د حکمتيار صاحب شپېتمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه
چهارشنبه د سنبلې ۸مه؛ ۱۴۰۲:
د بريا نړۍوال ټلويزيون د غونډو په تالار کي د حزب اسلامي افغانستان قدرمن أمير ښاغلي انجينير حکمتيار د حکمة البارئ د څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله شپېتمه درسي حلقه وړاندي کړه چي گڼ شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.
نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام وويل:
په تېر درس كي مو د بني المصطلق د غزوې په ارتباط تفصيلي بحث درلود؛ له دې غزوې د راستنېدو په دوران كي؛ پر عائشه رضي الله عنها؛ د منافقينو له لوري د دروغجن تور قضيه رامنځته شوې؛ او په همدې ارتباط او د عائشې رضي الله عنها له شخصيت او پاك لمنۍ د دفاع لپاره د النور مهمه سوره نازله شوې؛ چي په هغې كي د دې دفاع تر څنگ؛ د مېرمنو په اړه مهمي لارښووني شوې چي په ضمن كي ئې د حجاب موضوع هم څېړل شوې؛ دغو مسائلو د بني المصطلق غزوې ته خاص اهميت وركړى؛ نو ځكه بايد وگورو چي د غزوې شا ليد، عوامل او نتائج څه وو:
قدرمن مشر زياته کړه چي دا غزوه د احد له ماتي وروسته او د احزاب له جگړي مخكي رامنځته شوې؛ د احد په جگړي كي مسلمانانو ته درانه تلفات ورسېدل؛ او د هغوى لپاره لومړۍ درنه ماته وه؛ لكه څنگه چي په جگړو كي ماتي له يوې خوا كورنۍ ستونزي زېږوي، د منافقينو د جسارت او زړه ورتوب باعث كېږي، د فتنو راولاړولو او له دښمن سره د خپلو پټو اړيكو مزيد ټينگولو او په گډه لا زياتو خطرناكو توطئو ته ئې هڅوي، همدا راز بهرني دښمنان زړه ور كوي، پټ دښمنان او هغه چي تر دې وړاندي ئې خپله دښمني پټه ساتله؛ دې ته هڅوي چي خپله دښمني څرگنده كړي او له څرگند دښمن سره لاس يو كړي، د احد له ماتي وروسته هم دې ته ورته فضاء رامنځته شوه، كورني او بهرني دښمنان زړه ور شول، كورنيو دښمنانو؛ منافقينو او په مدينه كي مېشت يهودانو قريشو ته بلنه وركوله چي كه پر مدينه بريد وكړي نو دوى به ئې كلكه ملگرتيا او مرسته كوي، د عربو ډېري مشركي قبيلې چي تر دې وړاندي ئې د مسلمانانو په ضد د قريشو ملگرتيا او ملاتړ نه كولو او د مسلمانانو په ضد جگړو كي ئې برخه نه اخيستله؛ د احد له ماتي وروسته زړه ور شول، ځينو قريشو ته اطمئنان وركولو چي په راتلونكو جگړو كي به د دوى ملگرتيا كوي، ځينو په خپله پر مدينه د بريد تيارى نيولو، ځينو د دوكې او خدعي له لاري مسلمانانو ته د ضرر او تاوان رسولو توطئې جوړولې، په همدې لړ كي د احد له جگړي دوه مياشتي لا نه وې تېري شوې چي د بني اسد قبيلې پر مدينې د حملې تيارى وكړ؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم د دې بريد د مخينوي په موخه د ابوسلمه سريه ولېږله، ورپسې د څلورم هجري كال د صفر په مياشت كي د (عَضَل او قَارَّه) قبيلو له رسول الله صلى الله عليه و سلم وغوښتل چي د خلكو د دعوت او لارښووني په موخه څو مبلغين ورولېږي، رسول الله صلى الله عليه و سلم د اصحابو يو شپږ كسيز ټولى ورسره ولېږو، خو هغوى دوكه وكړه او د دوى د وژلو لپاره ئې د هُذَيل له قبيلې سره مرسته وكړه، چي په بريد كي څلور تنه شهيدان شول او دوه ئې له ځان سره بوتلل او د څو پيسو په بدل كي ئې پر قريشو وپلورل؛ كه څه هم په دې اړه بل روايت داسي دئ چي گواكي رسول الله صلى الله عليه و سلم دا ټولى د استطلاع په موخه لېږلى وو، د ټولي د شمېر په اړه هم روايات مخنلف دي ځيني ئې شپږ او ځيني ئې لس بولي؛ ورپسې په همدې مياشت كي رسول الله صلى الله عليه و سلم د بني عامر د قبيلې د يوه مشر په غوښتنه يو بل تبليغي وفد چي څلوېشت يا اويا كسان ول د نجد په لوري ولېږل، له دوى سره هم غداري وشوه، د بني سُلَيم درې قبيلو: عُصَيَّه، رِعل او ذَكْوان؛ دوى ته كمين ونيو او په ناڅاپي توگه ئې پر دوى بريد وكړ او ټول ئې شهيدان كړل. په همدې دوران كي د مديني يوې يهودي قبيلې بني نضير د همدې كال په ربيع الاول كي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د شهيدولو توطئه جوړه كړه چي بريالي نشول، ورپسې د همدې كال په جمادي الاولى كي د بني غطفان دوو قبيلو: بنو ثعلبه او بنو محارب پر مديني د بريد لپاره چمتو شول چي د دوى د ځپلو لپاره رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپله د يوه لښكر په ملگرتيا هلته ولاړ.
همدا راز كله چي بني اسد پر مدينې د بريد تيارى شروع كړ، رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د ده د خواخوږو له لوري اطلاع وركړى شوه، تر دې وړاندي چي دښمن پر مدينې بريد وكړي د ابوسلمه رضى الله عنه تر مشرۍ لاندي ئې شاوخوا يو نيم سل سرتېري ورولېږل، د دوى ناڅاپي بريد دښمن داسي وارخطاء كړ چي يوې بلي خوا ته وتښتېدل او هر څه ئې تر شا پرېښودل او ټولي شتمني ئې مسلمانانو غنيمت كړې. كله چي د بني نضير يهودي قبيلې توطئه افشاء شوه او رسول الله صلى الله عليه و سلم او صحابه وو ته جوته شوه چي دوى د رسول الله صلى الله عليه و سلم د قتل منصوبه جوړه كړې وه، نو رسول الله صلى الله عليه و سلم په همغه ورځ دوى ته اعلان كړه چي تر لسو ورځو به له مدينې وځي او له دې ټاكلې مودې وروسته چي د دوى هر څوك پاته وي هغه به وژل كېږي، د منافقينو سالار عبدالله بن ابى بن سلول هغوى هڅول چي د دې گواښ پروا ونه كړي، له مدينې ونه وځي، دى تيار دئ له دوو زرو جنگياليو سره د دوى مرسته وكړي، د بني قريظه يهودي قبيله او د بني غطفان قبيله به د دوى مرسته كوي؛ دغو دروغجنو ډاډېينو ته په پام سره هغوى رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ځواب وركړ چي وتلو ته چمتو نه يو؛ څه چي كولى شې وئې كړه!! رسول الله صلى الله عليه و سلم د دغه لس ورځني مهلت په پاى كي د دوى سيمه محاصره كړه؛ هيچا دا جسارت ونه كړ چي د دوى مرستي ته راوړاندي شي، د محاصرې په پاى كي بني نضير دې ته چمتو شول چي له مدينې ووځي او هغه هم په دې شرط چي هر درې تنه يو اوښ او دومره سامان له ځان سره وړى شي چي دا اوښ ئې وړلى شي.
بيا ئې د بني غطفان لوري ته مخه كړه چي پر مدينې د بريد لپاره ئې تيارى نيولى وو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم له څلورو سوو جنگياليو سره د دوى په لور وخوځېدو؛ د مسلمانانو ناڅاپي بريد داسي وارخطاء كړل چي له جگړي پرته ئې خپل كورونه او هر څه پرېښودل او يوې بلي خوا ته خواره شول.
ښاغلي حکمتیار پورتنۍ واقعي ته په پام سره دا هم وويل چي؛ رسول الله صلی الله علیه وسلم يوازې رسول نه وو؛ بلکي هغه يو جهادي قومندان هم وو.
نوموړی همداراز زياتوي چي ځيني د رسول الله صلی الله علیه وسلم د متابعت او په سنت د عمل دعویٰ کوي خو په ټول ژوند کي ئې يوه ورځ هم په سنگر کي نه ده تېره کړې او د اسلام له دښمنانو سره ئې حتی د منبر له سره هم مقابله نه ده کړې، په داسي حال کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم نږدې اويا غزوې ترتيب او تنظيم کړي، هغه هم په لسو کلونو کي. ظروف او شرائط همداسي وو چي له هر لوري له دښمنانو سره مخ وو. په دې کي ئې په پنځه ويشت غزواتو کي خپله برخه اخيستي.
ښاغلي حکمتیار زياته کړه؛ تاسي له دې درك کولای شئ چي هغه څنگه پيغمبر وو، د هغه ټول ژوند د الله تعالیٰ په لاره کي تېر شوی، هغه يو مجاهد پيغمبر وو او د الله تعالیٰ په لاره کي ئې د شهادت تمنی درلوده، په يو وار شهادت ئې هم إکتفاء نه کوله، او ويل ئې؛ قسم په هغه ذات چي زما ساه ئې په واك کي ده زه تر ټولو زيات دا خوښوم چي د الله تعالیٰ په لاره کي شهيد شم، بيا ژوندی شم بيا شهيد شم، بيا ژوندی شم او...
په وار وار ئې شهادت غوښتلو.
د حزب اسلامي افغانستان د محترم أمير په وينا؛ دا هغه څه نه دي چي يوازي په رواياتو کي راغلي، بلکې قرآن هم په ډېر صراحت سره دا وايي چي نه يوازي پيغمبر عليه السلام بلکې ټول ياران او ملگري ئې داسي وو چي د الله تعالیٰ په لار کي ئې د شهادت تمنی درلوده. هلته چي فرمايي:
(ولقد کنتم تمنون الموت من قبل أن تلقوه فقد رأيتموه وأنتم تنظرون)
په بشپړ يقين او له شك پرته تاسو اې صحابهوو؛ ټول داسي وئ چي د شهادت تمنی مو درلوده، د اُحد په غزا کي تاسو ته ښه فرصت او شرائط برابر شوي وو او ورته کتل مو؛ له دې فرصت مو بايد استفاده کړې وی، تښتېدلي بايد نه وی، او پيغمبر عليه السلام مو يوازي نه وی پرېښی، په سنگر کي بايد محکم پاتي شوي وی، که رښتيا دا تمنی رښتيني وه نو دا فرصت مو بايد نه وی ضائع کړی، خو تاسو هسي ورته کتل او له دې فرصت مو سمه استفاده ونه کړه، دې وضعيت دښمنان متوجه کړل چي د عربو هيڅ قبيله د قريشو په شمول په يوازي سر د مسلمانانو د مقابلې توان نه لري، بايد ټول يو بل ته لاس ورکړي او په گډه د دې خطر او گواښ مقابله وکړي. له همدي کبله د أحزابو د غزوې شرائط برابر شول او د أحزابو د جگړې شاليد همدغه وو.
قدرمن مشر همداراز د أحزاب جگړي شاليد او نومَوَني ته په پام سره دا هم وويل؛ چي أحزاب يعني ډلي؛ او زياتوي چي متأسفانه ځيني د حزب په معنیٰ هم نه پوهېږي او پرته له دې د هغه څه په اړه چي د قرآن او حدیث په رڼا کي د حزب په اړه ويل شوي، د حزبونو مخالفت کوي.
نوموړی د خپل وضاحت په دوام وايي؛ تعجب به وکړئ او په راتلونکي درس کي به تاسو وگورئ چي په رواياتو کي راغلي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمني هم دوه حزبه وې او د «حزبين» صيغه ورته کارېدلې، يو ئې د عائشي رضی الله عنها تر زعامت لاندي او بل ئې هم د أم سلمه رضي الله عنها تر زعامت لاندي وو. يعني يوه ډله دا او بله ډله هغه؛ خو ځيني په دي نه پوهېږي او نه هم له دې خبر دي چي د پيغمبر عليه السلام مېرمني هم دوه حزبه وې. او دا هم يو حقيقت دی چي د عمر رضي الله عنه له لوري د خلافت په موضوع کي شپږ کسه وټاکل شول، دا يوازي شپږ شخصيتونه نه وو، بلکې په حقيقت کي شپږ حزبونه وو. دغو شپږ تنو د مسلمانانو په منځ کي گڼ شمېر حاميان او پلويان درلودل او هر يو د زعامت لپاره وړ وو. د دوی إجماع د مديني د ټولو مسلمانانو اجماع وه، که دوی په هر چا توافق کړی وی، معنیٰ دا چي ټولو مدينيوالو اتفاق پرې کړی. عمر رضي الله عنه د دوی شخصیت او حاميانو ته په پام سره فيصله وکړه چي همدغه شپږ کسان انتخاب کړي، دغه شپږ کسان د عشره مبشره ټولي کي هم وو. په پای کي د دوی له منځ د دوه حزبونو تر منځ انتخابات وشول. هو؛ انتخابات شوي، دا زه نه وايم روايات ئې وايي. إستفتاء شوې او إستفتاء انتخاباتو ته وايي، د خلکو رأی معلومولو ته وايي. يوه ډله د عثمان رضي الله عنه پلويان او بله ډله د علي رضي الله عنه، إستفتاء شوې او له خلکو رأی غوښتل شوې چي په دې دواړو کي کوم يو ته ترجيح ورکوي؟ په نتيجه کي يو حزب بريالی شوی. که د الفاظو په چکر کي پرې نه وځو، نو واقعيت همدا دی.
ښاغلي حکمتیار د موضوع په دوام زياته کړه؛ که د نن ورځي په الفاظو دا موضوع بيانوو نو واقعيت همدغه دی. مسلمانان هغه مهال شپږ ډلي وې، خو متفرقي او متخاصمي ډلي نه؛ بلکي ورونه؛ د رأی له پلوه سره بېل بېل وو، يو ويل؛ د زعامت لپاره عثمان رضي الله عنه وړ دی او بل ويل؛ علي رضي الله عنه ئې وړ دی. له همدغو بېلابېلو أراءو له خاوندانو بېلابېلې مجموعي جوړي شوې وي، دا مجموعي د قوم او قبيلي پر بنسټ نه وې، بلکي د فکر او عقيدي پر بنسټ رامنځته شوې مجموعي وې او همدي څه ته حزب ويل کېږي. د دغو شپږ تنو له منځ څلور تنه له کانديداتورۍ منصرف شول او د انتخاباتو موضوع د دوو تنو تر منځ پاتې شوه. په پای کي يو تن چي هغه هم د عمر رضي الله عنه له لوري کانديد او منتخب وو او ښه ډېر اعتبار او پلويان ئې هم درلودل، يو أمين، أهل او د رأی خاوند عبدالرحمن ابن عوف د داسي چا په توگه غوره شوی چي د مديني له اوسېدونکو پوښتنه وکړي چي په عثمان او علي رضي الله عنهما کي کوم يو ته ترجيح ورکوي او د زعامت وړ ئې گڼي؟ عبدالرحمن ابن عوف د مديني له ټولو اوسېدونکو؛ نر، ښځي، مقيم او مسافر پوښتنه کړې. زه نه وايم؛ د حديث کتابونه وايي، او بالاخره راغلی، مسجد نبوي کي ئې خلك راغونډ کړي او ورته ويلي ئې دي چي ما درې شپي ورځي ریفرنډم او ټولپوښتنه وکړه او په دي موده کي مي ډېر لږ خوب او آرام کړی او راته معلومه شوه چي د مديني قاطع اکثريت د عثمان رضي الله عنه پلويان دي او هغه د زعيم په توگه غواړي. عبدالرحمن ابن عوف همدا خبره اعلان کړې او له اعلان وروسته بيعت شوی او له بيعت وروسته عثمان رضي الله عنه د خليفه په توگه انتخاب شوی؛ جريان کټ مټ همدا دی.
ورته مهال ښاغلي حکمتیار د احزابو په اړه د خپل وضاحت په دوام دا هم وويل چي؛ قرآن هم د أحزابو د مختلفو قبيلو جنگ ته د أحزاب نوم ورکړی، يعني دا هر قوم په حقيقت کي يو حزب وو، او زياته ئې کړه؛ اوس هم د هر پير مريدان يو حزب دی، أهل حديث هم يو حزب دی، داعش هم يو حزب دی، د طالبانو اسلامي تحریک هم يو حزب دی او په دوی کي بېلې بېلې قبېلې هم حزبونه دي. که د حزب په معنیٰ پوه شو نو دا ټول حزبونه دي. هغوی چي په خرافاتو کي غرق دي، هغه هم يو حزب دی، که د قبرونو بندهگي کوي، که د يو شخص بندهگي کوي، دا هم حزبونه دي. ځيني ډلې د همدغسي مختلفو سليقو او افرادو پيداوار دي او د مختلفو سليقو خاوندان په کي راټول شوي او حزب ترې جوړ شوی. او ځيني بيا داسي دي چي د يو سپېڅلي آرمان، هدف او فکر په بنسټ جوړ شوي، تر چت لاندي ئې د افغان ولس مؤمن او خدایپال وگړي راغونډ شوي. الحمدلله حزب اسلامي همدغسي دی. الله تعالیٰ دې حزب ته دا سعادت په برخه کړ چي وتوانېږي د دوو سترو او مغرورو ځواکونو خلاف جنگ کي ئې ونډه دومره وي چي پيل ئې د همدوی په لاسو وشي.
د نوموړي په وينا؛ واقعيت دادی چي د دواړو مغرورو زبرځواکونو پر وړاندي د جهاد پيل د حزب اسلامي له لوري وشو، په روسي ځواکونو هم لومړی بريد د دوی له لوري وو او د ناټو په ځواکونو هم لومړی بريد حزب اسلامي ترسره کړ، او دا هغه حقيقت دی چي يوازي ډېر جاهل او له وضعيت بېخبره وگړي به انکار ترې کوي. واقعيت دادی که حزب اسلامي نه وی؛ نو جهاد به نهوو، د کمونستانو خلاف مبارزه به نه وه. جهاد تر ټولو وړاندي يو جماعت ته ضرورت لري، او جماعت هم په يو أمير او قائد راټوليدای شي. د همدي لپاره پيغمبر عليه السلام لومړی يو جماعت جوړ کړ او د همدي لپاره وايي چي زه په پنځهگونو گمارل شوی يم؛ جماعت درلودل، سمع او اطاعت، د سمع او اطاعت په بنسټ جماعت رامنځته کول، بیا هجرت کول او بيا د الله تعالیٰ په لار کي جهاد. پيغمبر عليه السلام عملاً همداسي وکړل او جهاد ئې هغه مهال پيل کړ چي يو ښه او مطمئن ټولگی ئې روزلی وو، هرې قربانۍ ته چمتو او يو مهجر او پناهځای ئې هم ترلاسه کړ. مدينه او خلك ئې دې ته چمتو شول چي پيغمبر عليه السلام ته بلنه ورکړي، تعهد وکړي او تعهد هم د حج په موسم کي کوي او وايي؛ چي له تا به داسي دفاع کوو؛ لکه له خپلو کورنيو، مېرمنو او أهلوعيال چي ئې کوو. له دې تعهد وروسته نبي عليه السلام مديني ته راغلی او بيا ئې جهاد پيل کړی. يعني جهاد دوو شرائطو ته ضرورت لري، لومړی جماعت او قیادت او بيا يو ډاډمن مهجر او پناهځای ته.
د همدي لپاره قرآن د عربي قبائلو گډ جنگ ته د أحزاب نوم ورکړ او د أحزاب په نوم ئې يوه سوره هم نازله کړه. چا چي د أحزابو نوم ليدلی، مصحف ئې خلاص کړی او د دې سوري په معنیٰ هم لږ پوه شوی، هغه دا درك کولای شي چي په اسلام کي أحزاب شته. ښه أحزاب هم شته او بد هم. موږ له همدي کبله د أحزابو پلوي کوو، د صنفي اتحاديو پلوي هم کوو او د اسلام له مخي ئې کوو، دا د هغوی حق دی، دوی بايد راغونډ شي او بايد يو مشر هم ولري څو وتوانېدلی شي د نظام په مقابل کي له خپلو حقوقو دفاع وکړي. دا بايد ولې نه وي؟ او څه مانع لري؟ په داسي حال کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم قبائلو ته احوال لېږلی او له هغوی ئې غوښتي چي خپل «عُرفاء» ورته معرفي کړي. «عريف» هغه چي خلك ئې پېژني د هغوی له غوښتنو خبر وي او د هغوی ښه استازيتوب کولای شي. چي کله به مسائل او شرائط داسي وو چي نبي عليه السلام به په کي د خلکو نظر او رأی اخيسته نو «عُرفاء» به ئې راغونډول او له هغوی سره تر مشورې وروسته به ئې گډ تصمیم نېولو. په حقيقت کي دا هره قبيله يو حزب وو او د هرې قبيلې عريف؛ چي ډېر ښه نوم ورته غوره شوی، د خپلې قبيلې استازی وو. موږ له همدي کبله د اسلامي احزابو د شتون پلوي يو، په کلکه ئې دفاع کوو او د يو منتخب اسلامي نظام ضرورت ئې گڼو، همدغسي چي موږ مختلف مذاهب منو، مختلف احزاب هم منو. مذاهب احزاب دي. إمام أبو حنيفه هم د يو حزب مشر دی، آيا له دي پرته بل تعبير ورته موندی شو؟ همداسي ټول مشهور إمامان هم د خپلو خپلو مذهبي حزبونو مشران دي، هغه چي د فکر او عقيدي په بنسټ جوړ شوي حزبونه دي، که أحياناً اسلام کي دا جائز نه وي نو ټول بايد د وژلو او محکومولو وړ وگڼو او د ټولو خلاف جنگ هم جائز. موږ ټول حقه مذاهب منو، احترام او درناوی ورته لرو. دا مذاهب هم همداسي وو چي يو بل ئې زغمل او يو بل ته احترام او درناوی ئې درلود. او کله به چي ورته معلومه شوه چي د مقابل لوري رأی تر ده غوره ده، له ځنډ پرته ئې منلې، يو بل ئې نه دي تکفير کړي او د يو بل شتون ئې حرام نه دی گڼلی. دې ته هم بايد متوجه وو چي کله يو څوك د حرمت پرېکړه کوي؛ چي وړه خبره نه ده، نو بايد قاطع نص ولري. څوك دې موږ ته وښايي چي د احزابو په اړه د حرمت پرېکړه چېرته ده؟ د حرمت پرېکړه خو څه د چا شخصي رأی او سليقې ته پرېښودل شوې نه ده. د حلال او حرام پولې الله تعالیٰ ټاکلي او په قرآن کي ئې ټاکلي. حلال او حرام همغه څه دي چي قرآن ئې د حل او حرمت په اړه پرېکړه کړې او پيغمبر عليه السلام د قرآن د پرېکړې په رڼا کي موږ ويلي چي دا حلال دي او دا حرام. له خپلې خيټي د حلال او حرام په اړه د څه ويلو جسارت د هېڅ چا حق نه شي کېدی.
د ښاغلي حکمتیار په وينا د احزابو شتون يو ضرورت دی، که طالبانو تحريك نه وی جوړ کړی نو بيا به ئې په جهاد کي دغه ونډه نه وه، لکه اوس چي ده. سره له دې چي دوی خپل گوند په داسي وخت کي جوړ کړ چي تيار او لا له مخکي اسلامي گوندونه جوړ وو او په جهاد کي ئې هم ونډه ډېره ډېره ځلانده او روښانه وه. شريعت که څه حرام کړي، هغه دادي چي کله مسلمانان د يو جماعت په شکل په يو أمير راټول وي، نو بل ئې بايد پر ضد د إمارت او بغاوت هڅه ونه کړي او که چا داسي هڅه وکړه، نو اسلام وايي چي بايد ووژل شي. حزب اسلامي همداسي يو حزب وو چي تر ټولو لومړی رامنځته شوی، د ملت مخلص، مؤمن او خدایپال غړي او مجاهدين په کي راټول او منظم وو، په داسي يو حال کي ئې پر ضد د نورو ډلو او گوندونو رامنځته کېدل؛ چي هدف ئې يوازي د حزب اسلامي له متلاشي کولو پرته بل څه نهوو، په واقعيت کي يو حرام او ناروا کړنه گڼلی شو.
د احزابو په اړه له پورتني تفصيلي وضاحت وروسته نوموړي د خپل ننني درس په دوام وويل؛
د بني المصطلق د غزوې په اړه اكثر روايات وايي چي دا په پنځم هجري كال كي رامنځته شوې؛ يو روايت ئې د څلورم هجري كال پېښه گڼي او بل روايت ئې د شپږم هجري كال. دا تعارض او اختلاف د يوې مهمي مسئلې په ارتباط د فقهاءو تر منځ د جدي اختلاف باعث شوى؛ د ښځو د حجاب د څرنگوالي په اړه د فقهاءو تر منځ اختلاف له دغو متعارضو رواياتو راولاړ شوى؛ د حجاب او ستر په اړه په دوو سورتونو كي لارښووني شوې؛ د النور او الاحزاب سورتونه؛ د إفك پېښه؛ پر عائشې رضي الله عنها؛ دروغجن او كركجن تور؛ د همدې المصطلق غزوې په دوران كي د منافقينو له لوري وارد شوى؛ او بيا د دې افتراء او دروغجن تور د رد او غندلو لپاره؛ د قرآن يوه بشپړه سوره؛ د النور سوره؛ نازله شوې؛ چي نه يوازي دا تور ئې غندلى؛ او د عائشې رضي الله عنها برائت ئې څرگند كړى؛ بلكي په همدې ارتباط ئې گڼ شمېر جامع او رغنده لارښووني؛ د مسلمانانو مخي ته ايښې دي.
نوموړی زياتوي چي د مېرمنو د حجاب او شرعي لباس په اړه چي متعارضو رواياتو كومه ستونزه راولاړه كړې؛ ځيني ئې له همدې غزوې سره تړاو لري؛ يو ئې عائشې رضي الله عنها ته دا خبره منسوبوي چي گواكي هغې ويلي: ما خپل مخ پټ كړ؛ ځكه چي د حجاب آيت نازل شوى وو؛ په داسي حال كي چي د حجاب يادونه د احزاب په سوره كي شوې؛ او دا سوره تر دې غزوې او د النور سورې له نزول وروسته؛ او هغه مهال نازله شوې چي د احزاب جگړه هم پاى ته رسېدلې وه؛ او په همدې سورې كي د احزاب جگړي په اړه تفصيلي بحث شوى؛ او دا ښيي چي دغه روايات هيڅ اعتبار او وزن نه لري چي وايي: د احزاب سوره د بني المصطلق تر غزوې وړاندي نازله شوې.
په څو دلائلو ويلى شو چي د النور سوره تر الاحزاب وړاندي نازله شوې:
له دوو رواياتو پرته نور ټول روايات همدا خبره كوي.
ښاغلی حکمتیار وايي چي د النور په سوره كي په عامه توگه ويل شوي چي كورونو ته د ننوتلو په مهال له هستوگنو اجازه وغواړئ او سلام پرې واچوئ او د الاحزاب په سوره كي ويل شوي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم كور ته له اجازې پرته مه ننوځئ؛ هغه لارښوونه عامه او دا خاصه ده؛ معمولاً عامه لارښوونه تر خاصي وړاندي وي.
د قدرمن مشر په وينا د الاحزاب په سورې كي ويل شوي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم له وفات وروسته به د هغه مېرمني داسي گڼئ لكه خپلي ميندي او له هغوى سره به نكاح نه كوئ. دا لارښوونه ښيي چي د الاحزاب سوره د رسول الله صلى الله عليه و سلم له رحلت لږ وړاندي نازله شوې، په همداسي وخت كي داسي لارښووني ته ضرورت وو نه تر دې ډېر وړاندي.
كوم روايت چي وايي د الاحزاب سوره تر النور وړاندي نازله شوې په هغه كي داسي خبري تر سترگو كېږي چي د روايت اعتبار ته كلكه صدمه رسوي، لكه دا چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم له هغه چا په جومات كي او د مسلمانانو په وړاندي شكايت وكړ چي دا افتراء ئې جوړه كړې وه، په ځواب كي ئې سعد بن معاذ رضى الله عنه وويل: يا رسول الله! كه دا د اوس له قبيلې وي نو موږ به ئې سر غوڅ كړو او كه د خزرج د قبيلې وي نو هغه څه به ورسره كوو چي ته ئې امر وكړې. دا په داسي حال كي چي سعد بن معاذ رضى الله عنه د الاحزاب په غزوې كي ټپي شوى وو او د همدې ټپ له كبله لږ وروسته وفات شو!! كه سعد بن معاذ رضى الله عنه دا خبره كړې وي نو معنى ئې دا ده چي دا غزوه تر الاحزاب او د سعد بن معاذ رضى الله عنه تر وفات وړاندي وه. د دې اختلاف او د دې رواياتو تفصيل د سورې په تفسير كي وگورئ.
محترم مشر د موضوع د وضاحت په دوام دا هم وويل چي؛ ځيني د ابن شهاب زهري په هغه روايت استناد كوي چي د افك د قضيې په ارتباط راغلى او په هغه كي عائشې رضى الله عنها ته دا وينا منسوب شوې چي د حجاب آيت نازل شوى وو نو ځكه ما خپل مخ په ټكري پټ كړ. په داسي حال كي چي د الاحزاب سوره او په هغې كي د حجاب آيت د بني المصطلق له غزوې او د افك له پېښي وروسته نازله شوې!! او له دې معلومېږي چي هغه روايت اعتبار نه لري چي وايي: عائشې رضي الله عنها وويل: ما خپل مخ پټ كړ؛ او دا ځكه چي د حجاب آيت نازل شوى وو؛ په داسي حال كي چي د حجاب آيت ډېر وروسته نازل شوى؛ په روايت كي د سعد بن معاذ رضى الله عنه د هغي د وينا يادونه شوې چي وئې ويل: كه دا افتراء د اوس قبيلې كوم كس كړې وي نو موږ به ئې سر غوڅ كړو؛ او له دې معلومېږي چي بني المصطلق غزوه د احزاب تر جگړي وړاندي وه؛ ځكه چي سعد بن معاذ رضى الله عنه د احزاب په غزوې كي ټپي شوى او لږ وروسته له همدې ټپ وفات شوى!!
همدا راز عائشې رضى الله عنها ته دا وينا منسوبول چي د حجاب آيت ته په پام سره ئې خپل مخ پټ كړى، صحيح انتساب نه دئ، ځكه د حجاب د آيت موضوع د مخ پټول نه بلكي له امهات المؤمنين د پردې له شا څه غوښتل دي، كه په ټكري سره د مخ پټولو يادونه ئې كړې وى نو د احزاب د سورې 59 آيت ته به ئې اشاره كوله چي وايي: يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّبِيُّ قُل لِّأَزۡوَٰجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَآءِ ٱلۡمُؤۡمِنِينَ يُدۡنِينَ عَلَيۡهِنَّ مِن جَلَٰبِيبِهِنَّۚ ذَٰلِكَ أَدۡنَىٰٓ أَن يُعۡرَفۡنَ فَلَا يُؤۡذَيۡنَۗ وَكَانَ ٱللَّهُ غَفُورٗا رَّحِيمٗا ٥٩ : اې پيغمبره! خپلو مېرمنو؛ او خپلو لوڼو او د مؤمنانو مېرمنو ته ووايه چي خپل پړوني ورباندي راتاو كړي، همدا دې ته نژدې ده چي وپېژندى شي او ونه ځورول شي؛ او الله مهربان بخښونكى دئ.
خلاصه دا چي د افك په ارتباط هغه روايات ارجح دي چي د احزاب د سورې د حجاب اړوند آيت خبره نه كوي، ځكه دا سوره تر دې غزوې وروسته نازله شوې او هغه مهال سعد بن معاذ رضى الله عنه ژوندى وو.
1146 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: مَا زِلْتُ أُحِبُّ بَنِي تَمِيمٍ مُنْذُ ثَلاثٍ سَمِعْتُ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ فِيهِمْ، سَمِعْتُهُ يَقُولُ: «هُمْ أَشَدُّ أُمَّتِي عَلَى الدَّجَّالِ» قَالَ: وَجَاءَتْ صَدَقَاتُهُمْ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «هَذِهِ صَدَقَاتُ قَوْمِنَا» وَكَانَتْ سَبِيَّةٌ مِنْهُمْ عِنْدَ عَائِشَةَ فَقَالَ: «أَعْتِقِيهَا فَإِنَّهَا مِنْ وَلَدِ إِسْمَاعِيلَ». (بخاري: 2543)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له بني تميم سره له هغې ورځي مينه لرم چي د دوى په اړه مي له رسول الله صلى الله عليه و سلم درې خبري اورېدلې دي؛ له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي اورېدلي چي فرمايل ئې: ((دوى (بني تميم) د دجال لپاره زما د امت تر ټولو سخت او شديد خلک دي))؛ ابو هريره رضي الله عنه وايي: کله چي د بني تميم زکاتونه راغلل؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((دا زموږ د قوم صدقې دي))؛ او د همدې قبيلې يوه وينځه له عائشې رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا سره وه؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وفرمايل: ((دا وينځه دي آزاده کړه؛ ځکه هغه د اسماعيل له اولادې ده)).
دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 3 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: عُمَارَة بْنِ القَعْقَاع، أَبو زُرْعَةَ او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري پرته په بل هيڅ مهم كتاب كي نه دئ راغلى.
ښاغلي حکمتیار همداراز په ٧ باب کي (د مريى په اړه د تكبر کراهيت) موضوع هم د لاندينيو رواياتو په استناد وڅېړله؛ هلته چي فرمايي:
1147 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ: «لا يَقُلْ أَحَدُكُمْ: أَطْعِمْ رَبَّكَ، وَضِّئْ رَبَّكَ، اسْقِ رَبَّكَ، وَلْيَقُلْ: سَيِّدِي، مَوْلايَ، وَلا يَقُلْ أَحَدُكُمْ: عَبْدِي، أَمَتِي، وَلْيَقُلْ: فَتَايَ، وَفَتَاتِي، وَغُلامِي». (بخاري: 2552)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((ستاسو هيڅوک دي داسي نه وايي: خپل رب (پالونكي) ته خواړه ورکړه، خپل پالونكي ته د اوداسه اوبه ورکړه، خپل پالونكي ته د څښاك اوبه ورکړه؛ او داسي دي وايي: زما مشر، زما خاوند او مالك؛ او هيڅوک دي داسي نه وايي: زما غلام او مريى، زما وينځه؛ بلکي ودي وايي: زما بچى، زما بچۍ او زما ځوانكى)).
دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: مُحَمَّد بن رافع، عَبْدُ الرَّزَّاقِ، مَعْمَر، هَمَّامِ بْنِ مُنَبِّه او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ پر بخاري علاوه په صحيح مسلم كي هم له همدې متن او سند سره راغلى. خو په مسند احمد كي دا فقره اضافي راغلې: وَلَا يَقُلْ أَحَدُكُمْ: رَبِّي، وَلْيَقُلْ: سَيِّدِي وَمَوْلَايَ؛ چي د روايت مطلب ئې مزيد واضح كړى.
د روايت مراد دا دئ: د هر انسان کرامت ته درناوى ولرئ، د شتمن او نېستمن تر منځ توپير مه كوئ؛ مه غلام تر خپل مالك ټيټ گڼئ؛ او مه مالك په داسي القابو او نومونو يادوئ چي د انسان تر شأن او حيثيت لوړ وي، د مشر او مالك په څېر نومونه ورته وكاروئ؛ مريي هم د غلام او نوكر په نومونو مه يادوئ؛ د زوى، بچى، ځوانكى، زلمى؛ په څېر نومونو ئې ياد كړئ. هيچا ته په ټيټه سترگه مه گورئ؛ خادم او مريى ستا ورور دئ؛ له ده سره ستا په چلن كي بايد دا وروري او برابري احساس شي.
نوموړي همداراز په ٨ باب کي دا عنوان (چاته چي غلام ئې خواړه راوړي) د لانديني روايت په استناد سره تشريح کړ، لکه چي وايي:
1148 ـ عن أَبَي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِذَا أَتَى أَحَدَكُمْ خَادِمُهُ بِطَعَامِهِ فَإِنْ لَمْ يُجْلِسْهُ مَعَهُ فَليُنَاوِلْهُ لُقْمَةً أَوْ لُقْمَتَيْنِ؛ او أُكْلَةً أَوْ أُكْلَتَيْنِ، فَإِنَّهُ وَلِيَ عِلاجَهُ». (بخاري: 2557)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((که چا ته د ده خادم د ده خواړه ورته راوړل؛ نو که ئې له ځان سره نه کښېنوي؛ يوه مړۍ، دوه مړۍ يا يو خوراک، دوه خوراکه دي پرې وخوري؛ ځکه چي همدا ده ئې د جوړولو او برابرولو انتظام كړى)).
دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: حَجَّاج بْن مِنْهَال، شُعْبَة، مُحَمَّد بْن زِيَاد او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري او مسند احمد پرته په بل كتاب كي نه دئ راغلى؛ امام بخاري ته له حَجَّاج بْن مِنْهَال رسېدلى او امام احمد ته له محمد بن جعفر.
ورته مهال ښاغلي په ٩ باب کي بيا دا عنوان (كه ئې غلام وهلو نو پر مخ دې نه وهي) په تفصيلي توگه توضيح کړ، لکه چي وايي:
1149 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِذَا قَاتَلَ أَحَدُكُمْ فَلْيَجْتَنِبِ الْوَجْهَ». (بخاري 2559)
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((که ستاسو كوم يو جگړه کوي؛ نو پر مخ له وهلو دي؛ ډډه کوي)).
نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ په صحابه وو كي دوه راويان لري چي انس او ابو هريره دي؛ امام بخاري ته له دوو سلسلو رسېدلى؛ د دواړو إسناد ئې ښودلي. خو روايت له باب سره مناسبت نه لري؛ باب دا دئ: كه ئې غلام وهلو نو پر مخ دې نه وهي؛ خو روايت وايي: که ستاسو كوم يو جگړه کوي؛ نو پر مخ له وهلو دي؛ ډډه کوي!! يعني پر مخ وهل جائز نه دي؛ نه په تعزير كي او نه په تأديب كي؛ يعني قاضي هم دا حق نه لري او مور، پلار او استاد هم؛ د دوو مسلمانانو تر منځ جنگ هم بايد له دې ډډه وشي.
په سنن ابي داؤد او مسند احمد كي په دې صيغه راغلى:
عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِذَا ضَرَبَ أَحَدُكُمْ فَلْيَجْتَنِبِ الْوَجْهَ، وَلا يَقُلْ قَبَّحَ اللَّهُ وَجْهَكَ وَوَجْهَ مَنْ أَشْبَهَ وَجْهَكَ؛ فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ خَلَقَ آدَمَ عَلَى صُورَتِهِ»
له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: كه چا بل څوك وهلو نو بايد پر مخ ئې ونه وهي او داسي ونه وايي چي الله تعالى دي ستا مخ تور كړي؛ او د هر هغه چا مخ چي تا ته ئې مخ ورته وي؛ ځكه الله تعالى؛ آدم عليه السلام د ده په بڼه او شكل پيدا كړ.
د ښاغلي حکمتیار په وينا د روايت دا برخه: « فَإِنَّ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ خَلَقَ آدَمَ عَلَى صُورَتِهِ"؛ الله تعالی آدم عليه السلام د هغه په صورت پيدا کړ؛ لږ دقت او غور ايجابوي؛ ځكه دا پوښتنه رامنځته كوي چي د چا په صورت ئې پيدا كړ؟ په دې كي ځينو مغالطه کړې؛ قصداً يا اشتباهاً؛ داسي ئې توجيه کړې چي گواكي الله تعالی آدم عليه السلام؛ د خپل ځان په څېر پيدا کړی؛ په داسي حال كي چي دلته بحث أصلاً د الله تعالی د ذات په ارتباط نه دئ، بلكي بحث د دوه کسانو تر منځ د شخړي او نزاع دئ چي بايد يو بل پر مخ ونه وهي او داسي ونه وايي چي الله تعالى دي ستا مخ تور كړي؛ او د هر هغه چا مخ چي تا ته ئې مخ ورته وي؛ ځكه الله تعالى؛ آدم عليه السلام د ده په بڼه او شكل پيدا كړ. ځکه دا خو په حقيقت كي د خپل نيکه او جد مخ ته بد رد ويل دي؛ ستا د نيكه؛ آدم عليه السلام مخ هم دغه كس ته ورته دئ چي ته ئې په څپېړه وهې او بد رد ورته وايي.
قدرمن مشر همداراز د موضوع د لا وضاحت په دوام وايي؛ حميدي يو له هغو مهمو شخصيتونو او محدثينو دئ چي له تبع الأتباع ئې روايات تر لاسه كړي. له ده دغو محدثينو روايات اخيستي: بخاري، مسلم، أبو داود، ترمذي، نسائي او ابن ماجه. اما امام بخاري له خپل دغه استاد؛ پورتنى روايت نه دئ نقل كړى. خو اهل ظاهر په همدې روايت استناد كوي او دا ترې راباسي چي الله تعالى مخ لري او مخ ئې آدم عليه السلام ته ورته دئ!!! او دا يقيناً چي قبيح مغالطه ده؛ له ځان سره او له نورو سره. نه په روايت كي داسي څه مومو چي دا مطلب ترې راوايستل شي او نه قرآن موږ ته دا اجازه راكوي چي الله تعالى له كوم مخلوق سره په ذات او صفاتو كي تشبيه كړو.
د درس په پای کي په إجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.
د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه
