No-IMG

مهم ترين های امروز شنبه:

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف هرات کې د ټاپي پروژې له سیمې لیدنه کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغې پروژې د ساحیې د لیدو په لړ کې د ټاپي پروژې د پېل، د تورغنډۍ بندر د وسپنې پټلۍ د تم‌ځای د پراختیا، د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پراختیا او افغانستان ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا د کچې پر زیاتوالي خبرې اترې شوې دي.

: ‏د پاکستان د پوځ مشر د امریکا دفاع وزیر ته:

افغانستان کې له شلو زیاتې ترهګرې ډلې دا مهال فعالې دي چې پاکستان او ټولې نړۍ ته لوی ګواښ دی.

: ‏د پاکستان د پوځ مشر د ملګرو ملتونو له سرمنشي سره د افغانستان او غزې په اړه لیدلي.

: ‏❞بیش از ۷۷۰۰ کودک فلسطینی توسط اسرائیل به قتل رسیدند. اینگونه وقایع وقتی در اوکراین اتفاق می‌افتاد به آن نسل‌کشی می‌گفتید

سخنرانی مارک بونتگا، نماینده پارلمان اروپا از حزب کارگر بلژیک درباره کشتار کودکان غزه طی حملات.

: ‏د راپورونو له مخې؛ بریتانیا ته د کډوالو روانه بېړۍ چې له ۶۰ ډېر کډوال پکې سپاره وو، د فرانسې کانال کې ډوبه شوې ده.

راپورونه زیاتوي، دغه بېړۍ کې یوه کس ژوند بایللی او ۶۶ نور ژغورل شوي دي.

: ‏د راپورونو له مخې؛ جینیوا کې د کډوالو لاسنیوي په موخه د ۲.۲ ميليارده ډالرو مرستې ژمنه شوې ده.

راپورونه زیاتوي، دغه غونډه هر څلورو کلونو کې ترسره کېږي.

: ‏پر غزې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې د الجزیرې ټلویزون کمره مین، سامر ابودقه وژل شوی دی.

الجزیره ټلویزون وايي چې سامر ابودقه تېره ورځ (جمعه) په خان یونس ښار کې له یوه ښوونځي څخه د راپور ورکولو په حال کې وه، چې د اسراییلي ډرون برید موخه ګرځیدلی دی.

د بې‌پولې خبریالانو د ټولنې د مالوماتو له مخې، د سامر ابودقه له وژل کېدو سره په غزه کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۵۶ تنو ته رسېږي.

: ‏سرفراز بوگتی، سرپرست وزارت داخله حکومت موقت پاکستان از سمت خود کنار رفته است. به گزارش رسانه‌های پاکستانی، هدف از کنار رفتن او شرکت در انتخابات آینده پاکستان گفته شده است.

سرفراز بوگتی از اعضای حزب عوامی بلوچستان پاکستان بود که بعداً به حزب مسلم لیگ پاکستان پیوست، اما درباره پیوستن مجدد به این حزب در انتخابات آینده چیزی نگفته است.

: ‏یو شیائونگ، نماينده ويژه چین در امور افغانستان با سلیم الذابی، مشاور ارشد وزارت خارجه امارات متحده عربی دیدار و درباره افغانستان گفت‌وگو کرده است.

او در ایکس نوشته که در دیدار با فرهاد سلیم معاون وزارت خارجه تاجیکستان درباره تلاش‌های مشترک چین و تاجیکستان برای تعامل و کمک به افغانستان نیز گفت‌وگو کرده است.

: ‏خبرگزاری ایرنا گزارش داده است که حکم اعدام جاسوس «رژیم صهیونیستی» امروز (شنبه) در سیستان و بلوچستان اجرا شد. ایرنا افزوده که این فرد به اتهام ارتباط با سازمان‌های اطلاعاتی از جمله «موساد» در سیستان و بلوچستان دادگاهی و به اعدام محکوم شده بود.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د کویټ امیر شیخ نواف الاحمد الصباح د ۸۶ کلونو په عمر نن (شنبه) ومړ.

که څه هم د هغه د مرګ د لامل په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو رویټرز د کویټ د دولتي خبري اژانس په حواله لیکلي چې نوموړی تېره شپه ناوخته په بېړه روغتون ته لېږدول شوی وه.

: ‏د کاناډا د کډوالۍ ادارې ویلي چې دغه هېواد په پاکستان او منځنۍ اسیا کې د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه ۲۱ مېلیونه کاناډایي ډالر ځانګړي کړي دي.

د کاناډا د کډوالۍ ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه پيسې به د کډوالۍ د نړۍوال سازمان لخوا په پاکستان، تاجیکستان، ازبیکستان، ترکمنستان او قزاقستان کې د کډوالو د ښه ملاتړ په موخه ولګول شي.

: ‏د خوړو نړۍوال پروګرام پر اېکس ټولنیزې رسنۍ لیکلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۴ میلیونه مېندې او ماشومان د خوارځواکۍ سره مخ دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د خوارځواکۍ د درملنې او مخنیوي په برخه کې د مرستندویو بنسټونو مرستې مهمې بللي دي.

: ‏د هند د بهرنیو چارو وزیر، جی شنکر «دې هندو» ورځ‌پاڼې ته ویلي چې د افغانستان له خلکو سره د هند چلند د "تاریخي اړیکو او دوستۍ" پر بنسټ ولاړ دی؛ خو د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو کې د نوي ډیلي دریځ د نړۍوالې ټولنې له دریځ سره تړلی دی.

"دې هندو" ورځپاڼې لیکلي چې ښاغلي شنکر د هند پارلمان ته په وینا کې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغانستان د خاورې پر نه کارونې هم ټینګار کړی دی.

: ‏د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټرش د «افغانستان د وضعیت او پر نړۍ یې اغېزې» تر عنوان لاندې په خپل تازه راپور کې پر مهمو موضوع‌ګانو له هغې ډلې د سیاسي، امنیتي پر مختګ، سیمه‌ییزې همکارۍ، بشري حقونو او بشري مرستو بحث کړی دی. په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره غوښتنې د اسلامي امارت له خوا نه‌اورېدل کېږي او همدارنګه د ښځو او نجونو حقونه د ټولنې په ټولو برخو کې محدود شوي دي. د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو او داعش له خوا امنیتي پېښې دوام لرلی او همدارنګه بشري مرستو ته اړتیا هم په لوړه کچه ده. راپور کې راغلي چې دم‌ګړۍ د افغانستان دوه درېیمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه راپور همدارنه کاږلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د تېر کال پرتله وسله‌والو نښتو ۴۱ سلنه کموالی لرلی او وسله‌وال مخالفان هم د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا د مدیریت په برخه کې هېڅ ډول ننګونه نه‌ده رامنځته کړې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دغه راپور کې همدارنګه ویلي چې پر اوسني افغان حکومت د بریدونو شمېر د هغو شمېرو پرتله چې په خواله رسنیو کې خپرېږي، کم دي. بلخوا اسلامي امارت تراوسه د دغه راپور د منځپانګې په هکله څه نه‌دي ویلي.

: ‏د یمن حوثیانو په سور سمندر کې په دریو نورو کښتیو چې د اسرائیلو پر لور روانې وې برید کړی.

حوثیانو ویلي چې تر هغو به اسرائیلو ته د کښتیو پر تگ راتگ بندیز وي چې د غزې خلکو ته خوراکي او روغتیایي مرستې نه وي رسیدلي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک