د نن جمعې ورځې مهم:
✒️: د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ رسنيو ته ویلي چې د کابل په ۱۸مه ناحیه کې د تېرې شپې په چاودنه کې ۴ تنه وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي. دغه چاودنه تېره شپه د ۱۸ مې ناحیې اړوند په یوه مارکیټ کې رامنځ ته شوې وه.
✒️: پر فلسطینیانو روانې جګړې ته د سراج الدین حقاني غبرګون.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر، وایي چې، "پر فلسطیني ولس د اسرائیلو روان بریدونه د بښلو وړ نه دي او موږ ورسره غمشریکي کوو."
✒️: د ملګرو ملتونو خبرونو څانګې پر اکس ټولنیزه پاڼه لیکلي، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې، رزا اوتونبایوا کابل کې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې له مرکز لېدنه کړې.
یادې څانګې لیکلي چې، اغلې اتوانبایوا د یاد مرکز د هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې ملګري ملتونه افغانستان کې په نشو د روږدېدا د پای ته رسولو ملاتړ کوي.
✒️: د افغان ښځو د وضیعت په تړاو ترسره شوې ناسته کې یو شمېر ګډون کوونکو په افغانستان کې پر هغه څه چې د ښځو پر وړاندې یې بندیزونه بولي، نیوکې وکړې او ویلي یې دي چې په ټولنه کې د ښځو شتون د پلان له مخې له منځه ځي.
د ملګرو ملتونو اجرایي مدیرې، سیما سامي باهوس، د ښځو په اړه دغې ناستې ته و ویل:« د دوه کلونو په لړ کې، د سرپرست حکومت چارواکو نجونې د زده کړو، کار، لاریون کولو او تفریح کولو څخه بې برخې کړي دي».
د ښځو د حقونو یو شمېر افغان فعالانو هم په دغه غونډه کې ګډون کړی و.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي پر اکس ټولنیزه پاڼه لیکلي چې متحده عربي امارتو کې د اسلامي امارت سفارت لپاره نوي ټاکل شوي سرپرست، بدرالدین حقاني ابوظبی کې خپله دنده پیل کړه.
ښاغلي بلخي د متحده عربي امارتو له لوري د بدر الدين حقاني منل د دواړو هيوادنو تر منځ په اړيکو کې "مهم پرمختګ" بللی او زیاته کړې یې ده چې دا ټاکنه به د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې لا "پراخې" کړي.
✒️: یک مسجد شبه "مسجد الاقصی" که از سوی ترکیه در تپه وزیر محمد اکبر خان کابل اعمار شده، امروز (جمعه) گشایش یافت. این مسجد به نام ملا محمد عمر مجاهد و محمود نامگذاری شده است.
در پایان مراسم گشایش این مسجد، پرچم جدید امارت اسلامی نیز در تپه وزیر محمد اکبر خان، برافراشته شد.
✒️: شورای عالی زبانها به دستور ریاستالوزرای امارت اسلامی به هدف غنیسازی و معیاریسازی زبانهای کشور ایجاد شده است.
به گزارش خبرگزاری باختر اولین نشست این شورا به ریاست عتیقالله عزیزی، معین فرهنگ و هنر وزارت اطلاعات و فرهنگ برگزار شده است.
در گزارش آمده که وزارتهای تحصیلات عالی و معارف، اکادمی علوم، نویسندهها و زبانشناسان عضویت این شورا را دارند.
✒️: د پاکستان کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي، روغتیا نړیوال سازمان ډاډ ورکړی، چې د افغان کډوالو کمپونو او سیمو ته به روغتیايي ټېمونه استوي.
✒️: په کابل کې د پاکستان سفارت له لوري په کشمېر کې د دغه هېواد او هندوستان تر منځ د (( کشمیر تورې ورځې )) په نوم دغه ورځ ونمانځل شوه.
په کابل کې د پاکستان سفارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده ناسته کې یې د کشمیر د خلکو قربانۍ ستایلې او درناوی یې ورته کړی.
خپرپاڼه کې راغلي، چې په دې مراسمو کې د پاکستان سفیر د کشمیریانو له ټولو حقونو خپل ملاتړ څرګند کړ.
✒️: د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې له تېرو لسو میاشتو راپدې خوا ۲۲ زرو زیات افغانان پر شرې ناروغۍ اخته شوي.
دې ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې د روان کال جنوري میاشتې څخه د اکتوبر میاشتې تر ۲۱ مې ورځې پورې په دغه هېواد کې د ماشومانو په ګډون ۲۲ زره ۴۰۸ کسان د شري په ناروغۍ اخته شوي. دغه سازمان همداراز زیاته کړې، چې په دې ناروغۍ اخته ۷۰.۷ سلنه یې له پنځه کلونو ښکته ماشومان او ۴۷ سلنه یې ښځې وې، چې له ډلې ۶۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
✒️: وزارت صحت فلسطین در غره: شمار جانباختگان حملات اسرائیل در 24 ساعت اخیر با 298 تن افزایش به 7 هزار و 326 نفر رسید.
اضافه ميکند که از هفتم اکتبر تاکنون 3038 کودک بر اثر حملات اسرائیل به نوار غزه شهيد شدند.
✒️: محدودیتهای پلیس اسرائیل برای جوانان فلسطینی که میخواستند نماز جمعه را در مسجد الاقصی در قدس شرقی بخوانند، این هفته نیز ادامه یافت. دولت اسرائیل مانند هفتههای گذشته برای کسانی که میخواهند نماز جمعه این هفته را در این مسجد اقامه کنند، محدودیت سنی وضع کرده است. نظامیان اسرائيل تدابیر امنیتی شدیدی با موانع آهنی در منطقه قدیمی شهر اتخاذ کرده و از ساعات صبح اجازه ورود جوانان فلسطینی به مسجد الاقصی را ندادند.
✒️: حزبالله لبنان طی بیانیهای در شبکه اجتماعی تلگرام اعلام کرد که این گروه دو موضع جدید متعلق به ارتش اسرائیل را مورد حمله قرار داد.
در این بیانیه آمده است که نقاط نظامی الصدیح و مسگاو ارتش اسرائیل با موشکهای هدایت شونده هدف قرار گرفته است.
حملات متقابل حزبالله و ارتش اسرائیل مرز دو کشور از 8 اکتبر جاری ادامه دارد.
✒️: عبير البطمه، هماهنگکننده شبکه سازمانهای مدنی محیط زیست فلسطین، گفت: در غزه که اثرات بحران جهانی آب و هوا به ویژه خشکسالی احساس میشود، حملات اسرائیل نیز به این موارد اضافه شده است و حملات اخیر در بلند مدت پیامدهای زیستمحیطی جدی در منطقه خواهد داشت.
در حالی که هزاران غیرنظامی در غزه که حملات اسرائیل به آن از 7 اکتبر ادامه دارد، جان باختهاند، ویرانی در منطقه همچنین فاجعه زیست محیطی و بهداشت عمومی را در دستور کار قرار داد.
✒️: حماس ډلې ویلي، چې د اسراییلو په هوايي بریدونو کې نږدې پنځوس هغه اسراییل وژل شوي، چې له دوی سره یرغمل وو.
✒️: تېره ورځ له پاکستان څخه برېتانیا ته ۲۰۰ افغان پناه غوښتونکي لېږدول شوي.
د راپورونو له مخې، دا هغه افغانان وو، چې برېتانیا د ویزو ورکړې ژمنه ورسره کړې وه.
په راپورونو کې همداراز راغلي، چې اوس مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون د پاکستان په هوټلونو او مېلمستونونو کې ۳ زره ۲۵۰ تنه هغه افغان پناه غوښتونکي په تمه دي، چې د برېتانیا وېزو ژمنه ورسره شوې وه او په شرایطو برابر دي.
✒️: امریکا اعلان کړی، چې له اوکراین سره یې د ۱۵۰ میلیونه امریکايي ډالرو مرسته کړې.
د راپورونو له مخې، په دې مرستو کې توپونه، د سپکو وسلو مهمات او ټانګ ضد وساییل شامل دي.
✒️: استرالیا د هرات زلزله ځپلو سره د یو میلیون استرالیایي ډالرو مرسته کوي.
د ملګرو ملتونو د چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، استرالیا د هرات زلزله ځپلو لپاره یو میلیون استرالیايي ډالرو مرسته برابروي.
دغې ادارې د استرالیا د دې مرستې هرکلی کړی.
✒️: د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې په غزه کې خلک د لوږې له امله مړه کیږي.
دې ادارې ویلي، چې له مصر سره په پوله د خوارکي توکو بار موټرو زیاته پلټنه کولای شي، د خوراکي توکو په رسېدنه کې ځنډ رامنځته کړي او په دې سره په ګڼ فلسطینیان له لوږې مړه شي.
✒️: د پاکستان سترې محکمې د دولتي اسنادو د افشا کولو په قضیه کې د عمران خان ضمانت رد کړی.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان مدافع وکیل نعیم پنجوتا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه هېواد سترې محکمې د خان خوشې کېدو ضمانت او د دې قضیې د ختمېدو غوښتنه رد کړه.
✒️: د خبریالانو څخه د ملاتړ کمېټه ( CPJ ) وايي، چې پر غزې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو د پیل راهیسې تر دې دمه ۲۷ خبریالان وژل شوې.
د یادې کمیټې په خبره، وژل شویو کې ۲۲ فلسطیني، څلور اسراییلي او یو لبناني خبریال وژل شوی دی.
✒️: حسین امیر عبداللهیان، وزیر خارجه ایران، خواهان مبادله گروگانها میان اسراییل و حماس شده است.
به گزارش پاد (پایگاه اطلاع رسانی دولت ایران) آقای عبداللهیان افزوده که در کنار ترکیه و قطر آمادگی دارد برای آزادی زندانیان غیرنظامی که حماس در اختیار دارد، اقدامهای لازم را انجام دهد.
✒️: وزارت تجارت پاکستان در اعلاميهای از ممنوعیت ترانزیت برخی از اقلام تجارتی به افغانستان خبر داده است.
در این اعلاميه آمده است که در جریان پخش این خبرنامه، کالاهایی که از طریق پاکستان در آبهای آزاد به افغانستان منتقل میشوند، باید اجازه صادرشدن دوباره را داشته باشد.
در اعلاميه فهرست کالاهای که بالای آن ممنوعیت وضع شده ذکر نشده است.
✒️: د راپورونو له مخې د چین دفاع وزیر «لي شانگفو» تر لنډې کاري مودې وروسته د فساد په تور له خپلې دندې لیرې شوی دی.
تر دې مخکې د چین حکومت د دې هیواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر «چین گانگ» هم له خپلې دندې لیرې کړی و.
✒️: د امریکا دفاع وزارت وایي چې د دې هیواد الوتکو په سوریې کې بمباري کړې ده.
د امریکا دفاع وزیر «لوید آسټین» ویلي چې دا بمبارۍ په عراق او سوریې کې پر امریکایي ځواکونو د ایران پلوه ډلو د بریدونو په غبرگون کې شوې ده.
✒️: د حماس یو پلاوي د روسیې پلازمینې مسکو ته سفر کړی.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په مسکو کې به د حماس له پلاوي سره په غزې کې د یرغمل شویو بهرنیو اتباعو د خوشي کیدو په اړه خبرې وشي.
بلخوا بیا د اسرائیلو بهرنیو چارو وزارت مسکو ته د حماس د لوړپوړو غړو سفر غندلی او دا یې د ترهگرۍ په ملاتړ یو گام بللی دی.
