مهم ترين های امروز سه شنبه:
✒️: د هېواد کرېکت د نولس کلنو ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې د جمعې په ورځ (د ډسمبر پر ۸مه)په خپله لومړنۍ لوبه کې د هند پر وړاندې لوبېږي.
کرېکټ بورډ وايي چې د هېواد د نولس کلنو ملي لوبډله به سبا (چهارشنبې) د متحده عربي اماراتو په لور سفر وکړي.
دغه سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربتوب او په دوه ګروپونو کې به د اتو لوبډلو ترمنځ د جمعې په ورځ پېل شي.
✒️: ککړې هوا کابل ښاریان له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کړي.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، د ژمي پر مهال د سون توکو استفاده، مرکز ګرمۍ، د نقلیه وسایطو ګڼهګوڼه او نورو ډېرو عواملو د ښار هوا ککړه کړې او دوی ته یې ستونزې زياتې کړې.
✒️: د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د یونېسف له ساحوي مسوول او د بېل او مېلېنډا ګېټس بنسټ له رییس او مله پلاوي سره یې کتلې دي.
د ریاست الوزرا عمومي ریاست دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي چې په دغې لیدنه کې د یونېسف د ساحوي دفتر رییس په افغانستان کې په بېلابېلو په ځانګړې توکه په روغتیايي برخو کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو ډاډ ورکوي.
په دغې لیدنه کې د بېل او مېلېنډا ګېټس بنسټ رییس کرېس الیاس هم ویلي موږ به له خپلو ټولو امکاناتو او د نورو ټولو نړۍوالو سازمانونو په همکارۍ د نړۍ په کچه د پولیو د لهمنځه وړلو په برخه کې هېڅ ډول هڅې ونه سپموي.
✒️: ژاو شینگ، سفیر چین در افغانستان در دیدار با نورالدین عزیزی سرپرست وزارت صنعت و تجارت گفته که شرکتهای چینی میخواهند در بخش پروسس میوه خشک در افغانستان سرمایهگذاری کنند.
وزارت صنعت و تجارت در خبرنامهای گفته که در این دیدار درباره راههای مواصلاتی بازرگانی و ترانزیت گفتوگو شده است.
✒️: سعودي عربستان خپلو وګړو ته د افغانستان او پاکستان په شمول ۲۵ هیوادونو ته د سفر نه کولو امر کړی.
✒️: یونیسف: مناطقی (در غزه) که از سوی اسرائیل به عنوان مثلا مناطق امن معرفی شده اند در صورت عدم تامین آب، فاضلاب و پناهگاه مناسب دارای ریسک تبدیل به مناطق شیوع بیماری هستند.
✒️: اردوغان: نباید اجازه دهیم جنایات غزه به یک جنگ منطقهای تبدیل شود.
رجب طیب اردوغان، رئیس جمهور ترکیه طی سخنانی در چهل و چهارمین نشست شورای همکاری کشورهای عربی حوزه خلیج در دوحه، پایتخت قطر درباره تحولات اخیر در فلسطین تاکید کرد: نباید اجازه دهیم ظلم و ستم جاری در غزه به یک جنگ منطقهای که شامل سوریه نیز میشود، تبدیل شود.
✒️: سازمان جهانی بهداشت: هر 10 دقیقه یک کودک در غزه کشته میشود.
✒️: د انډېپنډېنټ ورځپاڼې راپور له مخې؛ افغانستان ۲۰۲۴ کال کې د ګرځندوی له اړخه د نړۍ تر ټولو نامتو سیمه پېژندل شوې.
راپور زیاتوي، افغانستان اوسمهال د سیاحت لپاره امن ځای بلل شوی او د لوپاین ټراول ګرځندوی کمپنۍ نوملړ په سر کې راغلی دی.
✒️: روغتيا نړيوال سازمان وايي چې په بشپړه توګه لا هم په هرات کې زلزله ځپلو ته رسېدنه نه ده شوې.
دې سازمان خبر ورکړی چې يادو زلزله ځپلو ته په راتلونکو شپږو میاشتو کې د مرستې لپاره ۱۲.۷ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده چې په خبره یې د تمویل اوسنۍ تشه يې ۷.۵ میلیونه ډالر ده.
✒️: د راپورونو له مخې؛ د اندونیزیا په ماراپي سیمه کې د غره ختنې یوې سیالۍ کې ۱۱ تنه مړه شوي او ۱۲ نور لادرکه دي.
راپورونه زیاتوي، د دغې پېښې لامل ماراپي سیمه کې ناڅاپي اورغورځونه ده.
✒️: د راپورونو له مخې؛ غزه کې د اسراییلي پوځیانو تېرو ۲۴ ساعتونو بریدونو په ترڅ کې شاوخوا ۴ سوه کسان وژل شوي دي.
راپورونه زیاتوي، د دغې بریدونو له کبله د غزې په ډېریو سیمو کې مخابراتي خدمات پرې شوي دي.
✒️: بر اساس گزارشها؛ در یک حادثه ترافیکی در تایلند ۱۴ تن جان باخته و بیش از ۲۰ تن زخمی شدند.
گزارشها میافزاید، حادثه زمانی رخ داد که یک بس با درخت برخورد کرده است.
✒️: افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولي وايي چې تېره یوه میاشت کې یې د هزاره ټولنې پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی تجربه کړی.
یوناما تازه ویلي چې د زیانمنونکو خلکو امنیت دې ټینګ شي او د پېښو په تړاو یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.
✒️: لیونارد زولو، نماینده کمیشنری عالی سازمان ملل در امور مهاجران در افغانستان گفته که در بروکسل با وزیر خارجه بلجیم و اعضای دیگر اتحادیه اروپا درباره افغانستان گفتوگو میکند.
آقای زولو در صفحهای ایکساش اوضاع کنونی افغانستان را بدترین "فاجعه انسانی" در جهان خوانده است.
او افزوده که برای رسیدگی به مشکلات افغانها به پشتیبانی مالی و سیاسی نیاز است.
✒️: د برېټانیا انډېپنډنټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې افغانستان د ګرځندوی له اړخه په ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ تر ټولو نامتو سیمه پېژندل شوې ده.
دغې ورځپاڼې د «لوپاین ټراول» ګرځندوی کمپنۍ په حواله لیکلي، چې افغانستان اوس د سیاحت او سفر لپاره امن ځای دی او د دې کمپنۍ د نوملړ په سر کې راغلی دی. افغانستان په ۲۰۲۱ کال کې د دې کمپنۍ له نوملړ لرې کړای شوی و.
✒️: بخش آسیا و اقیانوسیه برنامه انکشافی سازمان ملل متحد در ایکس نوشته که افغانستان در آستانه فاجعه اقلیمی قرار دارد.
این سازمان خواستار پشتیبانی از مبارزه افغانستان با تغییرات اقلیمی به هدف حفاظت از زندگی آینده افغانها شده است.
✒️: د اسټرلیا بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي.
یاد وزارت ویلي، چې د کابل په ګډون په ټول افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو ګواښ شته او زیاته کړې یې ده چې دغه هېواد کې د اسټرلیاوي وګړو ترڅنګ بهرنیو ته د انسان تښتونې او نېول کېدو خطر موجود دی.
وزارت همداراز ویلي چې افغانستان کې یې هېڅ ډیپلوماټ نشته او د کونسلي او پاسپورټ خدمتونو رسولو وړتیا یې محدوده ده.
✒️: پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پولیسو له خولې ویلي چې، نن (سه شنبه) سهار د پېښور ښار په ورسک سړک کې چاودنه شوې چې له امله یې د درې ماشومانو په ګډون اووه تنه ټپیان شوي دي.
د پولیسو په خبره، دغه چاودنه چې سیمه کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې د پولیسو د ګزمې یو موټر یې په نښه کړی دی.
✒️: آصف علی درانی، نماینده ویژه پاکستان برای افغانستان با جولیتا والس نویس، معاون وزارت خارجه امریکا در امور جمعیت، پناهندگان و مهاجران و دونالد بلوم، سفیر امریکا برای پاکستان، دیدار کرده است.
آقای درانی در ایکس نوشته که در این دیدار درباره وضعیت مهاجران افغان گفتوگو شده است.
✒️: هفتهنامه "فرایدی تایمز" پاکستان از زبان منبع خود نوشته است که امارت اسلامی برای چهارمین بار به پاکستان درخواست داده است تا حکومت سرپرست افغانستان را به عنوان نماینده واقعی مردم بهرسمیت بشناسد.
به نوشتهی فرایدی تایمز، امارت اسلامی در ازای به رسمیت شناخته شدن از سوی اسلامآباد، تعهد پیکار جدی در برابر تحریک طالبان پاکستان را داده است.
این خبر تاحال از سوی امارت اسلامی رد و یا تایید نشده است.
✒️: اسرائیل د امریکا د سنگر ماتوونکو بمونو څخه په استفادې سره په غزې کې د استوگنې ساختمانونه له منځه وړي.
د راپورونو له مخې امریکا اسرائیلو ته ۱۰۰ (BLU-109) د سنگر ماتوونکي بمونه ورکړي. دا بمونه تر دې مخکې د امریکا لخوا په افغانستان کې کارول کیدل.
