No-IMG

د فلسطين لپاره غرب ټول يو ځای شوی، او د مسلمانانو استازيتوب يو څو بې چاره فلسطينيان کوي

زاهد جلالي

 

د اسرا...ییلو د ټولو جګړ..و تاريخ وګورئ، امر..يکا تل د دوی په طرف ده، اما ظاهرا او د اسلا..مي نړۍ له پاره ځينې داسې څرګندونې کوي چې ځانته د اوړو يوه پوزه جوړه کړي. خو پام وکړئ، دا وار هر څه متفاوت دي. امر...يکا له دې ټولو تبا...هيو وروسته بيا هم د اسرا...ييلو په کلکه ملا..تړ کوي، د ملکيانو تلفاتو، روغتونونو، جوماتونو د ب‌م..بارۍ په اړه، د غير قانوني و..سلو د کار‌و‌نې په اړه او د هر جر..م په اړه چو‌په خو‌له ده، بلکې خپل بې قيد و شرطه ملا..تړ بيا بيا تکراروي.

پوهېږئ دليل يې څه دی؟ دا وار امر..يکا ولې دومره لېونۍ غوسه ده؟ دليل يې افغا‌‌..نستان دی. له افغا‌‌..نستان څخه د دوی شرموونکې تېښته ده. د افغا..نستان په اسلا‌..مي نړۍ کې، خصوصاً فلس..طين کې مسلمانانو ته عجيبه اميدونه ورکړي. دوی هيله من شوي چې د خدای نصر‌‌ت لرې نه دی.

امر...يکا په هر قیمت چې وي، غواړي دغه تصور مات کړي. د خپلې ماتې انتقا..م له فلس...طيني مسلما..نانو واخلي، د دوی دغه اميدونه و‌‌نړوي او نورو مسلما...نانو ته ښکاره کړي چې متوجه اوسئ‌.

اوسنئ جګ...ړه د اسلا..م او غر‌‌..ب ترمنځ د تکر لومړی خط دی. فرق دا دی چې غر..ب ټول يو ځای شوی، او د مسلما..نانو استازيتوب يو څو بې چاره فلس...طينيان کوي. يوه فلس...طيني عجب لیکل کړي وو: غز..ه د اسلا..م وروستی سن..ګر دی. دې جملې مې اوښکې روانې کړې‌.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک