No-IMG

د حکمتيار صاحب نه پنځوسمه درسي حلقه (د حکمة البارئ د څلورم جلد) تر عنوان لاندې تر سره شوه

يکشنبه د سنبلې ۵مه؛ ۱۴۰۲

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير ښاغلي حکمتیار د حکمة البارئ د

څلورم جلد د تدريس په لړۍ کي خپله نه پنځوسمه درسي حلقه د بريا نړۍ‌وال ټلويزيون د غونډو په تالار کي وړاندي کړه چي گڼ شمېر وروڼو په کي گډون کړی وو.

نوموړي د خپل مخکيني درس په دوام وويل:

١ باب: (د گرو شوي څاروي له سپرلۍ او شيدو استفاده) لکه چي وايي:

1137 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «الرَّهْنُ يُرْكَبُ بِنَفَقَتِهِ إِذَا كَانَ مَرْهُونًا، وَلَبَنُ الدَّرِّ يُشْرَبُ بِنَفَقَتِهِ إِذَا كَانَ مَرْهُونًا، وَعَلَى الَّذِي يَرْكَبُ وَيَشْرَبُ النَّفَقَةُ». (بخاري: 2512)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((پر هغه گرو شوي څاروي سپرېدا كېدى شي؛ چي په گرو تر لاسه شوى وي؛ د خپل لگښت په بدل كي؛ د شيدې ورکوونکي څاروي شيدې څښل كېدى شي؛ كه په گرو تر لاسه شوى وي؛ د خپل لگښت په بدل کي؛ پر هغه چا ئې لگښت دئ چي پرې سپرېږي او ترې څښي)).

دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2511 - 2512 - غريب دئ؛ په 3 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: زَكَرِيَّاء، الشَّعْبِي او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له صحيح بخاري او صحيح ابن حبان پرته په بل كتاب كي نه دئ راغلى.

د ښاغلي حکمتیار په وينا؛ كه څه هم د دواړو كتابونو راويان په دريو طبقو كي سره ورته دي؛ خو په متن كي لږ توپير سره لري؛ په يوه كي الرَّهْنُ يُرْكَبُ بِنَفَقَتِهِ وَلَبَنُ الدَّرِّ يُشْرَبُ إِذَا كَانَ مَرْهُونًا او په بل كي الرَّهْنُ يُرْكَبُ بِنَفَقَتِهِ، إِذَا كَانَ مَرْهُونًا وَلَبَنُ الدَّرِّ يُشْرَبُ بِنَفَقَتِهِ، إِذَا كَانَ مَرْهُونًا؛ د صحيح ابن حبان روايت داسي دئ:

5935 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:  «الرَّهْنُ يُرْكَبُ بِنَفَقَتِهِ، وَلَبَنُ الدَّرِّ يُشْرَبُ إِذَا كَانَ مَرْهُونًا، وَعَلَى الَّذِي يَرْكَبُ وَيَشْرَبُ نَفَقَتُهُ»

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: پر رهن شوي سپرېدل شته خو د لگښت په بدل كي؛ د څاروي شيدې څښل كېدى شي كه رهن وي؛ او پر سپرېدونكي او د شيدو څښونكي ئې لگښت دئ.

 

نوموړی وایي؛ ځيني دا روايت په هغه مهال پوري مربوط گڼي چي د سود حرمت نه وو نازل شوى؛ دا ځكه چي په دې كي له رهن د استفادې جواز راغلى؛ او دا سود ته ورته دئ؛ د عمدة القارئ مصنف عيني رأى همدا ده؛ ځيني وايي چي د گرو شوي څاروي لگښت هم پر خاوند ئې دئ؛ نه پر مرتهن (گرو اخستونكي)؛

د څارويو د رهن په اړه عادلانه چلن دا دئ: هر څه ئې د راهن (خاوند دي)؛ كه دا شيدي وي او كه بچي ئې؛ شيدي ئې مرتهن (گرو اخستونكى) په هغه صورت كي څښلى شي چي بيه به ئې له پور پرې كوي؛ البته په څاروي چي ده كوم لگښت كړى؛ هغه د ده مسلم حق دئ؛ بايد تر لاسه ئې كړي؛ دا به محاسبه كېږي؛ په روايت كي يوازي دا راغلي چي شيدې ئې څښل كېدى شي؛ د لگښت په بدل كي؛ خو فقط دومره څښلى شي چي بيه ئې له مصرف او لگښت سره برابره وي؛ كه بيه ئې تر لگښت زياته وي؛ دا زياتي مبلغ د مرتهن لپاره سود گڼل كېږي؛ دا ځكه چي هر هغه پور سود دئ چي خاوند ته ئې گټه جلب كړي.

دا وضاحت هم لازم دئ چي كه راهن؛ د مودې له بشپړېدو وروسته پور اداء نه كړي؛ آيا پور وركوونكى؛ كولى شي رهن په بشپړه توگه تمليك كړي؟ ځواب دا دئ چي يوازي د خپل پور تر لاسه كولو حق لري؛ نه د ټول رهن تمليك؛ د جاهليت په دور كي همدا دود وو خو اسلام لغو كړ؛ په دې روايت كي ئې د لغوي اړوند لارښوونه مومو:

2033 - عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:  «لَا يُغْلَقُ الرَّهْنُ لَهُ غُنْمُهُ وَعَلَيْهِ غُرْمُهُ» السنن الصغير للبيهقي

له ابو هريره روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: رهن (له خاوند ئې) راتم كېدى نه شي؛ گټه ئې هم د ده ده او تاوان ئې هم؛

حافظ بن حجر په بلوغ المرام كي ويلي: راويان ئې ثقه او معتبر دي.

 

ښاغلي حکمتیار همداراز په ٢ باب کي (د گروي اخستونكي او گروي ورکوونکي اختلاف) موضوع د لاندينيو رواياتو په استناد وڅېړله، لکه چي وايي:

1138 ـ عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما إِنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَضَى أَنَّ الْيَمِينَ عَلَى الْمُدَّعَى عَلَيْهِ. (بخاري: 2514)

له ابن عباس رضي الله عنهما روايت دئ چي نبي صلى الله عليه و سلم دا فيصله کړې ده چي قسم پر مدعىٰ عليه دئ.

دا روايت په بخاري كي 2 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 2514 - 4552 - غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري؛ د 2514 راويان دا دي: خَلَّاد بْن يَحْيَى، نَافِع بْن عُمَر، ابْنِ أَبِي مُلَيْكَةَ او ابْنِ عَبَّاس رضي الله عنهما؛ او د 4552

راويان دا دي: نَصْر بْن عَلِيِّ بْنِ نَصْرٍ، عَبْدُ اللَّهِ بْن دَاوُدَ، ابْنِ جُرَيْجٍ، ابْنِ أَبِي مُلَيْكَةَ او ابْنِ عَبَّاس؛ په نورو مهمو كتابونو كي هم له همدې متن او سند سره راغلى. په 4552 روايت كي دا هم ويل شوي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: «لَوْ يُعْطَى النَّاسُ بِدَعْوَاهُمْ لذَهَبَ دِمَاءُ قَوْمٍ وَأَمْوَالُهُمْ»: كه خلكو ته د خپلي دعوى او ادعاء له مخي څه وركړل شي؛ نو د خلكو ويني او مال به هدر كېږي.

د روايت مراد دا دئ: كه په محكمه كي مدعىٰ عليه انكار وكړي او مدعي شاهد ونه لري؛ نو مدعىٰ عليه به لوړه كوي؛ كه داسي نه وي او د هر مدعي ادعاء ومنل شي؛ نو نه به د چا سر خوندي وي او نه مال.

 

قدرمن مشر همداراز د صحيح البخاري په ٤۷م کتاب کي (د غلامانو آزادول) عنوان هم په تفصيلي توگه تشريح کړ او وئې ويل:

1-باب: (د غلام آزادول او فضيلت ئې)

1139 ـ عن أَبي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَيُّمَا رَجُلٍ أَعْتَقَ امْرَأً مُسْلِمًا، اسْتَنْقَذَ اللَّهُ بِكُلِّ عُضْوٍ مِنْهُ عُضْوًا مِنْهُ مِنَ النَّارِ». (بخاري: 2517)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: نبي صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((هر چا چي کوم مسلمان انسان آزاد کړ؛ الله تعالى به ئې د هر غړي په بدل کي د ده يو غړی د دوزخ له اور وژغوري)).

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: أَحْمَد بْن يُونُس، عَاصِم بْن مُحَمَّد، وَاقِد بْن مُحَمَّد، سَعِيد بْن مَرْجَانَةَ او أَبُو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ د روايت په پاى كي د راوي دا وينا هم راغلې: قَالَ سَعِيد بْن مَرْجَانَةَ: «فَانْطَلَقْتُ بِهِ إِلَى عَلِيِّ بْنِ حُسَيْنٍ، فَعَمَدَ عَلِيُّ بْنُ حُسَيْنٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا إِلَى عَبْدٍ لَهُ قَدْ أَعْطَاهُ بِهِ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ جَعْفَرٍ عَشَرَةَ آلاَفِ دِرْهَمٍ أَوْ أَلْفَ دِينَارٍ، فَأَعْتَقَهُ» مطلب ئې دا دئ چي علي بن حسين داسي غلام آزاد كړ چي عبد الله بن جعفر په زر دينار اخستى وو؛ دا برخه په بل هيڅ كتاب كي نه ده راوړل شوې.

په صحيح مسلم كي په دې صيغه راغلى:

21 - (1509) عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: «مَنْ أَعْتَقَ رَقَبَةً مُؤْمِنَةً، أَعْتَقَ اللهُ بِكُلِّ إِرْبٍ مِنْهَا إِرْبًا مِنْهُ مِنَ النَّارِ»

له ابو هريره روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((چا چي کوم مسلمان انسان آزاد کړ؛ الله تعالى به ئې د هري برخي په بدل کي د ده يوه برخه د دوزخ له اور وژغوري)).

لكه چي گورئ امام مسلم نه د بخاري د روايت له متن سره موافقه كړې او نه ئې له سند سره؛ د بخاري روايت او سند ئې په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى.

 

ورته مهال ښاغلي حکمتیار د ياد کتاب په ١ باب کي د لاندينيو رواياتو په استناد سره دا عنوان؛ (د کوم ډول غلام آزادول غوره دي؟) تشريح کړ، لکه چي وايي:

1140 ـ عَنْ أَبِي ذَرٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: سَأَلْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَيُّ العَمَلِ أَفْضَلُ؟ قَالَ: «إِيمَانٌ بِاللَّهِ، وَجِهَادٌ فِي سَبِيلِهِ»، قُلْتُ: فَأَيُّ الرِّقَابِ أَفْضَلُ؟ قَالَ: «أَعْلاَهَا ثَمَنًا، وَأَنْفَسُهَا عِنْدَ أَهْلِهَا»، قُلْتُ: فَإِنْ لَمْ أَفْعَلْ؟ قَالَ: «تُعِينُ صانعاً او (ضَايِعًا)، أَوْ تَصْنَعُ لِأَخْرَقَ»،: قَالَ: فَإِنْ لَمْ أَفْعَلْ؟ قَالَ: «تَدَعُ النَّاسَ مِنَ الشَّرِّ، فَإِنَّهَا صَدَقَةٌ تَصَدَّقُ بِهَا عَلَى نَفْسِكَ». (بخاري: 2518)

له ابو ذر رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي پوښتنه وکړه: کوم عمل غوره دئ؟ وئې فرمايل: ((په الله تعالى ايمان او د الله تعالى په لار کي جهاد))؛ ومي ويل: د مريانو كوم يو آزادول غوره دي؟ وئې فرمايل: ((کوم چي قيمت ئې تر نورو لوړ وي او خاوند ته ئې تر نورو غوره او ارزښتمن وي))؛ ومي ويل: که ئې ونه كړى شم؟ وئې فرمايل: ((له صنعتكار او كاسب سره مرسته؛ راوي وايي: ښايي د صانع په ځاى د ضايع لفظ ويل شوى وي؛ يعني له فقير او له پامه غورځول شوي انسان سره مرسته)؛ او هغه كسبگر ته د كسب ښودنه چي سم ئې نشي جوړولى؛ وئې ويل: که ئې ونه كړى شم؟ وئې فرمايل: (( (خپل) شر او ضرر له خلكو لري ساته؛ او دا داسي صدقه ده چي خپل ځان ته ئې ورکوې)).

 

نوموړی زياتوي چي دا روايت په بخاري كي 3 ځلي په دغو شمېرو راغلى: 26 - 2518 – 2782؛ هر يو ئې په صحابه وو كي له دغو دريو راويانو په ترتيب سره نقل شوي: أَبو هُرَيْرَة، أَبو ذَرّ او عَبْدُ اللَّهِ بْن مَسْعُود رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُم؛ له دې توپيرونو سره: په لومړي كي «إِيمَانٌ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ» تر ټولو افضل عمل؛ بيا  «الجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ» او بيا «حَجٌّ مَبْرُورٌ» غوره گڼل شوي؛ په دوهم كي «إِيمَانٌ بِاللَّهِ، وَجِهَادٌ فِي سَبِيلِهِ» تر ټولو افضل عمل؛ د غلامانو په آزادولو كي د داسي غلام آزادول افضل گڼل شوي چي «أَعْلاَهَا ثَمَنًا، وَأَنْفَسُهَا عِنْدَ أَهْلِهَا» او كه دا نشي كولى نو سپارښتنه شوې: تُعِينُ صانعاً او ضَايِعًا، أَوْ تَصْنَعُ لِأَخْرَقَ»په درېيم كي «الصَّلاَةُ عَلَى مِيقَاتِهَا»؛ تر ټولو افضل او بيا «بِرُّ الوَالِدَيْنِ»، او «الجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ»

 

د ښاغلي حکمتیار په وينا؛ د قرآن له لارښوونو او د رسول الله صلى الله عليه و سلم له ارشاداتو معلومېږي چي تر ايمان وروسته جهاد في سبيل الله تر ټولو افضل عمل دئ؛ له دې كبله هم چي له ايمان وروسته تر ټولو مهم كار د الله تعالى دين قائمول دي او له دې كبله هم چي په جهاد كي انسان د الله تعالى لپاره له خپل مال او سر تېرېږي؛ په جهاد سره نور انسانان له ظلم ژغورل كېږي او د الله تعالى لوري ته بلل كېږي؛ له همدې امله رسول الله صلى الله عليه و سلم جهاد ته د اسلام ذِروة سَنَامِ الاسلام نوم وركړى:

 15 - عَنْ أَبِي ذَرٍّ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «ذِرْوَةُ سَنَامِ الْإِسْلَامِ الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ، لَا يَنَالُهُ إِلَّا أَفْضَلُهُمْ» المعجم الكبير للطبراني

له ابو ذر روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: د اسلام تر ټولو لوړه څوكه د الله په لار كي جهاد دئ؛ دې ته نه شي رسېدلى مگر د مسلمانانو افضل او غوره ئې.

 

د حزب اسلامي افغانستان محترم أمير د ياد کتاب په ٢ باب کي (د شريک غلام آزادول) موضوع هم په تفصيلي توگه توضيح کړه، لکه چي وايي:

1141 ـ عَنْ عَبْدِاللَّهِ بنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «مَنْ أَعْتَقَ شِرْكًا لَهُ فِي عَبْدٍ، فَكَانَ لَهُ مَالٌ يَبْلُغُ ثَمَنَ الْعَبْدِ، قُوِّمَ الْعَبْدُ عَلَيْهِ قِيمَةَ عَدْلٍ، فَأَعْطَى شُرَكَاءَهُ حِصَصَهُمْ، وَعَتَقَ عَلَيْهِ الْعَبْدُ وَإلَّا فَقَدْ عَتَقَ مِنْهُ مَا عَتَقَ».  بخاري 2522

له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((څوک چي په (شريک) غلام کي خپله برخه آزاده کړي؛ نو که دومره مال ولري چي د غلام قيمت ته رسېدى شي؛ نو غلام دي په عادلانه توگه قيمت شي؛ نو شريکانو ته د هغوى برخي ورکړي او په دې توگه دي غلام آزاد کړي او که نه نو همغه برخه ئې آزاده شوې چي ده آزاده کړې ده)).

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 3 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: مَالِك بن أنس، نَافِعٍ او عَبْد اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا. په نورو كتابونو كي هم له دغه متن او سند سره راغلى.

 

نوموړي همداراز په ٣ باب کي بيا (په هېره طلاق او د غلام آزادول) موضوع ته هم په مفصل ډول تشريح کړه، هلته چي فرمايي:

1142 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ لِي عَنْ أُمَّتِي مَا وَسْوَسَتْ بِهِ صُدُورُهَا مَا لَمْ تَعْمَلْ أَوْ تَكَلَّمْ». (بخاري: 2528)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: ((الله تعالى زما لپاره؛ زما د امت له هغه څه تېر شوى چي په سينو كي ئې وسوسې راپاروي؛ تر هغه چي عمل او تکلم پرې ونه کړي)).

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ راويان ئې دا دي: الحُمَيْدِي، سُفْيَان، مِسْعَر، قَتَادَةَ، زُرَارَة بْنِ أَوْفَى او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ په نورو كتابونو كي له عبد الله بن عباس او ابو ذر غفاري هم روايت شوى.

په صحيح مسلم كي له كافي توپير سره په دې صيغه راغلى:

201 - (127) عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ اللهَ تَجَاوَزَ لِأُمَّتِي مَا حَدَّثَتْ بِهِ أَنْفُسَهَا، مَا لَمْ يَتَكَلَّمُوا، أَوْ يَعْمَلُوا بِهِ»

له ابوهريره روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: يقيناً چي الله تعالى زما  امت ته له هغه څه تېر شوى چي په زړه كي ئې گرځي؛ تر هغه چي تكلم پرې ونه كړي يا عمل پرې ونه کړي)).

 

نوموړی زياتوي؛ لكه چي گورئ د مسلم په روايت كي د بخاري د روايت دا برخه (تَجَاوَزَ لِي) نشته؛ د بخاري د روايت دا برخه (مَا وَسْوَسَتْ بِهِ صُدُورُهَا، مَا لَمْ تَعْمَلْ أَوْ تَكَلَّمْ)؛ په مسلم كي؛ په نسبتاً واضح توگه داسي راغلې: مَا حَدَّثَتْ بِهِ أَنْفُسَهَا، مَا لَمْ يَتَكَلَّمُوا، أَوْ يَعْمَلُوا بِهِ: هغه څه چي په زړه كي ئې گرځي؛ تر هغه چي تكلم پرې ونه كړي يا عمل پرې ونه کړي.

 

قدرمن مشر له پورتنيو توضيحاتو وروسته په ٤، ۵ او ۶م باب هم يو په بل پسي تشريح کړل؛ هلته چي فرمايي: (د غلام آزادولو لپاره د شاهد نيول)

1143 ـ عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّهُ لَمَّا أَقْبَلَ يُرِيدُ الإِسْلامَ وَمَعَهُ غُلامُهُ ضَلَّ كُلُّ وَاحِدٍ مِنْهُمَا مِنْ صَاحِبِهِ، فَأَقْبَلَ بَعْدَ ذَلِكَ وَأَبُو هُرَيْرَةَ جَالِسٌ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «يَا أَبَا هُرَيْرَةَ هَذَا غُلامُكَ قَدْ أَتَاكَ». فَقَالَ: أَمَا إِنِّي أُشْهِدُكَ أَنَّهُ حُرٌّ، قَالَ: فَهُوَ حِينَ يَقُولُ: يَا لَيْلَةً مِنْ طُولِهَـا وَعَنَائِهَـا عَلَى أَنَّهَا مِنْ دَارَةِ الْكُفْرِ نَجَّتِ (بخاري: 2530)

له ابو هريره رضي الله عنه روايت دئ چي وايي: کله چي ئې اسلام ته مخه كړه؛ په داسي حال كي چي غوښتل ئې مسلمان شي؛ غلام ئې هم ورسره وو؛ په لاره كي هر يو له خپل ملگري ورک شو؛ له دې وروسته په داسي حال کي راغى چي ابو هريره رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره ناست وو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: ((ابو هريره! دا دي غلام دئ چي درته راغى))؛ نو وئې ويل: زه تا شاهد نيسم چي هغه نور آزاد دئ. راوي (قيس) وايي: نو ده به ويل: واى د هغي شپې له اوږدوالي او کړاو ئې؛ په دې چي له دار الکفر ئې وژغورلم.

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 5 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: مُحَمَّد بْن عَبْدِ اللَّهِ بْنِ نُمَيْرٍ، مُحَمَّد بْنِ بِشْر، إِسْمَاعِيلَ، قَيْسٍ او أَبو هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له بخاري پرته په بل هيڅ كتاب كي نه دئ راوړل شوى.

 

د ښاغلي حکمتیار په وينا ښايي له دې شعر د ابو هريره رضي الله عنه مراد دا وي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته تر راتلو وړاندي شپه ډېره اوږده او سخته پرې تېره شوې؛ خو همدې شپې له دارالكفر وژغورلو. په بل روايت كي راغلي: كله چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم خوا ته روان شوم؛ په لاري كي مي دا وويل؛

يَا لَيْلَةً مِنْ طُولِهَا وَعَنَائِهَا ... عَلَى أَنَّهَا مِنْ دَارَةِ الكُفْرِ نَجَّتِ

او له دې معلومېږي چي په همدې شپه ئې د ايمان راوړو او د رسول الله صلى الله عليه و سلم په حضور كي د مشرف كېدو پرېكړه كړې وه او له ډېر شوق؛ دا شپه پرې ډېره اوږده او سخته تمامه شوې؛ خو د بخاري له روايت داسي معلومېږي لكه چي د غلام په ناڅاپي راتگ او د رسول الله صلى الله عليه و سلم د دې وينا (اې ابو هريره! دا دي غلام دئ چي درته راغى)؛ له اورېدو وروسته ئې هم ايمان راوړى او هم ئې خپل غلام آزاد كړى!!

 

٥ باب: (د مشرک غلام آزادول)

1144 ـ عَنْ حَكِيم بْنَ حِزَامٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: أَنَّهُ أَعْتَقَ فِي الْجَاهِلِيَّةِ مِائَةَ رَقَبَةٍ وَحَمَلَ عَلَى مِائَةِ بَعِيرٍ، فَلَمَّا أَسْلَمَ حَمَلَ عَلَى مِائَةِ بَعِيرٍ وَأَعْتَقَ مِائَةَ رَقَبَةٍ، قَالَ: فَسَأَلْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ أَرَأَيْتَ أَشْيَاءَ كُنْتُ أَصْنَعُهَا فِي الْجَاهِلِيَّةِ، كُنْتُ أَتَحَنَّثُ بِهَا، يَعْنِي أَتَبَرَّرُ بِهَا قَالَ: فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «أَسْلَمْتَ عَلَى مَا سَلَفَ لَكَ مِنْ خَيْرٍ». (بخاري: 2538)

له حکيم بن حزام رضي الله عنه روايت دئ چي د جاهليت په زمانه کي ئې سل غلامان آزاد کړي او سل اوښان ئې د سپرلۍ لپاره خلکو ته ورکړي وو او کله چي مسلمان شو بيا ئې سل اوښان خلکو ته د سپرلۍ لپاره ورکړل او سل غلامان ئې آزاد کړل؛ حکيم رضي الله عنه وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم مي په دې اړه پوښتنه وکړه: يا رسول الله! زما د هغو اعمالو په اړه دي رأى څه ده چي ما به په جاهليت کي د خدايپالني او نېكي په نيت کول؟ وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: (د خير هغو كارونو له كبله خو مسلمان شوې چي تر دې وړاندي دي درلودل)

يعني د مخکينيو نيکيو له برکت؛ د مسلمانېدو سعادت او توفيق دي په برخه شوى.

دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى؛ غريب دئ؛ په 3 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: هِشَام، پلار ئې عروه او حَكِيم بْن حِزَام رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ؛ له مهمو كتابونو يوازي په صحيح مسلم كي هم راغلى؛ چي راويان ئې په دريو طبقو كي همغه د بخاري راويان دي.

 

٦ باب: (که څوک د عربي غلام مالک شي)

1145 ـ عن عَبْداللَّهِ بْن عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُما إِنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَغَارَ عَلَى بَنِي الْمُصْطَلِقِ وَهُمْ غَارُّونَ وَأَنْعَامُهُمْ تُسْقَى عَلَى الْمَاءِ، فَقَتَلَ مُقَاتِلَتَهُمْ وَسَبَى ذَرَارِيَّهُمْ وَأَصَابَ يَوْمَئِذٍ جُوَيْرِيَةَ. (بخاري: 2541)

له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما روايت دئ چي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د بني مصطلق پر قبيلې ناڅاپه حمله وکړه؛ هغوى بې خبره وو او څاروي ئې په اوبو د خړوبولو په حال كي وو؛ د هغوى جنگيالي ئې ووژل؛ اولادونه ئې په اسارت ونيول او په همدې ورځ جويريه (رضي الله عنها) د ده شوه.

 

د پورتني روايت په اړه ښاغلي حکمتیار وويل: دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى: غريب دئ؛ په 4 طبقو كي يو يو راوي لري چي دا دي: عَلِي بْن الحَسَنِ بْنِ شَقِيقٍ، عَبْد اللَّهِ، ابْن عَوْن او نَافِع رضي الله عنه. كه څه هم دلته د ابن عمر رضي الله عنهما يادونه نه ده شوې خو نافع دا خبره د ده له قوله كرې. په صحيح مسلم او نسائي كي هم له همدې سند سره راغلى؛ خو په متن كي له ځينو توپيرونو سره.

 

نوموړی زياتوي چي په دې روايت كي ډېر ابهامات دي؛ لكه: دا غزوه كله رامنځته شوې او ولي؟ د دښمن له لوري څومره جنگيالي وژل شوي؟ څومره اسيران شوي؛ او له اسيرانو سره په پيل او پاى كي څه شوي؟ له دې وضاحتونو پرته او يوازي د دې روايت له مخي به هر څوك داسي انگېري چي دا بريد بې موجبه او ناڅاپي وو؛ د دښمن ټول جنگيالي وژل شوي؛ او ټول ماشومان او مېرمني ئې د تل لپاره اسيران او وينځي او غلامان شوي؛ او گواكي جويريه هم په دغه ورځ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په برخه شوې!!! دا روايت كه په همدې بڼي او له وضاحت پرته د دښمن لاس ته ورشي نو د شديدو تبليغاتو وسيله به ترې جوړوي او كه د بې علمه جگړمارو لاس ته ورشي نو په هر مخالف به د بريد او تالان مجوز او مستمسك ترې جوړوي؛ د هغه فيسبوكي مفتي لپاره به د هوسي فتوى بنسټ ترې جوړېږي چي ويل ئې: كه د كافر سل مېرمني په لاس درغلې؛ دوى وينځي دي او له نكاح پرته ورسره نژدېكت او كورواله كولى شې!! او له ډېر غرور ئې سترگي او لاسونه هم داسي خوځول لكه چي لوى او نادر كشف ئې كړى او ستر حقيقت ئې موندلى او له كوم مداهنت پرته ئې خلكو ته بيانوي!!

خو حقيقت بيا داسي دئ: د دې قبيلې مشر له قريشو سره توافق كړى وو چي له مسلمانانو سره په جنگ كي به د دوى مرسته كوي؛ د جنگ لپاره ئې تيارى پيل كړى وو؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته اطلاع ورسېده؛ بُرَيْدَة بن الحُصَيْبِ ئې د معلومات تر لاسه كولو لپاره سيمي ته ولېږلو؛ هغه د خبر صحت تأييد كړ؛ نو رسول الله صلى الله عليه و سلم له 700 غازيانو سره هغه لوري ته د احتمالي خطر د مخنيوي لپاره وخوزېدو؛ د مُرَيسيع خوا ته ورسېدو؛ دا د دې قبيلې اوبه خور وو؛ همدلته نښته پيل شوه؛ شاوخوا لس تنه ئې ووژل شول؛ د قبيلې مشر حارث بن ابي ضرار له خپلو جنگياليو سره وتښتېدو؛ سيمه، ټوله قبيله او څاروي ئې د مسلمانانو په لاس كي پرېوتل؛ اسيران مدينې ته انتقال شول؛ جويريه رضي الله عنها د اسيرانو په ډلي كي وه؛ دا د بني المصطلق د قبېلې د مشرحارث بن ابي ضرار لور وه؛ خاوند ئې په جنگ كي وژل شوى وو؛ د ثابت بن قيس لاس ته ورغلې وه؛ هغه حاضر شوى وو چي له دې سره مكاتبه وكړي؛ د آزادېدو په بدل كي څه ترې واخلي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ته راغله چي په دې معامله كي ئې مرسته وكړي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم ورسره مرسته وكړه؛ او له اسارت ئې آزاده كړه؛ نه يوازي دا آزاده شوه بلكي د دې له كبله د قوم ټول اسيران ئې هم له فديې پرته آزاد شول؛ پلار ئې چي له نورو جنگياليو سره تښتېدلى وو؛ د خپلي لور او نورو د آزادولو لپاره مدينې ته راغى؛ او د فديې اوښان ئې هم له ځان سره راوستي وو؛ خو د رسول الله صلى الله عليه و سلم او مسلمانانو له ښه او عالي سلوک دومره متأثره شو چي دى او لور ئې مسلمان شي؛ رسول الله صلى الله عليه و سلم جويريه آزاده او بيا ئې په نكاح كړه او مسلمانانو د دې لپاره خپل ټول اسيران له فديې پرته آزاد كړل. په دې بريد كي د دې قبيلې شاوخوا لس تنه وژل شوي او د اسيرانو شمېر ئې ځينو سل او ځينو نژدې دوه سوه ښودلى؛ چي ټول له فديې پرته آزاد شول؛ په ځينو رواياتو كي دا هم راغلي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم جويريه د ده پلار ته وسپارله؛ دې او پلار ئې دواړو ايمان راوړ؛ او له دې وروسته له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره د هغې نكاح شوې.

د بخاري روايت په صحيح مسلم او سنن الكبرى للنسائي كي هم له همدې سند؛ خو په متن كي له معمولي توپير سره راغلى؛ په سنن الكبرى للنسائي كي له روايت سره متصل يوه ښكلې شرح مومو چي د غزواتو په اړه د اسلام لارښووني زموږ مخي ته ږدي:

8532-عَنْ بُرَيْدَةَ قَالَ‏:‏ كَانَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ‏:‏ إِذَا بَعَثَ أَمِيرًا عَلَى قَوْمٍ أَمْرَهُ بِتَقْوَى اللهِ فِي خَاصَّةِ نَفْسِهِ وَلأَصْحَابِهِ بِعَامَّةٍ وَقَالَ‏:‏ اغْزُوا بِسْمِ اللهِ وَفِي سَبِيلِ اللهِ، قَاتِلُوا مَنْ كَفَرَ بِاللَّهِ، وَلاَ تَغْلُوا، وَلاَ تَغْدِرُوا، وَلاَ تُمَثِّلُوا، وَلاَ تَقْتُلُوا وَلِيدًا، وَإِذَا لَقِيتَ عَدُوَّكَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ فَادْعُهُمْ إِلَى إِحْدَى ثَلاَثٍ إِلَى الإِسْلاَمِ، فَإِنْ دَخَلُوا فِي الإِسْلاَمِ فَاقْبَلْ مِنْهُمْ، وَكُفَّ عَنْهُمْ  وَإِلَى الْهِجْرَةِ، فَإِنْ دَخَلُوا فِي الْهِجْرَةِ فَاقْبَلْ مِنْهُمْ، وَكَفَّ عَنْهُمْ، وَإِنِ اخْتَارُوا الإِسْلاَمَ وَأَبَوْا أَنْ يَتَحَوَّلُوا مِنْ دِيَارِهِمْ إِلَى دَارِ الْهِجْرَةِ كَانُوا كَأَعْرَابِ الْمُؤْمِنِينَ يَجْرِي عَلَيْهِمْ مَا يَجْرِي عَلَى أَعْرَابِ الْمُؤْمِنِينَ، وَلَيْسَ لَهُمْ مِنَ الْفَيْءِ وَالْغَنِيمَةِ شَيْءٌ إِلاَّ أَنْ يُجَاهِدُوا فِي سَبِيلِ اللهِ، فَإِنْ أَبَوْا الإِسْلاَمَ فَادْعُهُمْ إِلَى إِعْطَاءِ الْجِزْيَةِ، وَاقْبلْ مِنْهُمْ وَكُفَّ عَنْهُمْ، فَإِنْ أَبَوْا فَاسْتَعِنْ بِاللَّهِ وَقَاتِلْهُمْ ...

له بريده روايت دئ چي وايي: كله چي به رسول الله صلى الله عليه و سلم كوم امير پر كوم ټولي ټاكلو نو هغه ته به ئې له الله تعالى د تقوى درلودو امر كولو؛ د خپل ځان په اړه په خاصه توگه او د خپلو يارانو په اړه په عامه توگه؛ او فرمايل به ئې: د الله تعالى په نامه او د الله تعالى په لار كي غزا وكړئ؛ له هغه چا سره وجنگېږئ چي په الله كافر شوى؛ تېرى مه كوئ، غدر مه كوئ، مړي مه مثله كوئ، ماشومان مه وژنئ، كله چي له خپل مشرك دښمن سره مخامخ شې نو له دريو ئې يوه ته راوبله: اسلام ته؛ كه په اسلام كي داخل شول نو ترې وئې منه؛ او لاس ترې راتم كړه؛ او هجرت ته ئې وبله؛ كه په هجرت كي داخل شول نو ترې وئې منه؛ او لاس ترې راتم كړه؛ كه ئې اسلام قبول كړ؛ خو له دې ئې ډډه وكړه چي له خپلي سيمي د هجرت دار ته راشي؛ داسي به وي لكه د مؤمنانو بانډه وال؛ له دوى سره به همغه څه كېږي چي له مؤمنو بانډه والو سره كېږي؛ په غنيمت او فىء كي به هيڅ برخه نه لري؛ مگر دا چي د الله تعالى په لار كي جهاد وكړي؛ كه ئې له اسلام ډډه وكړه؛ نو د جزيې وركړي ته ئې وبله؛ ترې وئې منه؛ او لاس ترې راتم كړه؛ كه ئې له دې ډډه وكړه نو بيا له الله تعالى مرسته وغواړه او ورسره وجنگېږه؛ ....

 

ورته مهال ښاغلي حکمتیار دا هم وويل؛ راشئ د اسيرانو په اړه د قرآن لارښوونو ته هم ځير شو؛ الله تعالى فرمايي:

فَإِذَا لَقِيتُمُ الَّذِينَ كَفَرُوا فَضَرْبَ الرِّقَابِ حَتَّى إِذَا أَثْخَنْتُمُوهُمْ فَشُدُّوا الْوَثَاقَ فَإِمَّا مَنًّا بَعْدُ وَإِمَّا فِدَاءً حَتَّى تَضَعَ الْحَرْبُ أَوْزَارَهَا ... 4  محمد

نو كله چي له كافرانو سره مخامخ شئ نو د غاړو وهل دي (دنده مو)، تر هغه چي ښه ئې ووژنئ، بيا (ئې د تړلو لپاره) بندونه كلك كړئ، بيا يا احسان پرې كول دي او يا فديه (ترې منل)؛ تر هغه چي جگړه خپل اوزار كېږدي،

په دې مباركو آيتونو كي هغه اساسي او مهم مطالب څېړل شوي چي د اسلام په جنگي تگلاري كي ټاكونكې لارښووني گڼل كېږي؛ په دې توگه:

1- كله چي مؤمنان له كافرانو سره په كومي جگړي كي مخامخ شي نو د دوى لومړۍ او اساسي دنده دا ده چي خپله ټوله توجه د دښمن ځپلو ته واړوي، تر هغه چي ښه ئې ووژني او له پښو ئې وغورځوي، د دښمن له ماتولو وروسته دي بې وسلې شوي او نيول شوي جنگيالي د جنگي اسيرانو په توگه ونيسي، د دوى د تړلو لپاره دي مضبوط بندونه او بشپړ احتياط وكاروي، بيا دي يا له دې اسيرانو سره احسان وكړي او له كومي معاوضې او بدلې پرته دي دوى آزاد كړي او يا دي د فديې په بدل كي دوى خوشي كړي.

 

2- دا لړى بايد تر هغه دوام وكړي چي جگړه خپل اوزار او جگړه ماران خپله وسله پر زمكه كېږدي او د جگړي امكانات پاى ته ورسېږي.

هو؛ هغه چي د الله د لاري خنډ شي، د مؤمنانو په ضد د دې لپاره خپلي توري له تېكو راباسي او پر دوى بريد كوي چي له الله تعالى پرته بل چا ته سر نه ټيټوي، له حق او عدالت دفاع كوي، ظالم ته وايي له ظلم لاس واخله، مظلوم ته وايي ظلم ته مه تسليمېږه، كله چي له داسي مغرورو ځواكونو سره مخامخ شئ نو ستاسو دنده دا ده چي كبرجن سرونه ئې پرې كړئ، غرور ئې مات كړئ او له پښو ئې وغورځوئ.

له هغه وروسته چي دښمن ته مو ماته وركړه، د هغه صفوف مو متلاشي كړل او د جنگ د دوام توان ئې له لاسه وركړ، بيا د جنگي اسيرانو نيولو ته مخه كړئ، د دښمن د هغو جنگياليو نيولو ته توجه وكړئ چي د جگړي په ميدان كي په لاس درځي، له دې وروسته دا ستاسو رأيي او خوښي ته پرېښودل شوې چي احسان ورسره كوئ او له كومي معاوضې پرته ئې آزادول د اسلام په گټه گڼئ او يا ئې د فديې په بدل كي خوشي كوئ، خو بايد پوه وئ چي ستاسو لومړۍ وجيبه (ضرب الرقاب: د غاړو وهل) ده او دوهمه د اسيرانو نيول.

 

3- په دې لارښووني كي د اسيرانو په اړه دوه بديلونه د مؤمنانو مخي ته ايښودل شوي: احسان او فديه؛ يعني چي الله تعالى احسان خوښوي؛ نو ځكه ئې اول د احسان يادونه كړې؛ او بيا د فديې؛ په فديه كي هم د اسيرانو تبادله راځي او هم د كومي بلي معاوضې په مقابل كي ئې آزادول.

 

4- د قرآن دا لارښوونه هم بايد په پام كي ولرو چي مسلمان له چا سره جنگ كولى شي؛ قرآن فرمايي:

وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلا تَعْتَدُوا إِنَّ اللَّهَ لا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ 190  البقرة

او د الله په لار كي له هغو سره وجنگېږئ چي له تاسو سره جنگېږي او تېرى او زياتى مه كوئ، يقيناً چي الله تېرى كوونكي نه خوښوي.

له هغو كسانو سره د جگړي اجازه دركړى شوې چي له تاسو سره جنگېږي، خو په جنگ كي به هم د اسلام د اصولو مراعات كوئ، له تېري او زياتي به ځان ساتئ، له دې تېري به هم ډډه كوئ چي څوك له تاسو سره نه جنگېدلى او نه جنگېږي؛ تاسو ورسره وجنگېږئ؛ ښځي، ماشومان او بوډاگان به نه وژنئ؛ ځكه هغوى نه له تاسو سره جنگېدلي او نه جنگېدى شي؛ ونو او فصلونو ته به اور نه اچوئ، د دښمن مړي به نه مُثله كوئ، له زخميانو او اسيرانو سره به زياتى نه كوئ، له خپلو ژمنو به عدول نه كوئ.

 

د درس په پای کي په إجتماعي توگه دعاء وشوه او له دعاء وروسته نننۍ درسي حلقه پای ته ورسېده.

 

د حزب اسلامي افغانستان د أمير دفتر؛ مطبوعاتي څانگه.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک