No-IMG

موجوده سيستم مونږ څخه غواړي چې دوي لخوا فراهم او فلټر شوي علمي معلوماتو، خبر او معيارونو اکتفا وکړو

دا بايد آخري علم او حق وګڼو او د هغه پر بنياد د ژوند ټول حرکتونه استواره کړو پدي ترتيب په طمعه دي چې راتلونکي نسل به دوي لپاره د کار پرزه وي...

(Distraction and Irrevlavancy)

دا سيسټم مونږ څخه غواړي چې د شخصيت پرستي او په ډليزو ګروپونو د تقسيم  ښکار شو، د هجوم شکل خپل کړو او دغي حالاتو څخه پيدا کيدونکي بد حالي او ناکامې مسوليت پر يو بل واچوو په دغه ډول کيفيت کي سيسټم چلونکي هيڅکله د يوه واحد ملت مقابلي سره نه مخامخ کيږي

(Devide and Rule)

دا سيسټم د خپلي بقا او ژغورنې په خاطر د‌ پيشو او موږک ډرامه او لوبه وړاندې کوي، مګر دا لوبه يواځې د مخصوصي طبقي او شخصيتونو په چاپير ګرځي راګرځي بر عکس د عامو خلکو ، متوسطي طبقي او غريبو په حصه کي يواځي زنده باد او مرده باد رسيږي.. په دغه لوبه کي يوه ډله په مخصوص زما او مکان کي هيرو (اتل) او مخالف فريق ته بدماش کردار ورکول کيږي پدي سيسټم کي د خپلي بقا تر څنګ د موجوده جوانبو د اختياراتو او تبادلې طريقه کار هم وضعه کيږي

(Capitalism and aristocracy)

پدي کي ځيني نقطي شته چې مونږ نظام يا سيسټم وپيژنو او سياسي او اقتصادي مسائل د شخصياتو او تنظيمونو پر ځای په سيسټم او نظام کي ولټول شي ليکن په کوم نظام کي چي ټولو انسانانو لپاره د اساني موندنې نظريه نه وي نو د سپوټ کولو په نتیجه کي د عامو انسانانو نقصان دي

 

...........................................

فيصلې په شعوري ډول پکار ليکن د يادوني وړده چې اسلامي سپيڅلي سيسټم کي عام انسان فايدمند او واکمن په امتحان او تاوان په خطر کي وي

ځکه حقيقي اسلام د حقيقي نفاذ څخه واکمن ويره لري او د خلافت پر ځای د دين په نامه تري ملوکيت جوړ شي!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک