د ګل وطن او نورۍ نړۍ تر منځ څومره ستر توپیر دی!
اکرام الله واحدي
دوه کوچنیان لګیا دي پلاستیکي خلطې خرڅوي، یو به یې غالباً ۵ او بل یې ۷ یا ۸ کلن دی.
همایون افغان (یوټیوبر) ورسره خبرې کولې ویل یې: چی میکنین؟ ویل یې: پلاستیک میفروشیم.
کشر ته یې وویل: امروز چند سودا کدی؟
ویل یې ولا مه کم سودا کدیم ـ بیست افغانی کار کدیم
هغه مشر یې ویل: مه هفتاد افغانی سودا کدیم.
مکتب میری: نی، اغایم میګه مکتب نرو...
اغایت چی کار میکنه؟ اغایم صابون میفروشه
اخخخخ وطنه نو ! !!
دا کوچني کوچني ګلان د مجبوریت له امله بیسواده پاتې شي، څه یې مجبوریت شي او څه یې د کورنیو غفلت او بې پروایي... بس بیا وایو چې وطن نه جوړیږي...
نو چې تعلیم نه وي، یو څوک خپل او د بل حقوق ونه پېژني، دین او دنیا ونه پېژني.... او په تیارو کې لوی شي نو سبا به ضرور د دې ټولنې بار وي. ټول عمر به کړیږي.
او کله چې مجبوریت وایو، دا مجبوریت د دې کوچني او د هغه د کورنۍ قصور نه دی ـ دا زمونږ د تېر څلویښت کلن ناورین د عاملینو/مشرانو د خودخواهۍ، ظلمونو، خیانتونو او غفلتونو نتیجه ده.
دا لسیزې د نړۍ لپاره د ودې او پرمختګ طلایي فرصتونه وو ـ خو مونږ پکې در به درۍ، کډوالي، غربت، ناخوالې، شخړې، د پردیو لاسوهنې، خپل منځي جنګونه، غلاګانې، فسادونه، چور او چپاول تجربه کړل.
اوس هم ناوخته نه دی خو چې اخلاص، تعهد، ژمنتیا او ریښتینی عمل سره مله وي.
تېر تاریخ هېر، نن چې په کوم حالت کې یو دا باید همداسې جامد پاتې نشي.
اوله خبره د تعلیم ده، چې د تعلیم دروازې د نر او ښځو پر وړاندې خلاصې نه وي، د عصري تکنالوژۍ سره بلد نشو، نوي سیستمونه زده او کاپي نکړو، مسلکي کدرونو ته وخت او زمینه برابره نکړو، د خیانت او فساد مخنیوی ونکړو، او او..... نو نه به په یو سړک پرمختګ را منځته شي او نه د روغتون په کوم بلډنګ او ساختمان.
نه تجارت ګټه کوي او نه مالیه ټولول، دا موقتي کارونه دي.
یو قوي او په دیني او دنیوي علم سمبال نسل روزل پکار دي.
افریقا د منابعو نه ډک براعظم دی، اروپایانو یې په خامو موادو مزې وکړې. ځکه اروپایان تکنالوژي لري، دوي یې تصفیه کوي، په مختلفو تولیداتو کې ترې ګټه اخلي، بېرته یې په همدې افریقا او ټولې نړۍ پلوري خو یو په سل چنده ـ ځکه د دوي کمال علم، پرمختګ او تکنالوژي ده.
د طبیعي منابعو په غرونو او غونډیو نازېدل او پرې چکرې لګول کومه لاسته راوړنه نه ده ـ حتی نورو ته یې په قرارداد ورکول هم مطلوبه ګټه نلري خو بیا هم له نشت نه ښه ده خو چې فساد او خیانت پکې ونشي. دا به هله ګټور شي او وطن به پرې د مخته تګ مزلونه ووهي. چې دا خام مواد خپله استخراج کړو، تصفیه یې کړو، تولید ولرو، خپله یې هم استعمال کړو او نورو ته یې هم صادر کړو.
زه به یو مثال د سویس ورکړم، په وچه کې را ګیر یو کوچنی هېواد دی ـ د بریښنا اړتیا د تیلو، ګاز او نیوکلر پلانټونو څخه پوره کوي چې په دې کې ګاز او تیل یې وارداتي دي. ۷۰% برېښنا یې په وارداتي توکو متکي ده.
د سویس حکومت اوس داسې ستراتیجي جوړه کړې چې تر ۲۰۵۰ کال پورې خپله اړتیا د لمریزي برېښنا څخه پوره کړي.
د تکنالوژۍ، تعلیم، روغتیا، خدماتو، سیاحت او ترانسپورت سکتورونو ته یې سړی هک پک شي.
دلته مالیات لوړ دي خو خدمات یې دومره فوق العاده دي چې هیڅوک پکې د نیوکې ځای نشي موندلی. ۷۵% خلک یې د خدماتو عرضې په سکتور کې مصروف دي. همداسې د نړۍ نور هېوادونه!
ډېرې خبرې شته خو دا هر ګز دا معنی نلري چې زه د دوي دې حالت دومره جذب کړی یم چې په صفتونو یې نه مړېږم، هدف دا دی چې کله دلته داسې او وطن کې یو پاسپورت یا کوم بل اړین سند پسې د ولس سرګرداني، لالهاندي او منډې ترړې وګورم نو بس په سوچونو کې ډوب شم. مونږ د تکنالوژۍ په دې عصر کې نه سم انټرنېټ لرو، نه انلاین خدماتي سیستمونه لرو، نه ښه ترانسپورتي سیستم لرو، نه برېښنا لرو... نه معیاري روغتیایی خدمات لرو (تورخم او بولدک کې ناروغان وګورئ!) او نه معیاري تعلیم!
خو له بلې خوا ښه طبیعي منابع لرو خو تر اوسه مو ترې درسته استفاده ونکړه، ښه کدرونه لرو خو د دوه روپو ارزښت نه ورکوو، ښه فرصتونه لرو خو نر غوندې یې ضایع کوو..... خو یو شی ډېر لرو چې هغه بې اتفاقي او یو بل نه منل او زغمل!
یو راشي هغه لږ کار وکړي ډېره غلا وکړي، هغه چې لاړ شي بل په هغه لعنت وایي، بل چې راشي هغه هر څه له سره کړي، بل یې بیخي په بل طرف روان کړي. بل وایي تعلیم مباح دی، بس د شګو غر ته ور ختل دي، حرکت کوو بېرته ښکته ښویه شو، بیا پورته شو، بیا ښویه شو تر دې چې د شګو په همدې مزل کې ډېری وخت خپلو کې د یو بل مخې ته خنډ کیږو او ټول یو ځای ځانونه ښکته غورځوو.....
نا امیده کیږو نه، خو تش بې عمله امیدونه او باټې ویشتل هیڅ فایده نلري.او اخر کې به زه ځان هم ملامته کړم ځکه مونږ ټول خبرو کې تکړه یو، خو عمل کې هر افغان بیا پاتې راځي....
والسلام.
نیمه شپه، د وطن یاد، درد، هیلي......
