اېکس ټولنیزې رسنۍ لیکلي چې له پاکستانه د ایستل شویو افغانانو او د هرات د وروستیو زلزلو له زیانمنو کورنیو سره د مرستو په موخه یې ۴.۲۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.
✒️: سرگئی لاوروف وزیر امور خارجه روسیه در گفتوگو با خبرگزاری تاس در پاسخ به پرسشی درباره چگونگی پایان مناقشه و درگیری فلسطین و اسراییل گفته است که امریکا در تلاش راهحلهای است که با قوانین بینالمللی مخالفت دارد؛ همانند عملکردش در افغانستان، عراق و لیبیا.
وزیر امور خارجه روسیه افزوده است که این سه کشور و چند کشور دیگر در منطقه به دلیل اقدامهای فرصتطلبانه واشنگتن ویران شدهاند.
✒️: د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن ( جمعه د مرغومي اتمه) د "افغانستان د خپلواکې ارزونې" د پرېکړه لیک مسودې ته د رایه اچونې لپاره ناسته کوي.
دغې شورا په یوه راپور کې ویلي چې جاپان او متحده عربي اماراتو د یادې مسودې وړاندیز کړی دی.
✒️: د اذربایجان «ریپورټ» خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې د اذربایجان جمهوريت په راتلونکي زیږدیز کال کې په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي.
د یاد سفارت د پرانیستلو کره نېټې په اړه څه نه دي ویل شوي.
✒️: سازمان جهانی بهداشت در ایکس اعلام کرده که بانک توسعه اسلامی، ۱.۱ میلیون دالر کمک به این سازمان تعهد کرده است.
این سازمان گفته که این بودجه برای ارایهی خدمات بهداشتی به مادران و کودکان در ولایت بامیان به مصرف خواهد رسید.
سازمان جهان بهداشت با استقبال از تعهد بانک توسعه اسلامی افزوده که «ارایه خدمات صحی برای مادران و کودکان در افغانستان مهم و حیاتی است.»
