No-IMG

مهم ترين های امروز چهارشنبه

: د ح.ا.ا د خدماتو د دفتر مسئولين: هرات ولايت ته مو د پنځه سوه زره (500000) افغانيو په ارزښت نقدي مرسته واستوله.

د ياد ګوند د خدماتو دفتر مسئولين وايي چې د هرات ولايت وروستيو زلزله ځپلو ته مو د پنځه لکه افغانيو په ارزښت نقدي مرسته واستوله؛ مسئولين زياتوي چې دا مرسته مو په سل (100) زلزله ځپلو کورنيو و وېشله.

: ‏د ډیورند فرضي کرښې هاخوا ته په چمن کې د پاکستان د حکومت د هغې پریکړې پر وړاندې پرلت لا هم دوام لري چې له مخې به یې د سپین بولدک - چمن دروازې باندې پاسپورت سره تگ راتگ کیږي.

: ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اېکس خوالې رسنۍ پر پاڼه لیکلي چې د لړم میاشتې په ۹مه نېټه له ایرانه ۳ زره او ۶۰۸ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.

د دغه وزارت په وینا، له دې ډلې ۲۴۴ تنه یې اړمن او زیانمن پېژندل شوي دي.

: ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اېکس پاڼې له لارې، له پاکستانه هېواد ته د ۴ زره او ۵۰۰ افغان کورنیو له راتګه خبر ورکوي.

د دغه وزارت په وینا، دغه کسان د لړم میاشتې په ۹مه نېټه د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت همدارنګه په همدغې نېټې د تورخم له لارې هم د ۱۲ زره او ۲۰۳ زره افغان کډوالو له راتګه خبر ورکړی دی.

: ‏بلخ ولایت کې ځایي مسوولین وایي چې د بلخ ولسوالۍ په چهار سرکه سیمه کې شمال زون لپاره د داعش مسوول او د یادې ډلې دوه نور غړي له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.

د بلخ ولایت مقام ویاند، عطاالله زید ویلي چې امنیتي ځواکونو د دې ډلې ځیني غړي او مهمات هم نیولي دي. ښاغلي زید ادعا کړې چې وژل شوي کسان له بهرنیو هېوادونو راستانه شوي وو.

: ‏کابل کې د مفصلونو بریالي عملیات ترسره شول.

د هېواد دفاع وزارت پر اکس ټولنیزه رسنۍ لیکلي چې د سردار محمد داوود خان روغتون ډاکټرانو او متخصصینو د مفصلونو د بدلون بریالي عملیات ترسره کړي دي.

: ‏ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست، نصیر احمد فایق د افغان کډوالو ایستلو برخه کې د پاکستان پر پرېکړه اندېښنه ښودلې او د هغې د بېرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي فایق چې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په دریمه کمیټه کې خبرې کولې ویلي چې، د کډوالو ستنېدل باید د منل شویو نړۍوالو اصولو، په خپله خوښه او با عزته توګه وي.

د دایمي استازولۍ سرپرست همداراز ویلي چې افغان کډوالو [پاکستان] کې د «نېول کېدو او ځورونې» له ګواښونو سره مخ دي چې دوی یې ملاتړ ته اړمن کړي دي.

: ‏عبدالقهار بلخی سخنگوی وزارت خارجه در شبکه اجتماعی اکس نوشته که امیرخان متقی سرپرست این وزارت، در شهر استانبول ترکیه از بنیاد معارف این کشور بازدید کرده است.

آقای بلخی گفته که سرپرست وزارت خارجه در این دیدار به آموزش کادرها در افغانستان از سوی بنیاد معارف ترکیه اشاره کرده و افزوده که این بنیاد در تحکیم روابط بین مردم دو کشور نقش داشته است.

سخنگوی وزارت خارجه تصریح کرده که بنیاد آموزش ترکیه از امارت اسلامی برای تسهیل فعالیت‌های آنان در افغانستان قدردانی کرده است.

: روایت‌های مهاجران برگشت داده شده از پاکستان.

یکی از مهاجران: «ساعت ۱۲شب من را از پنجاب بازداشت کردند. موترسایکل، تذکره و پول‌ام را گرفتند. خانه، زندگی و فامیل‌ام در آنجا مانده است

: ‏تورخم کې پنځه زره کډوالو ته د دوو خدماتي پنډغالو ګټې اخېستنې ته د سپارلو تر څنګ ټاکل شویو خدماتي کمېټو خپل فعالیت پیل کړ.

ا.ا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ بین الوزارتي کمیسیون چې ۱۲ کمېټې پکې فعالیت کوي؛ د خپلو هغو زرګونو راستنېدونکو افغان کډوالو چوپړ کې د خدماتي کمپونو، اړینو خدماتو او سهولیتونو برابرولو بوخت دي، چې تازه د پاکستاني حکومت له لوري په زوره وېستل کیږي.

: ‏د خالد بن ولید قول اردو وايي، د کډوالو سره د مرستې په موخه یې تورخم ته پنځه د درملو ډک امبولانسونه او ۱۰ تنه طبي پرسونل استولي او هلته د خدماتو کمیټې په واک کې ورکړل کړي څو د کډوالو ستونزو ته رسېدنه وکړي.

په ورته وخت کې د سره صلیب کمیټې له لوري هم تورخم ته درمل او طبي پرسونل رسېدلی دی.

: ‏د هرات له زلزله ځپلو سره د عمان هېواد مرسته را ورسېده.

د هرات له زلزله ځپلو سره د عمان هېواد شاوخوا ۸۰ ټُنه مرسته د هرات ولایت خواجه عبدالله انصاري نړیوال هوايي ډګر ته را رسېدلې.

دغه مرسته د سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ته سپارل شوې چې پکې خوراکي توکي، درمل، خیمې او یو شمېر نور وسایل شامل دي.

: ‏د پاکستان هېواد څخه په زوره د افغان کډوالو اېستلو په اړه په اسلام اباد کې افغان سفارت ژوره اندېښه ښودلې.

په اسلام اباد کې د ا.ا سفارت پر خپله اېکس ټولنیزه پاڼه لیکلي، چې د پاکستان له لوري د افغان کډوالو په زوره اېستلو پالیسۍ په اړه اندیښمن دي او په دې سره په تورخم او چمن لارو کې کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ دي. یاد سفارت مسوولینو ویلي. چې پاکستاني پولیس د قانوني کډوالو اسنادونه څیرې کوي او د دوی بانکي حسابونه یې هم بلاک کړي دي.

: ‏فلسطین از مصر خواست شبکه ارتباطی نزدیک غزه را فعال کند.

: رجب طیب اردوغان رئیس جمهور ترکیه، حسین امیرعبداللهیان وزیر امور خارجه ایران را به حضور پذیرفت.

این دیدار بدون حضور خبرنگاران در مجتمع ریاست جمهوری بش‌تپه انجام شد و حدود یک ساعت به طول انجامید. هاکان فیدان وزیر امور خارجه ترکیه نیز در این دیدار حضور داشت.

: ‏ریچارد بنت، گزارشگر ویژه شورای حقوق بشر سازمان ملل برای افغانستان یک بار دیگر از پاکستان خواسته که تصمیم اخراج مهاجران افغان را به هدف جلوگیری از یک "فاجعه" دیگر برای آنان پس بگیرد.

بنت در  شبکه اجتماعی اکس نوشته که برای دفاع از حقوق افغان‌ها خواهد ایستاد.

: ‏د بښنې نړۍوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې له پاکستان غوښتي چې د کډوالو ایستلو پرېکړه دې زر تر زره بېرته واخلي.

په خبرپاڼه کې د یاد سازمان یو مشر غړي، ډیپروس موشېنه له خولې لیکل شوي چې، د پاکستان حکومت او نړۍواله ټولنه د افغان کډوالو د ژوند خوندیتوب کې «ناکام» شوي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان پر نړۍواله ټولنه غږ کړی چې پاکستان کې د افغان کډوالو کوربتوب لپاره له یاد هېواد سره مالي مرسته وکړي.

دوی ویلي، پاکستان لا هم وخت لري چې له خپلې پرېکړې لاس په سر شي او افغانانو لپاره د یو بل «ناورین» رامنځته کېدو مخه ونیسي.

: ‏نړۍوال بانک «د افغانستان اقتصادي څار» تر عنوان لاندې خپل وروستي میاشتني راپور کې ویلي چې، د افغانستان نیمایي نفوس په بېوزلۍ کې اوسي.

په دغه راپور کې ویلي شوي چې افغانستان کې د توکو ستر بازارونه د توکو کمښت ستونزه نه لري خو زیاته کړې یې ده چې د عامو افغانانو د پیسو لګښت کم شوی دی.

د راپور پر بنسټ، د روان کال جنوري تر سېپټمبر میاشتې د افغانستان په صادراتو کې د تېر کال همدې مودې په پرتله ۰،۵ سلنه کموالی راغلی او هند له پاکستان وروسته د افغانستان توکو تر ټولو ستر بازارونه دي.

په راپور کې دا هم راغلي چې د سږکال په یاده موده کې افغانستان ته د وارداتو کچه ۲۷ سلنه لوړه شوې ده.

افغانستان د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ۱.۳ میلیارده ډالرو صادرات او ۵.۷ میلیارده ډالرو واردات کړي دي.

: ‏د خوړو او کرنې سازمان او خوړو نړۍوال پروګرام په یو ګډ راپور کې اندېښنه ښودلې چې راتلونکو اوو میاشتو کې به د نړۍ په ۲۲ هېوادونو کې د خوړو نه خوندیتوب کچه پورته شي.

په راپور کې افغانستان او پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې یاد شوي چې وګړي یې د خوړو نه خوندیتوب له لوړې کچې سره مخ دي او دا وضعیت د بېلابېلو لاملونو له امله ورځ تر بلې خرابیږي.

راپور ته فلسطین هم ورزیات شوی چې لامل یې د اکتوبر میاشتې جګړې دي.

: ‏د ایران د جمهور ریس مرستیال، علي سلاجقه ویلي، اسلامي امارت له ایراني چارواکو سره په خبرو کې ویلي چې افغانستان کې د اورښتونو له زیاتیدو سره سم به د هلمند سیند څخه د ایران حقابه ورکوي.

ایراني رسنیو د ښاغلي سلاجقه له خولې لیکلي چې له هلمند سیند څخه د ایران حقابې پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرې په منظم ډول روانې دي.

: ‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان له اسلامي هېوادونو غوښتي چې له اسراییلو سره خپلې سیاسي، ډپپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې پرې کړي.

نوموړي چې په انقره کې په یوې خبري ناسته کې وینا کوله زیاته کړې د اسلامي هېوادونو د حقوق پوهانو دنده دا ده چې د اسراییلو د «جنګي جنایت کارانو» د محاکمې زمینه برابره کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر څرګندوي چې اسلامي هېوادونه باید اسرایلو ته د کالیو او سونګ توکو استول هم بند کړي.

: ‏د ماشومانو د ساتنې اداره وایي چې په غزه کې په یوازې درییو اوونیو کې د ماشومانو د مرگ ژوبلې شمیر د ۲۰۱۹ کال راهیسې په ټولې نړۍ کې د جگړو له امله د وژل شویو ماشومانو له کلني شمیر څخه لوړ شوی دی.

‏دا اداره زیاتوي چې د اکتوبر له ۷مې نیټې راهیسې په غزې کې ۳۱۹۵ ماشومان وژل شوي او ۶۳۶۰ نور ماشومان ټپیان شوي دي.

: ‏د یمن حوثیانو له اسرائیلو سره د جنگ اعلان کړی.

د حوثیانو ویاند یحیی سریع پرون وویل چې د یمن حکومت د فلسطین د خلکو څخه د دفاع لپاره پر اسرائیلو د اوږد واټن توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.

‏سریع زیاته کړې تر هغو چې پر غزې باندې د اسرائیلو بریدونه نه وي دریدلي یمن به پر اسرائیلو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

: ‏د بشري حقونو څار سازمان (HRW) ویلي چې د پاکستان حکومت له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي، دوی گواښي، زنداني کوي او له پاکستان څخه یې اخراجوي.

‏د بشري حقونو څار سازمان د پاکستان په حکومت غږ کړی څو د افغان کډوالو ځورونه ودروي، د نومبر په لومړۍ نیټې د افغان کډوالو د اخراجولو پریکړه بیرته واخلي او له (UNHCR) سره په گډه افغان پناه غوښتونکو سره مرسته وکړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک