No-IMG

د نن يکشنبې ورځې مهم

: ‏د ا.ا د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشری له بهرنیو هیوادونو څخه په اجباري توگه بیرته راستنیدونکو مهاجرینو ستونزو ته د رسیدو عالي کمیسیون پرون له غرمې وروسته غونډه وکړه.

‏ریاست الوزرا وایي: «پدې غونډې کې د بیلابیلو کمیټو د فعالیتونو ساحه تعیین کړه او هره کمیټه موظفه شوه څو خپلې چارې په عاجله توگه تنظیم او پیل کړي

: ‏د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو وزارت پر اکس ټولنیزه رسنۍ لیکلي چې، د ازبکستان ۴۵ کسیز پلاوی کابل ته راورسېد.

دغه وزارت لیکلي چې، یاد پلاوی د ازبکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه‌یوف په مشرۍ، د دوه اړخیزه سوداګرۍ پراختیا، د دواړو هېوادنو ترمنځ د ټرانزیټي مسایلو لپاره د حل لارو لټول او د دغه هېواد د سوداګریزو توکو د نندارتون د پرانیستې په موخه کابل ته راغلی دی. د سوداګرۍ وزارت زیاته کړې، چې په راغلي پلاوي کې د ازبکستان کانونو، ټرانسپورټ، او د سوداګرۍ وزیروان او ځیني سوداګر شامل دي.

: ‏د یوناما مشرې «روزا اتونباییوا» او د جاپان سفیر «تاکایوشي کرومیا» د هرات زلزله ځپلو سیمو ته سفر کړی.

یوناما وایي چې دې پلاوي په هرات کې خلکو ته د ملگرو ملتونو او متحدینو د بشري مرستو د رسولو بهیر څخه هم لیدنه کړې ده.

: ‏د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ لپاره تازه ګومارل شوی ولسوال نن «یکشنبې» په پېژندغونډه کې ومړ.

مولوی سید نور سنګري تر دې وړاندې د شینوارو د ولسوالۍ ولسوال و. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي چې ښاغلي سنګري د زړه ناروغي لرله او په خپل مرګ مړ شوی دی.

: ‏د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د اېکس له لارې د ازبیکستان د لومړي وزیر د مرستیال جمشید خواجه‌یوف په مشرۍ له دغه هېواده راغلي پلاوي سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې د لیدو خبر ورکړی دی.

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت په اېکس پاڼه لیکل شوي چې په دغې لیدنه کې دواړو لورو  په سوداګریزو، ترانزیټي او د اقتصادي اړیکو سربېره د رېل پټلۍ، ترانسپورت، په افغانستان کې د کانونو مسلکي کیندنې، د اوبو مدیریت، د کرنې پراختیا او همدارنګه په ازبیکستان کې افغان ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د لوړو زده‌کړو د زمینې برابرولو په هکله هراړخیز بحث اوو خبرې اترې کړې دي.

: ‏د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اېکس ټولنیزه رسنۍ لیکلي چې، د دغه وزارت او د ناروې د کدوالو شورا تر منځ یوه هرکړه لاسلیک شوه.

د هوکړې پر بنسټ به د ناروې د کډوالو شورا ۴۳۶ زره او ۱۶۲ ډالر، په بادغیس، فاریاب، خوست او روزګان ولایتونو کې د کورونو جوړولو لپاره او د هرات ۶۲۰ زلزله‌ځپلو کورنیو سره د بېړنیو خېمو د برابرولو لپاره مرستې وکړي.

: ‏د کډوالو او راستنېدونکو چاور وزارت پر اکس ټولنیزه رسنۍ لیکلي چې، تېره ورځ (شنبه) د کندهار ولایت سپین بولدک له لارې له  یو زرو ۸۰۰ زیات افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت ویلي چې یاد کسان په زور له پاکستان ایستل شوي دي. د وزارت په خبره، راستانه شوي کډوال د مرستو ترلاسه کولو لپاره د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالي کمیشنرۍ او کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.

: ‏د امریکا د ځمک‌پیژندنې اداره وایي چې، نن (یکشنبه، لړم ۷مه) سهار هرات ولایت یو ځل بیا زلزلې لړزولی دی.

د یادې زلزلې د رېښتر کچه ۴ اعشاریه ۸ درجې او مرکز یې د هرات ولایت زنده جان ولسوالي  ښودل شوې ده.

تر دې دمه د زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه مالومات نشته.

: ‏د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ازبکستان لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه ییوف سره ولېدل.

ارګ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې لېدنه کې عبدالسلام حنیفي ویلي، ا.ا په افغانستان کې د هر ډول پانګونې او سوداګرۍ ته زمینه برابره کړې.

حنیفي له ازبکستاني پانګوالو او سوداګرو غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

: ‏ځايي مسوولینو د کندز ښار لومړۍ ناحیې اړوند د لرګیو تختو په یو سرای کې د اورلګېدو خبر ورکړ

سیمه ییز چارواکي وايي، چې یاده اورلګېدنه تېره شپه د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځته شوې، چې خلکو ته یې شا او خوا څلور سوه زره امریکايي ډالر تاوان اړولی.

د مسوولینو په خبره، سیمې ته یې د اور وژنې ټیم رسېدلی او دغه اور یې په بشپړ ډول وژلی دی.

: ‏د امربالمعروف سرپرست وزیر د جاپان له نوي سفیر سره وکتل. د دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد وزارت سرپرست شیخ محمد خالد حنیفي په کابل کې د جاپان له نوي سفیر تاکویشي کورمایا سره وکتل.

په دې لېدنه کې محمد خالد حنیفي له افغانستان سره د جاپان هېواد ښو اړیکو او له هرات زلزله ځپلو سره د دغه هېواد مرستو ستاینې تر څنګ غوښتنه وکړه، چې جاپان هېواد باید یو ځل بیا  د ناکامورا کړنې تکرار کړي.

بل لورته جاپان سفیر په هېواد کې د اوسني امنیت ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د ناکامورا په څیر د بیا رغونې پروژو لړۍ به د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځوي.

: سازمان_ملل اعلام کرد که از 7 اکتبر تاکنون 59 نفر از کارکنان این سازمان در نوار غزه به‌دلیل حملات اسرائیل کشته شده‌اند.

: تدروس آدهانوم گبریسوس، مدیرکل سازمان جهانی صحت طی مطلبی در ایکس نسبت به تهدید اسرائيل مبنی بر حمله به بیمارستان قدس در نوار غزه ابراز نگرانی عمیق کرد.

گبریسوس تصریح کرد: اظهارات سازمان هلال احمر فلسطین درباره دریافت تهدید (از اسرائیل) برای تخلیه بیمارستان قدس در غزه بسیار نگران‌کننده است.

رئیس سازمان جهانی صحت خاطرنشان کرد: تخلیه شفاخانه های پر از مريضان بدون اینکه جان آنها به خطر بیفتد، امکان‌پذیر نیست. طبق حقوق بین‌المللی بشردوستانه، خدمات صحی باید همیشه مورد حمایت قرار داشته باشد.

: ‏قزاقستان هېواد د ډبرو سکرو په یوه کان کې د اورلګېدنې له امله د وژل شویو کسانو په پار دغه هېواد کې ملي ماتم اعلان شوی.

 یاد هېواد چارواکي وايي، چې د قراغندي سیمه کې تېرې ورځې اورلګېدنې له امله په کان کې ۴۳ تنه مړه شوي او د دریو نورو د تري تم کېدو د موندنې هڅې روانې دي.

: ‏په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازې مرستیال مارکس پوټزل سره په لیدنه کې د افغانستان د کړکچېنونو د حل لپاره د سیمه‌ییزو هېوادونو پر چورلیز د ګډې او څو اړخیزې ډپيلماسۍ پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

ښاغلي قمي د اېکس په خواله رسنۍ لیکلي په دغې لیدنه کې «چې د نړۍوالو لوبغاړو په ځانګړې توګه د امریکا چې د افغانستان د اوسنیو شرایطو لامله ده، پر ځواب وینې ټينګار کړی. همدارنګه په نړۍوالو نوښتونو کې د نړۍوالو لوبغاړو په هر ډول جوړونکي ګډون شک لرم.» په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر زیاته کړې«له ترهګرۍ سره د اغېزناکې مبارزې لپاره او له نشه‌يي توکو او لګول شویو بندیزونو سره چې جدي خنډ او ستونزي دي، د مقابلې لپاره، تمه کېږي چې د ملګرو ملتونو سازمان په خپل رسالت سره د تلپاتې سولې لپاره ژمن وي او د هغه د حل لپاره، جدي او اغېزناک اقدامات او ترتیبونه برابر کړي

: ‏د بښنې نړۍوال سازمان په یو پرانیستي لیک کې د پاکستان له لومړي وزیر، انوارالحق کاکړ څخه غوښتي چې د افغان کډالو ایستلو برخه کې دې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

په لیک کې د پاکستان له حکومت غوښتل شوي چې د بشر نړۍوالو حقونو په رڼا کې دې د افغان کډوالو کوربتوب ته ادامه ورکړي. د بښنې نړۍوال سازمان لیکلي چې، د ژمي په رارسېدو سره به افغانستان ته بېرته ستنېدونکي افغانان بې کوره شي، د ژوند معیشیت به له لاسه ورکړي او له لومړنیو خدمتونو به هم بې برخې شي. یاد سازمان لیکلي چې، "بیرته ستنېدونکي افغانان په ځانګړې توګه ښځې او نجونې به د زده کړو او کار کولو حقونو نقض سره د خپلو حقونو له ځپنې سره مخ شي." دوی د پاکستان له حکومت غوښتي چې هلته د مېشتو افغانو ځورول ودروي.

: ‏د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي ویلي چې واشنګټن له ایرانه غوښتي چې د حماس او اسراییلو په جګړه کې هېڅ اقدام ونه‌کړي، په داسې حال کې چې خپله له اسراییلو پراخه ملاتړ کوي. هغه پر اېکس ټولنیزه رسنۍ لیکلي چې «امریکا د مقاومت پېغامونه واستول؛ خو په میدان کې له عملي او ښکاره غبرګون سره مخ شوه

: ‏نن د ترکیې په استانبول کې شاوخوا ۱،۵ میلیون تنو د اسرائیلو د جنایاتو پر وړاندې لاریون وکړ او د اسراییلو په قنسلگرۍ باندې یې پټاکۍ و اورولې.

‏د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ددې لاریون گډونوالو ته په خپلې وینا کې وویل چې اسرائیل یو اشغالگر هیواد دی او زیاته کړې یې ده چې په غزې کې قتل عام د غرب کار دی.

: ‏په غزه کې تلیفوني او انترنتي خدمات بیرته فعال شوي.

«پالتیل گروپ» چې په غزه کې مخابراتي خدمات وړاندې کوي ویلي چې په غزه کې تلیفوني او انترنتي خدمات له ۳۶ ساعتونو وروسته په تدریجي ډول بیرته فعال کیږي.

‏بلخوا د «ستارلینک کمپنۍ» مشر ایلون ماسک هم ویلي چې په غزه کې نړیوالو سازمانونو ته انټرنټي خدمات وړاندې کوي.

: ‏اروپایي اتحادیې له هغو افغانانو سره چې بیرته هیواد ته راستنیږي د ۱۵ میلیونه یورو نوې مرسته اعلان کړې.

اروپایي اتحادیې ویلي چې د ملگرو ملتونو سره په گډه هڅه کوي څو له هغو افغانانو څخه چې بیرته خپل هیواد ته ستنیږي ملاتړ وکړي.

: ‏نړیوال بانک د اکتوبر میاشتې په راپور کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد مخ په رکود روان دی.

نړیوال بانک ویلي افغانستان کې د خوراکي توکو بیې کمې شوي خو لا هم د غریبۍ او د ښځو او ځوانانو د بیکاري کچه لوړه ده.

‏نړیوال بانک ویلي چې د اپریل په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې انفلاسیون په دیفلاسیون تبدیل شو. نړیوال بانک خبرداری ورکړی چې که څه هم دیفلاسیون لنډمهاله گټې لري خو دوام به یې د افغانستان اقتصاد ته زیان ورسوي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک