د حکمتيار صاحب يو شپېتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
يکشنبه د سنبلي ۱۲مه؛ ۱۴۰۲
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله يو شپېتمه درسي حلقه د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام وويل:
(د مکاتَب روا شروط
او څوك چي داسي شرط وضع كړي چي د الله په كتاب كي نه وي) لکه چي وايي:
1150 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا: أَنَّ بَرِيرَةَ جَاءَتْ تَسْتَعِينُهَا فِي كِتَابَتِهَا وَلَمْ تَكُنْ قَضَتْ مِنْ كِتَابَتِهَا شَيْئًا، قَالَتْ لَهَا عَائِشَةُ: ارْجِعِي إِلَى أَهْلِكِ فَإِنْ أَحَبُّوا أَنْ أَقْضِيَ عَنْكِ كِتَابَتَكِ وَيَكُونَ وَلاؤُكِ لِي فَعَلْتُ، فَذَكَرَتْ ذَلِكَ بَرِيرَةُ لأَهْلِهَا فَأَبَوْا، وَقَالُوا: إِنْ شَاءَتْ أَنْ تَحْتَسِبَ عَلَيْكِ فَلْتَفْعَلْ وَيَكُونَ وَلاؤُكِ لَنَا، فَذَكَرَتْ ذَلِكَ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ لَهَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «ابْتَاعِي فَأَعْتِقِي، فَإِنَّمَا الْوَلاءُ لِمَنْ أَعْتَقَ». قَالَ: ثُمَّ قَامَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «مَا بَالُ أُنَاسٍ يَشْتَرِطُونَ شُرُوطًا لَيْسَتْ فِي كِتَابِ اللَّهِ، مَنِ اشْتَرَطَ شَرْطًا لَيْسَ فِي كِتَابِ اللَّهِ فَلَيْسَ لَهُ وَإِنْ شَرَطَ مِائَةَ مَرَّةٍ، شَرْطُ اللَّهِ أَحَقُّ وَأَوْثَقُ». (بخاري: 2561)
له عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي: بَرِيْرَه رضي الله عنها ورته راغله او د خپل ځان د مکاتبې (د پيسو په بدل کي د آزادي تر لاسه كولو معاهده) په اړه ئې مرسته ترې وغوښته او دغه وخت بريره د خپل مکاتبت له پيسو هيڅ نه وو اداء کړي؛ نو عائشې رضي الله عنها ورته وويل: ولاړه شه خپل اهل (مالك) ته ورشه که د هغوى رضا وي چي زه دي پيسې اداء کړم او ولاء (د تناصر او وراثت حق) دي له ما سره وي؛ نو پيسې به دي ورکړم؛ بريره دا خبره خپلو مالكانو ته وکړه؛ خو هغوى ونه منله او وئې ويل: که عائشه رضي الله عنها غواړي چي دا پيسې د ثواب لپاره درکړي؛ نو ښه ده او ولاء به دي له موږ سره وي. عائشې رضي الله عنها دا خبره رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وکړه؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وفرمايل: ((هغه په بيه واخله، بيا ئې آزاده کړه او ولاء د هغه چا حق دئ چي آزاد ئې کړي))؛ راوي وايي: بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم پاڅېد او وئې فرمايل: ((په خلکو څه شوي چي داسي شروط ږدي چي د الله په كتاب (قرآن) کي نشته؛ څوک که داسي شرط کښېږدي چي د الله تعالى په کتاب کي نه وي؛ هغه شرط ئې باطل او لغوه دئ که څه هم سل ځله ئې شرط کړي؛ د الله تعالى شرط له ټولو زيات په حقه او مضبوط دئ)).
ښاغلي حکمتیار زياته کړه؛ دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: قُتَيْبَة، لَيْث، ابْنِ شِهَاب، عُرْوَة او عَائِشَة رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا؛ له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى؛ په روايت كي درې خبري مزيد توجه ايجابوي:
1- لوستونكى دا انتباه ترې اخلي چي گواكي عائشې رضي الله عنها د بريرې د ميراث تر لاسه كولو په موخه دا شرط ايښى چي ولاء به دي زما وي(زه به دي وارثه وم)؛ حاشا و كلا چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم تر تربيت لاندي روزل شوى شخصيت به داسي وي؛ له دې وينځي سره به څه وو چي دې ئې طمع كړې وى؟!! عائشې د هغې د آزادولو اراده كړې او د قيمت پرې كولو ته چمتو شوې؛ كه له وينځي سره څه وى نو خپله آزادي به ئې اخستې وه.
2- په راويانو كي ئې ابن شهاب دئ چي د اموي حكامو كلك پلوي وو؛ په رسمي او حكومتي سطح د احاديثو ليكلو او په يوه كتاب كي د راغونډولو كار هم؛ ده د عمر بن عبدالعزيز رحمه الله په امر پيل كړى؛ په ډېرو داسي غريب رواياتو كي چي دى ئې په راويانو كي شامل وي؛ وبه گورئ چي د عائشې، ابوبكر او نورو شخصيتونو په اړه همداسي څرگندوني شوې وي؛ په مخكينيو درسونو كي مو همداسي روايات له نظره تېر شوي. نه وايو چي دا روايات به ده په خپله جوړ كړي وي؛ بلكي د نورو له ويناوو او رواياتو ئې همدا غوره كړي.
3- په دې روايت كي گورو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: "څوک که داسي شرط کښېږدي چي د الله تعالى په کتاب (قرآن) کي نه وي؛ دا شرط ئې باطل او لغوه دئ که څه هم سل ځله ئې شرط کړي"؛ او له دې په څرگنده او پرېكنده توگه معلومېږي چي د الله كتاب يوازينۍ او وروستۍ مرجع ده؛ او د رسول الله صلى الله عليه و سلم ټول ارشادات له قرآن اخستل شوي.
قدرمن مشر همداراز له پورتني وضاحت وروسته د صحيح البخاري ٤۸ کتاب؛ (سوغات او فضيلت ئې) د لاندينيو رواياتو په استناد سره تشريح کړ؛ لکه چي وايي:
1باب: (د سوغات فضيلت)
1151 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «يَا نِسَاءَ الْمُسْلِمَاتِ لا تَحْقِرَنَّ جَارَةٌ لِجَارَتِهَا وَلَوْ فِرْسِنَ شَاةٍ». (بخاري: 2566)
له ابو هريرة رضي الله عنه روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلى: ((اې مسلمانو مېرمنو! هيڅ گاونډۍ دي د خپلي گاونډۍ هديه (ډالۍ) کمه نه گڼي؛ که څه هم د پسه د پښې ښنگرى وي.
د نوموړي په وينا د پورتني روايت مراد دا دئ چي هديه بايد په ورين تندي ومنل شي؛ كه هر څومره كم ارزښته شى وي؛ بايد په سپكه سترگه ورته ونه كتل شي، او زياتوي چي؛ دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 3 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: المَقْبُرِي، پلار ئې او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري علاوه په مسلم، مسند احمد او مسند ابي داؤد الطيالسي كي هم راغلى چي په دريو طبقو كي ئې راويان همدا دي او د متن له پلوه ځيني توپيرونه لري؛ په مسند ابي داؤد الطيالسي كي په دې صيغه راغلى:
2453 - حَدَّثَنَا أَبُو دَاوُدَ قَالَ: حَدَّثَنَا أَبُو مَعْشَرٍ، عَنْ سَعِيدٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «تَهَادَوْا، فَإِنَّ الْهَدِيَّةَ تُذْهِبُ وَغَرَ الصَّدْرِ، لَا تَحْقِرَنَّ جَارَةٌ لِجَارَتِهَا وَلَوْ نِصْفَ فِرْسِنِ شَاةٍ»
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: يو بل ته هديه وركړئ؛ چي هديه د سينې كينه له منځه وړي؛ هيڅ گاونډۍ دي د خپلي گاونډۍ هديه (ډالۍ) کمه نه گڼي؛ که څه هم د پسه د ښنگري نيمايي وي.
ښاغلي حکمتیار همداراز د موضوع د لا وضاحت په ارتباط لاندينی روايت هم په تفصيلي توگه تشريح کړ؛ لکه چي وايي:
1152 ـ عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا أَنَّهَا قَالَتْ لِعُرْوَةَ: يا ابْنَ أُخْتِي إِنْ كُنَّا لَنَنْظُرُ إِلَى الْهِلالِ ثُمَّ الْهِلالِ ثَلاثَةَ أَهِلَّةٍ فِي شَهْرَيْنِ وَمَا أُوقِدَتْ فِي أَبْيَاتِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ نَارٌ فَقُلْتُ: يَا خَالَةُ مَا كَانَ يُعِيشُكُمْ؟ قَالَتِ: الأَسْوَدَانِ: التَّمْرُ وَالْمَاءُ، إلَّا أَنَّهُ قَدْ كَانَ لِرَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ جِيرَانٌ مِنَ الأَنْصَارِ كَانَتْ لَهُمْ مَنَائِحُ وَكَانُوا يَمْنَحُونَ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنْ أَلْبَانِهِمْ فَيَسْقِينَا. (بخاري: 2567)
له عائشې رضي الله عنها روايت دئ چي عُروَة ته ئې وويل: اې خوريى! باور وکړه موږ به سپوږمۍ ته كتل؛ ورپسې بلي سپوږمۍ ته؛ په دوو مياشتو كي درې رابره كېدا ئې؛ خو د رسول الله صلى الله عليه و سلم په کورونو کي اور نه بلېدو؛ ومي وويل: ترورې! نو په څه به مو ژوند كولو؟ وئې ويل: دوه تور؛ خرما او اوبه؛ مگر دا چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم انصار گاونډيان وو؛ چي شيدې ورکوونکي څاروي ئې درلودل؛ (يا بل چا د شيدو لپاره ورکړي وو)؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته به ئې د هغوى شيدې ډالۍ کولې او پر موږ به ئې څښلې.
د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير د يادي موضوع د لا وضاحت په دوام زياتوي چي: منائح؛ د مِنحَه جمع؛ په اصل كي هغي مېږي او اوښي ته ويل كېږي چي څوك ئې بل ته د دې لپاره وركړي چي له شيدو ئې استفاده وكړي؛ تر هغه چي شيدې وركوي؛ بيا ئې بېرته خپل خاوند ته سپاري؛ خو وروسته وروسته د هري عطيه او هبه لپاره ئې كارول عام شو، او زیاتوي چي؛ دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى؛ 2567 - 6459 - غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: عَبْدُ العَزِيزِ بْن عَبْد اللَّهِ الأُوَيْسِي، ابْن أَبِي حَازِم، پلار ئې، يَزِيد بْنِ رُومَانَ، عُرْوَة او عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا؛
په مسند احمد او سنن ابن ماجه كي ئې هم له عائشې وروسته راويان توپير لري او هم ئې په متن كي توپير ليدل كېږي؛ په دواړو كي په دې صيغه راغلى:
25491 - عَنْ عَائِشَةَ، قَالَتْ: «لَقَدْ كَانَ يَأْتِي عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ الشَّهْرُ، مَا يُرَى فِي بَيْتٍ مِنْ بُيُوتِهِ الدُّخَانُ» قُلْتُ: يَا أُمَّهْ، وَمَا كَانَ طَعَامُهُمْ؟ قَالَتْ: «الْأَسْوَدَانِ، التَّمْرُ وَالْمَاءُ، غَيْرَ أَنَّهُ كَانَ لَهُ جِيرَانُ صِدْقٍ مِنَ الْأَنْصَارِ، وَكَانَ لَهُمْ رَبَائِبُ، فَكَانُوا يَبْعَثُونَ إِلَيْهِ مِنْ أَلْبَانِهَا»
له عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي وئې ويل: يقيناً چي د محمد عليه السلام په ټبر به داسي مياشت راتله چي په كور كي به ئې هيڅ دود نه ليدل كېدو؛ ومي ويل: اې مورې! نو خوراك به ئې څه وو؟ وئې ويل: دوه تور؛ خرما او اوبه؛ مگر دا چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم رښتيني انصار گاونډيان وو؛ په كور كي ساتل شوې مېږي ئې درلودلې؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته به ئې د هغوى شيدې لېږلې.
ښاغلي حکمتیار همداراز د پورتنيو رواياتو تر منځ توپيرونو ته په پام سره دا هم وويل:
پوښتنه دا ده: د دواړو رواياتو موضوع يوه ده؛ لومړى راوي ئې هم عائشه رضي الله عنها؛ خو په متن كي ئې دا توپير دئ: يو ئې وايي؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په ټبر به داسي مياشت راتله چي په كور كي به ئې هيڅ دود نه ليدل كېدو؛ په بل كي ويل شوي: په دوو مياشتو كي به د رسول الله صلى الله عليه و سلم په کورونو کي اور نه بلېدو؛ يو به ئې صحيح وي؛ خو نه په بخاري كي د دې ځواب مومو او نه په نورو كتابونو كي.
له پورتني وضاحت وروسته نوموړي لاندينی روايت هم په تفصيلي توگه توضيح کړ؛ هلته چي فرمايي:
1153 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «لَوْ دُعِيتُ إِلَى ذِرَاعٍ أَوْ كُرَاعٍ، لأَجَبْتُ، وَلَوْ أُهْدِيَ إِلَيَّ ذِرَاعٌ أَوْ كُرَاعٌ لَقَبِلْتُ». (بخاري: 2568)
له ابو هريرة رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((که د پسه د لاس او يا د پنډۍ (د پښې له زنگون لاندي برخي) خوړلو ته و بلل شم؛ نو دا بلنه به منم او که د پسه لاس يا پښه په سوغات كي راکړل شي؛ نو قبلوم ئې)).
ښاغلی حکمتيار وايي چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى؛ 2568 - 5178 - غريب دئ؛ په 2 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: أَبو حَازِم او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ په متن كي ئې دا توپير دئ چي په يوه كي ئې يوازي دا راغلي: لَوْ دُعِيتُ إِلَى كُرَاعٍ لَأَجَبْتُ، وَلَوْ أُهْدِيَ إِلَيَّ كُرَاعٌ لَقَبِلْتُ»؛ له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى.
ورته مهال ښاغلي حکمتیار په ۲ باب کي بيا دا عنوان چي (د ښکاري هديه د قبول وړ ده) هم په تفصيلي توگه تشريح کړ، لکه چي وايي:
1154 ـ عَنْ أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: أَنْفَجْنَا أَرْنَبًا بِمَرِّ الظَّهْرَانِ فَسَعَى الْقَوْمُ فَلَغَبُوا فَأَدْرَكْتُهَا فَأَخَذْتُهَا فَأَتَيْتُ بِهَا أَبَا طَلْحَةَ فَذَبَحَهَا وَبَعَثَ بِهَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِوَرِكِهَا أَوْ فَخِذَيْهَا فَقَبِلَهُ قُلْتُ وَأَكَلَ مِنْهُ، قال و اكل منه ثم قال بعد قبله. (بخاري: 2572)
له انس رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: په مَرَّ الظَهْرَان کي موږ يو سوى و لټاوو؛ خلک ورپسي وځغلېدل؛ خو ستړي شول؛ نو ومي موندلو او ومي نيولو؛ او ابو طلحه ته مي وروړ؛ هغه ذبح کړ او د ورنو برنۍ برخه يا ورنونه ئې رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورولېږل؛ چي قبول ئې کړل؛ ومې ويل: آيا وئې خوړل؟ وئې ويل: وئې خوړل؛ بيا ئې وويل: هغه هديه ئې قبوله کړه.
محترم مشر دا هم وويل؛ چي دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى؛ 2572 – 5489؛ غريب دئ؛ په 3 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: شُعْبَة، هِشَامِ بْنِ زَيْد او أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ په ځينو نورو كتابونو كي هم؛ له همدې سند او متن سره راغلى.
نوموړي همداراز په ٣ باب کي بيا د لانديني روايت په استناد (د سوغات قبلولو) پر موضوع هم تفصيلي بحث درلود، لکه چي وايي:
1155 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما قَالَ: أَهْدَتْ أُمُّ حُفَيْدٍ خَالَةُ ابْنِ عَبَّاسٍ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَقِطًا وَسَمْنًا وَأَضُبًّا فَأَكَلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مِنَ الأَقِطِ وَالسَّمْنِ، وَتَرَكَ الضَّبَّ تَقَذُّرًا، قَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ: فَأُكِلَ عَلَى مَائِدَةِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَلَوْ كَانَ حَرَامًا مَا أُكِلَ عَلَى مَائِدَةِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ . (بخاري: 2575)
له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي وايي: د ابن عباس رضي الله عنه خاله ام حُفَيد؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته لږ څه كورت، غوړي او څه سمساره؛ د هديې په توگه ورکړل؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم كورت او غوړي و خوړل، او سمساره ئې پرېښوده؛ د كراهت او بد ايسېدو له كبله؛ ابن عباس رضي الله عنهما وويل: خو د رسول الله صلى الله عليه و سلم پر دسترخان وخوړل شو؛ (نورو وخوړ)؛ که حرام وى؛ نو د رسول الله صلى الله عليه و سلم په دسترخان به نه خوړل کېدو.
قدرمن مشر د موضوع د وضاحت په دوام دا هم وويل؛ چي پورتنی روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: آدَم، شُعْبَة، جَعْفَر بْن إِيَاس، سَعِيد بْن جُبَيْر او ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا؛ په سنن نسائي او شعب الإيمان للبيهقي كي هم له دغه سند او متن سره راغلى.
د نوموړي په وينا په دې اړه روايات متعارض دي؛ ځيني ئې د نهي خبره او ځيني ئې د جواز خبره كوي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم نه دئ خوړلى؛ د احنافو له نظره د نهي روايات وروستني او معتبر دي.
1156 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا أُتِيَ بِطَعَامٍ سَأَلَ عَنْهُ: أَهَدِيَّةٌ أَمْ صَدَقَةٌ فَإِنْ قِيلَ: صَدَقَةٌ قَالَ لأَصْحَابِهِ: «كُلُوا» وَلَمْ يَأْكُلْ، وَإِنْ قِيلَ: هَدِيَّةٌ ضَرَبَ بِيَدِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَأَكَلَ مَعَهُمْ. (بخاري: 2576)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته به چي خواړه راوړل شول؛ پوښتنه به ئې کوله چي دا صدقه ده که سوغات؟ که به وويل شول صدقه ده، نو اصحابو رضي الله عنهم ته به ئې وفرمايل: ((تاسو ئې وخورئ)) او ده به نه خوړله؛ او که به وويل شول: سوغات يا هديه ده؛ نو لاس به ئې ور اوږد کړ او له دوى سره به ئې په گډه خوړل.
ښاغلی حکمتیار زياتوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: إِبْرَاهِيم بْن مُنْذِر، مَعْن، إِبْرَاهِيم بْن طَهْمَان، مُحَمَّد بْنِ زِيَاد او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛
په مسند احمد كي په دې صيغه راغلى:
20054 - حَدَّثَنَا مَكِّيُّ بْنُ إِبْرَاهِيمَ، أَخْبَرَنَا بَهْزُ بْنُ حَكِيمٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ جَدِّهِ، قَالَ: كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا أُتِيَ بِالشَّيْءِ سَأَلَ عَنْهُ: «أَهَدِيَّةٌ أَمْ صَدَقَةٌ؟»؛ فَإِنْ قَالُوا: هَدِيَّةٌ، بَسَطَ يَدَهُ، وَإِنْ قَالُوا: صَدَقَةٌ، قَالَ لِأَصْحَابِهِ: «خُذُوا» مسند احمد
د نوموړي په وينا لكه چي گورئ دلته (بسط يده: لاس به ئې اوږد كړ) راغلي؛ خو د بخاري په روايت كي (ضَرَبَ بِيَدِهِ: په خپل لاس به ئې ووهلو) راغلي؛ مناسب ئې د مسند احمد فقره ده. په مسند اسحاق بن راهويه كي په دې صيغه راغلى:
508 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: " كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِذَا أُتِيَ بِطَعَامٍ مِنْ غَيْرِ أَهْلِهِ سَأَلَ عَنْهُ أَهَدِيَّةٌ أَمْ صَدَقَةٌ؟ فَإِنْ قِيلَ: صَدَقَةٌ لَمْ يَأْكُلْ مِنْهُ، وَأَكَلَ أَصْحَابُهُ، وَإِنْ قِيلَ هَدِيَّةٌ أَكَلَ مِنْهَا ". مسند اسحاق بن راهويه
محترم مشر زياتوي چي دا روايت تر مخكينيو دواړو زيات واضح دئ؛ ځكه دلته ويل شوي: كه به رسول الله صلى الله عليه و سلم ته له خپلي كورنۍ پرته له بل ځاى خواړه راوړل شول نو وبه پوښتل: صدقه ده كه هديه؟ كه به وويل شول: صدقه ده نو نه به ئې خوړل او يارانو به ئې خوړل او كه به وويل شول چي هديه ده نو خوړل به ئې.
1157 ـ عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: أُتِيَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِلَحْمٍ فَقِيلَ: تُصُدِّقَ عَلَى بَرِيرَةَ قَالَ: «هُوَ لَهَا صَدَقَةٌ وَلَنَا هَدِيَّةٌ». (بخاري: 2577)
له انس بن مالک رضي الله عنه روايت دئ چي وايې: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته څه اندازه غوښه راوړل شوه؛ او وويل شول: دا غوښه بَرِيْرَه ته په خيرات کي ورکړل شوې ده؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم و فرمايل: ((دا غوښه د بريرة لپاره زکات (صدقه) ده او زموږ لپاره هديه)).
د نوموړي په وينا له دې روايت معلومېږي چي عائشې رضي الله عنها بريره رضي الله عنها اخستې او آزاده كړه وه.
د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير همداراز په ٤ باب کي بيا دا موضوع؛ (څوك چي خپل ملگري ته هديه وركړي او دې ته انتظار كوي چي د خاصي مېرمني په کور کي ئې وركړي) هم په تفصيلي توگه وڅېړله، او وئې ويل:
1158 ـ حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ، قَالَ: حَدَّثَنِي أَخِي، عَنْ سُلَيْمَانَ، عَنْ هِشَامِ بْنِ عُرْوَةَ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا: أَنَّ نِسَاءَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كُنَّ حِزْبَيْنِ، فَحِزْبٌ فِيهِ عَائِشَةُ وَحَفْصَةُ وَصَفِيَّةُ وَسَوْدَةُ، وَالحِزْبُ الآخَرُ أُمُّ سَلَمَةَ وَسَائِرُ نِسَاءِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، وَكَانَ المُسْلِمُونَ قَدْ عَلِمُوا حُبَّ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَائِشَةَ، فَإِذَا كَانَتْ عِنْدَ أَحَدِهِمْ هَدِيَّةٌ يُرِيدُ أَنْ يُهْدِيَهَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، أَخَّرَهَا حَتَّى إِذَا كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي بَيْتِ عَائِشَةَ، بَعَثَ صَاحِبُ الهَدِيَّةِ بِهَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي بَيْتِ عَائِشَةَ، فَكَلَّمَ حِزْبُ أُمِّ سَلَمَةَ فَقُلْنَ لَهَا: كَلِّمِي رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُكَلِّمُ النَّاسَ، فَيَقُولُ: مَنْ أَرَادَ أَنْ يُهْدِيَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ هَدِيَّةً، فَلْيُهْدِهِ إِلَيْهِ حَيْثُ كَانَ مِنْ بُيُوتِ نِسَائِهِ، فَكَلَّمَتْهُ أُمُّ سَلَمَةَ بِمَا قُلْنَ، فَلَمْ يَقُلْ لَهَا شَيْئًا، فَسَأَلْنَهَا، فَقَالَتْ: مَا قَالَ لِي شَيْئًا، فَقُلْنَ لَهَا، فَكَلِّمِيهِ قَالَتْ: فَكَلَّمَتْهُ حِينَ دَارَ إِلَيْهَا أَيْضًا، فَلَمْ يَقُلْ لَهَا شَيْئًا، فَسَأَلْنَهَا، فَقَالَتْ: مَا قَالَ لِي شَيْئًا، فَقُلْنَ لَهَا: كَلِّمِيهِ حَتَّى يُكَلِّمَكِ، فَدَارَ إِلَيْهَا فَكَلَّمَتْهُ، فَقَالَ لَهَا: «لاَ تُؤْذِينِي فِي عَائِشَةَ فَإِنَّ الوَحْيَ لَمْ يَأْتِنِي وَأَنَا فِي ثَوْبِ امْرَأَةٍ، إِلَّا عَائِشَةَ»، قَالَتْ: فَقَالَتْ: أَتُوبُ إِلَى اللَّهِ مِنْ أَذَاكَ يَا رَسُولَ اللَّهِ، ثُمَّ إِنَّهُنَّ دَعَوْنَ فَاطِمَةَ بِنْتَ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَأَرْسَلَتْ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ تَقُولُ: إِنَّ نِسَاءَكَ يَنْشُدْنَكَ اللَّهَ العَدْلَ فِي بِنْتِ أَبِي بَكْرٍ، فَكَلَّمَتْهُ فَقَالَ: «يَا بُنَيَّةُ أَلاَ تُحِبِّينَ مَا أُحِبُّ؟»، قَالَتْ: بَلَى، فَرَجَعَتْ إِلَيْهِنَّ، فَأَخْبَرَتْهُنَّ، فَقُلْنَ: ارْجِعِي إِلَيْهِ، فَأَبَتْ أَنْ تَرْجِعَ، فَأَرْسَلْنَ زَيْنَبَ بِنْتَ جَحْشٍ، فَأَتَتْهُ، فَأَغْلَظَتْ، وَقَالَتْ: إِنَّ نِسَاءَكَ يَنْشُدْنَكَ اللَّهَ العَدْلَ فِي بِنْتِ ابْنِ أَبِي قُحَافَةَ، فَرَفَعَتْ صَوْتَهَا حَتَّى تَنَاوَلَتْ عَائِشَةَ وَهِيَ قَاعِدَةٌ فَسَبَّتْهَا، حَتَّى إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ [ص:157] لَيَنْظُرُ إِلَى عَائِشَةَ، هَلْ تَكَلَّمُ، قَالَ: فَتَكَلَّمَتْ عَائِشَةُ تَرُدُّ عَلَى زَيْنَبَ حَتَّى أَسْكَتَتْهَا، قَالَتْ: فَنَظَرَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ إِلَى عَائِشَةَ، وَقَالَ: «إِنَّهَا بِنْتُ أَبِي بَكْرٍ»، (بخاري: 2581)
له عائشه رضي الله عنها روايت دئ چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم مېرمني دوې ډلي وې، په يوه ډله کي عائشه،حَفْصَة، صَفِيَّة او سَوْدَه (رضي الله عنهن) وې او په بله کي ام سلمه او د رسول الله صلى الله عليه و سلم نوري مېرمني؛ مسلمانان له عائشې رضي الله عنها سره د رسول الله صلى الله عليه و سلم له ځانگړي محبت خبر وو؛ که به له کوم صحابي سره څه سوغات وو او غوښتل به ئې رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ئې ورکړي؛ نو تر هغه به ئې ځنډولو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به د عائشې رضي الله عنها په کور كي وو؛ نو د هديې خاوند به خپله هديه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته هغه مهال لېږله چي د عائشې په کور کي به وو؛ د ام سلمه ډلي په خپل منځ کي خبري وکړې او هغې ته ئې وويل: له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره خبره وکړه چي خلكو ته ووايي: که څوک غواړي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته هديه ورکړي؛ نو چي د خپلو مېرمنو په هر كور كي وي هملته دي هديه وركړي؛ نو ام سلمه هغه خبره ورسره وكړه چي دوى ويلې وه؛ خو څه ئې ورته ونه ويل؛ ترې ومو پوښتل: وئې ويل: ما ته ئې څه ونه ويل؛ هغې ته ومو ويل: بيا ورسره خبره وكړه؛ نو هغه مهال ئې ورسره خبره وكړه چي د دې په كور كي وو؛ بيا ئې هم څه ورته ونه ويل؛ پوښتنه مو ترې وكړه؛ وئې ويل: ما ته ئې څه ونه ويل؛ بيا مو ورته وويل: تر هغه خبري ورسره وكړه چي خبره درته وكړي؛ بيا چي د دې كور كي وو؛ نو خبره ئې ورته وكړه؛ نو ورته وئې فرمايل: ((د عائشې په اړه مي مه ځوروه؛ دا ځكه چي د هيڅ مېرمني په بستر كي پر ما وحى نه ده نازله شوې؛ له عائشې پرته))؛ نو وئې ويل: يا رسول الله! ستا له ځورولو الله ته توبه كوم؛ بيا دوى د رسول الله صلى الله عليه و سلم لور فاطمه رضي الله عنها وروبلله او رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ئې ولېږله؛ چي ووايي: مېرمني دي د الله په نامه د ابوبکر د لور په اړه عدل غواړي؛ هغې دا خبره ورسره وكړه؛ وئې فرمايل: ((لورې! آيا هغه څه نه خوښوې چي زه ئې خوښوم؟))؛ وئې ويل: ولي نه؛ نو دوى ته ورستنه شوه او ترې خبري ئې كړلې؛ نو دوى وويل: بيا ورشه؛ خو له دې ئې ډډه وكړه چي بيا ورشي؛ نو هغوى زينب بنت جحش ورولېږله؛ هغه ورغله او ستوغه ژبه ئې وکاروله او وئې ويل: ستا مېرمني د الله په نامه د ابن قُحافه (ابوبکر) د لور په اړه عدل غواړي؛ خپل غږ ئې لوړ كړ؛ حتى په عائشې ولگېده په داسي حال كي چي هغه هلته ناسته وه؛ او وئې ښكنځله؛ دومره چي رسول الله صلى الله عليه و سلم عائشې ته كتل چي آيا څه به ووايي؟ راوي وايي: نو عائشې خبري وكړې؛ د زينب ځواب ئې ويلو؛ تر هغه چي خاموشه ئې كړه؛ وئې ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم عائشې ته وكتل او وئې فرمايل: (دا خو د ابوبكر لور ده)!!
د قدرمن مشر په وينا دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 6 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: إِسْمَاعِيل بن أبي أويس؛ ورور ئې أَبُو بكر عبد الحميد، سُلَيْمَان بن بِلَال، هِشَام بْنِ عُرْوَة، پلار ئې او عَائِشَه رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا؛ له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راغلى؛ د بخاري د استادانو او شاگردانو د كتابونو په شمول!!!
او زياتوي چي د دې روايت په اړه دا مطالب بايد په پام كي ولرو:
الف: له هيڅ پلوه د اعتبار وړ نه دئ؛ نه ئې راويان شاهد لري او نه ئې متن.
ب: په روايت كي ډېر اضطراب تر سترگو كېږي؛ په داسي حال كي چي راوي ئې عائشه ښودل شوې خو د روايت له متن داسي برېښي لكه چي راوي بل څوك وي؛ او دا بل څوك هم داسي چي هم د يوه لوري په غونډي كي حاضر دئ او هم د عائشې په كور كي!!!
ج: په دې كي داسي څه د رسول الله صلى الله عليه و سلم درنو مېرمنو ته منسوب شوي چي د دوى له لوړ شأن ډېر لري او ټيټ دي.
ح: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د خپلو مېرمنو تر منځ عدم عدالت منسوب شوى؛ چي د حقيقت خلاف او قطعاً د منلو نه دئ؛ بده ئې لا دا چي د بې عدالتي تور؛ د مېرمنو له لوري لگول شوى!!!
خ: څنگه ومنو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم دا ټولي خبري اورېدلې دي خو نه ئې هيڅ ځواب ويلى او نه ئې مېرمنو ته لارښوونه كړې؛ فقط له عائشې ئې دفاع كړې!!!
س: د داسي غريب او د متن او سند له پلوه معلول او مجروح روايت راوړلو گټه او ضرورت څه دئ؟ ولي دښمنانو ته دا تبليغاتي مواد په لاس وركوو چي ووايي: دا ئې د مسلمانانو د پيغمبر او د ده د مېرمنو حال چي د سوغاتونو په اړه په شخړو لگيا وې؛ يوې بلي ته ښكنځلي كولې او پيغمبر ئې له قانع كولو عاجز وو. په كار خو دا وه چي د راويانو هغه لړۍ د معتمد او معتبرو راويانو له فهرست ايستل شوي وى چي داسي ضعيف او مردود روايتونه نقل كوي.
ش: د دې روايت په راويانو كي هشام بن عروه دئ؛ كه څه هم هغه لوى شخصيت او معتبر تابعي دئ؛ خو د ده په اړه علماء رجال وايي: د عمر په پاى كي ئې حافظه ضعيفه شوې وه او مطالب ترې خلط او گډ وډ كېدل. كه هشام دا خبره كړې وى نو د ده شاگرد امام مالك به په خپل كتاب موطأ كي حتماً دا روايت راوړى وو؛ خو په موطأ كي نشته!! هشام د عائشې رضي الله عنها د خور لمسى دئ.
ص: د دې روايت دا برخه هم بحث ايجابوي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د مېرمنو دوه ډلي د حزبين (دوه حزبونه) په نامه يادي شوې!! له دې معلومېږي چي حزب په اصل كي د يوه شي يوې برخي ته ويل كېږي؛ اطلاق ئې د يوه ولس په يوې قبيلې، د يوه ملت په يوه جماعت او ټولي، د يوه واړه ټولي په څو كسانو او حتى د يوه كتاب په يوې برخي هم كېدى شي؛ د قرآن د هر جزء نيمايي ته د حزب نوم وركړى شوى؛ چي په دې سره ټول قرآن 60 حزبه گڼل شوى.
ښاغلی حکمتیار همداراز د خپل وضاحت په دوام وايي؛ يعني چي موږ كولى شو هر څو كسيز ټولى؛ د حزب په نامه ياد كړو؛ كه دا فكري او اعتقادى ټولى وي، يا سياسي، يا صنفي، يا قومي؛ د يوه شخص حاميان هم د يوه حزب په نامه يادولى شو او د هغه همفكر او همعقيده هم؛ قرآن هغه جنگ د احزاب په نامه ياد كړى چي د عربو ټول قبائل د رسول الله صلى الله عليه و سلم په خلاف يو ځاى شول او پر مدينې ئې بريد وكړ؛ د دې جنگ په اړه نازله شوې سوره هم د احزاب په نامه ياده شوې.
ښاغلي حکمتیار همداراز پورتني وضاحت ته په پام سره دا هم وويل؛ چي په دې ورځو كي له ځينو ادرسونو اورېدل كېږي چي وايي: په اسلام كي احزاب نشته، احزاب د تفرقې باعث كېږي، احزاب بايد منحل شي؛ ځيني د احزابو ضد ډېره كچه او پرېوتې بازاري ژبه كاروي او داسي ښكنځلي كوي چي مسلمان خو پرېږدئ هيڅ شريف انسان ئې د ويلو جسارت نه كوي؛ او له شرافت او انسانيت ئې لري گڼي؛ دا تبليغات د هغو له خوا كېږي چي په خپله د يوه گوند او حزب غړي دي؛ له اوسني حكومت د دفاع په موخه دا تبليغات او ښكنځلي كوي. په دې اړه څو خبري ضروري گڼو:
1- آيا په اسلام كي حزب او جواز ئې شته؟ ځواب ئې دا دئ چي هو؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم امت يو حزب دئ چي مشر او مؤسس ئې رسول الله صلى الله عليه و سلم دئ؛ همدا راز د هر پيغمبر امت يو حزب وو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي:
عن الحارث الاشعري أن رسول الله صلى الله عليه و سلم قال: وَأَنَا آمُرُكُمْ بِخَمْسٍ الله أَمَرَنِي بِهِنَّ: الْجَمَاعَةِ، وَالسَّمْعِ، وَالطَّاعَةِ، وَالْهِجْرَةِ، وَالْجِهَادِ فِي سَبِيلِ الله، فَمَنْ فَارَقَ الْجَمَاعَةَ قَيْدَ شِبْرٍ فَقَدْ خَلَعَ رِبْقَةَ الإِسْلامِ مِنْ عُنُقِهِ إِلا أَنْ يَرْجِعَ، وَمَنْ دَعَا دَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ فَهُوَ مِنْ جُثَاءِ جَهَنَّمَ"، قَالَ رَجُلٌ: يَا رَسُولَ الله وَإِنْ صَامَ وَصَلَّى؟ قَالَ: « نعم وَإِنْ صَامَ وَصَلَّى، فَادْعُوا بِدَعْوَةِ اللَّهِ الَّذِي سَمَّاكُمْ بِهَا الْمُسْلِمِينَ الْمُؤْمِنِينَ عباد الله »
له الحارث الاشعري روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: په هغو پنځو خبرو مو گمارم چي الله تعالى زه پرې گمارلى يم: جماعت، سمع، اطاعت، هجرت او د الله په لار كي جهاد، نو څوك چي له جماعت د يوې لوېشتي په اندازه ووت يقيناً د اسلام كړۍ ئې له خپلي غاړي وايسته، مگر دا چي بېرته راوگرځي؛ او څوك چي د جاهليت په بلني بلنه كوي؛ هغه به د دوزخ خس او خاشاك وي، يوه سړي وويل: يا رسول الله! كه څه هم روژە ئې نيولې وي او لمونځ ئې كړى وي؟ وئې فرمايل: هو؛ كه څه هم روژە ئې نيولې وي او لمونځ ئې كړى وي؛ نو د الله په هغي بلني سره بلنه وكړئ چي تاسو ئې پرې مؤمنان، د الله بندگان مسلمانان نومولي يئ.
2- دا روايت چي د احاديثو په ټولو كتابونو كي له همدې الفاظو سره يا په لږ تغيير سره راغلى او صحيح ئې گڼلى، په جماعت كي ژوند، سمع، اطاعت، هجرت او د الله په لار كي جهاد، دومره مهم بولي چي له دې پرته د چا لمونځ او روژە هم د منلو وړ نه گڼي!!
3- دا پوښتنه راولاړېږي چي آيا په واحد امت كي بېل بېل حزبونه جواز لري؟ ځواب دا دئ؛ د حرمت لپاره ئې هيڅ دليل او نص نه مومو؛ البته د دې حرمت مومو چي كه مسلمانان متحد وي؛ په خپله خوښه ئې يو امير غوره كړى او بيعت ئې ورسره كړى وي؛ بل پاڅي؛ په بغاوت لاس پوري كړي؛ د زور او جنگ لار غوره كړي.
4- موږ په خير القرون كي داسي امامان لرو چي هر يوه ئې د امت د لويي برخي قيادت او مشري په غاړه درلوده؛ دا هر امام او پلويان ئې يو حزب وو. سره له دې چي مطلق العنان؛ اموي او عباسي حكامو دا امامان گواښلي، زنداني كړي، تعذيب كړي او په دوى كي امام ابو حنيفه رحمة الله عليه؛ په زندان كي وفات شوى؛ خو ونه توانېدل دا مذهبي خوځښت او حزبونه وځپي او محبويت ئې په امت كي راكم كړي.
د درس په پای کي په إجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه