د حکمتيار صاحب دوه شپېتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د سنبلي ۱۵مه؛ ۱۴۰۲
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله دوه شپېتمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼ شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخكيني درس په دوام وويل:
آيا په اسلامي نظام كي د حزبونو شتون حرام دئ؟ آيا په اسلامي نظام کي فکري ازادي شته؟ څوك د انتقاد حق لري؟ د بل دين او مذهب پلويان په اسلامي نظام کي اوسېدی شي؟ آيا د حزبونو د عدم شتون او حرمت په ارتباط صريح نص لرو؟ آيا داسي آيت او حديث شته چي له مخي ئې څوك د حرمت پرېكړه وكړي؟ د جواز او عدم جواز پرېكړه به ئې څوك كوي؟ اسلام دا صلاحيت چاته سپارلی؟
ښاغلی حکمتیار پورتنيو پوښتنو ته په پام سره وايي:
دا هغه پوښتني دي چي بايد ځواب شي؛ مخصوصاً نن؛ موږ په همداسي يو وضعيت کي يو؛ د اسلامي نظام د قائمولو په لور درومو او په واقعي معنیٰ د اسلامي نظام د قائمولو په ارتباط مصمم يو. د همدي هدف او ارمان لپاره مو ملت ستري ستري قربانۍ ورکړي. دا مهال دا پوښتنه بايد ځواب شي؛ په تېر درس كي مو په دې اړه لازم ابتدائي بحث كړى؛ په دوام كي ئې دا عرائض لرم:
1- په اسلام كي حلال او حرام واضح دي؛ حرام څه دي، همغه چي الله تعالیٰ حرام کړي. حلال څه دي همغه چي الله تعالی حلال کړي او په ارتباط ئې صريح او څرگند نص لرو؛ الله تعالى او د هغه رسول موږ ته ښودلي، الله تعالى د حلال او حرام په اړه حكم او پرېكړي كي هيڅوك له ځان سره نه شريكوي؛ يعني دا واك او اختيار ئې هيچاته نه دی سپارلی؛ او فرمايي: (إن الحكم إلا لله)؛ يعني د حلال او حرام حکم او پرېکړه له الله تعالی پرته بل هيچا سره نشته، مفتي، قاضي او حاكم؛ يوازي د الله تعالى د حكم او لارښووني مطابق فتوى وركوي، قضاوت كوي او حكم صادروي؛ د دوى دنده فقط بيانول او تطبيقول دي.
2- يوازي هغه څوك د هر حلال او حرام؛ جائز او ناجائز په اړه د څه ويلو حق لري چي په واقعي معنى د فتوى وركولو وړتيا ولري؛ له قرآن، حديث او فقه خبر وي او مسلمانان ئې د صادق او امين مفتي په توگه پېژني؛ د هغه تقوی ورته معلومه وي او په دې پوهېږي چي خپل دين وجدان او ضمير نه خرڅوي، يوازي دغسي مفتي کولای شي چي فتوی ورکړي، هغه هم بايد د خپلي فتوى لپاره صريح او څرگند نص (د قرآن آيت او د رسول الله صلى الله عليه و سلم صحيح حديث) ولري.
3- په اسلام كي امر بالمعروف او نهي عن المنكر؛ د هر مؤمن؛ الهي وجيبه او فريضه گڼل شوې؛ دا هم يوه فردي وجيبه ده، لکه چي مونځ ورباندي فرض دی، همدغسي أمر بالمعروف او نهی عن المنکر ورباندي فرض دی، يعني چي دا د هر مؤمن او مسلمان فريضه ده، يوازي ازادي او حق ئې نه دی، بلکي ديني فريضه ئې هم ده، د أمر بالمعروف او نهی عن المنکر حق ورکړل شوی؛ او د خپل رب له لوري پري مکلف شوی، دا د مسلمان يوه فردي وجيبه هم ده او اجتماعي وجيبه هم؛ او د امت په سطح د ټولو گډه وجيبه او د نظام دنده او مسئوليت دئ؛ كه حكومت خپله دنده په سمه توگه اداء كړي؛ د ټولو ذمه اداء شوې؛ او كه ئې اداء نه كړي؛ او په خپله په منكر او فساد كي ښكېل وي؛ نو دا د فرد فرد دنده او وجيبه ده چي مخه ئې ونيسي؛ هغه قوم او ولس په الهي عذاب گواښل شوى چي دا وجيبه ترك كړي؛ قرآن فرمايي:
وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ 104 آل عمران
د دې ايت دوه تعبيرونه کېدی شي؛ يو ئې:
او له تاسو دي داسي يوه ډله وي چي د خير په لوري بلنه وركوي، په معروف امر كوي او له منكر مخنيوى كوي او همدا دوى بريالي دي.
دوهم؛ دا چي؛
او له تاسو دي داسي يوه ډله (جوړه شوې) وي چي د خير په لوري بلنه وركوي، په معروف امر كوي او له منكر مخنيوى كوي او همدا دوى بريالي دي.
توپير ته به ئې حتما متوجه وئ، يو دا چي په مسلمانانو کي داسي يوه ډله وي، يا يوه اداره او يا يو وزارت چي خلکو ته په معروف أمر کوي او له منکر مخنيوی او بل دا چي؛ ستاسي فرد فرد بايد داسي وي چي په معروف أمر او له منکر د مخنیوي دنده به پر مخ بيايي، د همدي لپاره په وروستني ايت کي فرمايي:
(کنتم خير أمة أخرجت للناس تأمرون بالمعروف و تنهون عن المنکر...)
تاسو ټول غوره أمت يئ؛ د دي لپاره ويستلی شوي يئ چي خلکو ته په نېکيو أمر کوئ او له بديو به مخنيوی؛ له دې معلومېږي چي دا د فرد فرد دنده او د مخکيني ايت تشريح ده، يعني ستاسو د غوره والي وجه همدا ده چي په معروف به أمر کوئ او له منکر نهی؛ له دې په واضح توگه څرګندېږي چي يوازي يوه ډله، يو وزارت او مخصوص مأمورين نه؛ بلکي ټول مؤمنان په أمر بالمعروف او نهی عن المنکر مکلف گرځول شوي.
4- قرآن وايي: دين ستاسو د يووالي ضامن دئ؛ هغه ملت به متحد وي چي د الله تعالی په رسۍ منگولې لگوي، يوازي د الله تعالی په رسۍ منگولې لگول او ايمان دی چي له قومونو ملتونه جوړوي او له ملتونو بيا يو ستر أمت، نړۍ شمول أمت؛ دا پېړۍ پېړۍ چي موږ تر يو سقف لاندي ژوند کوو، رمز ئې د اسلام دين دی، موږ ايمان او اسلام سره راغونډ کړي يو، څومره چي زموږ ايمان مضبوط وي، همغومره به سره متحد يو، د قرآن لارښوونه همدا ده. او له دين د انحراف په نتيجه كي به له بدو پايلو، شديد اختلاف او له داخلي جگړو سره مخامخ كېږئ؛ وطن به درته د اور كنده شي؛ او خپلوان او ورور به دي دښمن شي؛ كه غواړئ له داسي تور برخليك سره مخ نه شئ؛ نو په كار ده؛ ټول په گډه داسي يوه ډله شئ چي كار ئې د خير په لوري بلنه، په معروف او غوره كارونو گمارنه او له كركجنو او منكرو كارونو مخنيوى وي؛ فلاح او بريا به د دغسي ډلي او امت په برخه كېږي.
5- دې ته مو پام وي چي دلته د امر بالمعرف او نهي عن المنكر صيغې كارول شوې؛ نه د انتقاد او اعتراض صيغې؛ دا يوازي انتقاد او اعتراض نه دئ، عملاً د ناراوو مخنيوى او حق ته اړ كول افاده كوي، دا له مجرد انتقاد او اعتراض ډېر فرق لري، ظالم او مفسد به له لاسه نيسئ، له ظلم او فساد به ئې مخنيوى كوئ؛ د حقپالونكو مرسته او ملگرتيا به كوئ؛ همدا د حقپال او عدالت غوښتونكي جماعت او حزب د جوړولو بنسټ دئ چي الله تعالى او د هغه رسول؛ مؤمنان پرې گمارلي.
6- د مؤمن دنده يوازي دا نه ده چي څوك په گناه کي گوري او ورته ووايي چي ولي دا گناه کوې؟ بلکي د هغه دنده داده چي گناه کوونکی له گناه راوگرځوي، يعني يوازي بلنه کافي نه ده، يوازي نقد او اعتراض کافي نه دی، بلکي ستا دنده او مسئوليت دادی چي لاس به ئې نيسي او د خير په لور به ئې له ځان سره بيايي.
7- له دې او تر دې وروسته آيتونو معلومېږي چي د امر بالمعرف او نهى عن المنكر په مهمي وجيبې كي اهمال او غفلت؛ په اختلاف منتج كېږي، كه مسلمانانو دا دنده تر سره نه كړه، د ظالم لاس ئې ونه نيولو، د فساد مقابله ئې ونكړه، د بدكارانو او مفسدينو مخنيوى ئې ونه كړ، د نېكانو او صالحينو په څنگ كي ونه درېدل، د حق پالونكو ملگرتيا ئې ونكړه، ښېگڼو ته د ودي وركولو په لار كي ئې خپل وخت او وس ونه لگاوو؛ د خلكو تر منځ وحدت او يووالى به له منځه ځي، ټولنه به متفرق كېږي، په خلكو كي به شديد اختلافات راولاړېږي او د الله عذاب به په ټولو راپرېوځي؛ دا هم د الله تعالی سنت دي او په قرآن کي ئې موږ ته لارښوونه کړې چي کله په قوم او ولس کي داعي او د حق لور ته بلنه وي، امر بالمعروف او نهی عن المنکر وي، الله تعالی عام عذاب نه نازلوي، حتی که يو فرد هم وي، که دې وروستي هم خپله دنده پرېښوده، له هغه وروسته بيا الله تعالی خپل عذاب نازلوي. او د قيامت په ورځ خو به حالت داسي وي چي ځيني مخونه به سپين وي او ځيني تور، تور مخي به هغه وي چي يا په خپله په گناه ككړ وو او يا ئې د دغو ككړو ملگرتيا كړې وه؛ د دوى له گناه ئې كركه نه درلوده او مخنيوى ئې نه كاوو، دوى ته به ويل كېږي: آيا له خپل ايمان وروسته كافر شوئ؟
يعني چي دوی د مؤمنانو ډله وه، إيمان ئې راوړی، خو مخ ئې په دی تور شوی چي گناه او د گنهگار ملگرتيا ئې کړې، د گناه په وړاندي ئې سکوت کړی، همدا ئې د مخ تورېدلو باعث شوي، دا جمله چي آيا له إيمان وروسته کافر شوئ، د مؤمنانو په ارتباط راغلې، إيمان ئې راوړی خو د أمر بالمعروف په ارتباط ئې خپله دنده او مسئوليت نه دی ترسره کړی، نو د همدي لپاره به د قيامت په ورځ مخ توري وي او ورته ويل کېږي به؛ نو دا عذاب د دې لپاره وڅكئ چي كافر كېدئ.
8- په آيت كي له (منكم امة) ټول امت مراد دئ نه په امت كي يوه برخه او يوه خاصه ډله، دا د امت د فرد فرد وظيفه ده. په وروستي آيت كي هم خطاب ټولو ته متوجه دئ او په110 آيت كي هم ويل شوي چي تاسو ټول غوره امت ياست، چي په معروف امر كوئ او له منكر مخنيوى كوئ. له دې دواړو هم معلومېږي چي له (ولتكن منكم امة) مراد ټول امت دئ. په دې اړه د احاديثو له سختو تأكيداتو هم دغه خبره معلومېږي:
وَعَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي اللَّه عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّه صلى اللَّه عليه وسلم: "مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَرًا فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِلِسَانِهِ، فَإِنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبِقَلْبِهِ وَذَلِكَ أَضْعَفُ الْإِيمَانِ؛ وفي رواية " وَلَيْسَ وَرَاءَ ذَلِكَ مِنَ الْإِيمَانِ حَبَّةُ خَرْدَلٍ ".
له أَبو سَعِيد خُدْرِيِّ رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: له تاسو چي چا كوم منكر وليد نو په خپل لاس دې بدل كړي، كه نه توانېدو نو په خپلي ژبي سره او كه نه توانېدو نو په خپل زړه سره او دا تر ټولو ضعيف ايمان دئ او په بل روايت كي دا هم راغلي چي له دې آخوا د مشنگ د دانې په اندازه ايمان هم نشته.
وَعَنْ حُذَيْفَةَ بْنِ الْيَمَانِ رضي اللَّه عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى اللَّهُ عليه وسلم: " وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَتَأمُرُنَّ بِالْمَعْرُوفِ، وَلَتَنْهَوُنَّ عَنْ الْمُنْكَرِ، أَوْ لَيُوشِكَنَّ اللَّهُ أَنْ يَبْعَثَ عَلَيْكُمْ عِقَابًا مِنْهُ، ثُمَّ تَدْعُونَهُ فلَا يَسْتَجِيبُ لَكُمْ " رواه الترمذي وابن ماجه
له حذيفة بن اليمان روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: په هغه ذات قسم چي زما ژوند ئې په واك كي دئ؛ يا به هرو مرو په معروف امر كوئ او له منكر به مخنيوى كوئ او يا به الله تعالى له خپل لوري داسي عذاب درباندي راولېږي چي بيا به دعاء ورته كوئ خو هغه به ئې نه قبلوي.
په دې آيت كي د بني اسرائيلو په اړه ويل شوي:
فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ أَنْجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُوا بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ 165 الأعراف
خو كله چي دوى هغه څه هېر كړل چي پند پرې وركېدو، هغه مو وژغورل چي له بدو كړنو ئې مخنيوى كاوو او ظالمان مو د دې لپاره په بد عذاب اخته كړل چي فسق ئې كاوو.
يعني د دوى ځينو به نورو ته نصيحت كاوو او له گناه ئې منع كول، ځينو نورو به نه يوازي د دوى ممانعت نه كولو بلكي نصيحت كوونكي به ئې ترټل چي ولي خپل وخت ضائع كوئ؟ د څه لپاره ځان له دوى سره په لانجه كي غورځوئ؟ پرېږدئ چي الله تعالى په خپله سزا وركړي، يا ئې هلاك كړي يا عذاب پرې راولېږي، كار ئې دې ځاى ته ورسېدو چي د ټولني اكثريت دين ته شا كړه، الله تعالى هغه خلك وژغورل چي له بدو كړنو ئې مخنيوى كاوو او ظالمان ئې د دې لپاره په بد عذاب اخته كړل چي فسق ئې كاوو.
9- قران په همدي ارتباط د لوط عليه السلام قصه زموږ مخي ته ږدي، هغه چي يو لوی قوم ته ورغلی او له خپلو دوو لوڼو پرته په دي قوم کي هيچا پرې إيمان نه دی راوړی، يعني په دې لوی قوم کي دري تنه مؤمنان وو، او الله تعالی فرمايي چي په دي لوی قوم کي مو له يوي کورنۍ پرته بل مؤمن ونه موندلو، يو لوط عليه السلام او دوه ئې لوڼې، همدا دري کسان الله تعالی ژغورلي او نور ئې ټول قوم پړمخ نسکور کړی، نسکورول؛ يعني لاندي ورباندي شوې ده، په ځمکه کي خسف شوي، او له پاسه پرې ډبرې راورېدلي او تر ننه زموږ مخ ته د يو شاهد په توگه پروت دی، بحر ميت، اوبه ئې ډېرې تروې، چي هيڅ ژوندی ژوی په کي نه موندل کېږي، اوس هم چي هلته کیندنې کېږي، نو د همدغه هلاك شوي قوم آثار په کي موندل کېږي. قران موږ ته د همدي يادونه کوي. همداسي ده، الله تعالی به حقپالونکي ژغوري، د سترو سترو دښمنانو په منځ کي به د هغوی او د هغوی د آرمانونو حمايت کوي، تاسي ئې په خپله هم شاهد ياست، دا نږدي پنځه پنځوس کلونه چي دا مبارزه پيل شوې، ډېرو لويو لويو طاقتونو د دي نهضت د ختمولو، ځپلو او وژلو ټولي هڅي کړي، خو الله تعالی دا ټولي هڅي شنډي او ناکامي کړې. همدا د الله تعالیٰ سنت دی چي د حقپالو به تل حمايت کوي او يوازي ئې نه پرېږدي.
ښاغلي حکمتیار همداراز د خپل وضاحت په دوام وويل: څوك چي وايي په اسلام كي احزاب نشته؛ هغوى اصلاً نه له اسلام خبر دي او نه د حزب په معنى پوهېږي!! مسلمانان په خپله يو حزب دي چي د ايمان په بنسټ راټول شوي او ايمان سره وصل کړي او الله تعالى په قرآن كي د حزب الله په نامه ياد كړي؛ له شرق تر غرب؛ او له شمال تر جنوب؛ چي چېرته مسلمان دی، هغه د همدي يو حزب غړی دی او همدا نوم ئې ورته غوره کړی او که په واقعي معنیٰ چېرته احزاب وي، نو همدا حزب الله دی، د مسلمانانو هر حقه مذهب يو حزب دئ او امام ئې د دې حزب مشر او قائد؛ د أيمهو هر يو ئې سياست کړی، داسي نه وو چي په يوه گوښه کي ناست وو، او يوازي د يوي مدرسي سرپرستي ئې کړې، د همدي لپاره أموي او عباسي ظالمو او مفسدو حکامو هغوی تعذيب کړي او زنداني کړي چي هغوی سياست کاوه، او د هغوی غلطي کړني ئې نقد کړي، له همدي کبله تعذيب شوي؛ امت د دوی د هڅو او هلوځلو مرهون او پوروړی دی. يقيناً که د دوی مبارکي هڅي نه وی، نو خدای خبر؛ چي امت به له څنگه برخليك سره مخامخ کیدو؟ د جعلي او موضوعي رواياتو له کبله چي په لکونو په امت کي خواره شوي وو او په ټول امت کي ئې اختلافات رامنځ ته کړي ول. دا د همدوی مبارکي هڅي وې چي د همت ملا يې وتړله او د دي اختلافاتو مخنيوی ئې وکړ. كه څوك د احزابو تعدد جائز گڼي؛ په حقيقت كي هغه د حزبونو تعدد جائز گڼي؛ ځيني د ناپوهي او غرض او مرض له كبله داسي وي چي جائز كار ته به ناجائز وايي او ناجائز ته جائز؛ او ځيني بيا د قرآن د دې وينا مصداق دي: (... يُحِلُّونَهُ عَامًا وَيُحَرِّمُونَهُ عَامًا ....37) التوبة: يو كال ئې حلال گڼي او بل كال ئې تحريموي...؛ پرون ئې له گڼ شمېر گوندونو سره بيعتونه كړي؛ او دا كار ئې په څلورو مذهبونو جائز گڼلو؛ خو نن خپل پرونى كار حرام گڼي او هغو حزبونو ته پوچي ښكنځلي كوي چي دى ئې مأمور وو!!
نوموړی زياتوي چي دا خبره ځکه کوو که تاسو رسنيو ته مراجعه وکړئ، بالخصوص فيسبوك او ټويټر؛ نو ډېر رسنيز مفتيان به وگورئ، کنځلمار، هغه چي متأسفانه ښه خبر ئې له خولي نه راوځي، ټول کمال ئې د کوڅي او بازار په ژبه کنځل دي، چاته مور او پلار يادوي او چاته ميرمن، د سمي خبرې او استدلال لپاره څه نه لري؛ خو حقيقت دا دئ: د عمر رضي الله عنه له لوري چي كوم شپږ معروف او منلي شخصيتونه د إمارت لپاره نومول شوي وو؛ هر يوه ئې په مسلمانانو كي داسي حاميان او پلويان درلودل چي دى ئې د إمارت لپاره وړ او اهل گڼلو؛ دوى يوازي وړ شخصيتونه نه وو؛ بلكي هر يو ئې د يوه حزب او ډلي مشر او زعيم وو؛ د دوى توافق په اصل كي د ټولو مسلمانانو توافق گڼل كېدو؛ له شپږو درې تنه د دريو په نفع تېر شول؛ درېيم په دې شرط تېر شو چي ده ته به دا واك وركوي چي د مدينې له خلكو وپوښتي چي له دغو دوو تنو څوك د إمارت لپاره اهل گڼي؛ عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه ته دا اختيار وركړى شو چي د عثمان او علي رضي الله عنهما په اړه د مدينې د موجود خلكو رأيه معلومه كړي؛ دا دواړه هم د إمارت لپاره اهل او وړ شخصيتونه وو؛ او هم ئې پلويان تر نورو زيات وو؛ ابن عوف؛ درې شپې ورځي له خلكو پوښتني وكړي؛ بيا ئې په جومات كي؛ د ټولو خلكو په وړاندي وويل: ما خپل ټول وس كارولى؛ خوب مي نه دئ كړى مگر ډېر لږ؛ له مقيم او مسافر، له نارينه او ښځي مي پوښتني كړې؛ اكثريت مي داسي وموندل چي د عثمان رضي الله عنه په إمارت راضي دي؛ حاضرينو؛ د علي رضي الله عنه په شمول موافقه كړې؛ له عثمان رضي الله عنه سره بيعت تر سره شوى او له دې بيعت وروسته هغه د مسلمانانو امير شوى.
د حزب اسلامي افغانستان د قدرمن أمير په وينا په حقيقت كي دا د شپږو حزبونو تر منځ انتخابات وو؛ چي په پاى كي ئې شمېر دوو ته راكوز شوى؛ او د دوى تر منځ عامه استفتاء (رأى معلومونه يعني انتخابات) شوې او هغه څوك د امير په توگه غوره شوى چي د مسلمانانو اكثريت د هغه په إمارت رضايت څرگند كړى او دجومات په علني او عامي غونډي كي له هغه سره بيعت شوى؛ او همدغه بيعت د هغه إمارت ته مشروعيت بخښلى؛ څلور خلفاء په جومات کي ټاکل شوي، علني او عام بيعت ورسره شوی، داسي نه دي شوي چي د بندو دروازو تر شا د څو محدود شمېر افرادو او نخبهو له لوري ټاکل شوي، بلکي په جومات کي له عام او معلن بيعت وروسته د خلفاءو په توگه ټاکل شوي، داسي قطعا نه دي شوي چي له بلي لاري څوك أمير ټاکل شوی او بيا ورته د بيعت په نوم په قصرونو کي تشريفاتي او فرمايشي مراسم نیول شوي، دا په اصل کي د بيعت يو ډېر غلط تعبير او تحريف شوې بڼه ده؛ بيعت تر إمارت وړاندي وي؛ نه وروسته.
ښاغلي حکمتیار همداراز وويل؛ د أهل الحل والعقد اصطلاح د أموي او عباسي سلاطينو د دربارونو او قصرونو اصطلاح ده او وضع ئې هم د درباري او سرکاري مفتیانو له لوري شوې، واقعيت دا دی، په اسلام کي چي څه نشته هغه همدغه د اهل الحل والعقد په نوم د جعل او تزوير اصطلاح ده. څلور خلفاء په جومات کي ټاکل شوئ او څوك چي د جومات پر ځای په قصر کي د بندو دروازو تر شا ټاکل شوی، د مدينې خلکو له هغو سره له بيعت ډډه کړې؛ يزيد؛ همداسي وو او مدينې والو ورسره له بيعت ډډه وکړه او له داسي چا سره ئې بيعت وکړ، چي د يزيد په خلاف پاڅېدلی وو. هغوی چي د يزيد په لاره د اقتدار ګدۍ ته راغلي وو، تاسو وليدل چي هغوی بيا کعبه په ډبرو وويشتله او صحابه ئې په شهادت ورسول؛
نوموړي زياته کړه چي د مسلمانانو امير هغه وي چي مسلمانان په خپله خوښه ورسره بيعت وكړي او دا شرط هم وضع كړي: په هغه صورت كي ستا اطاعت كوو چي ته د الله تعالى او رسول الله اطاعت كوې.
قدرمن مشر همداراز د خپل وضاحت په دوام دا هم وويل: هغه شپږ شخصيتونه چي د عمر رضي الله عنه له لوري د کانديدانو په توگه ټاکل شوي وو؛ دا وو:
عثمان بن عفان، علي بن أبي طالب، طلحة بن عبيد الله، زبير بن العوام، سعد بن أبي وقاص، عبد الرحمن بن عوف؛ رضي الله عنهم؛ دوى ټول په عشره مبشره كي شامل وو؛ چي پاته څلور ئې دا وو: أبو بكر الصديق، عمر بن الخطاب، أبو عبيده بن الجراح او سعيد بن زيد رضي الله عنهم. باور مي دا دئ چي كه أبو عبيده بن الجراح ژوندى وى نو عمر رضي الله عنه به دى هم حتماً په نوموړو شپږو اضافه كړى وو؛ دئ د عمر رضي الله عنه د خلافت په وخت كي له خپل لښكر سره د أردن په سيمي كي وو؛ هلته طاعون خور شوى وو؛ په همدې دوران كي او د طاعون له كبله وفات او هملته دفن شو.
د ښاغلي حکمتیار په وينا عمر رضي الله عنه خپل زوى هم په دغي ډلي كي په دې شرط شامل كړى وو چي دى د امير كېدو حق نه لري؛ د عمر له كورنۍ همدا زه كافي وم؛ خو د ده په شاملولو كي لوى حكمت او مصلحت مضمر وو؛ په دې سره د عمر رضي الله عنه خاص پلويانو او حاميانو ته دا پيغام لېږل شوى چي د دې اوه كسيزي مجموعې پرېكړي ته به درناوى لري؛ ځكه چي د دوى استازى هم په تصميم كي شريك دئ.
د حزبونو او د إمارت د مشروعيت په اړه د قرآن او حديث لارښوونه او د صحابه وو منهج همدا دئ؛ څوك چي له دې پرته بل څه وايي او بل تعبير او تأويل لري؛ ادعاء ئې بې بنسټه ده؛ نه د شريعت په تله برابره ده او نه د عقل په تله.
10- د احزابو نشتون؛ يعني د امر بالمعروف او نهي عن المنكر په دندي كي د مسلمانانو اهمال او غفلت او خپله وجيبه نه اداء كول؛ دا له يوې خوا په ديكتاتوري او استبداد منتج كېږي؛ د حكومت او حكامو د مهارولو او محاسبې ته چمتو كولو امكانات له منځه ځي؛ له بلي خوا كودتاگانو او وسله وال پاڅون ته لار آواروي؛ تاريخ شهادت وركوي؛ كله چي امارتونه اموي او عباسي شول؛ قبيلوي رنگ ئې غوره كړ؛ د امير انتخاب له جوماتونو قصرونو ته انتقال شو؛ ځاى ناستي ټاكل او د هغوى لپاره په زور بيعتونه تر لاسه كول رائج شو؛ په همدې سره د خونړيو جگړو لړۍ پيل شوه.
د ښاغلي حکمتیار په وينا د افغانستان نژدې او د تېرې يوې پېړۍ پېښي ئې څرگند ثبوت دئ؛ د ظاهر خان خلاف د سردار داؤد كودتا؛ د ده خلاف د ده د كمونستو ملگرو كودتا، د ترهكي خلاف د ده د شاگرد امين كودتا، د امين خلاف د ببرك هغه كودتا چي روسي قطعاتو تر سره كړه او امين ئې په قصر كي لومړى مسموم كړ او بيا ئې ووژلو؛ د ببرك خلاف د ده د شاگرد؛ نجيب كودتا، ببرك روسي افسرانو؛ د تورو شيشو موټر كي له ارگ وايستلو؛ كابينه او مركزي كميټه خبره نه وه چي څه پرې شوي او ولي لادرك دئ؛ نجيب ئې ځاى ناستى شو، د نجيب خلاف د تڼي او بيا د دوستم او نبي عظيمي كودتا؛ د رباني ترور د هغه چا په لاس چي د حزب اسلامي خلاف ئې ائتلافي ملگري وو؛ په دې موده كي څومره جنازې له قصرونو ووتلې؟!! او تر دې وړاندي څومره وتلې دي؟ نادر خان وژل شوى؛ شهزاده امان خپل پلار وژلى؛ د احمد شاه بابا زامنو او لمسيانو يو بل وژلي؛ يوه د انگرېزانو په زور او بل د روسانو په زور، يو د پېښور له لاري راغلى او بل د بخارا له لاري.... دا د استبداد او مطلق العنان رژيمونو محتومه پايله ده؛ د مخنيوى چاره ئې يوازي دا ده چي د حكامو او واكمنو د مهارولو لپاره لازم تدابير ونيول شي؛ د ملت په خوښه راشي او ولاړ شي؛ هم ئې تگ راتگ د قانون مطابق وي او هم ئې صلاحيتونه او مسئوليتونه د قانون له مخي ټاكل شوي وي؛ د ملت په وړاندي مسئول وي؛ قانون ته تمكين ولري او د ملت ممثله شورى د تصميم وروستۍ مرجع ومني؛ په تعويض كي ئې نه وسله وكارول شي؛ نه وينه توى شي او نه كودتاگانى تر سره شي.
11- دا هم بايد ووايو چي د حزبونو تر څنگ؛ صنفي اتحاديې؛ لكه د دهقانانو، ډاكټرانو، انجنيرانو، كسبه كارانو .... اتحاديې؛ نه يوازي جائز او مشروع دي؛ بلكي له خپلو حقوقو د دفاع لپاره ضروري او د رسول الله صلى الله عليه و سلم له سنت سره موافق كار دئ؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه مهال چي د مسلمانانو شمېر زيات شو او له ټولو سره مخامخ مشوره؛ گرانه شوه؛ نو بېلو بېلو قبيلو ته ئې وويل: ما ته خپل عُرَفاء معرفي كړئ؛ (عرفاء هغه استازي وو چي د خپل قوم له غوښتنو او رأى واقف ول او په مشورو كي به ئې د هغوى استازيتوب كولو). بدريان هم په مهمو مسائلو كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د شورى غړي وو او هم د څلورو خلفاءو؛ هر فكري تحريك بدريان لري؛ چي تحريك د هغوى د اخلاص او قربانيو په نتيجه كي پيل كېږي او بريا ته رسېږي؛ دوى بايد په ټولو پرېكړو كي شريك وي؛ دا هم د دين تقاضى ده او هم د عقل او عدل؛ هيڅ عقلي او عدلي منطق دا نه مني چي د آزادۍ په سخت او اوږده جنگ كي دي سنگرونه د مؤمنو او مخلصو مجاهدينو په وينو سره وي؛ خو له آزادۍ وروسته دي؛ هغه څوك د اقتدار پر گدۍ كښېني چي نه ئې يوه شېبه په سنگر كي تېره كړې؛ نه ئې يو څاڅكى خوله او وينه د الله په لار كي توى شوى!! رسول الله صلى الله عليه و سلم او راشدينو خلفاءو په همدې دليل بدريان نازول او په ټولو تصاميمو كي ئې شريكول؛ خو كه به موضوع ډېره عامه او په ټولو مسلمانانو پوري تړلې وه؛ لكه جنگ او صلح؛ له ټولو سره به ئې په عامه غونډي كي مشوره كوله؛ د بدر؛ احد او خندق په جنگونو كي ئې همداسي وكړل؛ د احد په جنگ كي له خپلي رأى تېر شو او د هغو ځوانانو رأى ئې ومنله چي غوښتل ئې له مدينې بهر د قريشو مقابله وكړي. او د دې سنت معنى او تقاضى دا ده چي د اسلامي ټولني ټولي چاري به په مشوره وي؛ همغسي چي قرآن فرمايي (وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ: او امور ئې په خپلو منځونو كي په مشوره وي)؛ په مهمو او ټولو هغو مسائلو كي چي په ملت پوري مربوط وي؛ داسي شورى به وروستۍ پرېكړه كوي چي په واقعي معنى د ملت ممثله شورى وي؛ همدا به د تصميم وروستۍ او نهائي مرجع وي؛ د امير په شمول؛ فرد فرد به ئې پرېكړو ته التزام او تمكين لري.
د ښاغلي حکمتیار پر ټکو؛ عجيبه ده چي څوك دا ټول حقائق او واقعيتونه له پامه غورځوي؛ د استبداد، شاهي رژيمونو، كودتايي حكومتونو، بهرني اشغال، د شوروي او ناټو يرغلونو پړه پر سياسي او حتى جهادي احزابو اچوي!! كاش دوى بې دينه پرديپال گوندونه؛ هغه چي په بهر كي او د پرديو په لاس جوړ شوي؛ هغه چي له ناټو سره يو ځاى راغلل او يو ځاى ووتل؛ محكومولى؛ متأسفانه دوى خپلي تېرې او سپېرې او په گنده الفاظو لړلې ژبي؛ د هغو خلاف كاروي چي په دواړو سپېڅلو جهادونو كي مخكښ ول؛ چا چي وروسته د ناټو خلاف جهاد ته ملا تړلې؛ يا په خپله د مخكښو مؤمنو مجاهدينو ملگرى وو او يا ئې پلار او مشر ورور د هغوى همسنگر؛ مگر كوم شريف او عاقل انسان به له دې حقيقت انكار كوي؛ چي كه د جوانان مسلمان ټولى نه وى رامنځته شوى؛ نه به د كمونيزم او شوروى خلاف جهاد شوى وو او نه د ناټو خلاف؛ جهاد له جماعت او حزب پرته؛ نه ممكن دئ او نه په تاريخ كي بېلگه او مثال لري؛ كه حزب اسلامي د شوروي خلاف جهاد كي مخكښ او د مجاهدينو د ملا تير وو؛ او د ناټو خلاف جهاد هم د همدې حزب مؤمنو مجاهدينو پيل كړ؛ كه دوى حزب نه درلودى؛ دا سعادت ئې نه شو په برخه كېدى؛ كه طالبان په يوه گوند كي نه وي راغونډ شوي؛ نو په پېښو كي به ئې هيڅ ونډه نه وه؛ امريكايان په دوحه كي له يوه حزب او گوند سره مذاكرات او بيا يوه معاهده لاسليك كړې؛ نه له اشخاصو او افرادو سره؛ څوك چي له دغو څرگندو حقائقو انكار كوي؛ او د جهادي گوندونو خلاف؛ بلا استثناء؛ او د سيكولرانو او كمونستانو په څېر ناروا او د شرافت او انسانيت ضد تبليغات كوي؛ څومره دوكه شوي؟!!
نوموړي دا هم وويل؛ آيا په ياد مو دي چي د حزب اسلامي پر مجاهدينو څومره سختي ورځي راغلې؛ د نهضت له پيل بيا تر ننه؛ په دې نيمه پېړۍ اوږدې مبارزې كي؛ د مفسدو حكومتونو او دوو سترو سترو يرغلگرو ځواكونو؛ له لوري؛ د دې حزب په لسگونو زره غړي يا شهيدان شوي؛ يا زنداني شوي، تر گوانتانامو پوري انتقال شوي؛ وروستى زندانى چي له گوانتانامو آزاد شوى؛ د حزب اسلامي مجاهد وو؛ د حزب اسلامي او د مشرانو نومونه ئې اوس هم د امريكا په تور ليست كي دي؛ زما د كورنۍ شپږ غړي؛ د امريكايي اشغال په دوران كي د ډرون په هدفي بريدونو كي وژل شوي؛ يو مي وراره او پنځه مي د خسر د کورنۍ غړي؛ او د ډرون لومړى بريد هم پر ما شوى؛ او دا هم هغه مهال چي ما گومان کاوه چي په ډرون کي راکټ نه دي تعبيه شوي، ما فکر کاوه چي دا د کروز ميزايل دی او له بحر فير شوی، سره له دي چي ډرون مو هم په سر گرځېدو، له هغه وروسته پوه شوی يم چي په ډرون کي راکټ هم تعبيه شوي، پلار او دوه وروڼه مي د جلاد داؤد په وخت كي نيول شوي او د كمونستانو په لاس شهيدان شوي؛ همدا د حزب اسلامي د ډېرو غړو حال دئ؛ چي ما سره دومره شوي له نورو حزبيانو سره به څومره ظلونه شوي وي؛ د نورو گوندونو مشران او خپلوان ئې؛ له خطرونو او تلفاتو؛ تر ډېره خوندي پاته وي؛ خو الحمد لله د حزب اسلامي مجاهدين له دې ټولو سختو ورځو او سختو آزموينو بريالي او سرلوړي وتلي؛ د حزب اسلامي هر دښمن له ذلت او سپكاوي سره مخامخ شوى؛ څوك د خپلو دوستانو او ملگرو په لاس وژل شوي او څوك د خپلو بهرنيو بادارانو په لاس؛ چا چي د قدرت پر گدۍ كښېنولي وو؛ همغو پر مخ څپېړه وركړې، يوازي ئې پرېښى او په ټيټ سر له ارگ د وتلو او تېښتي تماشا ئې كړې. إن شاء الله له دې وروسته به هم همداسي كېږي.
ښاغلی حکمتیار همداراز د خپل وضاحت په دوام وايي؛طالبان مو هم وليدل چي له همداسي سختو آزموينو سره مخامخ شول؛ لومړى ځل په 6 د ميزان 1375 كابل ته ننوتل؛ له همدې ورځي بيا تر هغي ورځي؛ له پراخ او خونړي جنگ سره مخامخ وو؛ چي ناټو او په سر كي ئې امريكا پر افغانستان بريد وكړ؛ دا بريد د 1380 كال د ميزان په 15 پيل شو؛ او طالبان څه باندي يوه مياشت وروسته؛ د عقرب په 20 د كندهار پرېښودو ته اړ شول؛ څوك چي پاكستان ته ولاړل؛ د پرويز مشرف حكومت د دوى په سلگونو مشران ونيول او امريكا ته ئې وسپارل؛ او څوك چي ايران ته ولاړل؛ د خاتمي حكومت دې ته ورته معامله ورسره وكړه؛ له موږ سره هم؛ په دواړو هېوادو كي دې ته ورته چلن شوى؛ د خاتمي حكومت له امريكا سره ژمنه كړې وه چي ما به ورسپاري؛ د پرويز مشرف حكومت؛ زما د محافظينو مسئول؛ او زما د زوم په شمول؛ د حزب غړي ونيول؛ او امريكا ته ئې وسپارل؛ زه له ايران په داسي حال كي وتلى يم چي امريكايان زما د نيولو لپاره؛ د ايران سرحد ته څېرمه؛ په هغه ځاى كي منتظر وو چي ايرانيانو به زه هملته رسولم؛ د امريكا مهم او معروف ديپلومات او سفير؛ رايان كراكر؛ له افغانستان انټرنيشنل سره په خپلي مركې كي په همدې توطئې اعتراف وكړ. موږ په ټولي نړۍ كي له الله تعالى پرته نه هيڅ حامي درلود او نه هيڅ پناه ځى؛ زه د امريكايي اشغال په دوران كي چي تر شديد تعقيب لاندي وم؛ له پاسه سپوږمكۍ او ډرون گرځېدل او لاندي امريكايي كوماندو؛ 45 ځله اړ شوى يم چي د اوسېدو ځاى بدل كړم؛ خو په همدغه سخت حالت كي چي الله تعالى ما ته د څه كولو توفيق او سعادت راپه برخه كړى؛ كه دا فكري او فرهنگي مبارزه وه او كه نظامي مبارزه؛ د خپل مهربان رب له پېرزوينو دومره ممنون يم؛ چي د شكر له اداء كولو ئې ځان عاجز گڼم؛ الحمد لله دا ټولي آزمويني او سختي ورځي تېري شوې؛ او زموږ ستر ستر آرمانونه تر سره شول؛ همدا اوس زه نه يوازي له خپل رحمان رب راضي يم بلكي داسي انگېرم چي خپلو ټولو سترو سترو آرمانونو ته رسېدلى يم؛ او پاته ته ئې له ډاډ سره منتظر.
د درس په پای کي په إجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.
