غزه کې جينوسايډ روان دی او د ښځو، ماشومانو او عمرخوړلو افرادو چغو او فرياد آسمان په سر اخيستی
څو کاله وړاندې هم لکه دا اوس غزه له هرې خوا محاصره او له ځمکې، هوا او سمندره تر بريد لاندې وه. د مصر حسني مبارک د غرب د خپګان له وېرې رفح بندر تړلی و. سعودي چلتاریان د تېلو د ميليارد ډالري معاملو په حساب کتاب بوخت وو. د اردن ټپوس صفته حاکم د انګرېز له وېرې رپ نه واهه او د قطر او عرب اماراتو شېخان هم لکه سنګپشتان کرخت پراته وو.
نوم يې رانه اوس هېر دی خو همغه وخت مې وحدت اخبار کې د غزې د محاصرې په اړه د مصر د هغه وخت د لوی مفتي دا فتوا لوستې وه:
هر چا چې په هر نوم د غزې په محاصره، غزې ته د خوراک څښاک او درملو په نه ورپرېښودو او هلته رامنځته شوي بشري بحران کې له اسرا ئيلو سره مرسته کړې وي، د اسلام له دايرې وتلی دی!
د همدې فتوا زور و چې بيا رفح بندر هم پرانيستل شو او له نورو ځايونو هم غزې ته بشري مرستې روانې شوې. د غزې بخت دلته ويده دی چې اوس دغسې حقګويه مفتيان نشته او که يو نيم شته هم، غږ يې نه اورېدل کيږي. غزه کې جينوسايډ روان دی او د ښځو، ماشومانو او عمرخوړلو افرادو چغو او فرياد آسمان په سر اخيستی. ټوله نړۍ دا وضعيت په رڼو سترګو ويني خو هېڅوک يې د ختمولو کوښښ نه کوي. د کايناتو خالق او مالک هم دا هر څه ويني او د حساب کتاب پر ورځ به یې د ذرې ذرې پوښتنه کوي.
