No-IMG

يوه‌ په زړه پورې واقعه!

ابوبکر الباقلاني په خپله زمانه کي لوي عالم وو ، په 371 هجري کال کي د روم امپراطور مسلمانانو ته په مذهبي امورو کي د مناظري چلنج ورکړ، د عراق ګورنر لخوا ابوبکر الباقلاني قسطنطنیي ته د مناظري لپاره وليږل شو..

کله چي امپراتور ته ابوبکر الباقلاني د رسيدلو خبر ورسېد

حکم يي وکړ چې امپراتور ځاي ناستي ورودي دروازي پاسنۍ برخه لږ راښکته کړي ترڅو ابوبکر الباقلاني په ټيټه او سر کوزي امپراتوري ته ورننوځي ،

کله چي ابوبکر الباقلاني دروازي ته ورسید پوه شو چې ولي داسې شوي ، هغه خپل سادر ځان څخه چاپيره کړ او د شا لخوا دروازي څخه امپراتور ته ننوت!

امپراتور پوه شو چې ورليږل شوي عالم انتهایی ذهين دي ،

ابوبکر الباقلاني چې کله داخل شو د سلام پر ځای عادي د خير خيرت پوښتنه وکړه ( هغه غوښتل چي امپراتور جذباتي کړي )

الباقلاني په مخصوص ځاي کي کيناست او امپراتور ترڅنګ لوي راهب ته وويل: څه حال دي بچي او ميرمن د ښه دي؟

پدي حرکت سره امپراتور له قهره سور او تور واوښت او ابوبکر الباقلاني ته وويل: آيا ته نه يي خبر چې زمونږ راهبان ودونه نه کوي بچي او ميرمن نلري؟

ابوبکر الباقلاني ورته وويل: سبحان الله! خپل راهبان له ودونو ، بچو او ميرمنو پاک او سپیڅلي ګڼي او په خپل رب الزام پوري کوي چې د حضرت مريم سره يي واده کړي او عيسي عليه السلام تري پيدا شوي او هغه د الله تعالی اولاد ګڼي.

پدي سره امپراتور نور هم غصه شو او وويل: د حضرت عايشې ( رضي الله تعالی عنها) په هکله څه وايي ؟

ابوبکر الباقلاني ورته وويل: څرنګه چې يهودانو په حضرت مريم تهمت ولګاوه همدا ډول منافقينو او روافضو په حضرت عايشې تهمت ولګاوه ليکن دواړه پاکدامني دي فقط فرق دومره دي چې حضرت عايشې رضي الله تعالی عنها واده وکړ ليکن هيڅ اولاد نلري او حضرت مريم عليه السلام واده ونکړ او اولاد لري تاسي ووياست چې باطل تهمت خطره او احتمال کوم کي زيات دي ليکن د الله په نزد دواړه پاکدامني او عظمت لرونکي بندګان دي.

دغي خبري اوريدو سره امپراتور نور هم جذباتي شو او وويل ستاسو نبي کومه جګړه کړي؟

ابوبکر: هو

امپراتور:  په لمړي صف کي جګړه کړي؟

ابوبکر: هو

امپراتور: جګړه يي ګټلي؟

ابوبکر: هو

امپراتور: کله جګړه بايللې ؟

ابوبکر: هو

امپراتور: څرنګه نبي دي چې په جکړه کي يي شکست خوړلي ؟

ابوبکر: ستا معبود( عيسي عليه اسلام) څرنګه دي چې اعدام کړاي شو..

په ټول دربار کي خاموشي خپره شوه. نور په چا کي د پوښتني او ځواب ورکولو توان نه وو .امپراتور په قهر له خپله ځايه وچت او روان شو....

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک