مهم ترین های امروز شنبه
ترتیب کننده: هیلی افغان
✒: د طالبانو مشر د بین الافغاني مذاکراتو لپاره مستقل ریاست جوړ کړی دی.
ددې مستقل ریاست مشري عباس ستانکزي ته سپارل شوې، چې په ترکیب کې یې د طالبانو د رهبرۍ شورا د غړو په شمول ۲۰ کسان شامل دي او دغه ریاست به په خپله د طالبانو مشر ملا هبت الله ته ځواب ویونکی دی.
د قطر دفتر غړی عباس ستانکزی وایي چې ددې ریاست دنده د بین الافغاني مذاکراتو پرمخ بیول، د مذاکراتو ځای تعیینول او اجنډا ټاکل، د بندیانو د ازادولو څرنګوالی، د دوحې د توافقنامې تطبیق او ځیني نور مسائیل دي.
د بین الافغاني مذاکراتو په نوم په دې ریاست کې د طالبانو د قطر دفتر د اوسني مشر ملا برادر ته هیڅ نقش نه دی ورکړل شوی.
✒: وزارت داخله میگوید که در یک هفتۀ گذشته، ۶۷ غیرنظامی در فعالیتهای ضدامنیتی طالبان جان باخته و ۱۷۹ تن دیگر زخمی شدهاند.
به گفتۀ طارق آرین، سخنگوی وزارت داخله طالبان در هفتۀ گذشته ۴۴۶ فعالیت ضدامنیتی در ۲۷ ولایت کشور داشتهاند.
✒: د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د سېلابونو د راتلو او څه باندې ۱۵۰ تنو د وژل کېدو په لړ کې، د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې دغه سېلابونه د اقلیمي بدلون او ځمکې د ګرمېدو پایله ده.
دغه اداره ګواښ کوي چې اقلیمي بدلون او د افغانستان د هوا ګرمېدل به ناوړه پایله له ځان سره ولري.
د دې ادارې د اقلیم د برخې مسوول صمیم هوشمند وایي چې د هوا د ګرمېدو له امله د افغانستان طبیعي کنګلونه مخ پر ولې کېدو دي او دا د افغانستان لپاره د خطر زنګ دی او د دې لامل کېږي چې په هېواد کې طبیعي پېښې لکه سېلابونه، وچکالي، د دښتو او مېرو رامنځه کېدل به په راتلوونکو کلونو کې به د افغانستان ځينې برخې وګواښي.
✒: تحصن باشندهگان هرات و صلحخواهان مردمی در اعتراض به تأخیر آغاز مذاکرات صلح.
✒: ارگ: اگر طالبان کماندوها را آزاد نکنند آغاز مذاکرات ممکن نیست.
✒: په پروان کې د سېلابونو له امله د وژل شویو شمېر ۱۱۶ تنو ته لوړ شو.
✒: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ د جمعې د لمانځه د خطبې پر مهال پر افغان حکومت نیوکه وکړه او و یې ویل چې د سولې له روانې پروسې سره د مخالفت تر څنګ پر داسې اقداماتو لاس پورې کوي چې عواقب یې د افغانستان لپاره خطرناک دي.
✒: د پکتیا سیمه ییز مسوولین ګردیز ښار کې د سرک غاړې ماین چاودنې له کبله د یوه ملکي کس او د پنځو پوځیانو له ټپي کېدو خبر ورکوي.
د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي وايي چې د مرکز کردیز ښار په اړوند سالوخېلو سړک غاړې کې ماین چاودنه شوې چې څلور د ملي پوځ سرتېري، يو د ملي امنيت سرتېری او يو هم ملکي وګړی ټپيان شوي دي.
بلخوا شاهدان وايي چې سمیه کې دوه پرله پسې چاودنې شوي او د پوځيانو په ګډون ۷ تنه ټپيان شوي دي.
✒: موافقتنامه "خرید و فروش ده سالهٔ برق" میان مقامهای افغانستان و ازبیکستان در تاشکند امضا شد.
وزارت امور خارجه میگوید که پس از تکمیل لین انتقال برق ۵۰۰ کیلوولت، در سال اول و دوم ۴.۲۵ گیگاوات در ساعت و در سالهای بعدی ۶ گیگاوات در ساعت برق به افغانستان صادر خواهد شد.
✒: صدیق صدیقی، سخنگوی ریاستجمهوری میگوید که رییسجمهور غنی و امانوئل مکرون، رییسجمهور فرانسه امروز در یک گفتوگوی تلفونی دربارۀ «گسترش همکاریها، پروسۀ صلح و ادامه کمکهای فرانسه به افغانستان» بحث کردند.
✒: میدان وردګو ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله پر ځپلو شویو پنځه زره کورنیو د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرستې وېش بهیر پیل شوی دی. پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر بهاوالدین جیلاني ویلي چې د هر مړه شوي له کورنۍ سره ۵۰ زره او ټپيانو سره ۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته هم کیږي.
✒: د ملکي هوایي چلند ادارې ویلي، د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر امنیتي مسوولینو هغه درې کسان نیولي دي چې هڅه یې کوله ۱۸ کیلو ګرامه خامه طلا دوبۍ ته ولېږدوي. یادې ادارې زیاته کړې چې نیول شوي کسان یې د نورو څېړنو او پلټنو په موخه کشفي ارګانونو ته سپارلي دي.
✒: د کرونا د مثبتو پېښو تر ټولو کم شمېر؛ روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا یوازې درې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
✒: افغان حکومت وایي د زندانیانو د خوشي کولو په پلان کې هېڅ بدلون نه دی راغلی. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د طالب زندانیانو د خوشي کولو په تړاو ویلي په پلان کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او طالبان باید لومړی د افغان کومانډویانو هغه سرتېري خوشي کړي چې له دوی سره بندي دي.
✒: پخواني ولسمشر حامد کرزي، له العربیه ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې، د افغانستان د روان وضعیت، جګړو دوام او سولې په اړه خبرې کړې دي. کرزي د سولې اوسنی بهیر یو بې مخینې فرصت ګڼلی او ویلي یې دي چې، دده د واکمنۍ پر مهال متحده ایالاتو د سولې لپاره رېښتینې اراده نه درلوده.
✒: په هرات کې د مهاجرو د بیا راستنېدولو چارو ریاست وایي چې په تېرو دریو میاشتو کې تر ۲۲ زره زیات افغان مهاجر له ایران په اجباري ډول اخراج شوي دي. د دغه ریاست د چارواکو په وینا اوس هم هره ورځ شا او خوا ۵۰۰ مهاجر له ایران اخراجیږي چې پکې ښځې، بې سرپرسته ماشومان او ځوانان شامل دي.
✒: اردوغان: بخش خصوصی و سازمانهای دولتی کشور بهرغم شیوع کرونا سرمایهگذاریهای خود را متوقف نکردند.
ما همیشه با یک سیستم تشویقی پیشگام در کنار تولیدکنندگان خود بودهایم.
مصمم هستیم که ترکیه را به مرکز جهانی تولید و فناوری در سه قاره تبدیل کنیم.
کشورمان با برخورداری از 85 تکنوپارک و 1607 مرکز تحقیق و توسعه، یک قدم به هدف خود برای توسعه فنآوریهای جدید نزدیک شد.
بدون بهانهتراشی و با صرف نظر از مشکلات برای ساختن ترکیه بزرگ و قدرتمند خواهیم دوید و با تمام قدرت خود تلاش خواهیم کرد.
شرکتهایمان در دوره پاندمی با تولیدات با کیفیت و قیمتهای رقابتی و از همه مهمتر اطمینان خاطر خود را نشان دادند.
✒: مصطفی وارانک، وزیر صنعت و فن آوری ترکیه:
امروز همه شاهد جایگاه ترکیه در سیاستهای جدید صنایع، رونق صنعت و توسعه فناوری خواهند بود.
با مرکز فناوری MESS که امروز افتتاح خواهیم کرد کشورمان دارای یکی از بزگترین مراکز توسعه و تحول دیجیتال جهان خواهد شد.
برنامه جهش صنعتی متمرکز بر فناوری٬ اهرم اصلی تحول ساختاری در بخش تولید خواهد بود و صنایع ترکیه را به قله جدیدی خواهد رساند.
✒: شمار قربانیان ویروس کرونا در آمریکا به 185 هزار و 986 نفر رسید.
✒: امریکا او نړیوال باید په دې پوه شي چې د افغانستان ستونزه له نظامي لارو نه شي حل کېدلی. په ازبکستان کې د یوه تحقیقاتي مرکز مشر بختیار ایرګاشوف په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي دي په سیمه کې اقتصادي تحرکات د ثبات د راتګ سبب کېدلی شي.
✒: د امریکا ولسمشر د بې عدالتیو پر وړاندې د روانو لاریونونو ګډونوال کوڅه ډب بللي دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره ورځ یوه کمپایني غونډه لرله خو تر څنګ یې په امریکا کې زرګونه کسان د بې عدالتیو او د ټرمپ د حکومت پر کمکاریو د نیوکو له امله لاریونونه کړي وو.
✒: ټرمپ د خپلو پلویانو په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال پر خپله یوه پخوانۍ ټاکنیزه سیاله کاملا هاریس ملنډې ووهلې او زیاته یې کړه دی هیله لري چې یوه ورځ په امریکا کې یوه ښځه ولسمشره شي خو کاملا هاریس هېڅ وخت ددې کار لیاقت نه لري.
✒: امارات په رسمي ډول پر اسراییل باندې بندیزونو ته د پای ټکی کېښود. د راپورونو له مخې، وروسته تر هغه چې د متحده عرب اماراتو او اسراییل ترمنځ روبط د امریکا په منځګړیتوب عادي حالت ته راوګرځېدل، د یاد هېواد حاکم د یو فرمان په صادرولو سره په رسمي توګه پر اسراییل بندیزونه ختم کړي دي.
✒: ترکیه د یونان، قبرس، فرانسې او ایټالیا د هوایي تمریناتو په غبرګون کې د سپټمبر میاشتې په اوله او دویمه مدیترانه کې نظامي مانورونه اجرا کوي. د اناتولي اژانس د خبر له مخې، د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار اعلان کړی دی چې هېواد به یې په مدیترانه کې له خپلو پلانونو په شا نه شي.
✒: د امریکا په دوو ایالتونو کې را الوتي توپان ۱۴ کسان مړه کړي دي.د لویزیانا ایالت والي، جان بل اډوارډز ویلي چې د یاد توپان له امله په دغه ایالت کې ۱۰ کسان مړه شوي دي.د هغه په خبره،یاد توپان د سر زیان سربېره مالي تاوانونه هم اړولي دي خو په وینا یې تر اوسه یې کره شمېر له دوی سره نشته.
✒: وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي چې پنټاګون غواړي تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې په عراق کې د خپلو پوځیانو شمېر ۳۵۰۰ ته راکم کړي.راپور د امریکا د دفاع وزارت د یو چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی خپور شوی ویلي،امریکا هڅه کوي په عراق کې د خپلو سرتېرو شمېر تر ټولو کمې کچې ته را ټیټ کړي.
✒: امریکا کې د یوې چورلکې غورځېدو پېښه کې دوه سرتېري وژل شوي دي. د اسوشیټډ پرس اژانس د راپور له مخې، دا "بلک هاک" چورلکه چې پنځه کسان پکې سپاره وو په کلوراډو کې را غورځېدلې ده چې په پایله کې یې دوه سرتېري وژل شوي او درې نور سخت ژوبل دي.
✒: افغانستان کې د پنځه بریتانیایي سرتېرو ژغورنکي سپي؛ حیواناتو ته د صلیب ویکټوریا ځانګړی شوی مډال ګټلی دی. دا سپی کونو نومېږي او په افغانستان کې یې د القاعده پر وړاندې په شپنیو عملیاتو کې د پنځه بریتانیایي سرتېرو ژوند ژغورلی دی.
✒: په پاکستان کې د وروستیو تېزو بارانونو له امله راوتلیو سیلابونو اتیا تنه مړه کړي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي. د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چارواکو ویلي چې دا سیلابونه په خیبرپښتونخوا، کراچۍ او سیند کې راوتلي دي.
✒: تلاشها برای یافتن راه حل سیاسی برای بحران سوریه.
در حالی که برخی از طرف های درگیر سوریه به دنبال یافتن یک راه حل سیاسی برای بحران این کشور استند، تنش های داخلی همراه با افزایش تحریم های ایالات متحده بر حکومت سوریه، این روند را با چالش رو به رو ساخته اند.
شیوع بیماری کووید نزده هم، یکی از علت های دیگر تاخیر در پیش برد روند سیاسی سوریه به شمار می رود.
