No-IMG

زما دې بنده ته په جنت کې کور جوړ کړئ او د بیت الحمد (د شکر کور) نوم پرې کېږدئ

ژباړه: اکرام الله واحدي

 

أبي موسی الأشعري رضي الله عنه څخه روایت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:

چې کله د یو بنده ځوی مړ شي، الله تعالی ملائکو ته وفرمایي: زما د بنده ځوی نه مو ساه واخیسته؟

ملائک به ووایي : هو (یا رب)

بیا به (الله تعالی) وفرمایي: د زړه میوه(ټوټه) مو ترې واخیسته؟

ملائک به ووایي: هو (یا رب)

الله تعالی به و فرمایي: زما بنده څه وویل؟

ملائک به ووایي: ستا حمد یې بیان کړ او (انا لله و انا الیه راجعون) یې وویل.

الله تعالی به وفرمایي: زما دې بنده ته په جنت کې کور جوړ کړئ او د بیت الحمد (د شکر کور) نوم پرې کېږدئ.

رواه الترمذي ـ و قال حدیث حسن

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک