No-IMG

په اسلام کي د ښځو اعزازات

  تر ټولو د مخه  يي چې د ظالم ، جابر او خدايي دعوه کوونکی فرعون مقابله په زړورتيا او متانت وکړه هغه نارينه نه بلکي يوه ښځه وه

(( حضرت آسيه عليه اسلام))

تر ټولو د مخه د مکي او کعبي آبادونکي کوم سړي نه بلکه ښځه وه

(( حضرت بي بي هاجره عليها اسلام))

تر ټولو د مخه د زمکې  مبارک ترينو أبو زم زم څښونکي يوه ښځه وه

(( حضرت هاجره عليها اسلام))

تر ټولو د مخه په رسول الله صلی الله عليه وسلم ايمان راوړونکي سړي نه وو بلکې يوه ښځه وه

(( حضرت خديجه الکبري رضي الله تعالی عنها))

تر ټولو د مخه يي چې اسلام لپاره خپله وينه تويه کړه او د اسلام لمړي شهيد اعزاز لري نارينه ندي بلکه يوه ښځه ده

(( حضرت سميه رضي الله تعالی عنها))

تر ټولو د مخه د اسلام په لار کي مالي قربانۍ ورکونکي او خپل مال مصرفونکي يوه ښځه وه

(( حضرت خديجه الکبري رضي الله تعالی عنها))

تر ټولو د مخه چې کوم انسان مسله الله تعالی د 7 اسمانونو بره واوريده ، اياتونه پري نازل شول ښځه وه ( سوره المجادله)

(( حضرت خوله رضي الله تعالی عنها))

تر ټولو د مخه د صفا او مروه سعي کونکې يوه ښځه وه چې څوارلس سوه کلونو راهسې په مليونونو حاجيان د هغه ښځې کړي فعل تکراروي که يي ونه کړي حج نه قبلېږي

(( حضرت بي بي هاجره عليها اسلام))

  تر ټولو د مخه د مخالفتونو سره سره بيت المقدس ته داخليدونکي يو نارينه نه بلکي ښځه وه

(( حضرت مريم عليها اسلام))

(( د علم ( نور)  دروازي د ښځو پر مخ خلاصې کړي))

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک