د سیکولریزم لنډه پیژندنه
په لنډو او ساده ټکو کې داسې ویلای شو چه :
په ټولنه باندې د اسلام د حاکمیت څخه د سر غړونې ، او د شرعي ثابتو او تل پاتې احکامو د تنفذ څخه د رغیدلو په امکان باندې باور در لودلو ته سیکولریزم ، او د همدغه باور لرونکې ته سیکولر ویل کیږي.
یعنې که فرض کړو چه یو څوک دې په خپل شخصي ژوند کې هر څومره په ښکاره دینداره او عابد او شرعي احکامو ته ژمن اوسي، خو پدې باور ولري چه یوه ټولنه کولاې شي چه د شریعت ثابت احکام، که هغه واجبات وي او که محرمات، بابیزه وګڼي او تنفیذ یی نه کړي، او دغه سر غړونه یی هیڅ باک نه لري، نو ددغه فکر څښتن ته سیکولر وایي، که ټولنې ته د سرغړونې دغه واک اواختیار په هر نوم، او د هر عنوان لاندې ورکړل شي.
د بیلګې په توګه :
که څوک ووایي چه سود یا نور ناروا معاملات او راکړې ورکړې نن سبا ټولنیز ضرورت دې.
یا ووایی چه د نر او ښځی هغه حقوق باید برابر شي چه شرعي قاطع نصوصو یی تر مینځ توپیر کړې دې، لکه : د میراث ونډه، د طلاق حق، د خاوند قوامیت اوداسې نور احکام. یا د غیر اهل کتابې ښځې سره د مسلمان سړي، او یا د مسلمانې ښځې د غیر مسلمان سره واده کول.
یا پدې باور وي چه د اسلام قضايي ، حقوقي، او جزایې احکام پدی زمانه کې د عملې کولو وړ ندي( والعیاذ بالله).
یا ووایي چه اوس وخت بدل شوې دې نو جها- د، او یا امر بالمعروف اونهی عن المنکر، او یا د کافر څخه د برائت او د مسلمان سره دوستي اودې ته وزته احکامو ته اوس ضرورت نشته دې.
بنا پر دې، ویلای شو چه :
۱- سیکولریزم فکر، باور او تصور دې، نه عمل. پدې معنې چه پورتنئ سرغړونې که عملا وشي خو باور ورسره نه وي، نو دې ته ګناه ویل کیږي، او مسلمان یی په کولو ځان مقصر او ګناهګار بولي، او دا هغه عملي سیکولریزم دې چه له بده مرغه له ډیرې مودې راهیسې امت پکې ښکیل دې، کټ مټ لکه علماء چه نفاق په عملي او عقیدوې نفاق ویشي.
۲- په سیکوریزم باندې عمل کول یا نه کول د حکومت کار دې، نه د افرادو، ځکه چه یوازې حکومت د اسلام د ټولنیزو احکامو د تنفیذ مسئولیت او صلاحیت لري.
۳- د سیکولریزم د چتر لاندې د ملحد نه نیولې تر هغه چا پوري چه پنځه وخته لمونځ په جماعت کوي، خو پورتنئ عقیده اوباور ولري، ټول رانغاړل کیږي.
۴- د مخکیني ټکي معنی دا شوه چه په اسلامي ټولنه کې سیکولران په دوه ډوله دي: یو هغه کسان چه یوازي سیکولرستې فکر اوباور لري، یا یی په زړه کی ساتلې وې اویا یی کله ناکله څرګندوي ، او بل هغه کسان دي چه سیکولریزم ته عملا دعوت کوي، او د شرعي حکم د اقامت سره مخالفت ورته د پرمختګ لار ښکاري، چه دغه خلک د شرعي ګڼ شمیر نصوصو په استناد د ایمان د خطر سره مخ دي.
لنډه یی دا چه:
د شریعت ټولنیز الزامي احکام غیر الزامي ګڼلو ته سیکولریزم وایی، که د هر چا له لورې وي.
