مهم ترین های امروز یکشنبه:
✒️: تیم ملی کریکت کشور فردا اولین بازی تمریناتی پنجاه آوره خویش را مقابل امارات متحده عربی برگزار میکند.
این بازی ساعت ۱۰:۳۰ دقیقه صبح به وقت کابل در ورزشگاه کریکت شارجه برگزار میشود.
✒️: اوچا یا د ملګرو ملتونو سازمان د بشري مرستو د همغږۍ ادارې مرستیال محمد خاطر زید، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت له سرپرست ملا محمد عباس اخند سره په لیدنه کې ویلي چې اوچا به په خپل ژمني پلان کې افغانستان کې له ۱۶ مېلیون تنو سره بشري مرستې وکړي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو مرستو کې خوراکي توکي، ژمنۍ جامې، کمپلې، د سونګ توکي او روغتیايي مرستې شاملې دي.
✒️: د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ټرانسپورټ او هوایي چلند، صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیرانو، د مالیې وزارت استازو، خصوصي سکټور او ملي سوداګرو او صنعت کارانو سره لیدلي دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرسیتالۍ د خبرپاڼې له مخې، «د باروړونکو ټرانسپورټي شرکتونو د کرایې ټاکلو د کمیټې» غړو ته دنده سپارل شوې چې د هېواد ګمرکونو ته سفر وکړي او خپل راپور له اقتصادي مرستیالۍ سره شریک کړي.
✒️: ذبیحالله مجاهد سخنگوی امارت اسلامی گزارش اخیر سازمان ملل درباره "کودکان و درگیریهای مسلحانه در افغانستان" را رد کرده و گفته که گزارشهایی که از سوی برخی نهادها درباره افغانستان از بیرون نشر میشوند، دقیق نیست.
آقای مجاهد در یک نوار صوتی به تلویزیون ملی افغانستان افزوده که «آنان کوشش میکنند که توسط گزارشات علیه نظام و مردم افغانستان پروپاگند بکنند و هدفشان همکاری با کودکان هم نیست.» به باور او اکنون اوضاع کودکان در افغانستان بهتر از قبل است، در ۲۰ سال گذشته کودکان به آسیب روبهرو بودند و کشته میشدند.
✒️: کابل ښار کې له ککړې هوا د عامو خلکو شکایتونه زیات شوي. خلک د اندېښنو په شریکولو سره وايي چې ککړې هوا یې د روغتیايي ستونزو سربېره، ورځنۍ چارې هم ټکنۍ کړې دي.
✒️: تعداد خبرنگاران کشته شده در حملات اسرائیل به غزه به 101 نفر رسید.
دفتر مطبوعاتی دولت فلسطین در غزه طی بیانیهای اعلام کرد که در حملات ارتش اسرائیل به نوار غزه احمد جمال المدهون، خبرنگار فلسطینی جان خود را از دست داد. در این بیانیه آمده است که المدهون، معاون مدیر شبکه خبری الرای وابسته به دولت فلسطین بوده است.
✒️: هزاران تن از باشنده گان کشور ایتالیا در اعتراض به حملات اسرائیل به غزه تظاهرات کردند.
طی این تظاهرات حملات اسرائیل را تقبیح و حمایت خویش را از مردم مظلوم فلسطین اعلام کرد.
✒️: شمار جانباختگان حملات اسرائیل به غزه به ۲۰ هزار و ۴۲۴ نفر رسید.
بنا به اعلام وزارت صحت فلسطین در نوار غزه، شمار جانباختگان در حملات اسرائیل طی ۲۴ ساعت گذشته با کشته شدن ۱۶۶ فلسطینی دیگر به ۲۰ هزار و ۴۲۴ نفر رسیده است.
✒️: د راپورونو له مخې؛ د روسیې کمونېست ګوند نیکولای خاریتونوف ولسمشرۍ ټاکنو کې د ولادیمیر پوتین رقیب معرفي کړی دی.
راپورونه زیاتوي، دغه ټاکنې به په راروانه مارچ میاشت کې ترسره شي چې ولسمشر پوتین هم ورته نوماند دی.
✒️: د ترکیې دفاع وزارت وايي چې تېرو دوو ورځو کې یې ۱۲ سرتېري له کردي ملیشو سره جګړه کې وژل شوي او ۱۶ ملیشه ځواکونه بیا دوی له منځه وړي دي.
یاد وزارت یوې خبرپاڼه کې کاږلي چې ترکي پوځ سوریه کې د دې ډلې د پټنځایونو په ګډون ۲۹ سیمې په نښه کړې دي.
✒️: ملګري ملتونه وايي چې د اسراییلي پوځیانو بریدونو زیاتوالي له کبله نشي کولی غزه کې بشري مرستې ورسوي.
له دې سره بیا تېره ورځ یو خبریال هم بریدونو کې وژل شوی او د وژل شویو خبریالانو شمېر ټولټال ۱۰۱ تنو ته رسیږي.
✒️: وزیر دفاع ترکیه اعلام کرد که شمار تروریستهایی که پس از حمله به نیروهای کشور در منطقه عملیاتی پنجه-قفل از پای درآمدند، به ۳۰ نفر افزایش یافته است.
✒️: امریکايي چارواکي وايي چې د یمن حوثي ملیشې د یوه هندي ټانکر په ګډون دوه جنګي بېړۍ په نښه کړې دي.
چارواکو ویلي چې د اکتوبر له ۱۷مې راهیسې دا د دې ډلې ۱۵ برید دی چې د بېلابېلو هېوادونو پر کښتیو یې ترسره کوي.
✒️: اسراییلو پوځ ادعا کړې، چې د حماس ډلې یو مهم مشر حسن الطراش یې شهيد کړی.
د راپورونو له مخې، اسراییلو پوځ ویلي، چې دغه مشر یې د جمعې په ورځ د غزې تړانګې په رفح کې په یو هوايي برید کې وژلی. بل لورته حماس چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پر غزې د اسراییلو بریدونو له امله هره ورځ ګڼ فلسطیني وګړي وژل کیږي، چې ګڼو هېوادونو د اسراییلو دا ډول بریدونه د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللي.
✒️: د ماشوم او وسله والو نښتو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر په افغانستان کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او په نړۍواله کچه یې د هغوی د ملاتړ غوښتنه کړې ده.
یاد دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، وروستیو کلونو کې په ځانګړې توګه له پاکستانه د افغان کډوالو ستنولو او له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو له بندیز وروسته په افغانستان کې د ماشومانو زیانمنېدا زیاته شوې ده.
د یاد دفتر مشرې، ویرجینیا ګامبا په افغانستان کې د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې د له منځه وړلو او د ناچاودو توکو په اړه د عامه پوهاوي برخه کې نړۍوال ملاتړ ته اړتیا ده.
✒️: د ایران مشهد ښار ځایي ادارو د دغه ښار په بازارونو کې د افغانانو پر ګرځنده فعالیتونو بندیز لګولی.
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې دا خبرتیا تېره ورځ (شنبه، د مرغومي دویمه) د مشهد ښار د جمعهبازار پر دروازه هم ځړول شوې وه. د راپور له مخې، دا خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې په مشهد ښار کې اوس هم نیم میلیون افغانان اوسي.
✒️: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د دغه هېواد د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات زیات شوي دي. په راپور کې راغلي چې پاکستان په دغه موده کې افغانستان ته د څه باندې ۲۳۲ میلیونه امریکایي ډالرو توکي صادر کړي دي.
په راپور کې پاکستان ته د افغانستان صادراتو په اړه ویل شوي چې څه د پاسه ۷۲ سلنه کموالی پکې راغلی او په دې موده کې له افغانستانه پاکستان ته یوازې د ۳.۱ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.
✒️: د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراجالحق ویلي چې امریکا په افغانستان کې بې ثباتي رامنځته کړې ده.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، سراجالحق دا څرګندونې اسلام اباد کې د ایران له سفیر رضا امیري مقدم سره په لیدنه کې کړي دي. په راپور کې د سراجالحق له خولې لیکل شوي، «په سیمه کې د ناورینونو اصلي رېښه امریکا ده او هرچېرته یې چې ځواکونه وي ستونزې زیږوي.»
✒️: پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې د تازه راپور په حوالې ادعا کړې، چې په وروستیو دوو کلونو کې یې ۹۲ هغه افغانان نیولي چې په امنیتي پېښو کې په لاس لرلو تورن دي.
د پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې ادعا کړې چې د ۲۰۲۳ کال په ۵۰ امنیتي پېښو کې د افغانستان وګړي لاس لري.
اسلامي امارت تر دې مخکې ویلي چې جرم شخصي مساله ده او افغانستان پورې باید و نه تړل شي.
✒️: د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو دفتر له افغانستان سره د ۳.۲ میلیونه امریکایي ډالرو مرسته اعلان کړه.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) اېکس کې د دې خبر په خپرولو سره ویلي چې دا پیسې به د افغانستان بشري مرستو صندوق ته ورکول کیږي.
✒️: زرگونو کسانو د پاکستان امنیتي ادارو لخوا د بلوڅانو د اختطاف، شکنجې او وژنو په غبرگون کې له تربت څخه تر اسلام آباد پورې لاریون کړی.
د راپورونو له مخې لاریون کوونکو په پاکستان کې د بلوڅانو د قتل عام پای ته رسیدل غوښتي او په اسلام آباد کې یې پرلت کړی دی.
بلخوا بیا پاکستاني پولیسو د دې لاریون او پرلت د مخنیوي لپاره له زورزیاتي کار اخیستی او سلگونه معترض بلوڅان یې نیولي دي.
دې سره هممهاله د بشري حقونو سازمانونو او فعالانو د پاکستاني پولیسو لخوا له لاریون کوونکو سره تاوتریخوالی غندلی، د دوی د خوشې کیدو غوښتنه یې کړې او د بلوڅانو د تري تم کېدو او وژل کیدو په اړه یې د ښکاره څیړنو غوښتنه کړې ده.
