د نن چهارشنبې ورځې مهم:
✒️: د هېواد اوسپنې پټلۍ ادارې رییس، بخت الرحمن شرافت د داغستان له پخواني رهبر، رمضان عبداللطیف سره په لېدنه کې ویلي چې، د اوسپنې پټلۍ اداره له پانګوالو سره د پانګونې په برخه کې همکاري کوي.
د اوسپنې پټلۍ ادارې په یوه خبرپاڼه کې د عبداللطیف له خولې لیکلي چې، مسکو پر افغان-ټرانس پروژې پانګونې ته لیواله دی او ویلي یې دي چې راتلونکی کال د افغانستان پر پروژو د پانګونې په اړه "د روسیې-افغانستان دوستۍ" په نوم یوه ناسته جوړوي.
✒️: د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې د غازي امان الله خان جام لېسټ اې لوبې د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۹مه پیلیږي.
د بورډ په خبرپاڼه کې لیکلي شوي چې ټاکل شوې یادې پنځوس اوریزې لوبې د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره شي.
د خبرپاڼې په حواله، په یادو لوبو کې د لوبېدونکو لوبغاړو لوبیز رېکارډونو د کرېکټ نړۍوالې شورا سره هم ثبت کیږي.
✒️: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست خلیلالرحمن حقاني د مرکزي اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د پراختیايي مرستو له مسوولې سارا، رېنالډي او مله پلاوي یې ویلي چې له افغانستان سره زیاته مرسته شوې؛ خو د هغه مثبته پایله نهده لیدل شوې.
د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، ښاغلي حقاني ویلي مرستې په هغو برخو کې چې ورته اړتیا نشته لګول کېږي او دغه مرستې باید راستنېدونکو ته پر سرپناه، روغتیايي مرکز، ښوونځي او بنسټیزو پروژو ولګول شي.
✒️: د افغانستان د فوټبال فډراسیون چارواکي رسنيو ته وايي چې د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې د سروزونکي په توګه د اشلي وسټ ووډ د جذب لپاره هوکړه وروستۍ شوې ده.
د چارواکو پر وینا، دغه تړون به ډېر ژر په کابل کې لاسلیک شي.
اشلي وسټ ووډ به، د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د پخواني روزونکي عبدالله المطیري چې په دې وروستیو کې له دغه مقامه ګوښه کړل شو، وګومارل شي.
✒️: ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولی سرپرست، نصیر احمد فایق د یاد سازمان په عمومي اسامبلۍ کې ویلي چې، افغانستان د هېرېدو او څنډې ته کېدو په حال کې دی چې بیه یې د دې هېواد اوسېدونکي پرې کوي.
ښاغلي فایق ویلي چې افغانستان کې د سرپرست حکومت د دوو کلونو په تېرېدو سره د اسلامي امارت چارواکي په دې نه دي بریالي شوي چې د افغانانو د مدني، سیاسي او کلتوري حقونو تضمین برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
✒️: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پر اکس ټولنیزه رسنۍ لیکلي چې له پاکستانه ۵ زره او ۱۹۶ افغان کډالو هېواد ته راستانه شوي دي.
د وزارت په خبره، یاد کسان د تورخم او سپین بولدک له لارو د لړم مایشتې په لومړۍ نېټه هېواد ته راستانه شوي دي او د مرستو رسولو لپاره د ملګرو ملتونو کډوالۍ عالي کمیشنرۍ او کډوالۍ نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
✒️: شیرمحمد عباس ستانکزی، معین سیاسی وزارت خارجه با ایلوا فیلیون، رییس نمایندگی مرکزی کمیته جهانی صلیب سرخ در افغانستان، دیدار تودیعی کرده است. ضیا احمد تکل، معاون سخنگوی وزارت خارجه در شبکه اجتماعی اکس نوشته که در این دیدار درباره کمکهای کمیته بینالمللی صلیب سرخ در افغانستان گفتوگو شده است.
به گفتهی آقای تکل، معین سیاسی وزارت خارجه در این دیدار وعده هرگونه همکاری را با کمیته جهانی صلیب سرخ در افغانستان داده است.
✒️: وزارت بهداشت فلسطین در نوار غزه: شمار قربانیان حملات اسرائیل با 755 نفر افزایش طی 24 ساعت گذشته به 6546 نفر رسید.
✒️: پنتاگون: مسئول حملات علیه نیروهای آمریکایی در عراق و سوریه ایران است.
وزارت دفاع ایالات متحده آمریکا (پنتاگون) طی بیانیهای اعلام کرد که ناوگان اف_16 اعزامی به خاورمیانه، به محل وظیفه ستاد فرمانده کل نیروهای ارتش آمریکا رسیده است.
طبق این بیانیه این ناوگان برای دفاع از نیروهای آمریکایی در منطقه تلاش خواهد کرد.
در بیانیه فوق با اشاره به درگیری میان اسرائیل و فلسطین، آمده است: گروههای تحت حمایت ایران به نیروهای آمریکایی هم در عراق هم در سوریه حمله کردهاند.
پت ریدر، سخنگوی پنتاگون نیز طی نشست خبری روزانه خود در این زمینه گفت: میدانیم که عاملان این حملات توسط سپاه پاسداران و رژیم ایران حمایت میشوند.
✒️: افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) مشر سټېفېن روډرېکېس د ملګرو ملتونو له خبري څانګې سره په یوه مرکه کې ویلي، افغانستان کې پر ښځو د "روانو محدودیتونو" له امله د هرات زلزلو ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.
روډرېکېس ویلي له خپلو نړۍوالو متحدینو سره به لابي کوي ترڅو د افغانستان حکومت د ښځو پر وړاندې "محدیدیتونو" کې نرمښت راولي.
هغه له افغانانو سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې ځکه په خبره یې د افغانستان ډیری وګړي د بیوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۱۵ میلیونه افغانان لا هم د خوړو له نه خوندیتوب کړیږي.
✒️: افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، رېچارډ بېنېټ ویلي، «په افغانستان کې د بشر حقونو مخ پر خرابېدو وضعیت، بشري او اقتصادي ناورین، وروستی زلزلې او د افغان کډوالو احتمالي ډلییز راستنېدل» بیړني اقدام ته اړتیا لري ترڅو دغه هېواد او سیمه کې بې ثباتي رامنځته نه کړي.
بېنېټ چې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته راپور وړاندې کاوه د اسلامي امارت له لوري په دې وروستیو کې د خبریالانو ازادېدو هرکلی کړی خو د بشر حقونو مدافعینو پر "نېول کېدو" یې اندېښنه ښودلې ده.
بېنېټ یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو منځنیو ښوونځیو او لېسو د پیل غوښتنه کړې ده.
✒️: احمد وحیدی، وزیر داخله ایران گفته است که برخورد با "تخلف مهاجران غیرقانونی به معنای افغانستیزی" نیست.
آقای وحیدی در گفتوگو با رسانههای ایرانی افزوده است که افغانهای که مدارک قانونی ندارند به افغانستان بازگردانده میشوند. به گفتهی وزیر داخله ایران، در چند ماه گذشته، حدود ۲۰۰ هزار مهاجر غیرقانونی افغان از ایران بازگردانده شدهاند.
✒️: د ملگرو ملتونو عمومي منشي «انتونیو گوتریش» په امنیت شورا کې ویلي چې پر اسرائیلو د حماس برید بېدلیله نه و، د فلسطین خلکو ۵۶ کلونه تر اشغال لاندې ژوند کړی، د دوی کورونه ویجاړ شوي، بې ځایه شوي او د دې حالت لپاره د سیاسي حل هیلې یې له منځه تللي. خو گوتریش زیاته کړې چې د فلسطینیانو سخت وضعیت پر اسرائیلو د حماس برید او دا برید بیا د غزې پر خلکو باندې د اسرائیلو بمبارۍ نشي توجیه کولای.
هم مهاله اسرائیلو د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونیو گوتریش د استعفا غوښتنه کړې او نوموړی یې د حماس د تروریستي برید پر توجیه کولو تورن کړی. په ملگرو ملتونو کې د اسرائیلو استازي ویلي چې انتونیو گوتریش خپل مورال او بې طرفي له لاسه ورکړې ده.
✒️: افغانستان د ښځو د حالت له اړخه د نړۍ د ۱۷۷ هیوادونو په کتار کې آخر ځای خپل کړی.
د ښځو، سولې او امنیت سازمان (WPS) په نړۍ کې د ښځو د حالت تر مطالعې وروسته ډنمارک ته لومړی او افغانستان ته آخر مقام ورکړی.
دې سازمان ویلي چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان د ښځو لپاره تر ټولو ناوړه هیواد دی چې پکې نجونې او ښځې له زده کړو او کار څخه محرومې دي. دې سازمان زیاته کړې چې د افغانستان ټولې ښځې په خپلو ژوندونو کې آزادي نلري او زنداني دي.
✒️: د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په تلیفوني تماس کې د منځني ختیځ د وضعیت په اړه خبرې کړي.
کریملین تر دې تلیفوني تماس وروسته ویلي چې روسیه او ترکیه د منځني ختیځ د جنگ په اړه په یوه نظر دي او د یوه آزاد فلسطین رامنځته کیدل اړین بولي.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې پدې خبرو کې رجب طیب اردوغان ویلي چې د غربي هیوادونو د چوپتیا له امله په غزې کې بې ساری بشري ناورین رامنځته شوی او په وینا یې پر فلسطینیانو ظلمونه او په غزې کې د ملکي وگړو مرگ ژوبله مخ په زیاتیدو ده.
✒️: د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند «جان کربي» په غزې کې له اوربند سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې اوربند یوازې حماس ته گټه رسوي. «جان کربي» ویلي چې دا مهال د اسرائیلو او حماس ترمنځ جنگ روان دی او په وینا په جنگ کې د ملکي وگړو له وژل کیدو څخه مخنیوی امکان نلري.
کربي زیاته کړې چې که څه هم پدې جنگ کې به ملکي وگړي وژل کیږي خو په وینا یې امریکا له اسرائیلو سره مرسته کوي څو د ملکي وگړو مرگ ژوبله کمه شي.
