هغه باور چې فلسطينيان خپلې ځمکې پلورلې او يهودانو دا ځمکې د اسرائيلو د جوړولو لپاره را نيولي!!!
محمد آصف محمود
څوک چي په دې باور دي چي فلسطینـ.ــیانو خپلي زمکي پلورلې او یهودانو دا زمکي د اسرائــ.ــیلو د جوړولو لپاره رانیولي هغوی دي د اکسفورډ پوهنتون د استاذ او امریکايي تاریخـــــپوه یوجېـن روگن Eugene Rogan د عربانو کتاب The Arabs مطالعه کړي.
هغه لیکي چي حتٰی په ۱۹۴۷م کي هم د فلسـ.ــطین د ۹۴% سلني زمکي خاوندان فلسطینـ.ــیان ول؛ د یادولو وړ ده چي د عثماني امپراتورۍ د ماتي پر مهال هم د فلسطین ۹۸% سلنه خاوره له فلسطیني عربانو سره وه.
د انگرېزانو د واکمنۍ پر مهال د نړۍ له گوټ گوټ څخه صهیونیسـ.ــــتان په ډلو ډلو دلته راوستل کېدل او د (ناروا) قانون تر رسمي کېدلو وروسته ئې دولتي زمکې ور وېــــشلې.
دا وخت هم دغه اختصاص (وېشل) سوي زمکي ۴% څلور سلنه وې؛ هغوی تر دې وړاندي د ۲% دوه فیصد زمکو مالکان ول؛ دلته نو د دوی فیصدي ۶% سلنه سوه.
دا ممکن ده چي زمکي به پلورل سوي وي خو دا پلورل سوي زمکي دومره کمي وې چي احصائیه ئې حتٰی یوه سلنه هم نه سوه لوړولی.
