خلک فکر کوي چې د لوکسو تعمیرونو سره به یو معیاري د سرطان روغتون جوړ شي!
عبد الرحمن سليم
دې وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د سرطان درملنې د شفاخانې جوړولو ټټر د محمد نبي عیسی خیل نیولې تر عطا خیریه بنسټ او نورو وهلې ده. زمونږ بیچاره وطنداران هم چې په دې عادت دي چې د خپل غوږ کتلو پرځای سپي پسې منډې وهي نو دې چاره کې هم همدا کیسه روانه ده. خلک فکر کوي چې د دیوالونو جوړولو، لوکسو تعمیرونو او تجهیزاتو سره به یو معیاري د سرطان روغتون جوړ شي! نه وطنداره داسې نه ده !
طبابټ ټول ټیم ورک یا ګروپي او زنځیري کار دی او بیا د سرطان تداوي په ټول طبابت کې تر ټولو زیاد ګروپي کار دی. اول خو سرطان د یوه انسان یوه سیستم یا یو ارګان پورې اړوند نه دی او د هر سیستم تداوي لپاره جلا متخصص غواړي . مثلاً د ویني سرطان لپاره د هغه متخصص، د سږو سرطان لپاره د هغه خپل متخصص، د ځیګر سرطان لپاره د هغه متخصص ته ضرورت وي او بیا د هر مشخص سرطان لپاره آنکولوژسټ یا سرطان متخصص، اړوند برخې داخلې متخصص، جراحي متخصص، پتالوژسټ او رادیولوژسټ ضرورت وي . دغه وطنداران چې د سرطان مرکز جوړولو ادعاوې کوي دوی دې دومره ووایې چې کوم پتالوژسټان دوی سره دي او څوک دي ؟
زه چې څومره معلومات لرم ممکن په ټول افغانستان کې مونږ ۵۰ ورزیده متخصص پتالوژسټان ونه لرو او د آنکولوژي یا سرطان متخصصین شاید لس نفره هم ټول هیواد کې نه وي ، نو په دغه وضعیت کې تاسې په چا او څه باندې دغه مرکز چلوی ؟
د یادولو ده چې د فرانسویانو شفاخانه هر کال ۲-۳ داکتران پتالوژي تخصص ته نیسي او همدومره تعداد له تخصص فارغوي، جمهوریت روغتون کې هم د سرطان برخې یو واحد فعالیت درلود چې تر ډېره یې تشخیص ترسره کوو نه تداوي او په علي آباد روغتون کې هم د سرطان ملي مرکز د جوړیدو کار په ۲۰۱۸ کال کې شروع شوی ؤ. له هغه ترمخه د تحصیلات عالي وزارت او روغتیا وزارت به ګډه د پتالوژی سنټرونو او پتالوژستانو روزلو ابتدايي خبرې کړې وې، خو د هغه هم بیا پسې کیسه ولاړه.
دغه بنسټونه چې د سرطان روغتونونه جوړولو ټټر وهي نو که زما خبره منحیث د طب شاګرد چې یو دوه کلمې مې پکې لوستي دي مني نو د انفرادي هڅو پرځای دې دغه د حکومت یا هم یو بل خصوصي ادارې سره هماهنګ کړي چې تیار فعالیت لري. مثلاً علي آباد روغتون کې په تعمیر باندې کار روان ؤ، د هغوی متخصصینو روزلو سره همکاري وشي چې ټیمونه فرانسویانو روغتون، پاکستان، ترکیه، هندوستان، جاپان ، سویلي کوریا او چین هیوادونو کې وروزل شي. توجه هم په پتالوژستانو، آنکولوژستانو، سرجیکل انکالوژي، رادیوتراپي او ځینو برخو باندې وي چې هغه مونږ په داخل کې نه لرو.
