مهم ترين های امروز چهارشنبه
✒️: د حاا د أمير دفتر، مطبوعاتي څانګه: سهشنبه د لېندۍ ۲۱مه، ۱۴۰۲: د حاا قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د څو بېلابېلو ملاقاتونو په ترڅ کې له څو تنو مشهورو سياسي شنونکو هر يو ښاغلي انجينير ګل آغا حسني ، ښاغلی وزیری او ښاغلی حاجی نورالله حبیبیار ، د هېواد له مشهور او نامتو شاعر ښاغلي مطيع الله تراب، د ننګرهار ولايت له قومي مشر او متعهد شخصيت ښاغلي حاجي خير محمد، د پکتيا ولايت له متعهد شخصيت او ليکوال ښاغلي سورګل سپين، د غزني ولايت له متعهد ورور ښاغلي بصير أحمد سالارزوی او همداراز د پکتيا ولايت له جهادي قوماندان ښاغلي محصل خان سره وکتل.
په دغو کتنو کې د ګڼشمېر موضوعاتو سربېره پر يو لړ مهمو سياسي او إجتماعي موضوعاتو تفصيلي بحث او خبرې وشوې.
✒️: د ټولگټو وزارت ویلي چې په نږدې ورځو کې به د سالنگ لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شي.
دې سره هممهاله یاد وزارت له خلکو غوښتي څو له رسمي خبرتیا مخکې پدې لارې له تگ راتگ څخه ډډه وکړي.
✒️: د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل پر اېکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران د وروستیو اقتصادي دوه اړخیزو پرمختګونو، په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو او د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه مفصل بحث شوی دی.
✒️: د سټندرډ ملي ادارې پر اېکس پاڼه لیکلي چې د فراه د ۷۸ میل بندر له لارې ایران ته د کمکیفیته تېلو ۱۳ ټانکرونه مسترد شوي دي.
دغې ادارې لیکلي چې دغه ټانکرونه د سټنډرډ ملي ادارې له معیارونو سره د نه برابرېدو په دلیل بېرته ایران ته استول شوي دي. د سټنډرډ ملي ادارې د کیفیت برخې په هېواد کې له ټولو سوداګرو غوښتي چې د کمکیفیتو توکو له واردولو دې ډډه وکړي.
✒️: د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف په افغانستان کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي سره لیدلي دي.
د اقتصاد وزارت پر اېکس پاڼه لیکلي چې په دغې لیدنه کې د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا او ښهوالي، د صادراتو د پراختیا او د افغانستان او ایران ترمنځ پر ټرانزیټي موضوعګانو خبرې شوې دي.
✒️: ذبیحالله مجاهد سخنگوی امارت اسلامی در گفتوگو با تلویزیون ملی گفته که حملهی روز گذشته پاکستان به افغانستان ربطی ندارد و این ادعا را بی اساس خوانده است.
آقای مجاهد افزوده که اگر اطلاعاتی از سوی پاکستان با افغانستان در میان گذاشته شود، این رویداد را بررسی خواهد کرد، اما او تصریح کرده که نیروهای پاکستانی باید از وقوع چنین رویدادهایی در داخل کشور شان جلوگیری کنند.
✒️: کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ترکیې او افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل کې د روږدو درملنې له مرکز سره ژمنۍ مرستې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو مرستو کې د ۹۰ ټنه ډبرو سکارو ترڅنګ د سون نور توکي او بخارۍ شاملې دي.
✒️: تاکایوشی کورومایا سفیر جاپان در کابل در دیدار با دین محمد حنیف سرپرست وزارت اقتصاد از کمک ۵۸.۴ میلیون دالری این کشور برای مهاجران اخراج شده افغان اطمینان داده است. بربنیاد خبرنامه وزارت اقتصاد، در این دیدار درباره اجرای برخی پروژههای انکشافی در افغانستان نیز گفتوگو شده است.
✒️: ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق اېکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې افغانستان په غزه کې د بشري مرستو رسولو لپاره بېړني اوربند ته مثبته رایه کارولې ده.
ښاغلي فایق لیکلي، چې په وړاندیز شوي پرېکړه لیک کې د ملکي خلکو خوندیتوب، د ټولو برمته شویو ازادېدل او بشري مرستو ته لاسرسی هم شامل دی.
✒️: بر بنیاد گزارش آژانس باختر؛ کارخانه تولید ادویه آسیا نور فارما در کابل آغاز به فعالیت کرد.
گزارش میافزاید که در فاز اول این کارخانه چهار میلیون دالر سرمایه گذاری شده و ۶۸ نوع ادویه مختلف در آن تولید و بسته بندی میشود.
✒️: وزارت صحت فلسطین در غزه: شمار جانباختگان بر اثر حملات اسرائیل با افزایش ۱۹۶ تن دیگر طی ۲۴ ساعت گذشته به ۱۸ هزار و ۶۰۸ نفر رسید.
✒️: نوزدهمین مجمع بینالمللی مسلمانان در مسکو برگزار شد.
نوزدهمین نشست مجمع بینالمللی مسلمانان با حضور نمایندگان مراکز و موسسات دولتی و غیردولتی سازمانها و کشورهای مختلف در مسجد مرکزی مسکو برگزار شد.
✒️: امضای تفاهمنامه همکاری میان مرکز مطالعات اسلامی ترکیه و انستیتو اسلامی مسکو.
مرکز مطالعات اسلامی بنیاد دیانت ترکیه و انستیتو اسلامی مسکو تفاهمنامه همکاری امضا کردند. مراسم امضای تفاهمنامه همکاری میان مرکز مطالعات اسلامی بنیاد دیانت ترکیه و انستیتو اسلامی مسکو در حاشیه نوزدهمین اجلاس بین المللی مسلمانان در مسکو پایتخت روسیه برگزار شد.
✒️: د راپورونو له مخې، د بشر حقونو څار سازمان د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کمرون ته یو لیک لېږلی او خبرداری یې ورکړی، چې اسراییلو ته د وسلو لېږد بند کړې، که نه دغه هېواد به له نړیوالو قوانینو او مکلفیتونو په سرغړونه تورن او د ناوړه ګټې اخېستونکو په لېست کې به شامل شي.
✒️: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هغې څه چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو او د هغوی د فعالیتونو ځواکمنېدل بولي؛ اندېښنه ښودلې ده.
✒️: افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) اېکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې قبرس د افغانستان د بشرپالو مرستو له صندوق سره د څه باندې ۹۸ زره یورو مرسته کړې ده.
اوچا ویلي، چې یاد هېواد د افغانستان د بشرپاله مرستو له صندوق سره د ۲۰۲۱ کال راهیسې ۱۷۷ زره یورو مرسته کړې ده.
✒️: د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په کچه ۹۴ میلیونه ماشومانو سره د مرستو لپاره ۹.۳ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري. یونیسف په خپل تازه راپور کې ویلي، چې اقلیمي بدلون، زلزلو، د ناروغیو خپرېدا او مخ پر زیاتېدونکو جګړو لسګونه میلیونه ماشومان او د هغوی کورنۍ له سخت وضعیت سره مخ کړي دي. راپور کې د افغانستان وروستۍ زلزلې هم یادې شوي چې تر ټولو ډېره قرباني یې له ماشومانو اخیستې.
✒️: د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیرې «کرن دیکر» ویلي چې میر رحمان رحماني او د کورنۍ غړو یې له امریکا او افغانستان دواړو څخه غلا کړې ده. «کرن دیکر» زیاته کړې چې چې میر رحمان رحماني او کورنۍ یې میلیونونه ډالر چې باید د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره کارول شوي وی غلا کړي دي.
✒️: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په دیره اسماعیل خان کې د پروني برید په تړاو په پاکستان کې د افغانستان سفارت شارژدافیر احضار کړی دی.
د پاکستان سرپرست حکومت له ا.ا څخه غوښتي څو په دیره اسماعیل خان کې برید وغندي، عاملینو خلاف یې عمل وکړي او د تحریک طالبان پاکستان مشران ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري.
