کله چې فقير له يو جهان اندېښنو سره له ګونډو سر را پورته کړي
اسد الله اسد
زموږ قلموال، ليکوال او څېړونکى چي پر لوېديځوال تمدن څېړنه کوي، چي د غربي ټولني حالت تر بحث لاندي نيسي، ليکنه او څېړنه ٸې تل پرتليزه وي، له يو آٸيډيال اسلامي تمدن سره ٸې Comparison کوي، هغه چي موږ ٸې نه لرو، دوى يو ډول تېرايستونکې هڅه کوي، له معروضي حقاٸقو سترګي پټوي، د اسلام لوړ حقوقي نظام، اخلاقي لارښووني او علمي لوړتياوي په داسي توګه وړاندي کوي ګواکي د دوى ژوند او ټولنه ٸې رښتونى انځور دٸ!
زموږ څېړونکي د تمدني نارسيسزم او رومانټيسيزم ښکار دي، دوى چي پر غربي ټولني قلم پورته کوي داسي فکر کوي چي په څوارلس سوه کاله پخوا نړۍ کي ژوند کوي، هلته چي غرب په تيارو کي ډوب وو، وګړي ٸې حتى د حفظ الصحې له لومړنيو اصولو هم ناخبره وو، د کليسا جبر، وحشت او خرافات حاکم ول، خلکو لوڼي ژوندۍ خښولې، پاچاهانو به ٸې د خپلو مېلمنو د تفريح لپاره غلامان سوځول او داسي نور
واقعيت دا دٸ چي بحث بايد د غربي او شرقي/افغاني ټولني پر سر د عيني واقعيتونو په رڼا کي مخته ولاړ سي، نه د اسلام او مغربيت د پرتليزي مطالعې پر اساس!
اسلام د بشر ګډ ميراث دٸ چي د نږدې يو لک څلرويشت زره پيغمبرانو له لاري تر موږ را رسېدلى، زموږ شخصيت او خلاقيت ندٸ، په بل ډول اسلام زموږ د فکر، هڅو او کړو وړو زېږنده ندٸ، تر دې هم لوړ، زموږ کړه وړه ٸې بشپړ انځور هم نه لري، زموږ په ټولنه او ژوند کي يوازي سمبوليک حضور لري، بيا د کوم اخلاقي جرات او علمي صداقت له مخي پر اسلام ولکه ټينګوو او د لوېديځوال تمدن پر وړتياوو او لوړتياوو سترګي پټوو، داسي چي له ځان تېرا يستني پرته هيڅ ګټه نه لري!
زه وايم چي که پرتليزه څېړنه کېږي، بايد د عينيت او واقعيت له مخي وي، يوه ټولنه دي د بلي په خوا کي مطالعه سي، له اسلام سره پرتليزه مطالعه بايد د هغي ټولني وسي چي د اسلام منونکې وي، اسلام ٸې سټېنډرډ /معيار وي، د غربي ټولني معيار اسلام ندى، هغه خپل معيارات لري، د هغو په رڼا کي بايد و ارزول سي!
