حکمتيار: لومړى بايد د بريتانيا شهزاده هري محاكمه شي چي د 25 افغانانو وژلو اعتراف ئې كړى
1-ګارډین ليكلي: د 3 برتانوي پوځیانو له لوري د 80 افغانانو عام وژنه څېړل کېږي! پوښتنه كوو: آيا هدف ئې له دې پرته بل څه دئ چي وښيي: د اشغال په شلو كلونو كي ئې يوازي همدغو دريو تنو دا جنايت كړى؟!! او گواكي په دې مسخره محاكمې سره به دوى خپل ټول جنايات پټ او ټول فوځ ته برائت وركړى وي
2-د دې مسخره محاكمې هدف د خلكو غولول دي؛ لومړى بايد شهزاده هري محاكمه شي چي د 25 افغانانو وژلو اعتراف ئې كړى؛ چي د خپلي نښي پخولو لپاره به ئې له هيلكوپتر پرې ډزي كولې! هر سر تېري ئې دلته د همدې وحشي شهزاده په څېر وژني كړې؛ دا درې تنه چي 80 افغانان ئې وژلي؛ يوازينۍ بېلگه نه ده.
تبصره / نظر
نظرات / تبصري
د همدې برخي څخه
شریک کړئ
ټولپوښتنه
زمونږ فيسبوک
