No-IMG

غزې جباليه کې نننى قتل عام؛ لنډ تأثر!

تېره ورځ مازيګر د غزې په شمال جباليه کې اس-رائيل پر يوه سيمه شپږ بمونه غورځولي دي، هر بم يو ټن وزن درلوده، تر دې مهال د دې شپږ ټنه بمونو له امله 400 تنه شهيدان او زخميان دي، ما د هغو ځوانانو خپ غږونه واورېدل او وچې اوښکې مې يې وکتلې چې خپلوان يې د دې بمونو په ويجاړيو او کندو کې تر خاورو لاندې وو، دوى په لاسونو مات کانکرېټونه، تيږې او خاورې اړولې او جسدونه او ټپيان يې لټول، څه عجيب انسانان دي، زړونه يې له غم او قهر نه ډک دي خو په خولو يې صرف الله الله دي...

غرب له ټول ظرفيت سره د اس-رائيل سره ولاړ دى او په غزه کې پر مسلمانو ښځو، کوچنيانو، زړو او ځوانانو بمونه او توغندي غورځوي، کورونه ړنګوي او بيا سکاره شويو سيمو ته اس-رائيل ټانګونه ننباسي، دا د غرب انساني ارزښتونه دي او دا د مسلمانو هېوادونو په ځانګړي ډول عرب نړۍ منافقانه برخوردونه او د غلامۍ اړيکې دي چې په دا دومره لويه اسلامي جغرافيه کې کوچنۍ غزه د اس-رائيل ټولوژنو او د غرب نظامي ايتلاف ته تنها پرته ده.

نن چې اس-رائيل پر غزې د ټولوژنو نوې څپه راپورته کړه همدغه مهال مې مخې ته د محمد البرادعي د فېسباکه پسټ راغى، هغه ته مې کمنټ کې وليکل چې:

ما ته اوس ټول تاريخ دروغ ښکارېږي، ما په تاريخ کې لوستي وو چې عربان غيرتي قام دى، نن په غزه کې اس-رائيل عربان قتل عام کوي، خو سعودي د ډمانو رقصونو ته ګډېږي او مصر په خپلو زندانونو کې خپل لسګونه زره مصريان بنديان کړي نو هغوى د غزې پرانېستى زندان څه کوي؟ سيسي د رفح بندر نه شي خلاصولى او دعوه کوي چې مونږ ډېر پياوړى فوځ لرو، واقعيت دا دى چې عربي فوځونه له خپلو ملتونو سره جنګېږي او اس-رائيل له عربانو سره! همدا د عربي واکمنانو او اس-رائيل اړيکه ده او همدا د عربي واکمنانو او اس-رائيلو توپير دى.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک