No-IMG

مهم ترين های امروز يکشنبه

: دح.ا.ا عاليقدر أمير ښاغلی انجينير حکمتيار: ‏زه د افغان ولس په استازيتوب له اسلام آباد بيا غواړم د افغان مهاجرينو د اجباري ايستلو لړۍ بنده كړي لږ تر لږه د ژمي تر تېرېدو پوري ئې متوقف كړي، پرېږدي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي د منلو نه ده چي مظلوم مهاجرين د كابل او اسلام آباد تر منځ د  اختلاف او انتقامي سياست قرباني شي.

: ‏د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني ویلي چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د پاکستان پریکړه د ټولو نړیوالو نورمونو او اسلامي اصولو خلاف ده.

سراج الدین حقاني ویلي: «د پاکستان مشکلات له موږ نه ندي جوړ شوي او هر څوک چې خپله ستونزه په خپله حل نکړي په بل یې نشي حل کولی

: ‏د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ایران بهرنیو چارو له وزیر حسین امیرعبداللهیان سره ولېدل.

ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پر خپله اېکس ټولنیز پاڼه لیکلي، چې په دغه لېدنه کې دواړو لورو پر اقتصادي، ښوونیزه، سیاسي، کلتوري او ځینو نورو برخو کې خبرې کړې.

په همدې حال کې برادر د ایران له لارې سیمې او نړۍ ته د افغانستان د سوداګرۍ پر زیاتوالي، افغانانو ته د وېزو د ورکړې په برخه کې د لازمو اسانتیاوو پر برابرولو او له هغوی سره پر ښه چلند او همدارنګه په افغانستان کې د ایراني پانګوالو پانګونې په اړه هم خبرې اترې کړې دي.

: ‏راستنو شویو کډوالو ته د ولسونو هرکلی:

د ننګرهار روداتو ـ حصارشاهي خلکو ۳۰ زره ډوډۍ خپلو راستنو شویو کډوالو ته واستولې.

: ‏ملي دفاع وزارت سپین بولدک ته د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره روغتیايي مرستې روانې کړې.

د یاد وزارت صحي قومندانۍ د عامه اړیکو او روغتیايي خپرونو مدیریت وايي، چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د تورن جنرال ډاکتر محمد طاهر احرار پر مشرۍ د شهید سردار محمد داوود خان روغتون او د کندهار ولایت ساحوي روغتون څانګوال، داکتران او مرستیالان له ۳۰ قلمه درملو. ۱۰۰ کارتنه جوسو ، ۱۰۰ کارتنه پاکو اوبو، ۶ امبولانسونو او طبي توکو سره، د کندهار سپین بولدک په لوري روان شوي، څو د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره خپل لومړني خدمات وړاندې کړي.

: د تورخم پنډغالي کې راستنېدونکي کډوال وايي، د ثبت پروسه ډېره ورو ده.

دوی وايي، تورخم کې د راستنېدونکو کسانو د ثبت پروسه په کرارۍ مخ ته ځي او يوه کس ته په څو ورځو کې هم د ځان ثبتولو فرصت نه برابریږي.

مسوولین د ثبت په پروسه کې د یادې ستونزې د حل ډاډ ورکوي خو وايي، موخه یې د راستنیدونکو کډوالو د هویت دقیق ثبتول دي.

: ‏د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي نوین الحق له اسټرالیا سره د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې له سیالۍ وړاندې پر خپل انستاګرام لیکلي، وبه لېدل شي چې اسټرالیا ته بشري حقونه او که په نړیوال جام کې دوه امتیازونه  مهم دي

نوموړي د اسټرالیا کرېکټ بورډ ننګولی دی چې په نړیوال جام کې به هم پر خپل دریځ ودریږي او که نه.

د مالوماتو له مخې، د اسټرالیا کرېکټ بورډ څه موده وړاندې له افغانستان سره ۳ پنځوس اوریزې سیالۍ دغه هېواد کې د بشري حقونو نقض له امله لغوه کړې وې.

: ‏د ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشري د اسلامي امارت او ایراني چارواکو تر منځ تهران کې د ایران او  افغانستان ګډ اقتصادي او سوداګریز کمېسیون ناسته ترسره شوې.

د راپورونو له مخې، په دې ناسته کې د سوداګرۍ برخه کې پر ګډ کار، ټرانزیټ، لېږد رالېږد، ګمرک او چاپېریال اړوند موضوعاتو خبرې شوي.

: ‏د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي په کابل کې د چین سفیر جاو شینګ سره لېدنه کړې.

د یاد وزارت ویاند عبدلقهار بلخي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، لېدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او  چین د دوه اړخیزو ډیپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا، دوه اړخیزو امنیتي او اقتصادي موضوعاتو، وروستیو سیمه‌ییزو پرمختګونو او له پاکستانه د راستانه شویو افغان کډوالو په اړه خبرې وکړې.

: ‏بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو حقونو دفاع لپاره د حقوق پوهانو کمېټه جوړه شوه.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې یاده کمېټه د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخوند د حکم پر بنسټ جوړه شوې چې سرپرستي یې د عدلیې وزارت قانونګذارۍ چارو عمومي ریاست مرستیال کوي.

د کریمي په خبره،  یاده کمېټه به بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو حقونو او ملکیتونو دفاع برخه کې قانوني او حقوقي لارې چارې لټوي، ترڅو د افغان کډوالو حقونو تر لاسه کولو لپاره په قانوني او سالمه توګه د حل لارې وموندل شي.

: ‏د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د اېکس خواله رسنۍ له لارې د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې د غلو د یوه ۹ کسیزې ډلې له نیولو خبر ورکړی دی.

ښاغلي ځدراڼ لیکلي چې دغه غله له درې عرادې موټرو سره چې له یوه سوداګر څخه یې د ۳۵۰ زرو امریکايي ډالرو په ارزښت موبایلونه غلا کړي وو، نیول شوي دي.

: ‏په اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفیر، سردار احمد شکیب، د خېبر پښتونخوا په پېښور ښار کې د زرګونه افغان کډالو د ثبت په بهیر کې د ځنډ له امله، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ، پر نه پاملرنې نیوکه کړې.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت پر اکس ټولنیزه رسنۍ د ښاغلي شکیب له خولې لیکلي، په داسې حال کې چې ۸ زره افغان کډوال د خپلو ستونزو د حل لپاره په تمه دي، د دغه دفتر فعالیت په «هېڅ» حساب دی.

هغه ویلي چې، هره ورځ د ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو کورنۍ ثبت کیږي، چې دغه بهیر باید د بشري ناورین څخه د مخنیوي په موخه چټک شي.

: ‏افغان لوبغاړو، محس رضایي او علي اکبر امیري د اسیا د تکواندو  په ازادو سیالیو کې د سرو زرو مډالونه وګټل.

د هېواد تکواندو فدراسیون مسوولین وایي چې د افغان لوبډلې لوبډلمشر، محسن رضایي د پاکستان او سعودي عربستان پنځو سیالانو په ماتولو سره د اتلولۍ ترڅنګ د سرو زرو مډال هم ګټلی دی. د مسوولینو په خبره، علي اکبر امیري هم خپل پاکستاني او مصري سیالان مات کړي او د سرو زرو مډال یې ترلاسه کړی دی.

: ‏د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، چې د دغه هېواد د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د فلسطینیانو سره د مرستې په موخه غزې ته تللی.

په ورته وخت کې د جي یو ای اف ویاند اسلم غوري هم ویلي، چې فضل الرحمن غزې ته روان شوی او د فلسطینیانو سره یې د مرستې په موخه خوراکي توکي او درمل هم اخیستي، خو د نورو جزییاتو ورکولو یې ډډه کړې.

: ‏هزاران نفر در پایتخت آمریکا در حمایت از فلسطین تظاهرات کردند.

هزاران نفر در واشنگتن، پایتخت آمریکا با برگزاری تظاهرات، خواستار برقراری آتش‌بس در غزه و توقف کمک‌های ایالات متحده به اسرائیل شدند.

: ‏طی شبانه‌روز گذشته در حملات ارتش اسرائیل 270 فلسطینی دیگر جان باختند و بدین ترتیب شمار قربانیان به 9 هزار و 770 نفر افزایش یافت که 4800 تن از آنان کودک و 2550 نفر زن بودند.

: ‏رئیسی: حماس، دولت قانونی، منتخب و مشروع غزه است.

سید ابراهیم رئیسی، رئیس جمهور ایران در گفت‌وگوی تلفنی با یوناس گاهر اشتوره، نخست وزیر نروژ تاکید کرد: حماس، دولت قانونی، منتخب و مشروع غزه است؛ جنگ با حماس جنگ با دموکراسی است.

: ‏د پاکستان حکومت دغه هېواد کې مېشت هغه افغانان له جبري ایستلو مستثنا کړل چې امریکا کې مېشتېدو ته انتظار دي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې لنډمهالي حکومت امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې د هغو افغانانو له نیولو ډډه وکړي چې امریکا ته کډوال کیږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند تېره اونۍ د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي وو چې، هغو افغانانو ته خپلو خاورو ته د ورتګ اجازه ورکړي چې د نړۍوال خوندیتوب په لټه کې دي.

: ‏دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل در گزارشی اعلام کرده که ۹۵درصد زمین‌های کشاورزی افغانستان کوکنار کاشت نشده است.

در گزارش این نهاد بنام "سروی تریاک افغانستان در ۲۰۲۳" آمده که کشت کوکنار در برخی ولایت‌ها به گونه‌ی کامل متوقف شده و این نشان می‌دهد که کشاورزان فرمان مربوط به توقف کشت مواد مخدر را به درستی اجرا می‌کنند.

: ‏رسانه‌های ایرانی گزارش داده‌اند که در یک عملیات مشترک وزارت اطلاعات (استخبارات) ایران و نیروهای امارت اسلامی افغانستان، ۳ مامور سازمان جاسوسی اسراییل"موساد" با ملیت ایرانی در مناطق کوهستانی بین دو کشور بازداشت شده‌اند.

در گزارش آمده که این افراد قصد اجرای حملاتی با استفاده از پهپادهای انتحاری به خاک ایران و اختلاف افکنی بین ایران و افغانستان را داشته‌اند.

گفته شده که به زودی افراد بازداشت شده جهت بازجویی به ایران منتقل خواهند شد.

اما امارت اسلامی تاکنون در این باره چیزی نگفته است.

: ‏د ملګرو ملتونو سازمان د بشرپاله مرستو همغږې کوونکې ادارې (اوچا) د اېکس د خواله رسنۍ له لارې له افغانستان سره د سوېلي کوریا د یو مېلیون ډالري مرستې خبر ورکړی دی.

اوچا ویلي چې دغه پیسې به ژوند ژغورنې [لومړنیو] مرستو د وړاندې کولو په برخه کې ولګول شي.

: ‏د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي یوکراین د امریکا لخوا دې هیواد ته ورکړل شوې وسلې په طالبانو پلوري چې بیا له هغه ځایه په ټولې نړۍ کې خپریږي.

ولادیمیر پوتین په یوکراین کې فساد ته په اشارې سره ویلي چې یوکراین ته ورکړل شوې امریکای وسلې په منځني ختیځ کې موندل کیږي.

: ‏د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو پرون شپه په غزه کې د کډوالو پر المغازي پنډغالي خونړی برید کړی.

راپورونه زیاتوي چې  په دغه برید کې له ۳۰ زیات کسان وژل شوي.

: ‏د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ ویلي، د ثبت (پي.او.ار) او (اې.سي.سي) کارټ لرونکي کسان له پاکستانه پر زروه د اېستل کېدو له پلانه معاف دي.

یادې کمېشنرۍ له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د دې سند لرونکو کسانو ته ډاډ ورکړي چې دوی له ځورونې سره مخ نه دي.

: ‏د چمن پرلت ته د عوامي نېشنل ګوند ایالاتي مشر اصغر خان اڅکزي په خپله وینا کې ویلي، پاکستاني حکومت د پښتنو په ویشلو بوخت دی.

ده ویلي، چې پاکستاني حکومت په یو او بل نوم پښتانه د ترهګرۍ ښکار کړي، خو د خوښۍ ځای دادی، چې اوس دغه قوم ویښ شوی او خپل دښمن یې پيژندلی دی.

اڅکزي زیاته کړې، چې له تېرو ۷۵ کالونو راپدې خوا د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ازاد تګ راتګ کېده، خو اوس یې پاسپورټ ورته بهانه کړی.

نوموړي دا هم ویلي، چې د پاکستان حکومت له لوري له افغان کډوالو سره کېدونکي عمل ورته د منلو نه دی.

: ‏درخواست عباس از آمریکا: فورا جلوی جنایات اسرائیل را بگیرید.

محمود عباس، رئیس‌ دولت فلسطین در دیدار با آنتونی بلینکن، وزیر امور خارجه آمریکا در رام‌الله از واشنگتن خواست تا حملات اسرائیل به غزه را متوقف کند.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک