ذهني فشار د هر مرض مور ده او که غم يې ونه خوړل شي، هېڅ دوا د هېڅ مرض له پاره چندانې ګټه نه کوي
د يوټيوب ډاکټران وايي:
ذهني فشار د هر مرض مور ده او که غم يې ونه خوړل شي، هېڅ دوا د هېڅ مرض له پاره چندانې ګټه نه کوي. کله چې انسان له ذهني فشار سره لاس و ګرېوان وي، په بدن کې د کورټيسول په نوم هورمون سطحه لوړيږي. کورټيسول سټريس هورمون او د بدن تر ټولو لوی او مهم هورمون دی چې د بدن نور هورمونونه کنټرولوي او د ذهني فشار له کمېدو او زياتېدو سره يې سطحه ټيټيږي او لوړيږي. د کورټيسول سطحه لوړېدل انسان په چاغښت، عصبي ناروغيو او د معدې په ناروغيو اخته کوي او د ويښتانو تويېدو او کمزوري کېدو لامل هم دی.
په مراقبې او تزکيې، سالم مصروفيت، ورزش او کافي خوب سره د ذهني فشار او کورټيسول هورمون سطحه راټيټيږي خو ساينس د Art Therapy په نوم يوه نوې حل لاره هم ورته موندلې. د آرټ تيراپي فلسفه دا ده چې که انسان د ذهني فشار پر مهال ځان په رسامۍ، عکاسۍ، نجارۍ يا نورو هنرونو کې مصروف کړي، ذهني فشار يې په تجربې سره راکميږي او ورسره په بدن کې د کورټيسول هورمون سطحه هم راټيټيږي. آرټ تيراپي په لنډ وخت کې پر ډېرو کسانو تجربه شوې او ذهني فشار يې ورسره بيخي ډېر کم شوی.
وروستی عرض دا دی چې ديني نصوصو کې هم غم او پرېشاني يا په اوسنۍ اصطلاح سټریس او ذهني فشار د انسان له پاره لوی مصيبت بلل شوی. قرآن کې راغلي، کله چې جنتيان جنت ته ننوځي، ټول به وايي "ټولې ستاينې هغه الله لره دي چې له غم او پرېشانۍ يې خلاص کړو." همدارنګه ستر انسان، رسول الله صلی الله عليه وسلم به هم اکثر په خپلو دعاوو کې له همدې مصيبت نه الله تعالی ته پناه وروړله. فرمايل به يې:
"خدايه! له غم او پرېشانۍ، ناتوانۍ او سستۍ، بې زړه توب او بخيلۍ، قرضداري کېدو او د خلکو له برلاسۍ تا ته پناه دروړم."
