افغانستان له سري لانکا سره بیخي فوق العاده لوبه وکړه
افغانستان له سري لانکا سره بیخي فوق العاده لوبه وکړه. له اول سره چې د هدف لپاره یې پلان جوړ کړی و, تر اخري شېبې پورې د پلان په اساس مخې ته ولاړل.
دوی په ۳۷ اورونو کې ۲۸۹ منډې وکړې. افغان لوبغاړو لوبه وکړه او ښه لوبه یې وکړه. همدا ټیم ورک وي.
دا نو زموږ بدقسمتي وه چې د لوبې انجام خراب شو. هغه هم د لوبې د تنظیموونکو د خرابې محاسبې له وجهې.
د پاکستان د لاهور په ښار کې د محمد نبي لوبه تاریخ شو.
مډل ارډر کې د رحمت, حشمت او نجیب ونډه ښه خبر و. ډېره موده وروسته مې د رحمت سټروکونه ولیدل او د حشمت دوې پرلپسې پنځوسیزې.
اوپنېنګ کې د ابراهیم ځدران هغه ښکلې لوبه د کرکټ ښکلا وه.
ګربز به هم بېرته را وګرځي.
الراونډېنګ کې د ګلبدین او کریم بالینګ او بیټېنګ دواړه ښه وو.
فست بالینګ کې فضل ښه ونه ځلېده, دا د اندېښنې وړ مسئله ده, ځکه چې دی ماین بالر دی. وخت شته چې کار وشي.
د وطنوالو دې هم کور ودان وي چې میدان ته د لوبغاړو د تشویق لپاره تللي وو. بیرغونه
