No-IMG

مهم ترين های امروز چهارشنبه

: ‏د کانونو او پټرولیم وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د پنجشېر ۲ زره او ۱۱۸ قیراطه زمرد یې د ۱۲۳ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پلورلي دي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اندازه زمرد د هغه روڼتیا او کریستل بندۍ ته په پام سره پر افغان سوداګرو پلورل شوي دي.

: شماری از باشنده‌های بامیان، از پرچاوی دوام‌دار برق و بلند بودن بهای آن در این ولایت، انتقاد می‌کنند و از مسوولان می‌خواهند که کار ساخت انتقال لین ۲۲۰ کیلووات برق بامیان- بغلان را، از سر گیرند.

: ‏ذبیح‌الله مجاهد، سخن‌گوی امارت اسلامی در ایکس به نقل از ریاست تصدی افغان گاز شبرغان نوشته که از ۳۴ چاه نفتی گاز در شبرغان، روزانه ۶۵۰ و ماهانه ۱۹۵۰۰ متر مکعب گاز استخراج می‌شود.

: ‏د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور په یوې ویډیو کې د دشت الوان تر ارغندې پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د مزي د تمدید د پروژې د پرانیستو خبر ورکړی دی.

د ښاغلي منصور په وینا چې دغه پروژه به رسماً سبا ته پرانیستل شي او د دغې پروژې له بشپړېدو سره به له ترکمنستانه افغانستان ته ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا وارده شي.

: ‏د بهرنیو چارو سرپرست وزیر افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې پر دوه اړخیزو سیاسي او سوداګریزو اړیکو او سیمه ییزو او نړۍوالو «میکانیزمونو» کې د اسلامي امارت په ګډون خبرې کړي دي. یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، چې امیرخان متقي په دغه لیدنه کې له روسیې مننه کړې چې په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان ملاتړ کوي او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې سوداګریزې اړیکې لا پراخې شی.

خبرپاڼې د ضمیر کابلوف له خولې لیکلي، چې هېوادونه له «نویو میکانیزمونو» سره سیمه کې خپلې اجنډاوې پلې کوي.

هغه له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل کړې پانګه دې ازاده کړي.

: د ریس الوزرا اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر د سالنګ تونل په پرانیستغونډه کې و ویل، چې یاده لویه لار به نه یوازې د هېواد پلازمینه او شمالي سیمې سره ونښلوي بلکې د منځنۍ او سویلي اسیا په نښلولو کې به هم ونډه ولوبوي.

ښاغلي برادر و ویل چې د سالنګ تونل د بدیلې لار په توګه د دویم تونل پر جوړېدو هم خبرې روانې دي.

: ‏افغانستان کې د ترکیې سفارت پر اېکس ټولنیزه رسنۍ لیکلي، چې کابل کې یې سفیر جنګ اونال د کابل پوهنتون له رییس، اسامه عزیز سره لیدلي او د علمي همکاریو په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

سفارت لیکلي، چې په دغه لیدنه کې یې تایید کړې چې د نورو برخو په څېر د پوهنتونونو ترمنځ همکاریو لپاره هم ظرفیت موجود دی.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني د ترکیې له دیني عالمانو سره لیدلي او د اسلامي امارت د غښتلتیا لپاره یې د هغوی سپارښتنې ارزښتناکې بللي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي حقاني په دغه لیدنه کې له ترکیې مننه کړې چې په افغانستان کې یې ښوونځي، مدرسې او جوماتونه جوړ کړي او زیاته کړې یې ده چې د دغو عالمانو راتګ به د کابل او انقرې ترمنځ د اړیکو پراختیا سبب شي. خبرپاڼې کاږلي چې د شیخ ابراهیم سردار په مشرۍ د ترکیې دیني عالمانو یو پلاوی کابل ته راغلی دی.

: ریاست معارف میدان وردک ادعای باشنده‌های روستای ذوالقاعده دره بیک‌سمند ولسوالی چک این ولایت را که گفته بودند تنها یک نفر در این روستا خواندن و نوشتن را بلد است، رد می‌کند.

 به گفته‌ی این ریاست، هم‌اکنون هفت مدرسه دینی، یک مکتب متوسطه، دو مکتب ابتدایه، یک لیسه و ۱۸ صنف محلی در دره بیک‌سمند فعال هستند.

: حماس (القسام): ما توانستیم دهن يک تونل را در شرق شهر خان یونس بمب گذاری کنیم و به محض پیشروی نیروهای ارتش اشغالگر، آن را بالای سربازان منفجر کردیم که در نتيجه تعداد زيادی از عساکر اسرځئيلي کشته و زخمی شدند.

: ‏خبرگزاری رسمی فلسطین «وفا»: در حملات ارتش اسرائیل به منطقه جبالیا در شمال نوار غزه ده‌ها نفر که اغلب آنها کودکان و زنان هستند شهيد و زخمی شدند.

: میراو کوهن، نماینده پارلمان اسرائیل از حزب مخالف یش آتید خواستار برکناری بنیامین نتانیاهو، نخست وزیر این کشور شد.

او طی مطلبی در شبکه اجتماعی ایکس، نتانیاهو را "سنگ آسیاب" بر گردن دولت توصیف کرد و نوشت که بیان این سخنان در میانه جنگ برای او دردناک بوده، اما چاره دیگری نداشته است.

کوهن افزود: «هنگامی که نخست وزیر (نتانیاهو) شکست می‌خورد، به شکست خود ادامه می دهد و ثابت می‌کند که صلاحیت این سمت را ندارد و فردی اشتباه، در مکان اشتباه، در زمان اشتباه است، باید فوراً عوض شود.

: ‏اسرائيل طی حملات به غزه 19 هزار و 667 فلسطینی را به شهادت رسانيدند.

ارائه خدمات بیمارستانی به دلیل حملات متوقف شد.

حملات ارتش اسرائیل به نوار غزه ادامه دارد.

: ‏اردوغان: سکوت شمار زیادی از کشورهای مطرح جهان در قبال قتل‌عام‌های اسرائیل یک لکه ننگ‌ برای بشریت است.

باور دارم که در سال ۲۰۲۴ ظالمان تاوان اعمال خود را خواهند داد و مظلومان نیز تسلی خواهند یافت.

(حملات اسرائیل به فلسطین) تاریخ این صحنه مشمئز کننده، مسبب آن، کسانی که بر آن چشم‌ بسته و سعی در مشروعیت بخشیدن به آن دارند، آن گونه که شایسته آنهاست، محاکمه خواهد کرد.

: ‏د راپورونو له مخې؛ پر غزې د اسراییلي پوځیانو بریدونو کې شاوخوا سل تنه وژل شوي او نږدې سل تنه نور ټپيان دي.

راپورونه زیاتوي، یونېسف بیا څرګنده کړې که غزې ته خواړه او اوبه پر وخت ونه رسیږي نو ډېری ماشومان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.

: ‏ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نننۍ غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې وشي.

یوناما د یوه بیان په خپرولو سره ویلي چې دغه غونډه کې به افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر مشره روزا اوتونبایوا خپل راپور وړاندې کړي.

غونډه به نن شپه د کابل پر وخت ۷:۳۰ دقیقې ترسره شي.

: ‏د راپورونو له مخې؛ د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون وايي چې د درېیم پرمختللي توغندي له جوړولو یې موخه د امریکا او مرکزي سیمو په نښه کول دي.

نوموړي ویلي چې د امریکا او متحدینو ګواښونو د مخنیوي لپاره نور پرمختللي توغندي ازمايي.

: ‏د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي له روسیې سره د جګړې دوام لپاره د شاوخوا ۵۰ زره پوځي ځواک غوښتنه کړې ده. نوموړي ویلي چې له مسکو سره د جګړې حساسې برخې ته دننه شوي او متحدین دې ورسره مرسته وکړي.

: ‏وزارت خارجه ناروی در خبرنامه‌ای از کمک ۳.۸ میلیون دالری این کشور به کمیشنری عالی سازمان ملل متحد در امور پناهندگان و ۲.۹ میلیون دالر به برنامه جهانی خوراک برای افغانستان به هدف پشتیبانی از مهاجران اخراج شده افغان خبر داده است.

در خبرنامه این نهاد آمده که ناروی متعهد به ادامه ارایه کمک‌های بشری به مردم افغانستان است.

: ‏افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، توماس وېسټ اېکس کې پر خپله پاڼه لیکلي چې د یوناما له مرستیال او بشري مرستو همغږي کوونکي، اېنډریکا راټوېټ سره یې لیدلي او د افغان کډوالو او د افغانستان پر بشري او اقتصادي وضعیت ورسره غږېدلی دی.

توماس وېسټ لیکلي، چې هېواد یې له یوناما سره د دغو ستونزو په هواري کې مرستو ته چمتو دی.

: ‏د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د دې پوښتنې په ځواک کې چې امریکا په افغانستان کې ډېر پوځي تهجهیزات پرېښي دي، ویلي چې دا «لیدلوری ناسم او چټیات دي

ښاغلي کربي خبریالانو ته زیاته کړې واشنګټن په تېرو شلو کلونو کې یوازینی کار چې کړی «د افغان امنیتي ځواکونو تحهیزول» وو.

: ‏د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د خبریالانو په هکله په خپل کلني راپور کې، ۲۰۲۳ کال په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو د خبریالانو لپاره مرګونی کال اعلان کړی دی.

یونسکو زیاته کړې چې په روان زیږدیز کال کې ۶۵ خبریالان وژل شوي او په جګړه کې ښکېلو سیمو کې د وژنې شمېر د تېرو درې کلونو پرتله دوه برابره زیاتوالی موندلی دی.

د دغه بنسټ د شمېرو پر بنسټ، په روان کال کې دوه خبریالان په افغانستان کې هم وژل شوي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک